د راحت زاخېلي شلېدلې
پڼه
تکل کۀ افسانه؟
ډاکټر محمد زبېر
حسرت
د پښتو
افسانوي دنيا په تاريخ
کښې محترم صاحبزاده حبيب
الرحمٰن قلندر مومند
هاغه يواځينے محقق او
نقاد دے چې د سېد راحت زاخېلي
(مرحوم) په ځائې لړم پېرنګے
د پښتو ژبې وړومبنے افسانه
نګار ګڼي. (١) او د هغي دې
رائې سره سم زۀ د ځان دپاره
دا خبره هم د اعزاز نه کمه
نۀ ګڼم چې د افسانې محققين
او ناقدين مې د قلندر مومند
(مرحوم) يواځينے مرستيال
ياد کړي.
د پښتو
ژبې او ادب دوه لوئي شخصيتونه
محترم اجمل خټک او ښاغلے
ايوب صابر مرحوم په اول
ځل سيد راحت زاخېلي د پښتو
ژبې وړومبنے افسانه نګار
منلے دے ولې دېو دواړو
محترمو د راحت صاحب وړومبۍ
افسانه ( کُنډه جينۍ ) نۀ
ده ګڼلې بلکې ( شلېدلې پڼه
) ته ئې د هغوي وړومبۍ افسانه
وئيلې ده. بله خبره دا ده
چې دغو دواړو ښاغليو د
( شلېدلې پڼه ) د اشاعت کال
کښې تېر خوړلے دے:
اجمل
خټک صاحب خپله يوه مقاله
کښې په دې حقله ليکلي دي
چې:
( ليکن
وه صنف جسے هم فني لحاظ
افسانه کهتے هين آپ هي
نے سب سے پهلے ١٩٠٨ کے قريب
( شلېدلې پڼه ) ( پهټا هوا
جوتا ) کے نام سے ( افغان )
او پهر ( سرحد ) مين شائع کيا.
(٢)
اجمل
صاحب د شلېدلې پڼه د چاپ
کال په ( افغان ) کښې د ١٩٠٨
خواوشا ګڼي خو د افغان
اجرا په ١٩٠٩ کښې شوې وه
نۀ چې په ١٩٠٨ کښې ځکه د
راحت زاخېلي صاحب د ( شلېدلې
پڼه ) په ( افغان ) کښې په ١٩٠٨
کښې د چاپ کېدو خو هډو سوال
نۀ پېدا کېږي. بيا د کمال
خبره دا ده چې اجمل صاحب
په خپله هم دغه مقاله کښې
د خپلې خبرې نفي کوي او
د ( افغان ) د اجرا کال ١٩٠٩
ګڼي او په دې سلسله کښې
ليکي:
( راحت
الله راحت نے افسانه اور
ناول جيسے مشهور اصناف
کي ابتدا کي. اس دور کي سب
سے بړي خصوصيت يه هے که
پشتو زبان کا سب سے پهلا
اخبار بهي شائع هوا. يه
افغان هفته وار افغان
١٩٠٩ مين جاري هوا. (٣)
اجمل
خټک صاحب هم دغه مقاله
کښې وړاندې د راحت صاحب د شلېدلې پڼه د
اشاعت کال ١٩٠٩ بيانوي
او وروستو هم دغه مقاله
کښې ١٩٢٥ کال درج کوي. اقتباس
دا دے:
( افسانه
بهي پشتو مين جديد دور
کي پېداوار هے اور کافي
تحقيق و تدقيق کے بعد مجهے
سير راحت زاخېلي کا ( شلېدلې
پڼه ) يعني پهټا هوا جوتا
سب سے پرانا اور پهلا افسانه
معلوم هوا جو انهون نے
١٩٢٥ مين لکها او سرحد
او افغان مين شائع هوا.
(٤)
د اجمل
خټک صاحب په خپل دې بيان
کښې اول د خپل کافي تحقيق
و تدقيق خبره کوي او د هغې
په نتيجه کښې د راحت زاخېلي
صاحب ( شلېدلې پڼه ) د پښتو
د ټولو نه زړه او وړومبۍ
افسانه ګڼي او کال ئې ١٩٢٥
يادوي چې ډېرې حېرانتيا
خبره ده ځکه چې د کال ١٩٠٩
نه تر کال ١٩٢٥ نورې ډېرې
افسانې په مختلفو اخبارونو
او مجلو کښې چاپ شوې دي
او د لړم پېرنګي نه پس د
راحت زاخېلي او ميا ازاد
ګا کاکاخېل نامې د پښتو
افسانې د اولنيو افسانه
نګارانو په حېث پېژندلي
شوې دي.
