Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Difaa

 

يوم دفاع

 

اصغر لالا

 

      

  نوټ :  د اصغر لالا د کتاب (ژوند او ادب) مطبوعه ٨ مارچ ١٩٦٨ د يوې مقالې (يوم دفاع) نه څۀ برخه د پاڅون لوستونکو ته پېرزو کولے شي.                              (اداره)

 

     جنګ او امن دواړه د ژوند سره تعلق لري او زمونږ دا ژوند چې په هر څومره مادي بنيادونو ولاړ دے په دې ټولو بنيادونو بنيادم کار کوي او خپل ژوند له ترې کار اخلي. خو بنيادم دا هر څۀ د زړۀ په زور کوي، او د بنيادم د زړۀ باچائي د دنيا جوړېدو سره ليکوالو قبضه کړې ده. ليکوال ځکه دعوٰي لري چې د دنيا د شروع نه تر اوسه پورې دې ټوله ترقۍ کښې د پوهانو ليکوالو لاس دے. نو ځکه مونږ وايو چې کۀ د دښمن سامراج سر څوک ورکولے شي نو هغه دا ليکوال دي، او کۀ ازاد، قومي، جمهوري ذهن جوړولے شي نو هغه هم دا ليکوال دي. ليکوال ډېر د کار خلق دے،  خو بدقسمتۍ سره زمونږ په ملک کښې ډېر سپک وي، سپک په دې نۀ دي چې ګني دوي څۀ سپک کار کړے دے، خو سامراج او د هغۀ بړيڅو د ليکوالو او قومي ادب او ثقافت خلاف د قوم ذهن دومره خراب کړے دے چې نتيجتاً دا قوم خپل قومي ادب، تهذيب او ثقافت او ليکوالو ته سپک ګوري او د پردو قومونو په ژبه وئيلو، ادب لوستلو، تهذيب او ثقافت خپلولو باندې فخر کوي.. دا په پردۍ ژبه، پردي ادب، پردي تهذيب او ثقافت فخر کول د دښمن سامراج د خطرې نه هم لويه خطره ده. ما وړاندې وئيلي دي چې ليکوال د اولس په زړۀ باچائي کوي. زمونږ ټول قام په غېره ژبه کښې ليک لوستنه کوي.. او زمونږ د قوم دښمنې طبقې خو ټول ژوند او روزګار د بهرني ادب او ثقافت سره دے. نو هر کله چې زمونږ د قوم دښمنو او نېستمنو دواړو طبقو په زړونو چې د غېر د فکر، ادب، تهذيب او ثقافت قبضه وي او مونږ د غېرو ذهني غلامان يو نو آيا دې غلام ذهن سره او دې غلامانه ذهنيت کښې مونږ د ازاد قومي ژوند خوب ليدے شو؟ نه، چرې هم نه، هر کله چې دا حال دے نو د پښتو په ليکوالو برغې او دوه اړخيزه  ذمه وارۍ راځي. يو دا چې خپل هېر تهذيب او ثقافت دوي ته ورياد کړي او په دوي کښې قامي ساه او روح راولي. بله دا چې د خپل ملک د شتمنو شاه ځلمو شاهينانو زړۀ وغېره د غلامۍ نه ازاد کړي.. دا کار خو ګران کار دے خو څۀ وکړي اولس ورته ور په غاړه دے. ليکونکي د قوم د روح معماران دي او دا معماري به دوي کوي. دا وخت د دښمن  سامراج د خطرې له مخه په ليکوالو دا هم لوئے فرض عائدېږي چې د قام نبض په يو شان وچلوي. د سامراج دښمنۍ تحريک ته قوت وروبخښي او د قام په زړۀ کښې هغه ولولې، هغه جذبې بېدارې وساتي او چې مونږ کښې د قومي دفاع، قومي اتحاد، قومي ازادۍ کومې جذبې ګرمي پېدا کړې ده، دغه جذبه، دغه غزوونې، دغه بېداري قائم او برقرار وساتي، ترقي ورکړي او وړاندې ئې بوځي. ليکوال د قوم سترګې وي، د دوي نظر د ژوند په برمخ تګ کښې هغه شيونه ويني کوم چې يو عام نظر نۀ ويني.

