Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mutafarriqat 2-09

کوهي برمول

 

محمد عثمان مردانوي (آرکيالوجسټ)

    

          خوشحال ناست په برمول کښې          ارمانونه  د  اټک  کا

          چا هيڅ راته ونۀ وې چې د چا دي         مُنارې مې ډېرې وليدې ولاړې

 

     په ګندهارا کښې چې د مردان کومه سيمه ده هغه په ماضي کښې د ګندهارا د تهذيبي کلتوري فعالياتو زړۀ وۀ. د مردان په خواؤشا کښې د پينځو سؤو نه زيات تاريخي آثار او کنډرې  موندلې شوې دي چې د مختلفو قامونو او دورونو سره تعلق لري. په ګندهارا کښې تردې وخته ډېرې علاقې شته چرته چې په صحيح توګه تحقيق او څېړنې نۀ دي شوې او ډېرې سيمې داسې دي چرته چې سروۍ(Survey) هم نۀ دي شوې. په دغه شان سيمو کښې يوه د کوهي برمول ده.

 

     کوهي برمول د مردان ښار نه ٥٠ کلوميټره لرې په شمال نمرخاتۀ  يو پخوانے کلے دے. د دې کلي اصل نوم کوه برهمول ښکاري خو د وخت او د خلقو د وېنا په وجه کوئي برمول وئيلے کېږي. کوه اصل کښې د فارسۍ ژبې ټکے دے چې معني ئې غر دے او برهمول څۀ د سنسکرت ژبې ټکے ښکاري. يو بل تحقيق دا هم دے چې برهما (Brahma) د هندوانو يو دېوتا هم دے. د هندوانو د عقيدې په مطابق برهما کائنات پېدا کړے دے. د برمول په شمال ختيز کښې د بونېر کنګر کلےدے او لوېديز کښې ئې د مالاکنډ اېجنسۍ کلے باز دره سنډوکه، چراټ او مُوره دره ده. کۀ دا ووايم چې د مردان ضلعې اخري کلے دے نو غلطه به نۀ وي. د دې کلي په مينځ کښې د پيپل درې غټې  او زړې ونې دي چې زما په اندازه پينځلس سوه (١٥٠٠) دولس سوه (١٢٠٠) او زر(١٠٠٠) کاله زړې دي. ياد دې وساتلي شي چې پيپل (Pipal) ونه د برهمانو دپاره مقدسه ونه ده.

 

     د کوهي برمول نه اووۀ کلوميټره وړاندې په شمال نمر ختيز کښې په غرونو کښې ما په وړومبي ځل د بدهانو آثار او کنډرې وموندلې. چې تر دې وخته پورې دا ځائے نۀ د انګريزانو په نقشه کښې شته او نۀ دا ځائے د آثار قديمه محکمې سروۍ کړې ده.

 

     د غر لمنې ته درۍ کس(Darekas) وائي او د غر غاښو (spurs) نوکو (Edges) او تنګو

 (Valleys)  ته د دې ځائې مقامي خلقو جدا جدا نومونه ورکړي دي. دا کنډرې د درېو نه تر څلورو کلوميټرو پورې د غرونو په جدا جدا غاښو، تنګو، څوکو(Peaks) او څمستو(Caves) کښې پراتۀ دي. د درۍ کس په مېداني زمکه او پټو کښې د بدهانو عام خلق آباد وو ځکه چې دلته کښې د کورونو دېوالونه موجود دي دلته مرۍ (Beads) ، سکې(Coins) د ماشومانو د لوبو څيزونه (Terra Cotta Toys)  ګوډاګي او لوښي (Pots) موندلي کېږي.

