د محمد اقبال اقبال په
حواله
ډاکټر اسرار
خدائے
بخښلے محمد اقبال اقبال
په دولسم اګست کال ١٩٤٤
کښې د بابو محله هوتي مردان
د شېر محمد کاکا کره زېږېدلے
وۀ. د لسم جماعت پاس کولو
نه پس ئې اېکسائز اېنډ
ټېکسېشن په محکمه کښې
ملازمت شروع کړو. تر دولسمه
پورې تعليم ئې په پرائيوېټ
توګه حاصل کړو. د خپل آزاد
او خوددار طبيعت په وجه
ئې ملازمت سر ته ونۀ رسولو
او د ژوند سختو ته نېغ په
نېغه مخامخ شو. په
ځوانه ځوانۍ کښې ئې يو
شمېر رنځونه ملۀ شو. د ژوند
زياته برخه ئې د دغه رنځونو
سره په ډېره حوصله تېره
کړه. د شعر و ادب ملکه ئې
په خټه کښې اخښلې شوې وه،
په هلکوانه کښې ئې د پښتو
ادبي جرګې مردان د مشرانو
سره پېژندګلو وشوه او
د هغوي په ادبي غونډو او
هلو ځلو کښې به ئې برخه
اخسته. وروستو ئې بيا د
اندېش او نورو ملګرو په
مرسته اولسي ادبي ټولنه
جوړه کړه. کومې چې تر ډېره
وخته د مردان په ادبي هلو
ځلو کښې يو فعال رول ولوبولو.
د خپلې
ژبې او خپل قام سره مينه
د دۀ د شخصيت مرکزي ستن
وه. دا مينه ئې د عقيدې تر
حده رسېدلې وه. دا قدر په
دۀ او په اندېش کښې مشترک
وۀ او هم دې مشترک قدر د
دواړو دوستانه ډېره مضبوطه
کړې وه او دواړه ئې داسې
يو کړي وو چې د يو نوم به
دې اخستلو نو بل به درته
خامخا دريادېدۀ. تر دې
چې ځنو ملګرو به دوي ته
د ټوقو نه اقبال اندېش
او اندېش اقبال وئيل. د
اقبال د مور له طرفه نيکۀ
يعقوب خان بابا د خپل وخت
مشهور خدائي خدمتګار
وۀ. باچا خان چې به کله په
مردان تېرېدۀ نو هغۀ سره
به ئې ساعت ګړۍ ناسته کوله.
د اقبال د قام پرستۍ مضبوط
بنياد هم د دغه ځائے نه
شروع شوے وۀ. د اندېش غوندې
د اجمل خټک صاحب عاشق وۀ.
د پارټۍ دپاره ئې د يو صحيح
خدائي خدمتګار غوندې
بې طمعې او بې لالچه د خپل
توان نه زيات کار کولو.
په دې لار کښې ئې د مالي
او ځاني قربانۍ نه مخ نۀ
اړوو. څۀ ئې چې وئيل هغه
ئې کول هم. په وېنا او عمل
کښې ئې تضاد نۀ وۀ. دا هغه
خوبي ده چې په ډېرو کمو
خلقو کښې موندې شي. اندېش
به وئيل چې (د اقبال ژوند
د ترخو جامونو ګوټ دے) ولې
اقبال خپله کۀ هر څو د ژوند
تراخۀ جامونه ګوټل خو
د خپلې ژبې او ادب جولۍ
ئې د خوږو خوږو نغمو په
ښکلو او پړقېدونکو ملغلرو
ډکوله. اقبال د يو سترګه
ور او حساس ليکوال په حېث
د خپلې پښتنې ټولنې خدمت
کړے دے. زمونږ ځنې ليکونکي
د اردو ادب نه داسې متاثر
شي چې بيا هم د هغوي په تقليد
کښې داسې ليکونه کوي کومو
ته چې مونږ د اردو ادب پښتو
ايډيشن وئيلے شو خو پښتو
ادب ورته هيڅ کله هم نۀ
شو وئيلے. ښۀ ليکوال د خپلې
ژبې، خپلې ټولنې او خپل
قام محافظ وي. اقبال دا
ذمه واري په ښۀ شان سره
تر سره کړې ده. د اقبال په
ليک کښې د مينې محبت، قامولۍ،
خوددارۍ او ازادۍ پېغام
ډېر ښکاره دے.
اقبال
په خپل رنځور او نري نروچکي
وجود ډېر توانا وۀ. د مشکل
نه مشکل کار به هغۀ
ته اسان ښکارېدۀ. يو ځل
ما ته پېښور کښې يو زلمي
شاعر خپله د شعرونو يوه
غټه کاپي راکړې وه چې دا
اصلاح کول غواړي، څۀ وران
ويجاړ خط او لنډې اوږدې
مصرعې ئې وې، ماله ئې هيڅ
چل نۀ راتلو، اقبال ته
مې حواله کړه چې دا سم راسم
کړه خېر دے کۀ هر څو ورځې
پرې لګي. په سبا له ئې ځوے
امجد راولېږلو د پلاسټک
ګوتۍ کښې ئې څۀ نغښتي وو.
زړۀ کښې مې وئيل جوړ اقبال
ناجوړه دے او هغه کاپي
ئې راواپس کړه. چې وۀ مې
کتل نو حېران پاتې شوم.
