اباسين
محمد عثمان مردانوي
او مونږ هر يو څيز د اوبو
نه پېدا کړے دے. (القرآن)
پېغام : ژوند
په اوبو اباد دے دا به بغېر
اوبو ختم شي. اوبۀ په قدر
استعمالول پکار دي. د بشري
علومو ټول پوهان د آثار
قديمه پوهان او تاريخ
ليکونکي په دې خبره اتفاق
کوي چې د انسان د تهذيب
جوړښت کښې د ماحولياتو
تبديلي بنيادي شے دے.
د
دنيا ټول زاړۀ تهذيبونه
د سيندونو په غاړه اباد
شوي دي لکه د جله، فرات
په غاړه د بابل تهذيب،
سوميري تهذيب، اشوري
تهذيبونه (عراق کښې جوړ
شوي وو د نيل سيند په غاړه
مصري تهذيب د يانګ زي سيند
په غاړه د چين تهذيب دغه
شان په لاطيني امريکه
کښې د امازون سيند په غاړه
اينکا تهذيبونو جوړ شوي
وو.
زمونږ
سيمه هم د چا نه کمه نۀ ده
دلته د اباسين په غاړه
هم د خپل وخت يو لوئے تهذيب
پېدا شوے وۀ چې د وادئ سندهـ
تهذيب په نوم يادېږي. زمونږ
کمو لوستونکو ته به د اباسين
په باره کښې معلومات وي.
خو زۀ کوشش کوم چې په دې
وړوکي مضمون کښې د اباسين
په باره کښې څۀ نا څۀ وليکم.
سيند
يو دے او نومونه ئې ګڼ دي.
پښتانۀ ورته اباسين يعني
د سيندونو پلار وائي. تبت
واله ورته سنګے چو، زمرۍ
سيند، وائي ځکه چې د اباسين
سر چينه د تبت چين کښې ده
کله چې د دې اوبۀ د بره نه
رابهېږي نو ځائے په ځائے
لکه د زمري غوندې اواز
کوي. اباسين چې تبت ته راووځي
نو شمال مغرب کښې هندوستان
د هماليه غرونو سلسله
نه بيا د جنوب مغرب کښې
د پاکستان په سکردو کښې
بهېږي.
اباسين
ته په سنسکرت کښې سيندهو
په اردو کښې ورته سندهـ،
سندهۍ کښې ورته سندهو،
پنجابۍ کښې ورته سندهـ
په فارسۍ کښې ورته نيلاب
په چيني ژبه کښې ورته يندوهے
په يونانۍ کښې ورته اندوس
په زړه اوستا ژبه کښې ورته خندو وائي.
اباسين د پاکستان لوئے
سيند دے چې لوئے والے ئې
درې زره دوه سوه کلوميټره
دے. دا د دنيا يويشتم لوئے
سيند دے.
په
تبت کښې د اباسين سرچينه
د مان سرو وار ډنډ دے، څۀ
اوبۀ د لداخ ضلعې (جمو کشمير)
هندوستان او څۀ اوبۀ د
سکهـ وادۍ سکردو (بلتستان)
شاملېږي. په بلتستان کښې
اباسين سره د شيوک، شيګر،
روندو، هوشې لوئي واړۀ
سيندونه يو ځائے کېږي.
اباسين کله ډېر خور شي
او کله د يوې نالۍ په شان
شي، څۀ حائے ډېر ډوب شي
او څۀ ځايونو کښې يو تنګه
نالۍ شي. کله چې اباسين
د قراقرم هائي وے سره نزدې
عالم پُل ته راورسي نو
دلته ورسره د ګلګت سيند
هم يو ځائے شي کوم کښې چې
د خنجراب، هنزه، شمشال
وادئ غذر سيندونه هم يو
شوي دي.
په
قراقرم هائي وے څنګه چې
اباسين او ګلګت سيندونه
يو شوي هم دغه رنګ دلته
د درېو لويو لويو غرونو
سلسلې هم يو ځائے شوې دي
لکه هماليه، هندوکش او
قراقرم.
