د دوشنبې
سبا قريب وۀ
(د عبدالواحد
ټېکدار بابا يوه بالبديهه
چاربېته)
ډاکټر اسرار
دا د نهم نومبر
کال ١٩٨٩ء خبره ده چې ګل
محمد بېتاب مردان ته ټېکېدار
بابا سره د غازي اخبار
پېښور دپاره مرکې کولو
له راغلے وۀ. زۀ او اندېش
صاحب هم ورسره شو. دغه اوږده
مرکه بيا په دغه اخبار
کښې چاپ شوه. د خبرو اترو
په دوران کښې ټېکېدار
بابا ووې چې ما سمدستي
چاربېتې هم وئيلې دي. وئيل
ئې چې يوه ورځ دلاور چې
د توت کړي مردان د علاؤ
الدين ماما وۀ، د طورو
د عالمانو د سرفراز په
واسطه يوه طرح (د دوشنبې
صبا قريب وۀ) راوړه وئيل
ئې د دې جواب غواړم. احمد
دين طالب ته ئې هم دا طرح
لېږلې وه. بابا وې چې اوس
نۀ احمد دين شته او نۀ سرفراز.
دواړه د خاورو لاندې دي
خو کۀ هغوي ژوندي وي نو
هم به ما داسې جواب ورکړے
وۀ کوم چې به هغوي نۀ وۀ
ورکړے. ما سمدستي يوه چاربېته
جوړه کړه کومه چې داسې
وه:
چاربيته
|
د دوشنبې
صبا قريب وۀ
|
|
نُور
چې راتلونکے د حبيب ص وۀ
|
|
مړ
د کفارو چراغان شولو
|
|
نسکور
په زمکه ئې بتان شولو
|
|
نسکور
په زمکه شو هر بت د کفر
|
|
ډيرو
نه لاړلو ثبوت د کفر
|
|
غټې
نخرې د بدکمالو چې وې
|
|
آتشکدې
د زرو کالو چې وې
|
|
په
دغه شپه يخې له اوره شولې
|
|
جونه
د کفر پرې بې موره شولې
|
|
د ډېرو ويښ پکښې نصيب وۀ
|
|
د دوشنبې
صبا قريب وۀ
|
|
چې مشرف په خوږ ايمان شولو
|
|
نسکور
په زمکه ئې بتان شولو
|
ټيکېدار بابا ووې
چې ما دا جواب ووې نو دلاور
زما په پښو پرېوتو وئيل
ئې زما غرض هم دا وۀ. ما داسې
استاذ غوښتو. دې نه پس تۀ
زما استاذ شوې او زۀ ستا
شاګرد.
د
پير بابا ښځينه اولاد
جميل يوسفزے
د کال ٢٠٠٨
د جنورۍ فرورۍ په پاڅون
کښې د ښاغلي شهزاد ګل باچه
يو مضمون د پير بابا د اولاد
په حقله خور شوے دے. په دغه
ليکنه کښې شهزادګل باچه په شدومد سره دا
خبره کړې ده چې (د پير بابا
ښځينه اولاد نۀ وۀ) ښاغلي
ليکلي دي کۀ د پير بابا
لوڼه وې نو اخون دروېزه
صاحب به ئې ذکر کړے وۀ. د
مزې خبره دا ده چې په خپل
مضمون کښې ئې د اخون صاحب
د تذکرة الابرار والاشرار
حواله هم ورکړې ده خو حقيقت
د شهزادګل باچه د دعوې
بالکل برعکس دے. زۀ په دې
باب خپل نظر وړاندې کوم.
او هغه دا دے چې د پير بابا
درې لوڼه وې، اخون صاحب
د پير بابا د خُلې روايت
کوي چې ما په بونېر کښې
وادۀ وکړو او اولاد مې
وشۀ نو پوهه شوم چې زما
پير ماته کوم ارشاد کړے
وۀ هغه د دې ځائے په باره
کښې وۀ.
(اين هنگام دانستم
کۀ در سخن حضرت پير دستګير
اشارت بدين حدود بود. که
مرا سکونت در کوهستان
فرموده بود، چون فرزندان
دخترينه و نرينه بوجود
آمدند. الخ. تذکرة الابرار
والاشرار. ص ٣١)
دا عبارت
ښيي چې د پير بابا لوڼه
وې بلکې لوڼه ئې مشرانې
وې، هم دا کتاب په ص ٢٢١
او ٢٢٢ ليکي: (و
درقبيله دولت زئي از مردم
بارک شاه زئي هيچ احدے
از اهل صلاح معلوم نشده،
مگر نبيره هائے دختر حضرت
شيخنا و اتباع ايشان.)
