PASOON
HomeLatest IssueEditorialNewsPoetryProseYour LettersPasoon DirectBooks ReviewPrevious IssueArchivesPushto LanguagePhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Prose

مئ-جون ٢٠٠٨

دد پښتو مورنۍ ژبه

او تعليم او ترقي

اسرار طورو

 

     کمالے مُصر وۀ چې دا شعر د لوئي شاعر او اديب مشتاق مجروح دے:

 

زۀ مجروح يواځې پروت يمه بې خوده       د وصال پهه مې کېږده په ضمير

 

     ما وئيل کماله د کمالزو په کورنۍ کښې ډېر کمالي شاعران تېر شوي دي اوس هم شته د مشتاق مجروح خپل رنګ دے. دا شعر د مردان د مشهور خان شاد محمد خان دے. شاد محمد خان د نولسمې پېړۍ پښتون شاعر وۀ. په 1959-60 کښې ما اسرار د طورو د هوتي بازار د يو دکاندار عبدالرشيد خان د وړوکي يولس کلني ځوي محمد اقبال سره يو قلمي ديوان وليدو. هغه د مردان هائي سکول نمبر 3 وړوکے طالب علم وۀ. ما ترې نه کتاب واخست، مطالعه مې کړو او بيا مې ورته واپس کړو. زۀ هلک وم، د مردان د دې خان د نوم کار او کردار نه خبر نۀ وم.  څۀ موده پس ما په يو ملاقات کښې د مردان اديبانو ګران اصغر لالا او راهي صاحب ته د دې قلمي ديوان او عبدالرشيد سواتي د ځوي ذکر وکړو. نن چې کمالي دا شعر ووې نو ماته د مردان د خان شاد محمد خان ديوان راياد شو. دا شعر زما په زړۀ ليکلے وۀ خو د زمانو ګردوغبار کښې ډوب وۀ. ما وې کماليه راځه پښتو اکېډمۍ ته ځو. ماته سليم وئيلي وو چې پښتو اکېډمۍ دا کتاب شل کاله وړاندې چاپ کړے وۀ.  مونږ په اکېډمۍ کښې خبر شو چې د شاد محمد خان ديوان په دوېم ځل په 1993 کښې د ښاغلي خوش رقم لطف الله صاحب په کتابت چاپ کړے شوے دے او د پښتو ژبې صوفي منش اديب، شاعر او محقق ښاغلي پروېز مهجور ئې د تدوين او ترتيب کار سر ته رسولے دے. دا ضخيم ديوان په 512 مخونو خور دے چې پکښې د خان د منظوم کلام نه علاوه د محترم نواز طائر صاحب پېش لفظ او د ښاغلي پروېز مهجور صاحب بسېطه مقاله هم ده. ښاغلي مهجور صاحب دا شاعر عوامي او نيم روايتي شاعر ګڼي او وائي چې ژبه ئې د عامو خلقو د عامې وېنا مطابق ده. د نېچرل شاعرۍ سپېځلې نمونه ورته وائي.

     د شاد محمد خان شاعري عام فهمه ده، د مجازي عشق مضامين لري، د غزل په چوکاټ کښې نظمونه او نعتونه هم ليکي پکښې مذهبي او اخلاقي سبقونه دي. ښاغلے مهجور صاحب ورته د عبدالرحمان بابا د سبک

شاعر وائي.

 

     په ديوان شاد محمد خان کښې د (ر) پټۍ د مخ 158 نه تر مخ 210 غوړېدلې ده. نو ما وې کماليه! راشه وګوره په دې پټۍ کښې په مخ 208 چې د کوم کلام مطلع ده:

 

بل به نۀ وي هسې رنګ خوار او فقير      لکه  زۀ  يمه  په تا  پسې زهير

د دې کلام دوېم شعر دے:

زۀ مجروح يواځې پروت يمه بې خوده   د وصال پهه مې کېږده په ضمير

 

     د ښاغلي شاد محمد خان تخلص مجروح نۀ ؤ هغوي دا لفظ د زخمي په معنٰي راوړے دے او لفظ ضمير ئې د زړۀ په مفهوم استعمال کړے دے. خان دا لفظ مجروح بل ځائے هم راوړے دے وائي:

 

     چې په تېغ د عاشقۍ دې زۀ مجروح کړم     د وصال دے ولې مانه مرهم يوړ

د تېغ په راوړو د مجروح معنٰي واضحه شي.