 

     د جنوبي اړخ د غر د غاښي دپاسه ادل بانډه ده چرته چې د بدهانو د هرم سال Dharma Sala) لويې وړې اسټوپي(Stupas) دي چې خاورو او ګټو کښې پټې دي. دا ځائے پوره څلور ګوټيز دے چې ورته پاؤڼۍ جوړې شوې دي. او دننه اړخ ته پکښې معبد خانې دي. دې سره ښکته خانقاه ده.چې د کمرو دېوالونه ئې ښکاري. د دې ځائے نه نور ښکته د لويې ابادۍ کنډرې ويجاړې پرتې دي.، دلته په ګڼ شمېر کښې کمرې موجودې دي چې د اتو(٨) نه تر دولسو(١٢) فټو پورې په خاورو او ګټو کښې پټې دي. دلته ډېر نوادرات موجود دي چې صحيح کنستې ئې پکار دي. دلته ما د انسان د پښو هډونه موندلي دي.د دې ځائے نه نمر ختيز ته يو بل ځائے دے چې ورته مېزرو چينه وائي دلته د پخوانو وختونو چينې موجودې دي چې تراوسه ترې اوبۀ بهېږي. دا چينې بدهانو ډېرې ښې طريقې سره محفوظې کړې دي. دې ځائے ته مخامخ بل غر باندې نورې کنډرې او دېوالونه دي چې ورته تبۍ(Tabai) وائي. دا دېوالونه د اتو (٨) نه تر لسو (١٠) فټو پورې وچت دي او چتونه پرې نشته.

 

     د دې ځائے نه قريبًا يو کلوميټر نمر ختيز کښې يو بل ځائے دے چې ورته باغو(Baghoo) وئيلے شي. دلته د غر په سر لږه ويجاړه ابادي ده. لږ وچت ورسره بل تنګے دے چې ورته بغرۍ تنګے وائي. دلته هم د اسټوپۍ او معبد خانې نخښې شته او ورسره د کوټو بنيادونه او دېوالونه موجود دي. دلته هم د غر په سر د چينو نه اوبۀ رابهېږي. دې تنګي نه قريبًا زر(١٠٠٠) فټه نور وچت يو بل ځائے دے چې ورته سروت ډهنډ وائي. کله کله چې په غر باران يا واوره وورېږي نو دې ځائے کښې د اوبو قدرتي ډنډ جوړ شي. په دې ځائے کښې ما اتۀ (٨) څمستې وليدې. په لويه څمسته کښې د پينځلسو نه تر شلو پورې انسانان اوسېدې شي. د دې ځائے نه کم از کم يو کلوميټر لرې په بل غر کښې څۀ نورې کنډرې دي چې ورته لېوانو کنډاؤ وئيلے کېږي. د دې ځائې دېوالونه هم راغورزېدلي دي. د دې غر په شا ځائے په ځائے غاښو او تنګو کښې دېوالونه او نورې کنډرې دي.

 

     د درۍ کس نه په شمال او لوېديز اړخ ته د غر په يو لوئې غاښي چې قريبًا يو کلوميټر اوږد دے ډېرې ابادۍ. کمرې او کورونه وران ويجاړ دېوالونه او نورې اباديانې دي. دا ابادي په څو درجو کښې جوړه ده يعني د څۀ ابادۍ دېوالونه د کمرو نه لږ وچت نوره ابادي او بيا نوره ابادي ده. دلته هم وړې څمستې دي. دا ځائے ډېر محفوظ دے. دلته په غرونو کښې د لاوې(Lava) آثار هم موجود دي. داسې ښکاري چې لکونه کاله اګاهو دلته آتش فشان(Valcano) چاؤدلے وۀ. د کومې په نتيجه کښې چې دلته څمستې جوړې شوې او لاوا ترې بهر راوتې وه. په دغې غر کښې د کجورو لوئي لوئي ټلونه هم شته چې ډېرې زياتې دي. په دې غرونو کښې اوبۀ ډېرې دي هم دغه وجه ده چې دلته شينکي زيات دي.دې غرونو کښې ځنګلي ځناور هم شته چې پکښې لېوان (Wolves) شادوګان ځنګلي چېلۍ(Marcopolo Sheep) ځنګلي ګډان، ځنګلي سويې، ښکلي ښکلي مارغان لکه تنزري، سيسۍ، زرکان وغېره. دلته وچتو وچتو چينو کښې ما وړې خاپړي (Spring Crabs) واړۀ مهيان او جدا قسمه ګونګټۍ وليدې کومې چې په اوبو کښې دننه ګرځېدې او شين چمک ئې کولو. هسې خو خاپړي چې څوک ورته کوني چنچر وائي په سمندر، دريابونو او د اوبو په غټو غټو جوړو او ډنډونو کښې پېدا کېږي او دغلته پېداوار ډېروي، خو په زر دوه زره فټه د غر په چينو کښې خاپړي پېدا کېدل او ژوند تېرول په ذهن کښې ډېر سوالونه پېدا کوي.

