د اصغر لالا په ياد
کښې
ډاکټر محمد
همايون هما
(يادګيرنه : دا ليک
په ١١ اپرېل ٢٠٠٩ د پاڅونوالو
له اړخه د اصغر لالا او
د اقبال بابو په ياد کښې
منعقد شوې يوه ادبي غونډه
کښې واورولے شو. هما)
زما ګرانو د قلم ملګرو!
دا زۀ
خپله خوش بختي ګڼم او يو
اطمينان محسوسوم چې ما
د خپلو ډېرو خوږو او درنو
ادبي مشرانو د يادونې
او په ادبي ډګر د هغوي د
خدماتو ذکر د هغوي په ژوند
کړے دے. په دغې ادبي مشرانو
کښې يو زما زړۀ ته نزدے
دروند خوږ اصغر لالا هم
دے. اصغر لالا اوس زمونږ
تر منځه نشته او زما په
ذاتي توګه د هغۀ سره څۀ
د پاسه د پنځوسو کالو تړون
په دنياوي لحاظ سر ته رسېدلے
دے. خو د زړۀ د تل نه دا اعتراف
کوم چې زما د اصغر لالا
غوندې درنو سټو، ادبي
لار ښودو د روښان فکره
قلمکارانو او په يو ځانګړي
ډول د ژوند کونکو خلقو
سره يوه ذهني وابستګي
او روحاني تړون د ژوند
تر وروستي پارونو جاري
وي.
ما وړومبۍ
هم دا خبره ليکلې ده او
نن ئې هم په سر دوباره کولو
کښې ماته هيڅ باک نۀ ښکاري
چې د اصغر لالا غوندې خلق
د يو خاص تهذيبي دور ورکړه
ده. دا خلق د لوړو انساني
قدرونو وروستي داسې مثالونه
دي چې زما په خيال څۀ موده
پس به ئې صرف په کتابونو
کښې ذکر پاتې شي. ځنې خلق
دومره درانۀ، دومره خواږۀ
او ښۀ خلق وي لکه چې خدائے
پاک دوي د دغې لوړو انساني
قدرونو د ماډل په توګه
دنيا ته رالېږلے وي. نرم
مزاجه، خواږۀ پاستۀ او
خاکسار طبيعته خلق چې
بنده ئې په بدل شکل کښې
هډو تصور نۀ شي کولے. ښۀ
سړي توب، د خوئ بوئ دروندوالے
او وضعداري د هغوي د شخصيت
داسې برخه شوې وي چې څوک
ئې دغو خويونو ته لکه د
نمر د پلوشو او د سپرلي
د وږمو هډو پام نۀ کوي. پته
ئې هله ولګي چې کله دغه
شخصيت د سترګو نه پناه
شي. جوخت دغه شان لکه چې
نمر پرېوځي يا سپرلے په
شا شي.
دا يو
حقيقت دے چې زمونږ د مردان
د سيمې د جديد ادبي سرګرمو
ابتدا چې کومو ليکونکو
کړې ده په هغوي کښې اصغر
لالا يو ستر شخصيت دے. لالا
چې د شېر علي باچا په ملګرتيا
کښې دلته په ادبي ډګر د
ذهني روښانتيا کوم ليتکي
بل کړي دي د هغې رڼا نن هم
خوره ده او د دې ځائے ليکونکو
کښې چې د عصري شعور کوم
اثرات څرګند دي دا هم د
دغې پياوړو مشرانو د ادبي
کاوشونو او راهنمايۍ
نتيجه ده. لالا
به ليکل، وئيل ډېر نۀ وي
کړے خو رښتيا خبره دا ده
چې د هغوي بې لوثه ادبي
خدماتو، شا په شا فکري
جدوجهد او په نظرياتي
ډګر يو خاموشه کردار همېشه
زمونږ په سيمه ادبي او
علمي سرګرمو ته يو ژوند
ورکړے دے. درېغه کۀ زمونږ
دغه ادبي مشرانو ته مونږ
په ژوند داسې سهولتونه
راپېدا کړے وې چې هغوي
د ګېډې د غم نه په يوه ډډه
خپل ذهني صلاحيتونه صرف
د ادب خدمت ته وقف کړے وې
نو نن به د هغوي د دغې خدماتو
په وجه زمونږ ادب شته من
ښکارېدو.