اباسين
چې ورو ورو وړاندې ځي نو
ورسره د چلم، راما او استور
واړۀ سيندونه هم يو شي.
اباسين چې رائے کوټ کلي ته راورسي نو دلته
ورسره د تاتو وړوکے سيند
هم يو شي دا ټوله وادي بالکل
بې شينکي او بې ونو بوټو
ده. د دې ځائے درجۀ حرارت
هم اکثر ډېر زيات وي. په
چېلاس کښې دلته اباسين
سره د شګو صحرا هم جوړېږي
وخت په وخت چې درجۀ حرارت
سېوا کېږي نو نمر اوبۀ
وچوي او شګې هوا کښې الوځي.
د
شيتال په ځائے کښې دلته
اباسين کښې داريل، تانګير،
شيتال، هربن نالا سمر
نالا سيندونو اوبۀ اباسين
کښې شاملېږي. دلته هم اباسين
کله تنګ او ژور شي او کله
خور او رغے شي. اباسين چې
کله کوهستان ته راورسي
نو دلته پکښې د کانديا
داسو کمېلۍ، دوبېر. پټن،
پالاس لويي وړې نالۍ او
سيندونه راپرېوځي. په
بشام کښې ورسره د کروړي
يا شانګلې سيند يو ځائے
شي. دغلته اباسين لږ خور
شي. د تهاکوټ نه پس پکښې
کنهار سيند راپرېوځي
کوم چې د کاغان ناران کوئي،
ستوګران، تنو نه رابهېږي.
دلته اباسين رخ بدل کړي
او بيا وړاندې هزاره او
بيا ټوپۍ (صوابۍ)
سره پرې تربېله ډېم
جوړ شوے دے. د هنډ
تاريخي کلے هم د دې سيند
په غاړه پروت دے. اباسين
دغه شان ورو ورو د صوابۍ
نه اټک ته راورسي. خو دلته
ورسره د کابل سيند هم ملګرے
شي.
د
اټک نه پس د اباسين د اوبو
رفتار په قلاره شي. او پنجاب
صوبه کښې داخل شي. دلته
پکښې د پنجاب سيندونو
اوبۀ هم شاملې شي. اباسين
سره د مټن کوټ په
مقام د پنجند سيند هم يو
ځائے شي. بيا دلته نه مخ
په وړاندې د جام شورو نه
بهېږي او په سندهـ صوبه
کښې د ټهټهه علاقې د يوې
ډېلټا شکل جوړ کړي. دلته چې اباسين وړاندې
ځي نو د رن آف کچ په مقام
بيا په سمندر کښې شامل
شي. اباسين چې دا دومره
لوئے سفر کړے دے نو دۀ په
خپله غېږه کښې يو لوئے
تهذيب هم زېږولے دے چې
د نن نه قريباً ٢٧٠٠ قبل
مسيح په سندهـ کښې د لاړکانې
او په ساهيوال کښې د هړپه
په سيمو کښې د انساني لاس
جوړ شوي ښارونه او ابادۍ
موندلي شوي دي. دې ښارونو
نه ګېر چاپېره دېوالونه
وو. ښارونه په مختلفو برخو
کښې تقسيم وو، شمال او
جنوب اړخونو ته يو لوئے
سړک وۀ بيا کورونو او کوڅې
وې، يوه برخه کښې به د خپل
وخت بادشاه او نوره کورنۍ
به اوسېده، ورسره ورسره
به نزدې نور واکداران
وو.
مذهبي
رسوماتو دپاره پکښې يو
تالاب وۀ. چرته چې به يه
يو وخت مذهبي رسومات ادا
کېدل. عام خلق به د ښار په
جدا برخه کښې اوسېدل. د
هنرمندو او کسبګرو جدا
ځايونه وو، څۀ کورونه
دوه چتي هم وو. دا د خپل وخت
د فن تعمير يو ښکلې نمونه
وه. د هر کور او کوڅې نه د
ګنده اوبو دپاره نالۍ
جوړې کړې شوې وې او دغه
ګنده اوبۀ بيا د ښار نه
بهر ته وتې.