 

     هسې خو ليکوال په دې درېو دنياګانو او دائرو کښې ښۀ تړلے ګېر دے، يو د خپل زړۀ دنيا او دائره، دوېمه قومي دائره او درېمه بين الاقوامي دائره. د دې ټولو په رڼا کښې مونږ چې په خپل نزدې چاپېرچل او ماحول نظر اچوو نو بعضې علاقې او نخښې نښانې خو داسې دي چې ورته ګورو نو زړۀ پرې  من من غټېږي خو بعضې خبرو ته چې ګورو نو سوخت مو اخلي. نمر څوک په ګوته نۀ شي پټولے. زمونږ د مردان زمکه زرخېزه خو ده مردم خېزه نۀ ده. دې د کښت و کار زمکې تر اوسه يو داسې ياد ليکونکے هم ونۀ زېږولو چې مونږ د سيالانو د سيالۍ کړي او برېتونو له پرې تاؤ ورکولے شو. دا يواځې د دې سيمې د اولس او د شتمنو خلقو د ادب د بې قدرۍ په وجه نۀ دي. چا ليکونکي هم ځان نۀ دے کړولے چې مونږ ئې د سترګو تور کړو او د ټول اولس د قدر وړ شي.  خو خېر تېر په تېر باقي روزګار، مونږ د پښتو ادبي جرګې ټول غړي دا تريخ حقيقت ډېر په شدت سره محسوسوو چې دا زرخېزه زمکه د نوي نوخېز کُول په ډاډ مردم خېزه کړو او د دې سيمې د کښت و کار د شوقيانو د قامي تهذيب او ثقافت حفاظت وکړو او د خپل تهذيب د برمخ تګ دا غټې ذمه وارۍ يواځې مونږ نېستمن په خپل سر واخلو او کلکه اراده لرو چې دا کار به سر ته رسوو کۀ خېر وي. مونږ تاسو نه څۀ غواړو نه، خو دومره خواست لرو چې د ورځې او شپې په څلېريشتو ګېنټو کښې کوم وخت چې تاسو د غېرو د ادب لوستلو له او د پردي قام ثقافتي تماشو نندارو له ورکوئ نو د هغې په شلمه حصه د پښتو فکر او ادب، تهذيب او ثقافت لوستلو له هم ورکوئ. هوښياران وائي چې د کلي ووځه خو د نرخه مۀ ووځه. په دې مطالعو کښې ستاسو فائده ده او کۀ تاسو دا شوق راواخلئ نو ايله به د نوي کُول د نوي فکر سره د تګ جوګه شئ. کۀ نۀ وي نو وروستو به پاتې شئ او بيا به منګولې مروړئ. زمونږ ډېر پښتانۀ وروڼه دا ډېر په فخر وائي چې مونږ له پښتو ليکل او لوستل نۀ راځي. خېر دے کۀ د دغه درنو وروڼو غوږونه درانۀ نۀ وي نو زمونږ د جرګې درنو غونډو ته دې راځي نو دا ئې هم د پښتو لوئے خدمت دے. زما ملګري ماته وائي چې اوس کوهي ته ارتاؤ شوے ئې نو مونږ له لوټکي هم راوباسه. حال دے ته رارسېدلے دے. زمونږ خوش نصيبه وطن د بدنصيبۍ نه داسې انحطاطي دور کښې دے چې د ژوند په هره شعبه او څانګه کښې د اجاره دارۍ رجحان په تېزۍ سره ترقي کوي او دې د اجاره دارۍ رجحان ادب ته هم پښه رااوږده کړې ده او د اولس د فکر، ادب، تهذيب، ثقافت اجاره داري هم ادم جيانو او داؤدانو سره ده. دوي کال په کال په ښۀ کتاب انعام ورکوي. په ظاهره خو دا د ادب خدمت ښکاري خو په اصل کښې دا يو داسې کرتب دے چې د ليکوال زړۀ، دماغ او قلم بې د څۀ معاملې ګاڼه کړي او چې يو شے ګاڼه شي نو دا تاسو ټولو ته معلومه ده چې هغه شے هسې په نامه خو د مالک وي خو ګټه وټه ئې ټوله ګاڼه چي له ځي. دا د انعامونو دا قيصه پيسه د ازاد فکر او د قلم د پاکۍ او د عصمت دپاره لويه خطره ده. مونږ خو د قلم سره د تورې خاوندان هم يو. د دې خطرې څۀ تابيا پکار ده. د نورو تابياګانو سره يوه تابيا دا هم کېدے شي چې مونږ د خپل فکر، ادب او ثقافت د ازاد ساتلو کلکه اراده وکړو او د اجاره دارو د ذهني غلامۍ نه ئې بچ کړو. هغه داسې کېدے شي چې مونږ د خپل فکر، ادب، تهذيب، ثقافت په خپله قدردان شو او په خپله ناقدان شو. تنقيدي ذهنونه پېدا کړو او چې څۀ زمونږه دپاره ليکلي شوي دي چې مونږ ئې په خپله خوښ لا ناخوښ کړو. د اولس د ژوند ښۀ ناقدان اولس په خپله دے. پښتون اولس په فکر هم دروند دے په خوئ بوئ هم دروند دے ولې جېب ئې دروند نۀ دے. د دې کمي له کبله مونږ د جرګې غړو دا فېصله کړې ده چې د مردان د ضلعې او بلديې درنو او عزتمندو واکدارانو ته خواست وکړو چې د مردان د پښتنو د دې سيمې د پښتنو بلديې کښې دې د پښتو ژبې يوه جدا لائبرېري جوړه شي او هغه دې د پښتون، پښتو ژبې، پښتو ادب، تاريخ، ثقافت او د پښتنو د ټول ژوند په حقله چې هره ژبه کښې هم څۀ کتابونه شائع شوي دي دا د پښتو لائبرېرۍ دې پرې ښائسته کړے شي او د پښتو مئين اولس ته دې د لوستو اسانتياګانې ورکړې شي. د ضلعې د يونين کونسلونو په هر يو هال کښې دې يوه د پښتو لائبرېري پرانستې شي او کۀ د کونسلونو ټوله کارګزاري هم په پښتو کښې شوه نو په مونږ به ئې لوئے احسان وي. د مردان د ضلعې د هلکانو جينکو کالجونو کښې او هر ځائے هائي سکولونو کښې دې د پښتو لويې لويې لائبرېرۍ پرانستې شي.