 

     کمالے خوش اوازه هلک وۀ، هغه ډېر خوشحاله شو، ديوان ئې واخست. ما ورته ووئيل مهجور صاحب ليکلي دي چې شاد محمد خان  په 1838 کښې زېږېدلے وو او د 1901 پورې ژوندے وۀ. کمالي وئيل زۀ فخر کوم چې د مردان خانان د پښتو ادب مئينان وو. د خان شاد محمد خان ځامن فتح محمد خان د يعقوب خان نيکۀ وۀ، د هغۀ بل ځوے سرفراز خان د بېګم زري سرفراز پلار وۀ او د هغۀ بل ځوے عبدالرحمان خان د مير افضل خان پلار وۀ. دا ټول کمالزي پښتانۀ نامتو سياستدانان وو. د کمالزو هوتي نوابزاده خواجه محمد خان هوتي (طوطي خان) او د خان امير محمد خان لالا نمسے امير حېدر خان د هوتي د باچا خان بابا د پارټۍ هغه نامتو غړي دي چې د مارچ 2008 په انتخاباتو کښې پرله پسې د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ ممبران منتخب شوي دي. بيا په تېره تېره ځوان ځلمے امير حېدر خان خو زر تر زره د دې صوبې وزير اعلٰي جوړېدونکے دے. دا په قام نسب سوچه پښتانۀ به انشاء الله په مناسب وخت او جمهوري طريقه د خپلې صوبې نوم پښتونخوا کړي. پښتو ژبه به د پښتنو د بچو دپاره په تعليمي ادارو کښې د تعليم ذريعه کړي. جديد علوم به پښتو ته راواړوي. د جرګو مرکو په لار به امن قائم کړي، د پښتنو د اتحاد دپاره به کار وکړي، پښتو ژبې له به په دفتر او عدالت کښې ځائے ورکړي. د اردو، انګرېزۍ، عربۍ او نورو د تدريس ژبه به د نورو ژبو سره سره پښتو هم وټاکي. د تدريس په عمل کښې په هره سطح د مورنۍ ژبې فائدې مسلم دي. په دې عمل طالب علم د نفس مضمون زړي ته ورسي او علم اسان شي.

 

     کمالے په جوش لګيا وۀ. ما وې کماليه ما پښتو اکېډمۍ ته د شعر په لټون کښې څۀ راوستې چې سم سياسي مقرر شوې. کمالي وې پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده، دا د امير حېدر خان او خواجه محمد خان دوي هم مورنۍ ژبه ده نو ځکه مې دا خبرې وکړې. په علم او هنر او عملي ژوند کښې بې پښتو زمونږ دا قوم ترقي نۀ شي کولے.

♣♣♣

 

 

شعر کۀ

جميل يوسفزے

 

