Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Pasoon aw Milli Pasoon

Zubair-Hasrat.jpg

 

د پښتو او پښتنو ملي پاڅون

 

ډاکټر محمد زبېر حسرت

 

 

نوټ : د پاڅون د درېمې کليزې دستوره کښې واورولے شو

 

    محترم ډاکټر اسرار چې يو ښۀ شاعر، ښۀ اديب او ښۀ تکونکے دے چې کله په پېښور کښې د سرکار په نوکرۍ کښې د خپل منصب ذمه وارۍ ترسره کولې نو هم به له چوټۍ نه پس د خپلو شاعرانو، اديبان، دانشورانو او صحافيانو ملګرو سره د پښتو ژبې، ادب، پښتون ثقافت او پښتون صحافت د ودې، روژنې او خصمانې په غرض د هغوي په څنګ کښې موجود وۀ او دا ئې د ژوند لوئے نصب العېن وۀ چې د پښتو، پښتون او پښتونخوا په خاطر د ژوند په هر محاذ جنګېدل پکار دي. د هغوي په دغه ملګرو کښې سېف الرحمان سليم صاحب، لطيف وهمي، مير مهدي شاه مهدي بآچا، شېر شاه ترخوي، قېصر اپريدے، مشتاق مجروح يوسفزے، پرېشان داؤدزے او ګل محمد بېتاب شامل وو. او بيا په تېره تېره د اولسي ادبي جرګې او د ساهو ليکونکو مرکې نۀ ستړے کېدونکے فعال مشر محترم قلندر مومند سره ئې ناسته پاسته وه.

 

    د اخبارونو او رسالو دفترونه او د مرکې اجلاسونه د دوي د ناستې او ادبي مشغولتيا ځايونه وو، چرته چې به ئې له مشرانو زدکړه کوله او خپلو کشرانو ته به ئې خپله پوهه منتقل کوله. د هغوي دا ارمان وۀ چې د پښتو ژبې، ادب او پښتون ثقافت دې يوه داسې علمي، ادبي او ثقافتي مجله وي چې له هر قسمه پابندو ازاده وي. د هر ليکونکي ليکونه پکښې چاپ کېږي او د رائې د ازادۍ د حق دپاره دې خپل اواز پښتون اولس ته په واز کومي ورسوي.

 

    د هغوي دغه ارمان د ريټائرډ کېدو نه پس د مردان معلوماتي او مشاورتي مرکز مردان نه د خورېدونکې ايکي يوې معياري او ادبي مجلې پاڅون په شکل کښې پوره شو او نن چې د پاڅون څۀ د پاسه درې کاله پوره کېږي او د اتلسو ګڼو نه پس دا تقريب نمانځلے کېږي نو ټول کرېډټ ئې هم دغه ويښ، بېدار شاعر، اديب، نقاد او تکونکي ښاغلي ډاکټر اسرار ته ځي چې کۀ هر څومره ستائنه ئې وشي هغه به کمه وي. ورسره د شېر علي باچا انور د ورور ډاکټر امجد علي او د باچا جي د ورارۀ ياسر علي باچا ستائنه هم پکار ده چې د دوي په ذريعه دا مجله چاپ کېږي او خورېږي.

 

    د نومبر، دسمبر ٢٠٠٥ نه د دوه مياشتنۍ پاڅون د وړومبي جلد د وړومبۍ ګڼې آغاز وشۀ چې نګران ئې ډاکټر اسرار صاحب او مرتب ئې ښاغلے فېض الوهاب فېض وۀ او په صلاح کاره ډله کښې ئې محترم اصغر لالا اېډوکېټ، اندېش شمس القمر او محمد اقبال اقبال شامل وو.

