Sher Ali Bacha

Home | About | Books | Contact

Sher Ali Bacha and His Poetry

This text is from Milli Pasoon Book...Farhad Muhammad Ghalib Tarin,Nowkhar,Pukhtunkhwa

د شېر علي باچا انورد منظم کلام يو جاج  

پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت د مرحوم شېر علي باچا انور د کلام څو پاڼې راکړې، وئيل ئې مطالعه ئې وکړه او ډېر څۀ پرې وليکه او دا ئې هم راته ووې چې څنګه دلته ناست ئې هم دلته پرې په ناسته ناسته وليکه. ما وئيل دا خو مطالعه غواړي. يو داسې ماحول غواړي چې چرته خاموشي وي او مداخلت نۀ وي او تر ټولو لويه خبره دا ده چې يو موډ (چُرت) غواړي او بيا دا چې د شېر علي انور باچا مقام ته ځان رسول غواړي يا د هغوي په مقام ځان پوهول غواړي. سره د دې چې د مرحوم باچا جي سره زما ليدۀ کاتۀ نۀ وو شوي خو ولې زۀ د هغوي له افکارو نه د هغوي د ليکونو په ذريعه خبر يم او د هغوي د درانۀ شخصيت په باره کښې چې مې له نورو څۀ اورېدلي دي يا مې څۀ لوستلي دي نو د هغې نه مې هم اندازه لګولې ده چې مرحوم په هر لحاظ يو قامي اتل، دانشور او د سماج د بدلون دپاره عملي ګامونه پورته کونکے وۀ. هغه د قامي نجات پېغام رسونکے، د ملي يووالي ارماني وۀ. د محکومو قومونو مرستيال وۀ او د هغۀ د ژوند په مقاصدو کښې نۀ خو خپل نوم ګټل وو، نۀ خو هغه د شهرت اوږے وۀ او نۀ ئې چرته  د دولت ګټلو او د کُرسۍ حاصلولو مدعا څرګنده کړې وه. يا ئې د دغو څيزونو د حصول دپاره هڅې کړې وي. د هغۀ د ژوند مقصد د ضعيفو، مظلومو او د زپلو انسانانو خدمت کول وو. په هغوي کښې بېدارے پېدا کول وو او هغوي له خپلو حقونو نه خبرول او هغوي منظم کول وو او چې ما کله د هغۀ د مقالو او نظمونو مطالعه کړې ده نو زۀ په دې حقيقت رسېدلے يم چې د مرحوم تر ټولو لوئے ارمان، آرزو او خواهش دا وۀ چې يو ازاد او خپلواک پښتون دولت دې تاسيس کړے شي خو چې په دغه دولت کښې استحصال نۀ وي او طبقاتي لاندے باندے نۀ وي. هغۀ په خپلو مقالو کښې په ډېرو موضوعاتو ښۀ په ايماندارۍ بغېر له څۀ پس و پېش نه او بغېر له اګر مګر نه ليکل کړي دي.  هغۀ کۀ د قوم او قوميت په موضوع څۀ ليکلي دي يا د مذهب باره کښې يا بيا په خاصه توګه د ادب باره کښې. کۀ سياسي موضوعاتو باندې ئې قلم چلولے دے او کۀ په فلسفه ئې څۀ ليک کړے دے نو د هغۀ ليک به خپل مقصد بيانولو کښې واضح او هيڅ قسمه ابهام او کړکېچ به پکښې نۀ وۀ. نو د داسې شخصيت باره کښې راته ليکل دومره ګران په دې هم شول چې زما او د مرحوم ترمنځه:چه نسبت خاک را به عالم پاکاو چې ځان ته مې فکر شو نو ما وې چې        
من آنم که من دانم
 