 

     دا خاپړي تور او سپين رنګ لري. د دې ځائے خلق دغه خاپړي رانيسي او چوي ئې او بيا ئې مېده کوي او چې د کوم ماشوم ټوخے وي يا پوخلې وي نو په چايو کښې ورله دغه مېده شوي خاپړي ورکوي وائي چې دې سره پوخلې ټېک کېږي.

 

     د کوهي برمول په خوړونو کښې ما ته د خاورو شګو او کاڼو نخښې (Layers) او (Alluvial Deposits) ښکاره شوې. دا  دې خبرې ته اشاره کوي چې زرګونو کاله اګاهو دلته چرته يو لوئي سېلاب راغلے وۀ او دا ټوله سيمه په اوبو کښې ډوبه وه چې ورو ورو سېلاب ختم شو نو دا نخښې ئې پرېښودې.

 

دلته نه چې ما کوم کودرۍ د ماشومانو د لوبو څيزونه، مرۍ ابادي سکو(Coins) نه ما دا نتيجه راوښکله چې دا کشان قام اباد کړے وۀ. چې خواوشا درېمې څلورمۍ صدۍ عيسوۍ سره تعلق لري يعنې دا کنډرې ديارلس څوارلس سوه کاله زړې دي.

 

     کشان قام په ګندهارا تر ډېره وخته پورې بادشاهي کړې وه. کۀ چرې د دې ځائے په سائنسي توګه کنستې وشوې نو دلته نه به ډېر څۀ راوځي. زمونږ حکومت له پکار دي چې په دې ځائے ارومرو کار شروع کړي او دا ځائې د سېلګرۍ دپاره پکار راوستې شي.

 

♣♣♣

 

 

 

 

سوالاً جواباً

 

جعفر خان اچکزے مرحوم

           

( د پاڅون اداره د منفرد اديب او نقاد جعفر خان اچکزي په وفات د غم او دړد اظهار کوي، الله پاک دې ئې وبخښي. آمين. مرحوم د پاڅون سره قلمي مرسته تر اخره پورې جاري وساتله. د هغوي اخري سوالاً جواباً چې د وفات نه ئې څو ورځې مخکښې رالېږلي وو، د لوستونکو په خدمت کښې پېش کوو.    اداره)

 

سوال : شاعرۍ کښې دې کوم صنف خوښ دے؟

جواب : شاعرۍ کښې صنف اهميت نۀ لري، خيالات اهميت لري. بلند خيالي چې په کومه شاعرۍ کښې وه هم هغه ښه شاعري ګڼلې کېږي.

سوال : نشه اسلام حرام ګرځولې ده، په دې کښې څۀ وائې؟

جواب : نشه څو قسمه ده. د دولت نشه، د طاقت نشه، د ځوانۍ نشه، د چوکۍ نشه، د حسن نشه، د شرابو نشه وغېره وغېره. تۀ د کومې نشې خبره کوې؟

سوال : د پښتو ادبي سيمينار ته رانغلے، څۀ وجه وه؟

جواب : وجه ئې دا وه چې دا د غېر په پېسو او د غېر په تحريک ترتيب شوے سيمينار وۀ چې په کښې د مصنوعي جذباتو او مصنوعي خيالاتو مظاهرې د حقيقت ناخبره ليکوالانو په ذريعه کېدلې.

سوال : غلطي د انسان څخه کېږي، تۀ ما ولې ملامته وې؟

جواب : تۀ ګويا په دې طريقه ځان انسان ثابتوې؟

سوال : کرکټ څنګه لوبه ده؟

جواب : کرکټ د هغو خلقو دپاره شاهانه لوبه ده چا چې ايجاد کړې ده او د هغه خلقو دپاره غلامانه لوبه ده چا چې نقل کړې ده.

سوال : ستا د کوم قام ادب خوښ دے؟

جواب : زما د ژوندي قام ادب خوښ دے.

سوال : تکيه کلام څۀ شے دے؟

جواب : تکيه کلام عصا وګڼه، لکه په تګ کښې چې په عصا تکيه کېږي دغه ډول په خبرو کښې په کلام تکيه کېږي.