     څک صېب د چائې نه ګوټ وکړو، وې دا راته ووايئ چۍ د شاعرۍ سره مو ولې تربګني ده؟ ما وې تربګني خو مې نۀ ده خو شاعري د پښتو په زمکه پردے بوټے دے چې مونږ په سر سترګو ايښے دے. پښتانۀ ښۀ قام دے، دوي عمر له مېلمانۀ په سرسترګو کښېنوي او په اخره کښې دغه مېلمانۀ کوربانۀ څۀ چې بم بانۀ شي خپل محسنان الوځوي. وې نا، د شاعرۍ په حقله تاسو څۀ وائې. دا يو مېلمه صنف دے. نو هغه څنګه؟ هغه داسې څک صېب چې په پښتو کښې د شاعرۍ دپاره کوم لفظ دے؟ د شعر او شاعر دپاره څۀ توري دي؟ ظاهره ده چې نشته. دا خبره مو ټيک ده خو الوا، چائې، ټماټر او تماکو خو هم نوي څيزونه دي چې پښتنو خپل کړي دي او بې د دې څيزونو نه پښتون پل نۀ شي کېښودې. منم خو کوم کور کښې چې ټماټر، چائې، الوګان نۀ وي نو هلته شاعري ښه په زور کښې وي. دا به ووايو چې د شاعرۍ او د نېستۍ پخه يارانه ده. زمونږ يو ملګري وئيل چې زمانه شاعر نۀ غلطېږي. مونږ وې هغه څنګه؟ وې ګوره چې پوخ عمر سړے وي، د غټو شيشو چشمې ئې د پوزې په ټټو سورې کړې وي، په ګرمۍ کښې ئې واسکټ اچولے وي او د واسکټ جېبونه ئې شلوم وي، د مارکين په واسکټ ئې د سياهۍ داغونه وي، ترخ کښې ورسره د کتابونو کڅوړه وي وُلي ئې لکه د کرکيګرډ راوتي وي، ږيره ئې لويه، نسوار په شونډه وغېره. دا حليه لږه اوږده وه خو مونږ رالنډه کړه. ما وې هلکه د شاعرۍ په مېدان کښې نوي هلکان هم نيلي ځغلوي. غاړه ئې تازه کړه وې هو، دا قسم هلکان هغه وي چې د کوره ورته جېب خرچه نۀ ملاوېږي. د  شاعر کاکا همسا ئې نيولے وي، دې د شاعر ساه وي او شاعر د دۀ پېژندګلو. دا قسمه شاعران اصل کښې بالکي بللے کېږي اګر چې بالکي ښۀ شګون نۀ دے خو بالکي د (بالک هټ) په هټۍ کښۍ، تله تکړۍ په لاس تول پارسنګ چې کله راواخلي نو ښۀ ښۀ شاعران او اديبان د پښو خاورې کړي. د شهرت لنډه لار دې ته وائي. څک صب وې صېبه بيا به موضوع طرف ته راشو. پښتو ژبه کښې څومره ښۀ ښۀ شاعران لکه خوشحال او رحمان تېر شوي دي، شاعري خو زمونږ پهچان دے. ما وې هو دا ټوله لانجه خو خوشحال او رحمان جوړه کړې ده. کۀ خوشحال نۀ وې نو پښتنو بۀ مغلو سره روغه کړې وه، ښۀ د ارام ژوند به ئې تېرولو. د خوشحال خان شاعرۍ يوه لويه طبقه باغې کړه. تر اوسه پورې شاعران په خپل ذهن کښې مغل دشمنه دي. ښۀ دا ده چې مغل بحېثيت قام نۀ دے پاتې ګني نو د پښتنو او مغلو په مينځ کښې به تراوسه مبارزۍ، مشاعرې او مباهلې روانې وې. پاتې شو رحمان بابا نو رحمان بابا هم پښتون قام ته ناقابل تلافي نقصان رسولے دے.

 

     څک صېب ټينګ نۀ شو وې نعوذبالله هغه څنګه؟ هغه داسې چې رحمان بابا په دومره خوږه او اسانه ژبه کښې شاعري کړې ده چې هر پښتون د رحمان بابا په قدم تلل غواړي خو د سهل ممتنع تقليد څوک کولے شي؟ نتيجتاً ټول پښتون قام شاعر دے بلکې په صحيح الفاظو کښې متشاعر دے. شاعران بې شمېره دي خو شاعر نشته دے بسيار است و نېست. څک صېب باندې دا خبرې ښې نۀ لګېدې. خو خبره ئې وړاندې بوتله. ښه نو اوس؟ اوس خو کۀ ترقي کول غواړئ نو په شاعرۍ د Capital punishment بل پاس کړئ.  څک صېب لکه د خوږلن تازه شۀ وې تۀ خو هټلر ئې، ما وې نا اپلاتون. وې زۀ دې شاعر نۀ منم تۀ ځان ته اپلاتون وائې. ما وې شکر دے خدايه، زما په خبره لږ سوړ شۀ، وې تۀ شاعرانو ته سولۍ ورکول غواړې؟ ما وې ساده چې تۀ د کوم شاعر ديوان وائې راواخله. زۀ به درته پکښې شل ځايه وښيم چې شاعر صېب به په منصور حلاج رشک کړے وي. د هغۀ دار ته د ختو عمل به ئې د رښتياؤ علامت بللے وي او ځان به ئې په څۀ نا څۀ شکل کښې د منصور تابع يا تجسيم ګڼلے وي. دا بيله خبره ده چې هغه په دې هم نۀ دے پوهه چې د منصور  اصل نوم څۀ وۀ.