خو باوجود د دې هم د محترم پروفېسر صاحب حکم شاته غورځول هم راته مناسب ښکاره نۀ شول او د مرحوم باچا جي په دغه لږ کلام  مې سوچ او فکر وکړو او د کلام په مناسبت سره غواړم چې زما ذهن ترې څۀ اخذ کړل چې خپل نور ملګري او لوستونکي هم په خپله مطالعه کښې شريک کړم او دغه شان د مرحوم باچا جي په وساطت سره خپل نوم محفوظ کړم. د مرحوم باچا جي د دومره لږ کلام په سبب پوه نۀ شوم چې آيا مرحوم خپل نور کلام ضائع کړے دے يا ضائع شوے دے او يا کۀ موجود دے نو چرته دے؟ دغه سوالونه بهرحال ځکه پېدا کېدے شي چې د مرحوم د موجوده کلام نه دا واضحه ښکاري چې دا د مرحوم ابتدائي کلام نۀ دے او نه د ځوانۍ د ولولو او جذبو نه ډک کلام دے. بلکې زما په خيال دا کلام د باچا جي د هغه دور سره تعلق لري چې کله هغوي د خپل ژوند يو مقصد ټاکلے وۀ او په يو ځائے مستقل ولاړ وۀ. خو د دغه کلام پوخوالے، مقصديت او خوند رنګ او شعري خوبۍ د صنعتونو استعمال او د الفاظو جوړښت دا ټول د دې ګواهي ورکوي چې مرحوم باچا جي د دې نه اګاهو مشق سخن کړے دے او دا ئې چرې هم نۀ خو ټول کلام دے او نۀ داسې کېدے شي. ځکه چې په وړومبي نظر مې د هغوي په دغو کاغذونو کښې وړومبے کلام ولوستو نو په دغه کلام کښې د شعري خوبيو، سجع او شعري صنعتونو او د الفاظو زېروبم راته زما پورتنۍ دعوې واضحه کړې. په دغه غزل يا نظم کښې چې مطلع ئې ده:

لويې څو جرګې په پېښور کوو
بيا به سم ګوزار په ستمګر کوو

د دغه غزل فني اړخونه او مقصديت دومره اثر انګېز دے چې د يو قادر الکلام شاعر نه علاوه د هر چا د وس خبره نۀ ده او دا لوړه شعري رتبه د هر چا په نصيب شوې نۀ ده. په دغه نظم يا غزل کښې چې د کومو صنعتونو استعمال شوے دے په مختصره توګه ورته اشاره کول ضروري دي لکه : تجنيس مضارع : په کلام کښې دوه داسې لفظونه راوړل چې د هغې د حرفونو شمېره خو برابر يا يو هومره وي ولې يو حرف پکښې مختلف وي لکه عطا، خطا يا رحمت او زحمت چې په دغو کښې يو يو حرف مختلف دے. د باچا جي دغه شعر ئې مثال دے:ټک به د ټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو

په دې شعر کښې محشر او اشر کښې يو حرف مختلف دےتجنيس لاحق: په کلام کښې داسې دوه لفظونه راوړل چې د حرفونو تعداد ئې يو هومره وي او يو حرف پکښې مختلف وي او دغه حرف په تلفظ کښې هم د بل نه مختلف وي لکه د باچا جي دا شعر:

تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون
بيا باچا اختر به په باختر کوو

په دې شعر کښې په تور او خور کښې يو حرف مختلف دے خو د حرفونو شمېر ئې برابر دے او په تلفظ کښې ئې فرق دے يعني په يو کښې (ت) او بل کښې (خ) ده.تجنيس زائد : په کلام کښې دوه داسې لفظونه راوړل چې حرکات او سکنات ئې يو شان وي او په قسم کښې هم يو له بله جدا نۀ وي خو په يو کښې له بل نه حروف زيات وي. دا د حروفو زياتوالے د ټکي په منځ کښې هم کېدے شي په سر کښې هم او په اخر کښې هم راتلے شي لکه :

ټک به د ټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو

په دې شعر کښې (شر) او (محشر) متجانسېن دے. په يو کښې د بل نه دوه حرفونه زيات دي.او دا شعر ئې د تجنيس مطرف مثال دے