 

سوال : تۀ د تعويذ په څۀ خيال قائل نۀ ئې؟

 

جواب : د تعويذ خپله هغه مولوي چې تعويذ ليکي لا قائل نۀ دے. تۀ به يو مولوي داسې ونۀ

 

وينې چې په غاړه ئې تعويذ ځړېږي. دوي ته ښۀ معلومه ده چې دا هر څۀ چې دوي ليکي دا

 

ټوله دوکه او فقط د پېسې ګټل دي نور هيڅ نه

.

سوال : شعور څۀ شي ته وائي او لاشعور څۀ شي ته؟

 

جواب : داسې ئې وبوله چې شعور آمد ته وائي او لاشعور آورد ته.

 

سوال : کۀ الله پاک د انسان و مشورې او تجويز ته اهميت ورکولے تا څۀ مشوره ورکوله؟

 

جواب : ما ورته وئيل لکه نوکان او وېښتان چې پرې کړې بيرته شنۀ شي، دغه ډول د انسان او

 

 حېوان نور اعضا لکه غوږونه، لاسونه، پښې او داسې نور پټ او ښکاره ځايونه چې پرې

 

 شي بايد بيرته شنۀ شي. فائده به ئې دا وي چې ډېرې خرابۍ او فسادونه به ختم شي.

 

سوال : افغانستان کښې غدارانه کردار زيات ستا په خيال د کومو خلقو دے؟

 

جواب : زما په خيال خپله د پښتنو.

 

سوال : په يواځې سر تۀ څۀ کولے شې؟

 

جواب : يو ارسټوکرېټ يو انقلابي ته ووئيل چې تۀ خو يو سړے ئې، يو سړے څۀ کولے شي؟

 

انقلابي ورته ووئيل د نابليون په وخت کښې د اورلګيت (ماچس) يوې تيلۍ ټول ماسکو کموټ

 

کړو يعني وې سوځوو.

 

سوال : د انسان اصليت څنګه معلومېږي؟

 

جواب : غريب ته چې دولت ورکړې او امير ته چې طاقت ورکړې.

 

سوال : نا اهل د کتاب څخه فائده ولې نۀ شي اخستے؟

 

جواب : لکه ګلاس ته چې دا معلومېدے نۀ شي چې د اوبو خوند څنګه دے دغه شان نا اهل

 

خلق په دې نۀ شي پوهېدلے چې په کتاب کښې څۀ شے ليکل شوے دے.

 

سوال : په کشتۍ او سياست کښې څۀ فرق دے؟

 

جواب : په کشتۍ کښې پالوان خپلې جامې خپله وباسي په سياست کښې د سياستدان جامې عوام وباسي.

 

سوال : تۀ نۀ د چا برسۍ ته ورځې او نۀ سالګرې ته او نۀ د چا د کتاب رونمايۍ ته، د دې څۀ وجه ده؟

 

جواب : وجه ئې دا ده چې په داسې تقاريبو کښې دروغ ډېر وئيل کېږي. دا تاسو ته معلومه ښه

 

معلومه ده چې زۀ دروغ وئيلے نۀ شم او دا ماته ښه معلومه ده چې تاسو رښتيا اورېدلے نۀ

 

شئ. لهٰذا زما په نۀ درتلو کښې ستاسو هم خېر دے، زما هم خېر دے.

 

سوال : تۀ په څۀ خيال پاکستان ازاد نۀ بولې؟

 

جواب : په دې خيال چې:

 

     کبهي انگرېز تها همارا حاکم        اب انگرېزي حکومت کر رهي هے

 

 

 

♣♣♣

 

 

 

د سائنس دنيا

 

سيد ياسر علي باچا

 

 

د نظام شمسي پېدائش: زمونږ دا کهکشان چې مونږ ورته د اسمان لار وايو د کائنات په

 

سوؤنو بليونو کهکشانونو کښې د ټولو نه وړوکے دے. د دې کهکشان يو سر ته نزدې نمر

 

دے. نمر مونږ ته رڼا او ګرمي راکوي. زمونږ دا زمکه او اتۀ نورې سيارې د نمر نه چاپېره

 

 په خپل خپل مدار کښې ګرځي. د دې سيارو ترتيب د نمر نه په دې حساب دے چې عطارد

 

 (Mercury) نمر ته نزدې مدار کښې ورپسې زهره (Venus) بيا زمکه (Earth) ، مريخ

 

(Mars) ، مشتري (Jupiter) زحل (Saturn)  يورانس (Uranus) ، نيپچون (Neptune) او پلوټو

 

 (Pluto) دي. اوس اوس د فلکياتو ماهرانو پلوټو د نظام شمسي د سيارو د قطار نه اېستلې ده

 

ځکه چې دا سياره نۀ ده، سپوږمۍ ده.