د
ښار دا کورونه په اور د
پخو شوو خښتو نه جوړ شوي
ووز ښار کښې د غلې ګودامونه
موندلي شوي دي چې پکښې
غنم، وريژې، جوار او باجره
وه. دلته څۀ ځايونو
کښې د کسب ګرو دکانونه
هم موندلي شوي دي چرته
چې د زارعت آلات، لوښي،
کالي او نور ګڼ څيزونه
جوړېدل. دغه شان زوړ ښار
هړپه کښې کنستې شوې دي
چې پکښې دغه رنګ کورونو نه د غلې ګودامونه
او دکانونه راوتلي دي.
د
آثار قديمه پوهان خيال
کوي چې دا دواړه د يو وخت
ښارونه وو. دلته نه څۀ جنګي
آلات وغېره نۀ دي برآمد
شوي. دا د دې خبرې دليل دے
چې دا خلق امن پسند وو،
په ليک لوست ډېر پوهه وو.
ځکه ئې دلته په ګڼ شمېر
څيزونو تصويري حروف لاس
ته شوي دي. په هاغه زمانه
کښې به ليکونه او لېن دېن
په تصويري ژبه کښې کېدو.
دغه تصويرونه
به لکه د مهي، غوئي، چيندخ
وغېره وو.
دغه
وخت کښې به په ټوله بادشاهۍ
کښې يو قانون وۀ او يو قسمه
وزن به کېدو د زياتو خلقو
کاروبار کرکيله وه يعني
غنم، وريژې، جوار او باجره وغېره به ئې کرل.
د
وادئ سندهـ تهذيب تعلقات
نورو ملکونو سره هم وو
لکه افغانستان، بحيره
مردار، افريقې وغېره
سره. دلته نه هغه ملکونو
ته غله لېږلې شوه. د افغانستان
نه به دلته قيمتي کاڼي
راتلل. د سفر دپاره به قافلې
په اسونو او اوښانو تللې.
دلته نه څۀ بُتان هم تر
لاسه شوي دي چې ترې ثابتېږي
چې دوي په مذهب يقين لرلو،
دوي به خپل مړي ښخول او
ورسره به ئې لوښـي لرګي
او کالي ايښودل. دا د دوي
خبرې دليل دے چې دوي د مرګ
نه پس په ژوند عقيده لرله.
تر دې وخته
د اباسين په غاړه ګڼ شمېر
ځايونو کښې د وادي سندهـ
تهذيب څلور سوه کنډرې
موندلې شوې دي. خو دلته
کنستې صرف د يو څو ځايونو
شوې دي. د خپل وخت
دغه عظيم تهذيب په خواوشا
کښې د يو لوئے طوفان او سېلاب په وجه فنا
شو او دغه ښارونو ابادي
او خلق ئې ختم شو.
د اباسين
په ټوله غاړه ځائے په ځائے
د نورو تهذيبونو آثار او کنډرې موجودې
دي چې د مختلفو قامونو
سره تعلق لري لکه آريا،
بدهـانو هندوانو وغېره.
اباسين
کۀ يو طرف ته د انسان بقا
له اوبۀ ورکوي نو بل خوا
ئې دلته ګڼ شمېر قامونه
او ژبې هم پېدا کړې دي. لکه
تبتي، چيني، کشميري،
هندي، شاردا، بلتي، شينا،
کوهستاني، ګوجري، هندکو،
پښتو، پنجابي، سندهي
وغېره. د اباسين د انسانانو
نه علاوه د ځنګلي او د اوبو
د ځناورو کور هم دے. د دې
په ټاپوګانو کښې ګڼ شمېر
مارغان، ځناور او په اوبو
کښې ئې رنګ رنګ حېوانات
لکه ړوند ډولفن هم شته.
اباسين د علم څېړنې او سېل ګرۍ هاغه ځائے
دے چې ډېر کار پرې کول پکار
دي.
♣♣♣