Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Sadarati Khutba

د اسرار د طورو صدارتي خطبه

 

    الحمد لله و کفٰي وسلام علٰي عباده الذين اصطفٰي. اما بعد، فقد قال الله تعالٰي في کلامه المجيد. اعوذ بالله من الشيطٰن الرجيم، بسم الله الرحمٰن الرحيم، کل من عليها فان. و يبقٰي وجه ربک ذوالجلال والاکرام. (سورۀ رحمٰن)

 

    زما ډېرو درنو مشرانو او کشرانو وروڼو، د نن نه ٤٤ کاله اګاهو زما يو استاذ وئيلي وو چې ( د يو بني آدم دا ژوند په درېو مرحلو کښې تقسيم دے. يو دې دنيا ته راتګ دوېم د دې دنيا نه تګ او بل د دې تګ راتګ په منځ کښې تګ و دؤ.)

 

    عزتمندو! کامياب خلق هغه دي چې د تګ راتګ په منځ کښې دا تګ و دؤ د ژوند د اعلٰي مقاصدو سره وتړي. يا دغه مقاصد تر لاسه کړي او يا تر مرګه مرګه د دغه مقصدونو دپاره تکل وکړي.

 

    وروڼو! د الله فېصله ده چې د زمکې په مخ ټول موجود به فنا کېږي او ستا د رب ذات به باقي وي چې د عزت او جلال خاوند دے.

 

    بله خبره داده چې مرګ د ژوند انجام نۀ دے دا د ابديت مقام ته د سفر يوه  مرحله ده. اعلٰي مقاصدو سره تړون بنيادم ابديت ته ورسوي.

 

    زما وروڼو! خدائے بخښلے اصغر لالا اېډوکېټ يو تعليم يافته او روشن خياله مشر وۀ. مشر په دې معنٰي چې محمد اقبال اقبال دې دنيا ته په ١٩٤٤ کښې راغے نو اصغر لالا د شلو کالو عمر ته نزدے يو باشعوره ځوان وۀ. هغۀ د هندوستان د ازادۍ د تحريک جوبن په غړېدلو سترګو لېدلے وۀ. د دې وطن د سربازانو هلې ځلې، قربانۍ او جوش و خروش د هغۀ په مخکښې وو. په ديارلسم اګست ١٩٤٧ زمونږ دا مردان د متحده هندوستان يو وړوکے ښار وۀ. په څوارلسم اګست مونږ د ازادۍ شمعې بلې کړې. پاکستان په پنځو صوبو او تس نس پښتنو قبيلو مشتمل، يو نوے ملک جوړ شو.

 

    وروڼو! ازادۍ پورې هر چا خپل خپل ارمان غوټه کړے وۀ. د وطن د هر پوهه بنده يقين وۀ چې ازادي راغله نو اوس به زمونږ ژبه، زمونږ ثقافت، زمونږ دين ازاد شي، قوم ته به د عدل او انصاف په ماحول کښې د ساه اخستو حق حاصل شي. معاشي حالت به ښۀ شي. نهر نهور او زيړ ځبېښلے اولس به په بوټۍ شي؟ غاړې پولې به زرغنه وکړي، چاپېرچل به روښان او تابان شي. خو داسې ونۀ شو. نو ښاغلي اصغر لالا او د هغۀ په شان باشعوره ځوانان حېران شو چې دا لا څنګه ازادي ده؟ دا خو هغه شان ازادي نۀ ده د کومې ازادۍ  تصور چې مونږ کړے وۀ. په دغه دور کښې شاعرانو اديبانو او دانشورانو ډېره بې ارامي محسوسوله. د خپل عصر طليق اللسان شاعر ووئيل:

 

    يه داغ داغ اجالا يه شب ګزيده سحر    وه انتظار تها جس کا يه وه سحر تو نهين

 