 

    د پخوانو خلقو او عالمانو دا خيال وۀ چې زمکه د نظام شمسي مرکز دے يعني دا چې زمکه

 

په ځائے ولاړه ده او نمر ترې چاپېره چورلي، ځنو مذهبي کتابونو هم دا تصور عام کړے وۀ

 

او دا ئې پخه عقيده وه چې زمکه ولاړه ده او نمر ترې چاپېره ګرځي. مشهور ماهر فلکيات

 

نکولاس کوپرنيکس(1473-1543) دا معلومه کړه چې زمکه خپله يوه سياره ده او ټولې

 

سيارې سره د زمکې د نمر نه چاپېره ګرځي. زمکه د نظام شمسي مرکز نۀ دے، نمر د نظام

 

شمسي مرکز دے. د هغۀ د دريافت ډېر مخالفت وشو، مذهبي عالمانو ئې هم مخالفت شروع

 

کړو. د دې ويرې چې د کفر فتوي پرې ونۀ لګي هغۀ خپل معلومات په کتابي شکل کښې نۀ

 

چاپ کول. د هغۀ کتاب د هغۀ شاګرد ټائيکو هغه وخت چاپ کړو کله چې هغه د مرګ په بستره

 

پروت وۀ. ځنې خلق وائي چې هغۀ خپل چاپ شوے کتاب ونۀ ليدو.

 

     د فلکياتو د ماهرانو او سائنسدانانو خيال دے چې پنځۀ بليون کلونه مخکښې د ګېسونو او

 

دوړو د وريځ (دُخان، لوګي) يوه برخه د اسمان د لارې د دغسې وريځ نه راجدا شوه او د

 

ګېسونو او دوړو يوه ډېره غټه ګوله ترې جوړه شوه. د دې لوئې ګولې (The great Orion-nebula)

 

د مرکز نه نمر جوړ شو او د نورې حصې نه ئې سيارې جوړې شوې کومې چې د نمر نه

 

چاپېره چورلي. د دې ذکر شوو سيارو نه علاوه نور واړۀ ستوري نما اجسام او سپوږمۍ

 

جوړې شوې. زمونږ د زمکې يوه سپوږمۍ ده، د ځنو سيارو د يوې نه زياتې سپوږمۍ دي. په

 

دوي کښې د مشتري سيارې شپاړس سپوږمۍ دي او د زحل نه اتلس سپوږمۍ چاپېره چورلي.

 

د ټول کائنات په تناظر کښې دا نظام شمسي ډېر وړوکے دے خو چې د زمکې په تناظر کښې

 

ورته وکتلے شي نو دا يو ډېر وسيع نظام دے. څومره څومره چې د فلکياتو د ماهرانو علم

 

زياتېږي دومره د حېرت سره مخامخ کېږي. سائنسدانان په دې لټه کښې دي چې چرته د

 

زمکې نه علاوه په بله کومه سياره ژوند يا د ژوند تېرولو دپاره سازګار حالات دريافت

 

کړي. Space and Planets  نومې کتاب د معلوماتو په رڼا کښې)

 

 

د سخي باچا قيصۍ

(د ماشومانو دپاره چې لوئے ئې هم لوستې شي.)