د بازار نه ئې ورله نوې
ډائري اخستې وه او هغه
ټول بياض ئې نوې ډائرۍ
ته اړولے، اصلاح کړے او
خوش خطه ليکلے وۀ. هغه د
کتابت په چل، اصولو او
قواعدو هم ښۀ پوهېدو او
د کله نه چې د کتابت ځائے
کمپوزنګ نيولو نو هغۀ
بيا کمپوزنګ زده کړے وۀ
او خپل او د يارانو دوستانو
کتابونه به ئې خپله کمپوز
کول. حضرت زبېر زبېر وائي
چې ما ورله د خپل کتاب ( اولسي
رنګزار ) مسوده يوړه چې
په دې يو نظر اچول غواړي.
بله ورځ چې حضرت زبېر ورغلو
نو اقبال هغه ټول کتاب
کمپوز کړے او اصلاح کړے
وۀ.
په کال
١٩٧٨ کښې چې کله اقبال
کراچۍ ته تللو نو خپل بياض
ئې اندېش صاحب ته پرېښے
وۀ چې دا په چا کتابت کړه
او چاپ ئې کړه او سريزه
پرې هم وليکه. اندېش صاحب
له ئې چل نۀ ورتلو ما ترې
هغه بياض يوړو او خدائے
بخښلي شېر شاه ترخوي ته
مې د کتابت دپاره حواله
کړو. دغه ورځو کښې زۀ سېکشن
افسر وم او د چوټۍ نه پس
به شېر شاه ترخوي له ورتلم.
هغۀ چې کوم اخبار له کتابت
کولو هلته خدائے بخښلي
سېف الرحمان سليم هم کار
کولو. سليم صاحب چې د اقبال
شاعري ولوسته نو وې وئيل
شاعري دې ته وائي. بيا به
ئې ترې مونږ ته يو يو غزل
اورولو. دغسې د اقبال د
شعرونو وړومبۍ مجموعه
( پلوشه ) چاپ شوه. بيا کله
چې زۀ لېبيا ته لاړم نو
خطونه به ئې رالېږل چې
تۀ هم خپله مجموعه چاپ
کړه ما به ورته لکه د اندېش
هغه دغه کول. اخر ډېر کلونه
پس مې ورته خپل شعرونه
راولېږل او ( د ژوند
نغمه ) په نوم ئې چاپ کړل.
د اندېش د شعري مجموعې
چاپ کولو ارمان ئې ځان
سره ګور ته يوړو. اقبال
په خپل لنډ ژوند کښې دومره
کارونه کړي دي او دومره
يادونه ئې پرېښي دي چې
راغونډول ئې ګران دي. درې کلونه مخکښې
د مردان ډاټ کام
معلوماتي او مشاورتي
مرکز منتظمينو د يوې ادبي
او معلوماتي مجلې (پاڅون)
جاري کولو خواهش ظاهر
کړو. ما له راغلل ما ورته
ووئيل چې دا ډېر ګران کار
دے او د پښتو مجلې جاري
ساتل لا ګران دي. هغوي چې
اقبال له ورغلل نو هغۀ
ورته سينه وټپوله چې دا
خو هيڅ ګران کار نۀ دے. فېض
الوهاب فېض سره ئې خبره
وکړه چې رساله به خامخا
چاپ کوو. زما دپاره هم د
تېښتې رؤ پاتې نۀ شو. په
وړومبي اجلاس کښې مو د
رسالې په ترتيب، رغوڼه
او اغراضو مقاصدو خبرې
وکړې او پاڅون دوه مياشتنۍ
مجله جاري شوه چې تر دې
وخته باقاعدګۍ سره چاپ
کېږي او نن د دغه ادبي او
معلوماتي مجلې درېمه
کليزه نمانځلې شي.
د اقبال
دوېمه شعري مجموعه (د لېواله
محبت د رباب ترنګ) هم ډېره
ښکلې چاپ ده. د افسانو مجموعې
( تلي پېرونه ) ئې هم د لوستونکو
نه داد اخستے دے. د شعرونو
بله مجموعه ئې چاپ ته تياره
ده. د مضمونونو او مقالو
او تکلونو او ډرامو ډېرې
ادب پارې ئې ناچاپه پاتې
دي. د اقبال د دوستانو
او شاګردانو حلقه ډېره
پراخه ده، هر چا
ته ئې د يادونو ډالۍ پرېښودې.
د هغۀ په جدايۍ د مردان
ادبي ملګري نيمګړي څۀ
چې کمزوري شو، د خپل وخت
دا قام پرست، انسان دوست،
خودداره کلک پښتون، پوخ
مسلمان، باوري ملګرے،
د پښتو ادب د کهکشان ځلنده
ستورے، د مينې محبت د رومان
د ګلزارونو د سندريزو
سپرلو نغمه ګر لکه چې خپل
شپږم حس د خپل ژوند د اخري
سپرلي نه خبر کړے وۀ. په
يويشتم مارچ ئې ملګرو
ته د يادونو ډالۍ پرېښودې
او د مارچ اپرېل د پاڅون
ګڼه کښې د چاپ شوي غزل دا
مقطع لکه چې د هغۀ اخري
وصيت وي:
تېر شوے
ژوند دے د اقبال د ګلکدو
په ارمان
ورله په څلي هر ماښام
ږدئ ګلدسته د سپرلي
نوټ : (په يولسم
اپرېل ٢٠٠٩ مردان پرېس
کلب کښې د اصغر لالا او
محمد اقبال اقبال په ادبي
رېفرنس کښې واورولے شو.)
♠♠♠