 

    د پاڅون مرتب خپله وړومبۍ اداريه کښې د مجلې اغراض او مقاصد او اهداف په دې لفظونو کښې څرګند کړي وو چې:

 

    (پاڅون د پښتو د بقا په جنګ کښې د خپلو ذمه وارو پوره ادراک لاري. دا به يو ازاد فورم وي. د ډله باز سياست نه به ځان ژغوري، هر هاغه چا سره بۀ کونجۍ ورکوي چې په زړۀ کښې د پښتو دړد لري. هر هاغه چاته بۀ احترام لري چې د پښتو دپاره احترام لري. د ژبې دائره ارته بيرته وي، د ادب، تعليم، تحقيق، د سائنس او ټيکنالوجۍ او د نورو هر قسمه علومو په ځان کښې د ځايولو ځائے لري. د پښتون اولس اجتماعي مفادات د پاڅون په نظر کښې دي. د پښتو او د پښتون سره چې د مېرې مور کوم سلوک روان دے، د دې خلاف به قلمي او عملي جهاد کوي. دا د هر ليکوال خپله ګڼه ده.  مونږ د پښتو د هر ليکوال، شاعر، اديب، دانشور، صحافي، ديني عالم او د ژوند د هرې څانګې ماهرانو ته خواست کوو چې تاسو په پښتو کښې وليکئ او پاڅون به ئې په راڼۀ تندي چاپ کوي. البته ليک سره به  خواري کول ضروري وي. د نوم په ځائے به معيار ته کتے شي. د چا فرد يا ګوند د سپکاوي نه په ډده صحت مند علمي او مدلل اختلاف رائې ته به هرکلے وئيلے شي او د پښتو ژبې، ادب او ثقافت د صحت مندو روايتو د جريان سره سره به عصري غوښتنو له هم ډېر اهميت ورکولے شي. (لار. ٣-٤ مخونه)

 

    او يقيناً چې پاڅون د خپلې وړومبۍ شمارې نه تر دې دمه وروستۍ شمارې د خپلو دغو اغراضو مقاصدو او اهدافو پوره پوره خيال ساتلے دے او د پښتونخوا د ځنو نورو نيمو سياسي او نيم ادبي يا تش په نوم د ځنو ادبي رسالو غوندې ئې غېر معياري او غېر سنجيده ادب (چې ادب وئيل ورته هم زما په خيال بې ادبي ده) نۀ دے وړاندې کړے. تل ئې د مقدار په ځائے معيار او د غېر سنجيده په ځائے د سنجيده ادب، مقصدي ادب، ژوندي ادب او مزاحمتي ادب پېش کولو هڅه کړې ده او په دغه سلسله کښې ئې غوره کاميابۍ تر لاسه کړې دي او دغه کاميابي ئې نن تاسو په خپلو سترګو وينئ.

 

    د پاڅون مرتب دغه يوه هڅه هم ډېره کاميابه او د ستائنې وه چې په فهرست ئې د موضوعاتو د وېش په لړ کښې هرې موضوع له بيل او جدا عنوان يا نوم خوښ کړے وۀ. دغه عنوان يا نوم د پښتو د ځنو معياري، ادبي او سنجيده رسالو، مجلو ياد تازه کولو لکه لار، مرام، جرس، ژوند، قند، پلوشه، وږمه، ليکوال او مرکه وغېره. دغه رنګ د پاڅون تر جنورۍ فرورۍ ٢٠٠٧ پورې دوام لرۀ چې د ښاغلي فېض په ادارت  کښې  ډېر شوخ، روڼ او روښانه وۀ او د ادب، ژبې، تهذيب او ثقافت په سلسله کښې ئې ډېرې سنجيده او ګټورې اداريې او شذرې تحرير کړې وې چې د پاڅون په ريکارډ موجودې دي.