 

سيد محمد علي

    

 

وائي چې يو باچا وۀ، هغه ډېر سخي وۀ چې چا به ترې څۀ وغوښتل، هغه به ئې ورکول. يوه

 

ورځ ئې دربار ته يو فقير راغے. باچا ورته ووئيل څۀ غواړې؟ فقير ووئيل چې باچا قربان زۀ

 

چې څۀ غواړم هغه تۀ نۀ شې راکولے. باچا ووئيل وغواړه، فقير ورته ووې کۀ تۀ په رښتيا

 

سخي ئې نو دا خپله باچائي ماله راکړه. باچا ورته وئيل ډېره ښه ده، خپلې شاهي جامې ئې هغه

 

فقير ته واغوستولې او تخت ئې ورته پرېښودۀ او خپله د خپلې ښـځې (ملکې) او دوو وړو

 

ځامنو سره د ښار نه ووتلو. وئيل ئې چې د دې ملک د سرحدونو نه وځم. ډېر سفر ئې وکړو.

 

په يو ځائے کښې ئې شپه راغله، ډېر ساړۀ وو، خپل واړۀ ئې ځان ته رانزدې کړل چې دا نيمه

 

شپه شوه نو يو سړے په هېبت هېبت راغے وئيل ئې اے مسافره زۀ سوداګر يم دلته نزدې

 

مې قافله اړولې ده زما کور واله ته تکليف دے، اوس شپه ده چرته تللے نۀ شم. تۀ دا خپل ټبر

 

ما سره کړه چې زما د ښځې خدمت وکړي. سحر وختي به ئې درله راولم. سخي باچا خپله ښځه

 

ورسره کړه. سحر نمر راوخوت. رڼا شوه خو د سخي باچا ښځه رانغله. ماشومانو ئې ژړل.

 

باچا ورپسې وګرځېدۀ خو هلته نه هغه قافله تللې وه. سخي باچا هم ډېر خفه شو. خپل دواړه

 

واړۀ ئې ځان سره روان کړل. مخې له يو درياب راغے، په درياب پورې وتل وو. باچا يو

 

ځوے د درياب په غاړه پرېښودۀ او بل ځوے ئې په اوږه کړو چې د درياب نيمې له ورغے نو

 

د هغه بل ځوي چغې ئې واورېدلې چې وې کتل نو زمرے په منډه راغے او هغه ماشوم ئې خُلۀ

 

کښې ونيوۀ او وتښتېدۀ. په سخي باچه هېبت او ويره راغله. د ډېر هېبت نه ئې هغه بل

 

ځوے د اوږې نه اوبو ته پرېوت. باچا ډېر کوشش وکړو خو هلک اوبو يوړۀ. سخي باچا

 

يواځې پاتې شو او د سيند نه پورې وتلو. قسمت ته ګوره چې د سيند نه  پورې بله باچائي وه. د

 

هغه ملک باچا مړ شوے وۀ او خلق راوتلي وو چې هر څوک چې دې ملک ته نوے راغے

 

هغه به زمونږ باچا وي. خلقو سخي باچا وليدۀ چې جامې ئې شلېدلې وې او لوند خوشت وۀ.

 

خلقو رامنډې کړې چې دا سړے زمونږ ملک ته نوے راغے بس دې زمونږ باچا شو. سخي

 

باچا ئې بوتلو او په تخت ئې کښېنولو. ډېره ښه باچائي ئې کوله. خلق ترې نه ډېر خوشحاله

 

وو.

 

     کوم هلک چې زمري تښتولے وۀ، هغه يو ښکاري وليدۀ، هغه ښکاري هغه زمرے مړ

 

کړو او هلک ئې ترې خلاص کړو. خپل کور ته ئې راوستلو او لوئے ئې کړو او کوم ماشوم

 

چې اوبو وړے وۀ هغه يو دوبي جامې وينځلې هغۀ وليدۀ او د اوبو نه راوويستلو او کور ته ئې

 

راوستلو او لوئے ئې کړو. دواړه چې ځلمي شو نو د باچا  په فوځ کښې برتي شو. دواړو يو بل

 

نۀ پېژندو. دواړو به د باچا په محل پهره ورکوله.

 

     سوداګر چې د سخي باچا ښځه کور ته راوستله نو نکاح ئې پرې تړله خو ښځې انکار کولو

 

چې زۀ وادۀ نۀ کوم، زما خپل مېړۀ ژوندے دے، سوداګر به پرې ډېر ظلم کولو. دغه سوداګر

 

د باچا دربار ته هم تلو راتلو. يوه ورځ ئې باچا ته وئيل چې زۀ د څو ورځو په سفر ځم. زما

 

کور خوشے دے، دوه سپايان زما کور کښې مقرر کړه چې د شپې څوکيداري کوي. باچا د

 

دغه دواړو وروڼو پهره ولګوله. چې د سوداګر د کور خيال ساتي. د ژمي شپه وه دواړه وروڼو

 

يو بل نۀ پېژندۀ هغه يو وئيل چې شپه اوږده ده يو بل ته به قيصۍ کوو نو شپه به لنډه شي.

