د رمضان د مياشتې
خاص عبادت
زمونږ دين
اسلام د عباداتو يو کوټلے
نظام لري. د قرآن پاک د يو
آيات (البقرة آيت ١٨٥) مطابق
د رمضان مياشت د قرآن پاک
د نزول مياشت ده او پۀ دې
مياشت کښې چې يو عاقل بالغ
مسلمان موجود وي نو پۀ
هغۀ د رمضان د مياشتې روژې
نيول فرض شي، دا حکم د قرآن،
سنت او اجماع درې واړو
مطابق دے
کۀ څوک مريض وي
يا پۀ سفر کښې وي او روژې
ونۀ شي نيوې نو دا د رمضان
د مياشتې قضا شوې روژې
به پۀ شمار نيسي، يعنې
چې څو روژې ئې خوړلې وې
هغه هومره روژې به د کال
پۀ نورو ورځو کښې نيسي
حضرت امام راغب
اصفهاني(رح) پۀ "مفردات
القرآن" کښې د شَهْرُ
رَمَضان (٢-١٨٥) پۀ ضمن کښې
ليکي چې: رمضان د "رمض"
نه مشتق دے چې معنٰي ئې
"القاموس الوحيد" کښې
د رمض ګڼ مشتقات د تپ او
ګرمۍ معنٰي ورکوي. نۀ شم
وئيلے چې د رمضان دا نوم
کله، چا او پۀ څۀ سبب اېښے
دے، ځکه چې د اسلامي قمري
هجري کال مياشتې پۀ ټولو
موسمونو چورلي. رمضان
پۀ اوړي کښې هم راځي او
پۀ ژمي کښې هم خو روژه نيول
پۀ هر موسم کښې همت غواړي
روژې ته
پۀ عربۍ کښې صوم وائي د
دې جمع "صيام" ده د سورة
البقرة پۀ آيت ١٨٣ کښې
دا لفظ راغلے دے. د صوم پۀ
شريعت کښې دا معنٰي ده
"د صبح صادق نه واخله تر
نمر پرېوتو د خوراک څښاک نه او د خپلې قانوني
ملګرې سره د خاص اختلاط
نه (او د نورو بدو کارونو
نه) د الله تعالٰي د حکم
مطابق د هغۀ (ج) د رضا دپاره
ځان ساتل روژه ده. دا عبادت پۀ نفس
قابو راولي، پاکي او تقويٰ
پېدا کوي، دا عبادت د قرآن
د بيان مطابق پۀ وړاندنيو
خلقو هم فرض وۀ
د روژې نيولو دپاره
نيت ضروري دے. د هر عمل دارمدار
پۀ نېت وي، هر فرض، واجب
او سنت عبادت نېت غواړي.
پکار دي چې د رمضان هرې
روژې له نېت وکړې شي. پۀ
يو نېت د ټولو رمضان روژې
نيول صحيح نۀ دي. نېت د زړۀ
اراده وي پۀ ژبه اعلان
ضروري نۀ دے
د "کنز ا لدقائق"
پۀ شرح "بحرالرائق" کښې
دي چې پۀ سحري يعنې پيش
نمي کښې خوړل څښل د نېت
کار کوي. خو شرط پکښې دا
دے چې دا بنده کالو سره
پۀ دغه وخت د خوراک عادى
نۀ وى
چې
د روژې نېت ئې نۀ وي نو تمامه
ورځ لوږه تنده وغېره پۀ
روژه نۀ حسابېږي. نېت د
ماښام نه پس د بلې ورځې
د زوال نه اګاهو پکار دے.
د حنفي مسلک عالمان د روژې
دپاره نېت لازم ګڼي
د رمضان مياشت
کله يو کم دېرش ورځې وي
او کله دېرش ورځې وي. د حضرت محمد رسول
الله صلي الله عليه وآله
وسلم د فرمان د رمضان د
مياشت پۀ ليدلو روژه کول
او د مياشت پۀ ليدلو افطار
کول پکار دي نو هر څوک چې
مياشت وويني نو د هغۀ فرض
دي چې ګواهي وکړي.حضرت علامه عبدالله
بن محمود الموصلي (رح) (٥٩٩-٦٨٣هـ)
پۀ خپل مقبول کتاب "الاختيار
شرح المختار" مطبوعه قاهره
کښې پۀ جز اول ص ١٢٨ ليکي
"و يفترض
على من رأى الهلال ان يودى
الشهادة اذ لم يثبت دونه
حتى يجب على المخدرة و
ان لم ياذن لها زوجها
"
.معنيٰ دا شوه چې د مياشتې
پۀ ليدونکي شهادت فرض
شي کۀ چرې د هغۀ نه بغېر
بل ثبوت نۀ وي تر دې چې کۀ
يوې پرده پوخې ښځې مياشت
ليدلې وه او خاوند ورله
اجازت نۀ ورکوي هم پۀ دې
ګواهي فرض ده.دا به قاضي ته د شهادت
دپاره ځي، ځکه چې اسمان
کښې خړه وه، مياشت يو تن
ليدلې ده او د رويت هلال
پۀ سبب روژه پۀ اولس فرض
شوې ده نو د دې يو ګواه شهادت
اهميت لري، کۀ قاضي شهادت
قبول کړ نو د رمضان او روژې
حکم به کوي، لکه څنګه چې
رسول الله صلي الله علېه
وآله وسلم ( د ابن عباس (رض)
د روايت مطابق) د يو اعرابي
مسلمان پۀ شهادت د روژې
حکم کړے وۀ
کۀ د يو ګواه شهادت
قاضي رد کړ نو دغه ګواه
به پۀ خپله روژه نيسي او
کله چې دے دېرش روژې پوره
کړي او د نورو خلقو ٢٩ روژې
پوره شوې وې خو مياشت ونۀ
لېدے شي نو دا بنده به ٣١
مه روژه نيسي اختر به قام
سره کوي. د
شعبان پۀ ٢٩ مه د مياشت
د ليدلو تکل پکار دے
روژه د نفساني خواهشاتو
د قابو کولو او د اخلاقي
اصلاح او د تقويٰ د پېدا
کولو دپاره مؤثر عبادت
دے. اوس کۀ يو روژه دار روژه
نيولې ده او د ګناه کارونه
کوي، دروغ وائي، جګړې
کوي، پوچه خُلۀ خوزوي،
غلا غېبت، چغلي کوي، رشوت
اخلي، جواري کوي، پۀ تول
کښې ټګي کوي، ذخيره اندوزي
کوي، د کارخانې مالک وي
او د ناجائز ګټې دپاره
چيني، اوړۀ، غوړي يا نور
ضروري څيزونه لکه د غل
پۀ شان د قام نه پټ ساتي
يا قتلونه شوکې ډاکې کوي،
جج يا قاضي وي نو رشوت اخلي
او د بې انصافۍ فېصلې کوي.