محترم
ايوب صابر مرحوم خپل کتاب
(جديد پشتو ادب) کښې هم په
دغه حقله ليکلي دي چې:
( پشتو
ادب مين راحت زاخېلي کا
افسانه ( شلېدلې پڼه ) يعني
پهټا هوا جوتا پهل معلوم
افسانه هے. يه افسانه ١٩٢٥
مين چهپا تها.) (٥)
شايد
چې ايوب صابر صاحب ته هم
د اجمل خټک صاحب د مقالې
نه دغه غلط فهمي شوې وي
چې د راحت صاحب شلېدلې
پڼه په ١٩٢٥ کښې چاپ شوې
ده ولې دغه دواړه ليکونکي
چې کوم کال د دغه افسانې
د اشاعت کال يادوي دا د
( سرحد ) د اجرا کال دے. (٦) د
ښاغلي عظمت هما د تحقيق
مطابق د راحت زاخېلي مرحوم
( شلېدلې پڼه ) په (سرحد) کښې
په کال ١٩٢٨کښې د مارچ
په شماره کښې چاپ شوې ده.
دې سلسله کښې عظمت هما
ليکلي دي چې:
( سرحد
کے مستقل قلمي معاون،
راحت زاخېلي کا زير بحث
افسانه ( شلېدلې پڼه) ماهنامه
سرحد برائے مارچ ١٩٢٨
مين پهلي بار اشاعت پذير
هوا جس کي فوټوسټيټ نقل
دستاويزي ثبوت کے طور
پر ضميمه جات کے حصه مين
موجود هے.) (٧)
خو متاسفانه دغه کتاب کښې د دغه
افسانې فوټوکاپي د دستاويز
په طور نۀ ده چاپ شوې. ښاغلي
عظمت هما ماته په خپل کور
هسکه مېنه شېخ ملتون مردان
کښې د پروفېسر ډاکټر محمد
همايون هما صاحب په موجودګۍ
کښې په يو ملاقات کښې ووئيل
چې د سرحد دغه فوټو کاپي
ما سره موجوده ده او زۀ
ئې درته ښودلې شم.
ما چې
کومو ماخذونو ته رسائي
وکړه هغه ښاغلي عظمت هما
هم خپه مقاله کښې راوړي
دي او په دې خبره کښې ورسره
متفق يم چې ( شلېدلې پڼه
) د راحت صاحب وړومبۍ افسانه
نۀ ده.
محترم
پروفېسر ډاکټر محمد اعظم
اعظم خپل کتاب کښې د راحت
زاخېلي صاحب وړومبۍ افسانه
( کُنډه جينۍ ) د کال ١٩١٧
خواوشا او ( شلېدلې پڼه
) په کال ١٩١٩ کښې ليکلي
بيانوي. (٨)
زلمي
محقق ښاغلي اسير منګل
خپل کتاب ( پشتو افسانه
کے سو سال ) کښې چرته هم د
( شلېدلې پڼه ) تذکره په حېث
د پښتو د وړومبۍ افسانې
نۀ کوي. دا ښاغلے هم ( کُنډه
جينۍ ) د راحت صاحب وړومبۍ
افسانه ګڼي او د اشاعت
کال ئې ١٩١٧ بيانوي. (٩)
پورتنے
بحث د ( شلېدلې پڼه ) نومې
افسانې په حېث د پښتو ژبې
د وړومبۍ افسانې او د راحت
صاحب په حېث د پښتو د وړومبي
افسانه نګار په تاريخي
تناظر کښې وشۀ چې ټول محققين
د ( شلېدلې پڼه) په افسانه
ګڼلو کښې اختلاف نۀ لري
خو د اشاعت کال کښې يو بل
سره متفق نۀ دي. ولې دې پله
چا هم توجه نۀده کړې چې
( شلېدلې پڼه ) افسانه هم
ده او کۀ نه؟ او زما د دې
مقالې اصل مدعا او غرض
او غايت هم دا دے چې د ( شلېدلې
پڼه) د مطالعې په رڼا کښې
دا خبره بې ويرې بې ترهې
وکړم چې دا افسانه نۀ ده
او د تکل تعريف پرې صادق
راځي. ځکه چې په افسانه
کښې قصه لازمي جزو دے او
په قصه کښې واقعه ضروري
امر دے. بيا د هغې قصې او
واقعې دپاره ماحول هم
پکار دے. د واقعاتو ترتيب
يعني پلاټ پکښې
اهم دے. ابتدا، منځومانه
او انجام هم د افسانې لازمي
توکي دي. دغه رنګ منظر کشي،
تجسس، ژبه، کردارونه
او ځنې وخت مکالمې هم ضروري
وي.