 

هغه يو وئيل ما له خو قيصۍ نۀ راځي خو زۀ به درته خپله قيصۍ وکړم. زما لږ لږ ياد شي چې

 

زما يو بل ورور وۀ مونږ پلار سره تللو، زۀ ئې د سيند په غاړه پرېښودم او هغه بل ورور ئې

 

په اوږه کړو، زۀ يو زمري وتښتولم خو يو ښکاري د زمري نه خلاص کړم او د خپل ځوي په

 

شان ئې وپاللم او فوځ کښې داخل شوم. هغه بل ورور ئې چغې کړې چې تۀ خو زما ورور ئې

 

دواړه يو بل ته ورترغاړه وتل. بل ورور ورته ووې چې زۀ ستا هغه ورور يم چې اوبو وړے

 

وۀ. دوي چې دا خبرې کولې نو مور ورته د تمبو شاته غوږ ايښے وۀ، ور ئې لرې کړو او

 

دواړه ئې ځان ته راغاړه ايستل او ښکل ئې کړل. ورته ئې وې چې زۀ ستاسو مور يم، ظالم

 

سوداګر ستاسو نه جدا کړے يم. دلته ئې قېده کړے يم. خو تاسو چا ته حال مۀ وايئ. کۀ

 

سوداګر خبر شو نو مونږ به مړۀ کړي. تاسو داسې وکړئ چې د باچا دربار کښې هره شپه

 

نوې نوې قيصۍ اورولې کېږي نو يوه شپه تاسو کښې يو تن خپله تېره شوې قيصۍ 

 

واوروئ خو چې باچا او سوداګر دواړه موجود وي.

 

 

     يوه شپه چې خلق د باچا دربار کښې راغونډ وو او د قيصۍ اورېدو ته راغلي وو نو دې يو

 

ورور ووې چې باچا قربان نن به درته زۀ قيصه وکړم خو دروازې بندې کړئ چې څوک ونۀ

 

تښتي. ټولو خلقو هلک ته غوږ کېښود. هلک ووې چې زما يوه مور وه او پلار مې د ملک

 

باچا وۀ خو زما پلار سخي وۀ نو خپله باچائي ئې چا له خېراتي ورکړه او مونږ ورسره

 

راروان شو. مور مې د شپې چرته لاړه بيا رانغله او مونږ پلار سره تللو، په لاره کښې يو

 

سيند مخې له راغے. زۀ ئې د سيند په غاړه کښېنولم او زما بل ورور ئې په اوږه کړو. زۀ

 

زمري وتښتولم خو يو ښکاري  ترې خلاص کړم او بل ورور مې يو دوبي ونيولو. زما هغه

 

ورور دغه دے په څوکۍ ولاړ دے او زمونږ مور اوس د سوداګر په کور کښې قېده ده. دلته

 

سوداګر پاڅېدۀ چې زما ضروري کار دے، زۀ کور ته ځم. باچا ورته وې کښېنه. د سوداګر

 

د کور نه ئې د هلکانو مور هم راوغوښتله او باچا اعلان وکړو چې دا زما ملکه ده، زما ښځه

 

ده او دا دواړه زما ځامن شهزادګان دي او زۀ د دوي پلار يم. حکم ئې وکړو چې سوداګر د

 

تېلو سُور کړي کښې وسوځوئ. دغه شان خدائے پاک ټول بيا يو ځائے کړل.