دلته اباسين هلته پشين نيسي
يو ښکر شئ لښکر په قبضه ګر کوو

په دې شعر کښې ښکر او لښکر متجانسېن دي. په لښکر کښې يو (ل) سېوا دے. تجنيس مطرف هغه قسم دے چې پکښې د متجانسېنو په اخر کښې د يو حرف کمے زياتے وي لکه د باچا جي مرحوم دغه پورتنے شعر. صنعت شبه اشتقاق : دا هغه صنعت دے چې کله يو شاعر په کلام کښې څو داسې لفظونه راوړي چې هغه د يو مصدر نه وتلي ښکاري خو ولې په حقيقت کښې داسې نۀ وي.  دغه شان صنعت په صنعت شبه اشتقاق بللے شي لکه د باچا جي مرحوم د لانديني شعر په دواړو مصرعو کښې دا صنعت موجود دے:

ټک به د ټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو

په پورتني شعر کښې ټک، ټوپک او اټک په ظاهره خو داسې ښکاري لکه چې له يو مصدر نه وتلي وي حالانکې داسې نۀ ده. دغه رنګې شر، محشر او اشر هم دي. په دغه نظم يا غزل کښې داسې مثالونه نور هم ډېر دي.صنعت سجع : په شعر کښې يا په يوه فقره کښې داسې الفاظ راوړل چې د هغې اخري حرفونه يو شان وي لکه باران، جانان، مهمان وغېره. د دې ټولو لفظونو اخري حرف يو دے. دې ته سجع وئيلے شي. دا به پخوانو  خلقو زيات پکارول. اوس هم د نثر ښائست ګڼلے شي. خو په نظم کښې هم د ښکلا او حسن باعث وي. د مرحوم باچا جي په کلام کښې ئې مثالونه موجود دي لکه:

ټک به د ټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو

يا دا شعر

دلته اباسين هلته پشين نيسي
يو ښکر شئ لښکر په قبضه ګر کوو

د وړومبني شعر په وړومبۍ مصرع کښې ټک، ټوپک او اټک. په دوېمه مصرع کښې شر، محشر او اشر. د دوېم شعر په وړومبۍ مصرع کښې اباسين او پشين خپلو کښې سجع لري. او په دوېمه مصرع کښې ښکر، لښکر، قبضه ګر داسې الفاظ دي چې پکښې د سجع مثال موجود دے او د دغه نظم يا غزل ځنې نور شعرونه هم د دې مثال دے.صنعت تضاد يا طباق: په کلام يا شعر کښې داسې لفظونه راوړل چې د يو بل ضد وي لکه خندا او ژړا، غم او ښادي. ورځ او شپه داسې صنعت ته د تضاد يا طباق صنعت وئيلے شي. د مرحوم باچا جي په شعرونو کښې ئې ګڼ مثالونه شته.

لکه:
نۀ دي سرپرست چې قام پرست نۀ وي
دا دراز خبره مختصر کوو

  په دې شعر کښـې دراز او مختصر خپلو کښې متضاد دي.

د رڼا په شيشه سپينه، دې باران د تورو کاڼو
د اسمان نه تر زمينه، د اوچتې شپې غورځنګ دے

په دې شعر کښې سپين او تور د يو بل متضاد دي. دغه شان اسمان او زمکه هم د يو بل متضاد دي.

خاموشۍ شونډې ګنډلي، دي لېواله د يو چغې
غلے والے ورته وائي يو نغمه د شور و شر ده

په دې شعر کښې خاموشي او چغه، غلے والے او شور و شر د يو بل متضاد دي.صنعت مراعاة النظير : په شعر کښې داسې شعرونه راوړل چې تضاد پکښې نۀ وي صرف د يو بل سره مناسبت لرونکي او د يوې سلسلې وي. داسې صنعت ته صنعت مراعاة النظير وئيلے شي. د مرحوم باچاجي دغه شعر ئې غوره مثال دے:

ګل به شي، غنچه به شي، چمن به شي
دا بې سره دشتې واک کامل غواړي

په دغه شعر کښې ګل، غنچه او چمن د يوې سلسلې الفاظ دي او په خپلو کښې متضاد هم نۀ دي.

