Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Marg Sara pa Jang

د مرګ سره په جنګ

 

طاهر اپريدے

 

     يوه عامه خبره ده چې د مرګ نه خلاصے نشته. دغه خبره بالکل سمه او رښتيا ده خو ورسره دغه خبره هم کېږي چې د مرګ سره جنګ نۀ شي کېدے.

 

     دې وروستۍ خبرې سره زۀ څۀ لږ اختلاف لرم او وايم چې د مرګ سره جنګ کېدے شي او ښۀ په مړانه کېدے شي. د خپلې دې خبرې په ثبوت او دليل کښې زۀ د مرحوم محمد اقبال اقبال په يواځې، کمزوري، رنځور او نيم ځان نوم وړاندې کوم چې هغه څنګه د حالاتو سره د دائمي بيمارو او د مرګ د لښکر سره ډېر په مړانه، ډاډ او حوصلو او قوت ارادي سره يو په يو د يوې لويې مودې راهسې جنګ وکړو.

 

     يو خوا ته اقبال ته د ځوانۍ د وخت نه د دائمي رنځورۍ خونړۍ بلاګانې ويستلې داړې مخې ته وې او بل خوا ته هم دغه رنځور وچ کړس وجود لرونکے اقبال د ژوند او د ځوانۍ او د حالاتو د تقاضو سره دې تړلي جنګ کښې د مور و پلار خدمت، د کور، بچوړو د ضرورياتو او خصمانې فکر هم کولو. يو چا د چا ملګري په مرګ ليکلي  دي:

 

     ((مخامخ يو لوئے دېوال ولاړ دے، د دېوال په دې اړخ بې شماره لاتعداده خلق ناست او ولاړ دي او دغه مخامخ دېوال ته ګوري. ناڅاپه د دېوال د مخې يو غږ وشي او دې ناستو، ولاړو خلقو کښې د يو چا نوم واخستلے شي او بيا هغه کس داسې په تادۍ تادۍ د دېوال په لور ورودانګي چې دغه نور خلق ئې کۀ هر څو رانيسي، منتونه، جګجګۍ ورته کوي خو نوم اخستے شوے بنيادم په هيڅ صورت ايسار نۀ شي او د دېوال په لور وروځغلي. هم دغه دېوال کښې يو سورے وشي او هغه بنيادم په دغه سوري دننه لاړ شي او بيا سورے بند شي.))

     سوال دا دے چې د دغه دېوال په اخوا داسې کوم څۀ دي؟ او دېوال نه راتلونکي غږ کښې دومره تاثير او کشش څنګه راپېدا شي چې نوم بلونکے بيا په هيڅ صورت دې خوا ته نۀ ايسارېږي.

 

     سوال ښۀ واضح دے او د جواب ضرورت نۀ لري. خو ولې بيا هم چې مونږ د اقبال رنځور، کمزورې خو نۀ ستړې کېدونکي ژوند ته پام وکړو او د هغۀ د ژوند سره مينې ته خيال وکړو او د هغۀ همت، ډاډ او حوصلې ته فکر وکړو نو فکر مو واخلي چې د دېوال په شا څۀ داسې څۀ ضرور شته چې اقبال غوندې د مکملې پخې ارادې او د قوت فېصلې څښتن د غږ په اورېدو د مرګ مخې ته توره ډال وغورځوي او په يو دؤ د دېوال مخې ته ورودانګي. دېوال کښې يو سورے وشي او اقبال د خپلې ټولې کورنۍ په رانيولو، د ډاکټرانو په دارو درملو او د زرها ملګرو، دوستانو عن چې د پښتو د لېلا په منتونو هم ايسار نۀ شي او په سوري دننه داسې لاړ شي چې بيا ئې پستنه څۀ خبر قدر را نۀ شي.. سورے بند شي او د دېوال د لوري د چا بل چا نوم واخستلے شي.

 

     زما د يو بې تکلفه ملګري مور بي بي په حق ورسېده. څۀ موده پس مې ترې نه د ټوقې انداز کښې تپوس وکړو چې د مور بي بي نه دې څۀ خېر خبر راځي کۀ نه؟ هغۀ ووئيل او، او راځي، ښه په مزو کښې ده او ډېره خوشحاله ده. مونږ ته هره هفته کښې په اېس اېم اسي د راتلو بلنه راکوي.