 

 

     قيصۍ لاړه ګواټۍ له       مونږ راغلو پراټې له

 

 

 

 

د مردان ادبي او سياسي ډائري

 

اکبر هوتي اېډوکېټ

 

ادبي هلې ځلې: د ادبي دوستانو مرکه مردان اووۀ ورځني تنقيدي اجلاسونه د هرې جمعې په ورځ په باقاعدګۍ سره کوي چې پکښې په مختلفو موضوعاتو ليکونه او مختلف اصناف تنقيد ته وړاندې کېږي. د يويشتمې فرورۍ د مورنو ژبو په حواله د مرکې له خوا يو ادبي رېفرنس وشو. دې رېفرنس ته د مرکې چئيرمېن عبدالرؤف عارف، فېض الوهاب فېض او ډاکټر محمد زبېر حسرت د ژبې د اهميت او افاديت په حواله خبرې وکړې. په دې رېفرنس کښې د يو قرارداد په ذريعه د حکومت نه مطالبه وکړې شوه چې پښتو دې د صوبې تعليمي او سرکاري ژبه زګرځوي او په سکولونو  او کالجونو کښې دې د پښتو ماهر استاذان مقرر کړے شي او پښتو دې لازمي مضمون وګرځوي.

 

سياسي هلې ځلې: په شلمه جنورۍ ٢٠٠٩ د تخت بائي بار اېسوسي اېشن اليکشن وشو. د پښتونخوا لائرز يونټ او پيپلز لائرو فورم مشترکه اميدواران امير سلطان صافي اېډوکېټ، عثمان غني خان اېډوکېټ جنرل سېکرټري، نسيم خان اېډوکېټ نائب صدر، اسد خان فنانس سېکرټري او عبدالله شاه جائنټ سېکرټري وټاکلے شو.

 

     په يو دېرشمه جنورۍ د مردان بار اېسوسي اېشن کلنۍ ټاکنې وشوې. په دې ټاکنو کښې د نېشنل ډېموکرېټک الائنس اميدواران شېر محمد خان صدر، امير حسين حان جنرل سېکرټري، خانزاده خان نائب صدر، عالمزېب خان شنکر جائنټ سېکرټري او امجد سليم خان فنانس سېکرټري وټاکلے شو.

 

     په اتلسمه فرورۍ٢٠٠٩  د مردان بار نوې ټاکلې کابينې د پېښور هائي کورټ په عمارت کښې د چيف جسټس افتخار چودري نه د خپلو چوکو سوګند پورته کړو.

 

     د پي اېف ٣٠ د صوبائي مبپر افتخار شاګۍ په وفات د خالي شوي نشست عامې ټاکنې په درويشتمه فرورۍ ٢٠٠٩ وشوې. د دې ټاکنې په نتيجه کښې د پيپلز پارټۍ او اې اين پي مشترکه اميدوار ښاغلي امتياز خان شاګۍ ١٢٢٩١ ووټونه واخستل او ممبر غوره شو. د جې يو آئي تاج الامين جبل ٨٣٤٩ لطاف ګل ازاد اميدوار ٣٦٠٠ او د جماعت  اسلامي ډاکټر عطاء الرحمان ٣٢٩٢ او د جې يو آئي (س) حافظ حسېن احمد ٢٦٣ ووټونه واخستل.

 

     په ديارلسمه فرورۍ د جمعې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پخوانے ډپټي چئيرمېن او نامتو سياسي مبارز مثل خان لالا د زړۀ د دورې له وجې په حق ورسېدو او په خپل کلي مورچه خان کلي شېرګړ کښې  خاورو ته وسپارلے شو. د دۀ په جنازه کښې د پښتونخوا مېپ سينئير ډپټي چئئرمېن عبدالرحيم مندو خېل،  مېپ مرکزي کمېټۍ غړو سيد مراد علي باچا، امير سلطان اېډوکېټ، د پي اېس او مشر احمد جان او صوبائي جنرل سېکرټري ارباب مجيب الرحمان او صوبائي ډپټي سېکرټري اعجاز خان او ګڼ شمېر سياسي،  سماجي او ادبي وکړو ګډون وکړو. د مثل خان لالا خاورو ته د سپارلو نه پس په مقبره کښې راغونډو شوو خلقو ته سېنيټر عبدالرحيم مندوخېل د مثل خان لالا په ژوند او سياسي مبارزه زړۀ پورې خبرې وکړې. د مثل خان لالا د وفات په درېمه ورځ د پارټۍ مشرانو او نورو سياسي وګړو لوئې اجتماع ته د مثل خان لالا په سياسي خدماتو رڼا واچوله.

♠♠♠

 پښتون قام