بل خوا
د تکل صنف دے جې غېر افسانوي
تخليقي نثر وي، قصه او
واقعه پکښې نۀ وي لطافت
او خوشګواري لري، ګرېزونه
پکښې په غېر محسوسه طريقه
کېږي او چې کوم استدلال
پکښې وي، تکونکے به دا
ګڼي چې ما لوستونکي دې
سره متفق دي زما په خيال
په دې افسانوي تحرير د
تکل سرۀ غالب دي اګر چې
په صنفي لحاظ د اولسي ادبي
جرګې پېداوار دے خو پښتو
ادب کښې د تکليت ابتدا
د شلمې صدۍ په سر کښې شوې
ده او شلېدلې پڼه ئې يوه
غوره نمونه ده.
زما په
خيال چې د نن نه وړاندې
او تر اوسه پورې دغه تحرير
د محققينو له نظره نۀ وۀ
تېر شوے او هر محقق د بل
په تقليد کښې هم دا خبره
کړې ده چې ( شلېدلې پڼه ) د
راحت صاحب وړومبۍ افسانه
ده. ( شلېدلې پڼه)
اوس د پښتو د يولسم جماعت
د نصاب په کتاب کښې هم د افسانې په حېث چاپ
شوې ده خو د کتاب ښاغليو
مؤلفينو ئې د ( مشق ) په مرحله
کښې احتياطاً دا خبره
هم درج کړې ده:
( ګرانو
طالب علمانو! لکه څنګه
چې تاسو ته معلومه ده چې
په پښتو کښې وړومبۍ افسانه
ښاغلي سيد راحت زاخېلي
په کال ١٩١٧ کښې ليکلې
وه چې نوم ئې ( کُنډه جينۍ
) ده. ( شلېدلې پڼه ) د هغۀ دوېمه
افسانه ده چې په کال ١٩١٩
کښې ئې ليکلې وه. په دغه
افسانې د انشائيې ( تکل
) او ادب لطيف دواړو مينه
هم ماتېږي. ) (١٠)
دغه پېراګراف
کښې هم متضادې خبرې شوې
دي چې دا افسانه ئې په ١٩١٩
کښې ليکلې وه، افسانه
ورته وائي او انشائيه
(تکل) هم او ادب لطيف هم ولې
د ښاغليو مؤلفينو د وروستۍ
جملې نه دا اندازه ضرور
لګي چې اوس زمونږ عالمانو
هم د افسانې او تکل يا د
نورو صنفونو ترمنځه د
امتياز کرښه راښکلې ده
او دا احساس ئې ډېر شديد
شوے هم دے. ګڼه دغه جمله
به ئې نۀ ليکله.
ما چې
پورته د افسانې دپاره
د کومو ضروري فني محاسنو
او لوازماتو ذکر وکړو
په هغې کښې سېوا د دوو کردارونو
او د هغوي خپلو کښې د اوږدو
مکالمو او مناظرې نه سېوا
هيڅ افسانوي لوازمات
نشته. او ځکه پکښې افسانويت
هم نۀ دے پېدا کړے شوے او
دغه دوه کردارونه چې يو
د پڼې مالک (زما په خيال
راحت صاحب) پخپله دے او
بل کردار ئې د خپلې شلېدلې
پڼې نه جوړ کړے دے. هغه ئې
ځان سره ګويانه کړې ده،
د هغې په بې ځانه وجود کښې
ئې ځان پېدا کړے دے، هغې
له يې ژبه ورکړې ده او په
دغه ژبه کښې ئې د استدلال
دومره قوت او شدت مظاهره
کړې ده چې پخپله ئې پرې
ځان پړ کړے دے او شلېدلې
پڼه ئې وړ ګرځولې ده. کېدے
شي ځنې ملګري ورته د پښتو
افسانې د ابتدائي دور
افسانه يا علامتي افسانه
ووائي چې د ليکونکيو په
ذهن کښې فقط د اصنافو داسې
تتې شان هيولاوې او وروستو
ورله فني لوازمات ضروري
ګرځولي شوي دي.