د دروغژن غلام قيصۍ
(د ماشومانو دپاره چې
لوئي ئې هم لوستے شي)
سيد محمد
علي
پخوا
به انسانان هم لکه د څاروو
په نخاس (منډۍ) کښې خرڅېدل.
د دې غلام (مرئي) د ځان او
مال واک به بيا د مالک په
لاس کښې وۀ. په ټولنه کښې
د مرئيانو هيڅ قسم له حقونه
نۀ وو. د مرئيانو او وينځو
په اخستلو او خرڅولو هيچا
شرم نۀ محسوسولو او نۀ
ئې دا يو ناوړے او د ګناه
کار ګڼلو ځکه چې مروجه
مذهبونو هم د مرئيانو
په ساتلو، خرڅولو او اخستلو
څۀ بندېز نۀ وۀ لګولے. په
دې وجه دې کاروبار ته مذهبي
اډاڼه هم حاصله وه او مالدارو
خلقو به ډېر مرئيان او
وينځې ساتلې.
يوه ورځ
د مريانو منډۍ لګېدلې
وه، ګڼه ګوڼه وه، چا مريان
پېرل او چا پلورل، يو سړے
غلام اخستلو له راغلے
وۀ. په يو مرئي ئې نظر شو
چې ډېر غټ کټ او صحت مند
وۀ. د هغۀ د مالک نه ئې د قيمت
پوښتنه وکړه، هغۀ ورته
ډېرې کمې پېسې يادې کړې.
سړي هغه مالک ته ووې چې
دا نور مريان خو ټپ ټيپ
او رنځوران دي او بيا ئې
هم قيمتونه زيات دي نو
تۀ ولې دا خپل غلام ارزان
خرڅوې؟ مالک ورته ووې
چې په دۀ کښې يو عېب دے په
دې سبب ئې ارزان خرڅوم.
سړي ورته ووې چې څۀ عېب
دے پکښې؟ مالک ورته ووې
چې دې دروغژن او چغل خور
دے. خريدار وئيل دا خو څۀ
خبره نۀ ده. مونږ به د دۀ
په خبرو يقين نۀ کوو او
هغه غلام ئې واخست. کور
ته ئې راوست او خپلې ښځې
ته ئې ووې چې غلام مې وېړيا
وموندۀ خو مالک ئې وئيل
چې دې دروغژن او چغل مار
دے. ښځې ئې وې هيڅ خبره نۀ،
زمونږ خو د کار بيګار دپاره
سړے پکار دے او دې ښۀ تکړه
دے.
نوے مالک
د غلام نه ډېر خوشحاله
وۀ ځکه چې غلام به ورله
د کور کار هم کولو او د پټي
کار به ئې هم کوو. څۀ موده
دغسې تېره شوه. يوه ورځ
دې غلام ځان خفه کړے وۀ
او مخ ئې جوړ کړے وۀ. مالکې
ورته وې څۀ چل دے چې نن داسې
خفه خفه ئې؟ غلام يو اسوېلے
وکړو وئيل ئې تۀ زما په
خبره يقين نۀ کوې خو پته
به درته هله ولګي چې خاوند
دې بله ښځه دې کور ته راولي.
مالکې ورته وې زۀ خو به
غرقه شم، په ژړا شوه. غلام
ورته وې خفه کېږه مۀ ماته يو پير معلوم دے
هغه تعويذونه کوي، داسې
تعويذ به پرې درله جوړ
کړم چې خاوند به دې د بلې
ښځې کولو نه منع شي او تا
سره به ئې مينه زياته شي.
مالکې ورته وې ځه دا اوس
لاړ شه په پير تعويذ جوړ
کړه. غلام لاړۀ او هسې بازار
کښې وګرځېدۀ راوګرځېدۀ
او بيا راغے، مالکې ته
ئې ووې چې پير وائي چې مالکې
ته وايه چې د خپل خاوند
د ږيرې درې څلور وېښتۀ
کوم چې د زنې لاندې وي هغه
په چاړۀ راپرې کړه او ماله
ئې راوړئ نو تعويذ به درله
جوړ کړم. مالکې وې دا خو
اسان کار دے. چې کله مې خاوند
اودۀ شي هغه به بيا په ځان
نۀ پوهېږي. وېښتۀ به ترې
بيګا له راپرې کړم.
هغه غلام
بيا پټي ته لاړو، کار ئې
کولو خو خبرې ئې نۀ کولے.
ځان ئې خفه کړے
وۀ. مالک ترې تپوس وکړو
چې دا نن ولې داسې خفه خفه
ئې؟ غلام ورته ووې چې مالکه
زۀ څۀ وکړم. زۀ د يوې داسې
خبرې نه خبر يم چې هغه ډېره
د افسوس خبره ده خو درته
ئې وئيلے نۀ شم ځکه چې تاسو
زما په خبره يقين نۀ کوئ.
مالک وئيل وکړه څۀ خبره
ده. غلام ورته وئيل چې صاحبه
ستا ښځه به بېګا له چې تۀ
اودۀ شې تا حلالوي او بل
چا سره به وادۀ کوي. مالک
ورته وې دا بالکل دروغ
دي. زما ښځه ډېره وفاداره
ده. غلام ورته وئيل زما
دروغ رښتيا به درته معلوم
شي. تۀ بېګا له ځان د قصده
اودۀ کړه او بيا ګوره چې
څۀ کېږي.
مالک
ئې د شپې څملاست، ځان ئې
د قصده اودۀ کړو او خړرار
ئې شروع کړل. د ښځې ئې چې
يقين پوخ شو چې سړے پوخ
اودۀ شو نو پاڅېده او چاړۀ
چې د مخکښې نه ئې تېرۀ کړې
وه، راواخستله او ورو
ورو چاړۀ په لاس د خاوند
په مرۍ راټيټه شوه، سړي
زر سترګې وغړولې او په
غصه کښې ئې ترې چاړۀ واخستله
او هم په هغه چاړۀ ئې په
ښځه ګوزارونه وکړل. ښځه
ئې مړه کړه. په سبا له د ښځې
وروڼه خبر شو په غصه کښې
راغلل او هغه سړے ئې مړ
کړو. چې مړي سمبال شو نو
ګنګوسه خوره شوه چې دواړه
ښځه خاوند بې ګناه قتل
شو. دا ټول ورانے د غلام
دے چې دواړو ته ئې خطرناک
دروغ وئيلي وو او د دواړو
خانه ئې خرابه کړه. خلقو
غلام راټينګ کړو او په
يوه ونه پورې ئې وتړلو،
د کلي ټولو خلقو پرې راباندې
کړې او په وهلو وهلو ئې
مړ کړو.
قيصۍ
لاړه ګواټې له
مونږ راغلو پراټې له
♠♠♠