 

     کۀ زمونږ درانۀ مشران زمونږ دا تجويز ومني نو پښتون قوم، پښتو ادب او د پښتو ليکوال به د لوئے جنجال نه خلاص شي او هر کله چې د پښتو ژبې، فکر او د ادب مئينو ته داسې فضا، ماحول او چاپېرچل مهيا شو نو هيڅ مشکله نۀ ده چې د پښتو د دې غريو ژن او مړغېژن ادب مرۍ د خپي کېدو نه خلاصه شي. د اجاره دارۍ خپسه به ترې پاڅي او پښتو ادب به د ازادۍ ساه واخلي.

 

     زمونږ د جرګې غړي د ژوندي ادب او ثقافت د ترقۍ او تخليق په لړ کښې يو بل ډېر غټ کمے چې هغه د اولسي هال نشتوالے دے ډېر ډېر محسوسوي. زما ګران ملګري ګرم نۀ دي. هر کله چې دلته د کالج د هلکانو دپاره يو جدا هال شته، د بلديې د خپل کار چلولو دپاره هم يو ورکوټے شان هال شته نو د بلديې دې اويا اتيا زره اوسېدونکو ته هم يو اولسي هال پکار دے. د اولسي هال په حقله زمونږ پښتو ادبي جرګه زر تر زره يو باضابطه درخواست د بلديې ګرانو او درنو غړو ته د پېش کولو هڅه کړې ده.  مونږ هيله لرو چې زمونږ خواخوږي مهربانان او د پښتو مئين به مونږ سره په دې کار کښې د زړۀ د اخلاصه مرسته کوي او دا کار به راسره سر ته رسوي. ولې چې د پښتو ادب ترقي زمونږ د ټولو مشترکه مفاد دے او ځکه ئې مشترکه مقصد ګرځول پکار دي او ځکه به د دې کار دپاره عمل هم مشترکه کوو..

 

      په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره     يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

 

♠♠♠

پاڅون