فېض احمد فېض خو لوئے سړے وۀ. زما د کلي طورو صوفي شاعر خان تاج الملوک خان دلسوز خدائي خدمتګار په انتهائي حسرت ووئيل:

 

ما خو ژوره لر کوله چې مې ويني نۀ څښي       آګاه پرې نۀ شوم په لستوڼي کښې مې مار پاتې شو

 

    محمد اقبال اقبال چې د شلو کالو عمر ته ورسېدو نو هم د خوږ وطن په مرۍ خپسه ناسته وه او د يو قابض آمر په غېږ کښې ناست جمهوريت نواز غړي د ګلستان مرثيه ووې.  هر شاخ په اُلو بېټها هے. اقبال بابو د يو خدائي خدمتګار ځوے وۀ، حالاتو زپلے وۀ، رنځونو چوپلے، مزدور طبعه محنتي، نرے نروچکے خو فولادي انسان قلم ته لاس کړو او د خپلو حسرتونو ارمانونو او هدفونو تصويرونه ئې په نظم او نثر کښې جوړول. د ورورولۍ، مينې او قامولۍ، باچا خاني ولولې ئې پارولې، پښتو ژبه ئې نازوله.

 

    وروڼو! يو صاحب د انساني مساواتو او بين الاقواميت د نظريې ذکر وکړو خو اول کار د فرد، د کور کلي او د مقاميت نه شروع کېږي چې قام جوړ شي، قام ازاد شي، د خپل اختيار خاوند شي. د ژوند حق ومومي، خوشحال او اباد شي. نو هله به انټرنېشنل فکر او عمل ته چمتو شي چې په خپله خاوره دې بنياد نۀ وي نو په هوا کښې به محل څنګه جوړوې؟

 

    بله د مساواتو مسئله ده. الله پاک پينځۀ ګوتې په فرق پېدا کړي دي افراد د صلاحيتونو او صفتونو په حواله په فرق دي.  عبدالرحمٰن بابا وائي:

 

    د ازل په ورځ د برخو جواري وه       اے رحمٰنه چا ګټلې چا بائللې

 

    زما خوږو وروڼو! په افرادو کښې به د مراتبو فرق وي خو په ټولنه کښې هر بنده له د ژوندي پاتې کېدو حق ورکول دي. د هر چا ځان، مال او عزت د يو مقدس امانت په توګه ساتل او د هغې نه مناسب کار اخستل مساوات ګڼل دي، په چا ظلم زياتے نۀ کول، د ټولنې بنيادي ضابطه پکار ده. د ډوډۍ، جامې، کور، تعليم، صحت، بنيادي حقوق وګړو ته رسول د حکومت او ټولنې فريضه ټاکل، لازم دي. فلاحي معاشره قائمول پکار دي. خپل قوم وژل ګناه ده، د بل د مفادو دپاره په روپو او چوکو خپل خلق سېزل، د اجرتي قاتل پېشه ده.

 

    زما مشرانو او کشرانو وروڼو! دغه نظريات د اصغر لالا او د اقبال بابو نظريات وو. مونږ اصغر لالا  ته ترقي پسند وايو او محمد اقبال اقبال ته خدائي خدمتګار او قام دوست خو دواړو د انسان د اکرام، ازادۍ او خوشحالۍ دپاره کار کولو. راځئ چې په جمع د الله پاک نه سوال وکړو چې زمونږ د دې خوږو ملګرو سپېځلي روحونه په خپلو نعمتونو ونمانځي، مغفرت ئې نصيب کړي او زمونږ دا غريب قوم د ظالمانو، غاصبانو  ارهابي (ټېررسټي) قوتونو او خارجي او داخلي فساديانو د سفاکۍ نه په امان کړي. آمين ثم آمين.

 

    حديث شريف دے چې د خپلو مُرده ګانو ښۀ صفتونه يادوئ او د هغوي د بدو نه په قلاره شئ.

 

♠♠♠

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