ستا د ګل رنګ بدن د پشم باران راغے دلته
زما د ملک تږې ورشو باندې بس سم ورېږي

صنعت تدبيج : په شعر کښې چې د مختلفو رنګونو ذکر وکړے شي نو دې ته صنعت تدبيج وئيلے شي. د مرحوم باچاجي دا لاندينے شعر ئې مثال دے:

څۀ ښکلے تجويز دې وړاندې کړے يار
شنۀ بنګړي ماتېږي سرۀ پائل غواړي

په دې شعر کښې شنۀ او سرۀ د رنګونو ذکر دے نو دا صنعت تدبيج دے.صنعت مخاطبه : اکثر شاعران په کلام کښې ځان ته مخاطبه کوي او دا مخاطبه يواځې په مقطع کښې نۀ کوي بلکې په مطلع کښې هم کېدے شي. د باچا جي مرحوم دا شعر ئې مثال دے:

د زړۀ وينې څښه انوره
د شرابو چې ګراني ده

قلب مستوي : په کلام کښې داسې ټکي راوړل چې د دواړو ډډو نه يو شان لوستے شي لکه درد، کاواک، نادان، دې ته قلب مستوي وائي. په شعر کښې ئې مثال داسې دے:

د انور شعر نه نشې څاڅي نن
جوړ د وصال هغه مۍ دۀ څښلي دي

په پورتني شعر کښې (نن) داسې لفظ دے چې د دواړو ډډو نه وليکلے شي نو بيا هم هغه لفظ جوړېږي. دا د قلب مستوي مثال دے.صنعت حسن تعليل: په کلام يا شعر کښې د څۀ صفت دپاره داسې سبب يا وجه پېدا کول چې په حقيقت کښې ئې هغه وجه يا سبب نۀ وي ولې په کلام کښې د باريکۍ او خوند پېدا کولو دپاره داسې شوے وي. لکه د باچاجي مرحوم دا شعر

د شفق په سورکي رنګ کښـې د آفتاب د قتل رنګ دے
د افق سينه زخمي ده ماښام وينو کښې رنګ بنګ دے

په دې شعر کښې د ماښام د شفق ذکر دے چې د هغې اصلي وجه بله ده خو شاعر د آفتاب قتل او د افق د زخمي سينې نه د وينو د راوتلو او ماحول سُور کولو ذکر کړے دے. صنعت تلميح : په کلام يا شعر کښې زړې تاريخي واقعې ته اکثر شاعران اشارې کوي داسې صنعت ته صنعت تلميح وئيلے شي لکه د باچاجي مرحوم دا شعرونه:

مونږه د خليل رسم په ځان منو
خلق ګډ حلال کړي قرباني
کوي

په دې شعر کښې د حضرت ابراهيم علېه السلام د قربانۍ تاريخي واقعې ته اشاره ده او يا لکه چې په دې شعر کښې د امام حسېن او د يزيد دواړو په لور اشاره ده او د کربلا تاريخي واقعې ته پکښې اشاره شوې ده:

