PASOON
HomeLatest IssueEditorialNewsPoetryProseYour LettersPasoon DirectBooks ReviewPrevious IssueArchivesPushto LanguagePhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
News

غمرازي

د پاڅون اداره د اردو  د لوئي شاعر او اديب خاطر غزنوي په مرګ د غم او افسوس اظهار کوي او د هغوي د بخښانې دعا کوي.                                                                                           (اداره)

د مشهور افسانه نګار طاهر اپريدي د  افسانو نوې مجموعه

(د څو لحظو لويه قصه)

د جرس ادبي جرګې کراچۍ له خوا چاپ او خوره شوه. بيعه ئې يو سل لس روپۍ ده او د هر مشهور کتاب فروش نه تر لاسه کېدے شي.

                                                                         (اداره)

مبارکي

 

د پښتونخوا ادبي او ثقافتي ملګرو له اړخه د پاڅون د ادارې غړو محترم اصغر لالا او اندېش شمس القمر ته بالترتيب د بهترين اديب او بهترين شاعر په ايوارډ ورکولو د خوشحالۍ څرګندونه کوي او مبارکي ورکوي.

 

پختونون کے لوک رقص

 

     د ځلمي ليکوال امين تنها (پي اېچ ډي سکالر) د اردو کتاب ( پختونون کے لوک رقص)  د لوک ورثه اسلام اباد په مرسته د پښتو اکېډمۍ پېښور چاپ او خور کړو. بيعه ئې سل روپۍ ده. د لوک ورثه اسلام آباد او پښتو اکېډمۍ پېښور نه تر لاسه کېدے شي.

                                                                 (اداره)

په تيرو ورځو کښې د مردان په کېنټ بېکرۍ کښې شوې خونړۍ چاودنه کښې د پښتو ژبې شاعر شاهد انور شاهد شهيد شوے وۀ د هغۀ په مرګ د پاڅون اداره غمرازي کوي او د هغۀ د وارثانو دپاره د صبر دعا کوي.

                                                                                                                                     (اداره)

روښانه سباوون

 

     د ځلمي شاعر عبدالحميد زاهد وړومبۍ شعري مجموعه (روښانه سباوون) د پښتو ادبي ټولنې (تخت بۍ) مردان خوره کړې ده. د پښتو اکېډمۍ پېښور د بک سټال او د سنګر اېګرو سروسز مغل مارکيټ تراړي چوک اسلام اباد نه ئې په يو سل دېرش روپۍ تر لاسه کولے شئ. 

 

يخ يون

 

     دا د مشهور ليکونکي شهباز محمد د ملاکنډ ډويژن د يخو علاقو سفرنامه ده چې د تاڼې ادبي ټولنې ملاکنډ له خوا چاپ او خوره شوې ده. قيمت ئې سل روپۍ دے او د هر مشهور کتب فروش نه تر لاسه کېدے شي.                 (اداره)

pukhtoconf2.jpg

هر بلبل به دې ثنا کړه کۀ تۀ ګل شې

 

     د محترم همېش خليل د پلاټينم جوبلي په دستوره کښې اورولې شوې مقالې د شېر احمد خليل، همېش ملګري پښتونخوا له اړخه په کتابي شکل کښې چاپ شوې. د پښتو اکېډمۍ پېښور او يونيورسټي بک اېجنسۍ پېښور نه تر لاسه کېدے شي.        (اداره)

 

 

غمرازي

 

     د پاڅون د ادارې غړي د مشهور شاعر ميا عبدالرحمان لُوګي او د مشهور شاعر او اديب پروفېسر محمد اسرائيل اشنا په وفات د غم او دړد څرګندونه کوي او د مرحوم دپاره د بخښانې او د هغۀ د پس ماندګانو دپاره د صبر دعا غواړي.  آمين. 

 

♣♣♣

 

 اوتر احساس

 

     د مشهور شاعر روح الله دراني وړومبۍ شعري مجموعه د مرکزي پښتو ادبي جرګې نوښار پښتونخوا له اړخه چاپ او خوره شوه. بيعه ئې يو سل پنځوس روپۍ ده.

(اداره)

    غانټول
د مشهور ليکونکي شېرين زاده خدوخېل ناول ( غانټول ) د خدوخېل پښتو ادبي جرګې غورغوشتو (بُنېر) له اړخه چاپ شو. د يونيورسټۍ بک اېجنسۍ خېبر بازار پېښور نه ئې اخستلے شئ.  

(اداره)

 

شلېدلي زنځيرونه

 

     د پښتونخوا د بټ خېلې امان درې د پروفېسر جهانزېب د افسانو وړومبۍ مجموعه چاپ شوه. قيمت ئې اويا روپۍ دے. د هر مشهور کتب فروش نه ئې اخستلې شئ.

                             (اداره)

 

غمرازي

 

د پاڅون اداره د مشهور شاعر، اديب او ژبپوه منتظر بېټني او د مردان د ځلمي شاعر ساحل يوسفزي د پلار په وفات د غم او دړد اظهار کوي او د مرحومينو دپاره د بخښانې او د لواحقينو دپاره د صبر دعا کوي. آمين.

 

 

خان عبدالولي خان کا سفر آخرت

 

 د هارون الرشيد اردو کښې ليکلے کتاب ((خان عبدالولي خان کا سفر آخرت)) د اباسين پښتو ادبي جرګې خېرآباد نوښار له اړخه چاپ شو. د هر مشهور کتاب فروش نه ئې تر لاسه کولے شئ.

 

 

Boughs and Bouquets

 

دا د پښتو او بلوچي ادب په حقله د ډاکتر ميا سهېل انشاء د مقالو مجموعه چاپ شوې ده. کتاب په انګرېزۍ کښې دے. قيمت ئې دوه نيم سوه روپۍ دے. د يونيورسټي بک پبلشر قصه خانۍ بازار نه تر لاسه کېدے شي.

 

خواست

 

قدرمنو  ليکونکو ته خواست دے چې پاڅون ته د چاپ دپاره کوم ليکونه رالېږي چې هغه مختصر او د کاغذ په يو مخ صفا او واضحه ليکلي شوي وي. مننه به وي.

 

تکلدسته

 

د مشتاق مجروح يوسفزي د تکلونو مجموعه د تکلدسته په نوم چاپ شوه. د يونيورسټي بک اېجنسۍ نه ئې تر لاسه کولے شئ. قيمت ئې 90/- روپۍ دے.

 

(اداره)

pukhtoday.JPG

A walk was organised in Mardan on the 21 February 2008 in support of Pushto language.

lohar.sahar.jpg

Abid Ahmad Lohar receiving shield from Iqbal Iqbal.Others seen are Subhan Khan,Faiz ul Wahab Faiz and Dr Israr.

pasoon111.jpg

Dr Israr,Abaseen Yousafzai and Subhan Khan