 

    د ښاغلي فېض نه پس د پاڅون نۀ صرف د فهرست رنګ بدل شۀ بلکې د اداريو او شذرو په طرز او اسلوب کښې فرق راتلل ئې هم يو فطري امر وۀ چې مرتب ئې محترم محمد اقبال اقبال وټاکلے شۀ او په صلاح کاره ډله کښې ئې د مشتاق مجروح يوسفزي د نامې اضافه وشوه او مرستيال ئې عثمان مردانوي او قانوني مشير ئې ښاغلے اکبر هوتي متعين کړے شو. څۀ موده پس محترم اصغر لالا هم وفات شۀ او د پاڅون دپاره دا خبره هم د يوې لويې الميې نه کمه نۀ ده چې د اصغر لالا مرحوم و مغفور د غم پرهرونه لا په زړۀ تازه وو چې زمونږ ډېر ګران او خوږ مشر او د ډېرو شاعرانو استاذ شاعر او اديب او ښۀ تکونکے محمد اقبال اقبال هم زمونږ نه د ډېرې اوږدې ناروغۍ له کبله په ډېر ارمان او حسرت د جدايۍ څادر وڅنډۀ او رخصت شۀ.  لوئے الله دې محترم اصغر لالا او محمد اقبال اقبال له بهترين جنتوه ورکړي او هاغه شاعرانو اديبانو او منورينو له هم کوم چې د پاڅون د ابتدا نه تر دې دمه وفات شوي دي او په پاڅون کښې ئې د تعزيت خبرونه شائع شوي دي. په ګور ئې نُور شه.

 

    خلق وائي او مونږ وينو چې د پښتو رسالې او سياسي يا نيم سياسي او ادبي مجلې ډېرې زياتې خورېږي، خدائے دې وکړي چې په پښتنو شاعرانو، اديبانو او دانشورو کښې د خپلې ژبې، ادب، تاريخ، تهذيب، تمدن او ثقافت سره د مينې محبت دا جذبه هم داسې تل تانده وي چې د پښتو شاړې مېرې پرې ګلستانونه شي خو د رسالو او مجلو په دې دومره ګڼه ګوڼه  او هجوم  کښې د خپل اوچت او ادبي معيار له رويه ځان له ځائے پېدا کول او په اولس خپل ځان منل هم يو ډېر لوئے او ګران کار دے چې دغه ګران او لوئے کار د مسلسل ټيم ورک، شاعرانو، اديبانو سره د معياري ليکونو د رالېږلو دپاره رابطې ساتل، د ليکونو په امبار کښې د معياري او سنجيده ليکونو انتخاب کول او د مجلې فعاليت او په وخت چاپ کول او ليکونکو ته رسول د يوې ښې ادبي او معياري سنجيده رسالې په اولينو فرائضو کښې راځي. بيا وروستو چرته متوقع کاميابي تر لاسه کېږي او کۀ په ژور نظر وګورو او د ايمان په ځائے ګوته نۀ ږدو نو د پښتونخوا د هرې رسالې نه علاوه دغه ګران کار او زيار د مردان دوه مياشتنۍ مجلې پاڅون په ډېره ښه توګه تر سره کړے دے چې د خپلې صحافتي ذمه وارۍ نه ئې سر غړونه نۀ ده کړې او ډېر په روڼ او روښانه تندي ئې د خپلې ژبې او ادب و ثقافت خدمت ته کار وئيلے دے.

 

    پاڅون کښې د معياري او ادبي مقالو، مضامينو، تکلونو، خاکو او افسانو نه علاوه معياري شاعري، نظم، غزل، سندرو او چاربېتو ته هم هرکلے وئيلے شوے دے.  د ښو ليکونکو غوره ليکونو ته ئې اهميت ورکړے دے او په ښکلي کمپوزنګ کښې ئې د رسالې د صوري او معنوي ښائست خيال ساتلے دے.

 

    پاڅون د اولې ګڼې نه د پښتونخوا د کلاسيکي او نوو مشهورو قد آورو شاعرانو اديبانو د پېژندګلو سره سره د دوي د شاعرۍ د انتخاب ټوکړې شاملول هم خپل يو روايت ګڼلے دے چې يوه ډېره غوره او سنجيده عمل دے بايد چې دا سلسله د نوو ليکونکو د تذکرې پورې دوام ولري.