 

     زۀ نۀ يم خبر چې اقبال صاحب به خپلو دوو نزدې ملګرو اندېش او ډاکټر اسرار ته کوم داسې پېغام رالېږلے وي او کۀ نه؟ يقين مې ځکه نۀ راځي چې اقبال صاحب د دېوال په اخوا تلے دے او څوک چې د دېوال په اخوا تلي دي نو هغوي بيا د دېوال په دې خوا خلقو سره رابطه نۀ ده ساتلې. خو په رښتيا وايم چې کۀ ماته اقبال صاحب څۀ داسې پېغام يا بلنه راکړه نو زۀ به هم لکه د اقبال صاحب د ژوند توره ډال د مرګ په حواله کړم او په يوه منډه به په هغه دېوال ورشم د کوم لور ته چې اقبال صاحب ورځغلېدلے دے. ځکه چې مړنے، بهادر، همت ناک او حوصله لرونکے اقبال چې د مودو راهسې د رنځ او مرګ سره په جنګ اخته وۀ او په هره موقع خپلو دائمي رنځونو او د مرګ چپو ته ئې په ډېره مړانه ماتې ورکوله خو د دېوال د لوري په يو غږ هغۀ د مرګ سپاهيانو ته د ژوند توره ورګوزار کړه او په يوه منډه د دېوال په اخوا لاړو. نو زۀ فکر کوم چې د دغه دېوال په اخوا خامخا د ابدي سکون او قرار د نعمتونو علاوه د پښتو ژبې او ادب د پالنې هم ډېر ښۀ انتظام شته او ظاهره ده چې اقبال صاحب به هم په جنت کښې د پښتو سره خوشحال وي. لکه حمزه بابا وائي ( زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم).

 

     مونږ ټول پښتانۀ ليکونکي کۀ کاغذونه، قلمونه راواخلو او  اقبال په فن او شخصيت په سنجيدګۍ سره ليکل شروع کړو نو زما خيال دے چې يو ښۀ لوئے دفتر (کتاب) به مرتب شي. خو د اقبال صاحب د فن، شخصيت او د پښتو سره د بې کچه مينې او خدماتو ذکر به بيا هم نيمګړے پاتې شي.

 

     د اقبال صاحب د وفات نه پس راته نور الامين اېس اېم اسي کښې وليکل چې په اقبال بابو مو خاورې واړولې. نو ماته هغه شپه ډېره راياده شوه چې د فهيم سرحدي مرحوم په حجره کښې مو د نيمې نه زياته شوګيره کړې وه.

 

     او زۀ فکر کوم چې نور الامين يوسفزي خو د فهيم سرحدي حجره کښې يوه شپه ياده کړه خو زۀ د اقبال بابو سره کومې کومې شپې کومې کومې ورځې او کوم کوم ساعتونه، ناستې، ملاقاتونه، خبرې او ګپونه راياد کړم. مردان کښې، کۀ زمونږ کلي کښې، کۀ کراچۍ کښې د هغۀ د ورور سعيد کور کښې، کۀ زما کور کښې او کۀ د جرس ادبي جرګې اجلاسونو کښې بحثونه راياد کړم او کۀ د جرس مرحوم دپاره د هغۀ هڅې يادې کړم او کۀ د جرس نظم نمبر دپاره تر څلورو سوو صفحو کمپوزنګ، پروف ريډنګ او ترتيب ئې ياد کړم. دې نه علاوه د مردان نه جاري کېدونکو رسالو، جريدو ( په خاص توګه پاڅون) ترتيب او خدمت ئې ياد کړم.

 

     او زما خيال دے چې کۀ مونږ ټول ليکونکي په فن، شخصيت او د هغۀ په ادبي خدماتو او د پښتو سره بې کچه مينې، د شاعرانو اديبانو د مېلمستيا او خوش اخلاقۍ ذکر راواخلو لوئے دفتر به ترې نه جوړ شي. خو دغه دفتر (کتاب) به بيا هم نيمګړے وي ځکه چې نۀ خو اقبال د هېرولو شخصيت دے او نۀ ئې د ادبي خدماتو او پښتو سره د مينې ذکر د پوره کېدو دے. په ګور ئې نُور شه.

 

♠♠♠

پښتو