اصغر
لالا د خپل وخت يو ذهين
بنيادم وۀ، دغه شان يو
شخصيت چې د ژوند د کومې
يوې شعبې سره تړلے وي نو
هغه په کښې همېشه داسې
کارونه کوي چې په ماضي
کښې ئې مثال نۀ بياموندے
کېږي. د لالا شاعري کۀ هر
څو لږه ده خو په خپل خوند
او رنګ کښې يو ځانګړے اسلوب
لري، خېبر، سهره او بالاحصار
د لالا داسې شاهکار نظمونه
دي چې کۀ يو پله د عصري شعور،
پلوشې ئې ذهنونو ته رڼا
ورکوي نو ورسره په دغې
منظوماتو کښې د هغۀ د ژورې
مطالعې او د شعر په فن د
پوهې ټاپه لګېدلې ده. دغه
رنګ د پښتو ادبي جرګې مردان
د دوېم دور (١٩٦٢-١٩٧٠) د
عروج په زمانه کښې لالا
وخت په وخت ډېرې درنې علمې
مقالې، مضمونونه او خاکې
ليکلي دي. دغه ټول نثري
اصناف بيا د ژوند او ادب
په نوم په کال ١٩٦٨ کښې
چاپ شوي دي. لالا
به د خپلې کسرنفسۍ نه
خپلو دغې رجحان سازه Trend Setter
ليکونو ته کيتي بيتي وئيل.
ما د دغې کتاب په حقله په
خپله خاکه اصغر لالا (چاپ
ښکلي ښکلي خلق) کښې ليکلي
دي:
(ژوند او
ادب د اصغر لالا د ذهانت،
پوهې او په ادبي رنګ کښې
د ژوند د مسائلو، د نظرياتي
مطالعې يوه روښانه هنداره
ده. په دغې نثري ليکونو
کښې د لالا د قلم جولانۍ،
د هغۀ د ليک ژوندے سټائل
او روان بهاند انداز د
کتو دے. د لالا په ليک کښې
د خبرې د ابلاغ يوه خپله
طريقه ده هغه د نفي نه بحث
شروع کړي او په ډېر چل چل
ئې مثبت ته ورسوي. مخ په
مخ علمي بحثونو کښې لالا
دغه چل لاندې کړے دے، هغه
چې کله خپل نقطۀ نظر بل
ته رسول او په هغې خپل مخاطب
قائل کول غواړي نو وړومبے
په ناغرضو کښې د هغۀ نه
داسې تپوسونه شروع کړي
لکه چې د دۀ د علم او پوهې
نه ئې استفاده مقصد وي
او چې کله مخاطب د خپل علم
و دانش اظهار شروع کړي
نو لالا هغه ورو ورو د خپلو
دليلونو په دائره کښې
راګېر کړي.)
د لالا
کتاب ( ژوند او ادب ) په خپل
نقطۀ نظر د بل د پوهولو
د ذکر شوي سټائل يوه ښکلې
نمونه ده او زۀ ورته په
پښتو کښې د نظرياتي او
د ترقي پسندو خيالاتو
د اظهار وړومے نقش وايم.
چې د يوې نثري مجموعې په
توګه زمونږ مخې ته راغلے
دے. دا د خپل وخت يو غېر معمولي
کتاب دے ځکه د روانو وختونو
د ستر پوهاند اياز داؤدزي
د (ژوند او ادب) لوستو
سمدستي ردعمل څۀ دا شان
څرګند کړے وۀ:
(تراوسه
خو ما دا ګڼله چې په پښتو
کښې بس يو کاکاجي صنوبر
حسېن د سوشلسټي نظريې
يو سرګرم کارکن وۀ خو اوس
راته معلومه شوه چې کۀ
د پېښور د سيمې کاکاجي
وۀ نو د مردان سيمه لالا
جي لري.)
څنګه
چې (ژوند او ادب) د لالا يو
غېرمعمولي ادبي شاهکار
دے دغه رنګ د هغې اشاعت
سره د پښتو د ادبي تاريخ
يو غېرمعموي واقعه تړلې
ده او دا واقعه د دغې کتاب
د تقريب رونمايۍ ده. د لالا
د کتاب دغې تقريب ته زۀ
يوه ناوياته تاريخي پېښه
ځکه وايم چې د دې نه وړاندې
مونږ سره د پښتو د کتابونو
د افتتاحي غونډو Launching ceremony هيڅ
څۀ روايت يا رواج نۀ وۀ.
پښتو ادبي جرګې مردان
ته د ميا خېرالحق ګوهر
کاکاخېل، قمر راهي، اصغر
لالا او د شېر علي باچا
غوندې پياوړو ليکونکو
په مشرۍ کښې دا اعزاز حاصل
دے چې په وړومبي ځل ئې په
پښتو کښې د کتابونو د رونمايۍ
د تقريباتو بنياد کېښودو.
لالا
د پښتو ادبي نړۍ
يو حساس، باشعوره او
د خپل چاپېرچل په نظرياتي
بنيادونو د بدلون داعي
دانشور دے. هغۀ په خپل قلم
او عملي جدوجهد د ظلم،
جبر، جهل او تعصب خلاف
د راپورته کېدو فکر او
رڼا ورکړې ده او د خپل ژوند
ټول اسائشونه ئې د انسان
د سوکالۍ مرام ته د رسېدو
دپاره قربان کړي دي. اصغر
لالا د پښتو ادب د تاريخ
يو داسې ليکونکے دے چې
د فکر ليتکي به ئې په دوامي
توګه رڼاګانې خوروي.
♠♠♠