قاتلان دي يزيديان دي
بيا حسېن دے کربلا ده

تشبيه: د تشبيه معنٰي په لغت کښې د مشابهت، په شان، په څېر، په مثل ده. يعني يو څيز د څۀ خاص صفت په وجه د بل په شان ګرځول چې د اورېدونکي يا لوستونکي په زړۀ کښې د هغه څيز تصوير وګرځي. باچاجي مرحوم چې کله د خپل خوږ او ګران وطن قيصه کول غواړي نو هغۀ ته په خپل وطن کښې هغه ټولې ناکړدې، بې انصافۍ، بې اعتدالۍ او ظلمونه، بې عدالتۍ او طبقاتي لري بري په دروغو او چل ول په اقتدار قبضه کول، د خلقو په حقوقو ډاکې اچول د وطن وسائل او ذرائع لاندې کول. غرض دا چې په دې وطن کښې په ماضي کښې څۀ شوي دي نو هغه ټول ورته ياد شي. هغه ئې مخې ته ودرېږي او د وطن د قيصې چې کوم خواږۀ وي د هغې سره چې د بنده زړۀ څنګه د خوشحالۍ نه ټوپ وهي، نو باچاجي نۀ خو دغه خواږۀ محسوسوي او نۀ د هغۀ زړۀ د وطن دننه څۀ خوشحالي او ښـادي ليدلې ده. چې هغه د وطن د نوم اورېدو سره خوشحالي او ښادي محسوس کړي. نو هغه د خپل زړۀ د وطن د قيصې او اورېدو د حالت نقشه په داسې تشبيهاتي انداز کښې وړاندې کوي ليکي:

لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي
لا يو مزدور د کارخانې نه تر جونګړې راشي
لا يو دهقان د خان پټي نه کور ته  ستړې راشي
لا يو سوالګرے د مالداره وروځې خړې راشي
لا بېګناه قېدي زندان ته لکه مړے راشي
لا يو مظلوم د ظالمانو نه درګړے راشي
زما زړګيه بس د خوږ وطن قيصه داسې ده
د اورېدو نه ده قسم دے چې ترخه داسې ده

د دغه نظم دوېم بند او څلورم بند هم دغه تشبيهاتي انداز لري

د دغو مختصرو صنعتونو او فني لوازماتو نه غرض دا ثابتول او جوتول وو چې د مرحوم باچاجي دغه شاعري کۀ هر څو زمونږ تر لاسونو ډېره لږه رارسېدلې ده خو د ښې شاعرۍ صفات او لوازمات پکښې موجود دي او دا د دې خبرې ثبوت هم دے چې دا موجوده کلام د باچاجي مرحوم نمائنده کلام دے او په هيڅ جوړ د هغوي ابتدائي کلام نۀ دے او شايد چې دا د هغه وخت کلام وي چې کله د هغوي د شعر دېګ ښۀ پوخ شوے وۀ.

باقي د مرحوم باچاجي د کلام موضوعات او غرض او مدعا څۀ ده؟ څرګنده خبره ده چې باچاجي مرحوم د فن د ژوند دپاره د نظريې علمبردار وۀ او د فن برائے فن د نظريې ناقد وۀ. يو ترقي پسند او قوم پرست شاعر وۀ او د يو ترقي پسند او قوم پرست شاعر نه چې څۀ توقع کېدے شي مرحوم باچا جي په دغه توقع پوره دے او د يو مترقي شاعر او قوم پرست نه چې په کومو موضوعاتو د وېنا توقع کېدے شي نو د مرحوم باچاجي په کلام کښې دغه موضوعات، خيالات او احساسات ښۀ په واضحه توګه موجود دي. خو د فن وجود ته ئې نقصان نۀ دے رسولے. چې د هغوي د قادر الکلامۍ او فني پوهې يو غټ دليل دے. د مرحوم باچاجي شاعري اګر چې په مقدار کمه خو په معيار سمه ده او پکار دي چې د پښتو معاصر ادب د دغې شاعرۍ د خوند او رنګ نه محرومه پاتې نۀ شي.

د ډاکټر پروفېسر محمد زبېر حسرت مننه کوو چې هغوي  د مختلفو ذريعو نه دغه کلام راغونډ کړو. ترتيب ئې کړو او د ادب د مئينانو په وړاندې ئې سوغات کړو.

الله پاک دې وکړي چې د مرحوم نثر او نظم زمونږه د اولس په ښه راشي او الله پاک دې مرحوم په خپل رحمت ونمانځي او د هغۀ کلام دې د پښتونخوا د اولس په ښېګړه راولي. آمين.

فرهاد محمد غالب ترين
صدرمرکزي پښتو ادبي جرګه نوښار پښتونخوا