Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Pasoon Dastoora

د خدائے بخښلو اصغر لالا او محمد اقبال اقبال

ادبي رېفرنس

 

اکبر هوتي اېډوکېټ

 

  

   مردان له اړخه د پښتونخوا د ډېرو يادو شاعرانو اديبانو او د مجله پاڅون د ادارتي بورډ د غړو خدائے بخښلي اصغر لالا او محمد اقبال اقبال د تلين په مناسبت او د پاڅون د درېم کال پوره کېدو په حواله يو ادبي رېفرنس  د اپرېل د مياشتې په يولسم تاريخ  ٢٠٠٩ د خالي په ورځ  ماسپښين دوه بجې پرېس کلب کښې وشو.

 

     د دې رېفرنس صدر شاعر، اديب اسرار الرحمٰن اسرار د طورو وکړو، مشر مېلمه د ضلعي ناظم حمايت الله مايار وۀ او د نظامت چارې اکبر هوتي تر سره کړې. د هر څۀ له مخه سيد ياسر علي باچا د رېفرنس په غرض و غايت خبرې وکړې او راغلو مېلمنو ته ئې هرکلے ووې. ښاغلي ډاکټر محمد همايون هما صاحب د مرحوم اصغر لالا په ژوند، فن او شخصيت خپله مقاله وړاندې کړه. ښاغلي مشتاق مجروح يوسفزي په اصغر لالا ليکلے خپل نظم پېش کړو.

 

     د دې نه پس ډاکټر اسرار د محمد اقبال اقبال د شخصيت او ادبي خدماتو په حواله خپل نثري ليک وړاندې کړو. ښاغليو سلېمان کامل، حضرت زبېر زبېر، هارون الرشيد خټک، مهر اندېش، فضل الرحمٰن صابر، سيد افضل شاه او اورنګزېب نسيم محمد اقبال اقبال ته منظومې نذرانې وړاندې کړې.

 

     محترم اندېش شمس القمر، رحمت شاه سائل، م. ر شفق، ډاکټر خالق زيار، عبدالسبحان خان، محب الله شوق، علي اکبر سيال او غلام سرور هم د اصغر لالا او محمد اقبال اقبال د ادبي خدماتو په ښو ټکو کښې يادونه وکړه او د هغوي جدائي ئې د پښتو ادب او سياست لوئے زيات او تاوان وګرځولو.

 

     ښاغليو وېنا کونکيو دا هم ووې چې پاڅون مجلې  دا ډېر د ستائنې وړ قدم پورته کړے دے چې خپل جدا شوي مشران ئې ياد کړل، دا د هر پښتون زلمي ذمه واري جوړېږي چې د خپلو جدا شوو مشرانو په وېنا او ليکلو عمل وکړي او د خپل قام او ملت په ښه راشي.

 

     د چايو د وقفې نه پس د دې تقريب د دوېم نشست آغاز هم وشو. په دې نشست کښې چې د پاڅون مجلې د درې کاله پوره کېدو په حواله وۀ. د دې نشست صدارت اسرار د طورو وکړو او د نظامت جارې ښاغلي اوېس قرني تر سره کړې.  ښاغلي ډاکټر محمد زبېر حسرت د پاڅون مردان د تېرو درېو کلونو تجزيه وړاندې کړه. دۀ په خپله تجزيه کښې ووې چې پاڅون په ډېر لږ وخت کښې په ډېره کاميابۍ سره خپل منزل ته ګړندۍ روانه ده. دۀ ووې چې پاڅون د پښتونخوا په هغو سنجيده مجلو کښې يوه ده چې خپلو لوستونکو ته نۀ يواځې معياري ادب وړاندې کوي بلکې لوستونکو ته د خپلې خاورې د تهذيبي او تاريخي حوالو سره ګټور معلومات هم ورکوي. دوي ووې چې پاڅون د ماشومانو ادب سره سره د مردان د تېرو هلو ځلو په حقله ادبي او سياسي ډائري هم وړاندې کوي چې دا يو ډېر ګټور عمل دے. دوي ووې چې ډېره زر ده چې پاڅون مجله د نوي نسل دپاره يوه تاريخي حواله جوړه شي.

 

     د ډاکټر زبېر حسرت د تجزيې نه پس د پاڅون ايوارډ اعلان وشو. د ايوارډ د ججانو  د متفقه فېصلې په رڼا کښې ښاغليو اصغر لالا، محمد اقبال اقبال، جعفر خان اچکزي، جميل يوسفزي، فېض الوهاب فېض، ډاکټر زبېر حسرت او رب نواز مائل ته ايوارډونه ورکړے شو. د دستورې صدر ښاغلي اسرار د طورو او د پاڅون چيف ايډيټر ډاکټر اسرار ايوارډونه ذکر شوو شاعرانو اديبانو ته ورکړل. د اصغر لالا مرحوم  او د محمد اقبال اقبال مرحوم ايوارډونه د هغوي بچو وصول کړل او د جعفر خان اچکزي او رب نواز مائل صاحب ايوارډ عثمان مردانوي او ياسر علي باچا تر لاسه کړل.  په دې موقعه د مردان د تاجرانو صدر غلام سرور خان د وړومبي اقبال پلوشه ايوارډ د ورکولو اعلان هم وکړو او هم په دې دستوره کښې ئې د اقبال پلوشه ايوارډ شمس القمر اندېش او ډاکټر اسرار ته ورکړل. اخره کښې صدر مجلس اسرار د طورو دستورې ته تقرير وکړو او دغسې دا دستوره ماښام ناوخته سر ته ورسېده. د مېلمنو دپاره د چايو بندوبست د ضلعې ناظم اعلٰي حمايت الله مايار کړے وۀ.

 

♠♠♠

پاڅون