 

     څک صېب بې دليله غوندې شۀ، په دې کښې ازغے صېب راننوت وې ښۀ ده چې د يارانو محفل مې وليد. وې شاعري يو سمندر دے او په دې کښې د هر چا خپل خپل مقام دے. ما وې هو بلکې دا به ووايو چې د ټولو شاعرانو ځائے سمندر دے. وې نه نه مطلب مې دا دے چې د څک صېب خپل ځائے دے د ځول صېب خپل منزل دے او د جپاړ صېب خپله درجه ده. زۀ مسکے شوم ما وې هلکه د دې شاعرانو څۀ مقام دے؟ د ملک په سياست کښې ئې څۀ ځائے شته؟ څۀ بېن الاقوامي حېثيت ئې شته؟ وې صېبه د ځول صېب پښتون نامه څومره اوږد نظم دے؟ د جپاړ صېب سنګر او د څک صېب توره د دې نه څوک انکار کولے شي؟ ما وې دا څۀ Timebard څيزونه يادوې؟ تاسو څلور واړه په کمپيوټر پوهېږئ؟ آئي ټي پېژنئ؟ ستاسو شعرونه په کومو يونيورسټو کښې شامل نصاب دي؟ سنګر او توره؟ چې څومره شاعر پسمانده وي دومره ئې موضوعات زاړۀ او بېکاره وي. ازغي صېب نسوار په شونډه کښې ځائے کړل، وې ستا څۀ مطلب دے چې په کمپيوټر نظم وليکو، په موبائل شعر ووايو؟ ما وې بالکل پکار دي کۀ پښتو دې څيزونو ته ځائے ور نۀ کړو نو نۀ به پښتو پاتې شي او نۀ شاعر. وې صېبه ډېرې غلطې خبرې کوې. پښتو به څوک ړنګه کړي؟ مونږ سوريان، ابداليان او غزنويان يو. دنيا زمونږ مړانه مني، پښتو ته به څوک زيان ورسوي نو مونږ به د هغوي نه ژبې پرېکړو.  ما وې زمونږ د شاعرانو مسئله هم دا ده چې دوي په ماضي کښې ژوندي دي، دا به ووايو چې زمونږ شاعر د ګندهارا يوه ښائسته ګوډۍ ده. په ظاهره خو روغ صورت لري خو د عمل لاس پښې ئې شلې دي. د ShowCase نه نۀ راکوزېږي. څک صېب بيا توله شوے وۀ وې ستاسو په خيال د شاعرۍ څۀ لګښت نشته دے؟ ما وې شته دے، زمونږ په علاقه چې څنګه د حافظانو Heyday روژه وي هم دغسې د شاعرانو درمن اليکشن وي. خلق پينځۀ کاله په دې طمع ژوند کوي چې بدلون به راشي خو دې پينځۀ کاله زاړۀ نظمونه ساتي چې د اليکشن وخت راشي نو نومونه او علامتونه ئې بدل کړي د خانانو او جاګيردارانو سره په لاؤډسپيکر د پوهې او دانش بوس بادوي، خلق لاس ټپوي دې جېبونه سهي کوي. دواړه شاعران غصه شول، وې اوس خو دې مونږ پسې راواخسته، تۀ د پردي خېرات نه خلق شړې؟ ما وې نه د شاعر مصرف مې درته ښودلو. وې جمېل صېب کۀ ستاسو دا رويه ټيک نۀ کړه نو مونږ به ستاسو خلاف نظمونه وليکو او چاپ به ئې کړو. ما وې شاعر هم دغه کولے شي چې يا خو د يو بل مدحې وائي او يا يو بل ته کنځل کوي. دې کښې څک صېب رانزدې شو، وې صېب دا بحثونه پرېږده، زما هغه هلک له مضمون وليکه، په پبلک

سکول کښې تقريري مقابله ده. ما وې وبه ليکم.

♣♣♣

A few clips from current Pasoon.There are some more excellent articles as well.So please ask for your Pasoon.
Now you can enjoy Pasoon online.....Go page latest issue and search the List.

Pukhto Leekai