د دې قسم تورمخو روژې ته
د الله تعالٰي هيڅ ضرورت
نشته او نۀ پۀ دوي ته پوره
پوره ثواب ورسي. روژه غواړي
چې روژتي سراسر نېک او
منونکے وي
د رمضان پۀ مياشت کښې
د ماسخوتن د مانځه نه پس
پۀ جمع د تراويج مونځ کېږي.
دا پنځه ترويجي مونځ وي
هره ترويحه څلور رکعته
پۀ دوه سلامه کېږي او د
هرې ترويحې نه پس دمه کول
وي. پۀ دې شل رکعته مونځ
کښې امام پۀ رمضان کښې
د قرآن يو يا ډېر ختمونه
کوي. کۀ د محلې امام حافظ
نۀ وي نو خلق د بل امام خدمات
پۀ مشوره اخلي او د قرآن
پاک سره مينه پالي. دا تراويح
فرض نه دي، سنت دي. د حضرت
عمر فاروق د زمانې نه تر
ننه پۀ جمع کېږي. رسول الله
صلي الله علېه وآله وسلم
پۀ خپله يو څو ورځې د تراويح
مونځ پۀ جماعت وکړو. د اصحابو(رض)
ذوق او شوق ډېر وۀ خو نبي
علېه السلام پۀ دې خيال
جاري ونۀ ساتلو چې هسې
نا پۀ امت فرض شي. اصحابو(رض)
به بيا دا مونځ پۀ متفرق
ډول کولو. حضرت عمر(رض) دا
اصحاب د حضرت ابي ابن کعب
(رض) پۀ امامت کښې راغونډ
کړل او تر اوسه جاري دے
پۀ نماز تراويح
کښې دې امام قران پۀ ترتيل
وائي، مونځ پۀ درناوي
کول دي. ګړندے امام دې پۀ
ارام او پۀ وقار مونځ کوي.
زر زر قرآن لوستل کمال
نۀ دے. صحيح تلاوت کول د
ثواب کار دے. هر حرف او هر
لفظ صحيح لوستل سعادت
دے. کوم حافظ صاحب چې قرآن
غلط لولي يا څۀ آيتونه
پرېږدي يا خپل هير پۀ ګوڼېدو
کښې پټوي، هغۀ پسې ځان
ستړي کول د ګناه کار دے.
دا د قرآن کريم د نزول مياشت
ده. پۀ دې مياشت کښې يوه
شپه د زرو شپو نه بهتره
ده. الله پاک ورته ليلة
القدر وائي. پۀ ليلة القدر
کښې د قرآن کريم د نزول
آغاز وشو. بل دا چې پۀ دې
مبارکه شپه کښې د لوح محفوظ
نه قرآن کريم بېت العزت
ته را وړے او بيا پۀ ٢٣ کاله
کښې (تقريباً) لږ لږ رانازلېدۀ.
د قرآن کريم د نزول پۀ سبب
دا شپه او دا مياشت ډېره
بختوره او د ډېرو برکتونو
ده. (پۀ سورة الدخان پاره
٢٥ آيت ٣ کښې دې شپې ته مبارکه
شپه وئيلې شوې ده.)د قرآن د نزول
مقصد انسان پۀ نېغه لار
د فلاح کامرانۍ او نجات
منزل ته رسول دي. د قرآن
تعليمات بني آدم د شرعي
ګټې تاوان نه خبروي. پۀ
دې وجه قرآن صحيح لوستل
او د قرآن پۀ مضامينو ځان
پوهول او بيا د قرآن پۀ
احکامو عمل کول لازم دي
. د رمضان پۀ مياشت کښې
جسماني او روحاني مشقت
د الله در ضا دپاره د قرآن
کريم مقاصد ترلاسه کول
دي. الله پاک دې مونږ، زمونږ
قوم او د قوم ليډران د روژې
او قرآن پۀ خوږو ماړۀ کړي.