 

    پاڅون تل د خپلو اتلانو ياد تازه کړے دے او د هغوي د افکارو خورولو نه ئې ډده نۀ ده کړې ورسره ئې وخت په وخت د هغوي ښکلي، نادر، نايابه او ناوياته تصويرونه هم چاپ کړي دي.

 

    پاڅون د خپل مشر محترم شېر علي باچا انور د يوې خصوصي ګڼې ايستو نه علاوه په هره شماره کښې د هغوي د مقالو او مضامينو نه د (رڼا) په نامه د اقتباساتو سلسلې ته هم دوام ورکړے دے چې د ستائنې وړ قدم دے او ډېر نوي زلمي ترې د ژوند او ادب ښۀ کولو لره روښانه رڼا اخلي.

 

    پاڅون د پښتونخوا د مختلفو ښکلو ښکلو سيمو په تعارف او تعريف کښې هم د هيڅ قسمه بُخل نه کار نۀ دے اخستے او د دې خاورې سره تړون لرونکو کليو، ښارونو، تاريخي اثارو، نوادراتو اوکنډراتو ته ئې هم خپله جولۍ کښې ځائے ورکړے دے. چې د پښتون تاريخ، تمدن، تهذيب او ثقافت سره علاقه لري او دغه اهمه فريضه ښاغلي عثمان مردانوي په ښه طريقه تر سره کوي.

 

    پاڅون د پښتونخوا فنکاران هم نۀ دي هېر کړي، نۀ صرف د هغوي د ژوند او شخصيت يادونه ئې کړې ده بلکې د هغوي د فن ستائنه ئې هم کړې ده.

 

    پاڅون هره شماره کښې د مردان د سياسي او ادبي ډائرۍ ليکلو اهتمام هم کړے دے چې ښاغلے اکبر هوتي اېډوکېټ ئې ليکي او د ستائنې سزاوار دے.

 

    پاڅون اوس په هره شماره کښې د ليکونکو د خطونو سلسله هم شروع کړې ده چې کۀ يوې خوا ته د پاڅون د ښې کارکردګۍ او کارګزارۍ نشان دهي کوي نو بل لوري ته په پاڅون کښې د پروف املائي غلطۍ هم په ګوته کوي او د خوبو سره سره ئې خامې هم. د خوشحال بابا د دې بېت په مصداق چې:

 

    هر چې ستا عېب و تا وته ښکاره کا        په جهان کښې هم هغه ګڼه ياران

 

   پاڅون له پکار دي چې داسې څو ياران نور هم ځان له پېدا کړي چې د هغوي نورې خامۍ ورته هم په ګوته کړي او پاڅون پرې د خپلو الوتو دپاره نوې بڼې او وزرونه پېدا کړے شي.

 

    پاڅون چې د زاړۀ ادب نه د انتخاب په صورت کښې د کومو ښو شاعرانو، اديبانو، محققينو، نقادانو او دانشورانو د پخوانو مقالو، مضامينو، افسانو او تکلونو او خاکو وغېره کومه سلسله شروع کړې ده هغه هم د ډېرې ستائنې او قدرونې جوګه ده. دې سره خو به يو زمونږ زلمي ليکونکي هم د خپلو مشرانو د ښو او معياري ليکونو سره اشنا شي بلکې د زدکړې عمل کښې به ئې هم تېزي راشي او د خپل جديد ادب سره به ئې د موازنې کولو لاره هم بيامومي.

 

    لوئے الله دې وکړي چې د پاڅون دا الوت د پښتونخوا په شين اسمان کښې هم دغسې جاري وي چې د پښتو په مجلاتي ادب کښې د پښتو او پښتنو ملي پاڅون ثابت شي.

 

♠♠♠

 

پاڅون