د دې عبارت نه
جوته ده چې د پير بابا کم
از کم يوه لور په بارک شازو
کښې وادۀ وه او اولاد ئې
برکتيان هم وو.
په تذکرۀ اوليائے
سرحد کښې اعجاز الحق قدوسي
د يوسفزي افغان په حواله
ليکلي دي چې د پير بابا
د لوڼو نومونه علي الترتيب
داسې وو رحيمه بي بي، کريمه
بي بي او زېنب بي بي. په کتاب
اخون دروېزه کښې د پير
بابا د لوڼو د اولاد شجرې
موجودې دي. کتاب بازار
کښې دستياب دے. مؤلف ئې
ظاهر شاه قادري (مدين) دے.
شوقيان ئې کتلے شي.
زما مطلب وۀ
د پير بابا د ښځينه اولاد
اثبات او هغه څرګند شۀ.
نۀ پوهېږم چې شهزادګل
باچه د کوم تذکرة الابرار
والاشرار نه استفاده
کړې ده؟ او دومره غټه ټکره
ئې څنګه خوړلې ده؟
کتابيات:
(١) تذکرة الابرار
والاشرار اخون دروېزه
صاحب (٢) اخون
دروېزه (اردو) ميا ظاهر
شاه قادري
(٣)اوليائے
سرحد اعجاز الحق قدوسي
د ډيوې
لاندې تورتم
د يو سفارت
کار افسانې
ډاکټر چراغ حسين شاه
د يو سفارت کار
وېنا ده چې سفارت کارۍ
کښې کله نا کله زۀ هغه کس
سره هم کلک ستړي مشي کوم
چې په تحقيق سره برملا
يو قاتل وي. امير عثمان
صېب چې يو تکړه سفارت کار،
صحيح مسلمان او يو کلک
په قام مئين پښتون دے،
خپلو د افسانو مجموعې
(د ډيوې لاندې تورتم) کښې
ئې د خېر او د شر د قوتونو
سره کلکه او خوږه ستړي
مشي څۀ چې سمه د سفارت کار
غېږه ورکړې ده. ځکه چې د
هر څۀ د پاسه يو حساس زړۀ
لرونکے انسان هم دے. داسې
سفارت کار او افسانه نګار
ځينې صفاتو کښـې اشتراک
لري. د دواړو ژبه خوږه پسته،
مفاهمتي، ذومعني او مختصره
پکار ده چې وي. پوهه، مشاهده
او تجزيه ئې ژوره معقوله،
باخبره او رښتونې وي. د
معاشرې د بيلو بيلو طبقو
سره د تعلقاتو (پبلک ريلېشنز)
ماهر دے. هر وخت د خپل ملک،
د وطن، قام او د خاورې د
مفاد، عزت او د باوقاره
جوتولو خيال ساتي.
زمونږ دا
دروند افسانه نګار هغه
وخت ګاونډي ملک افغانستان
کښې سفير وۀ، کله چې توريالو
افغانانو د نړۍ يو سُپر
طاقت د خپلې تورې او د کلک
ايمان په زور د خپل ملک
نه وويستلو خو د بده مرغه
دا ساده باده خلق د دې نه
خبر نۀ وو چې استعماري
او طاغوتي طاقتونو يو
بل د سازش جال خور کړے دے.
دې استعماري طاقتونو
د دې بدنصيبه قام د مفاد
پرست جنګجو سرداميانو
( War
lords) د زر او د اقتدار
د هوس نه فائده واخسته
او داسې ئې دوي د يو بل سره
لاس په ګرېوان کړل او بيا
دې انښتو کښې هغه بې وسه،
ساده زړي او مظلومه عام
خلق چټني کېدل چې د ايمان
او د پښتو په زور ئې ډېر
په اخلاص سره دې جهاد کښې
برخه اخستې وه.
امير عثمان
صېب چې څۀ ليدلي اورېدلي
او مشاهده کړي دي، د قلم
څُوکې ته ئې سپارلي دي.
دا رښتونې واقعاتي قصې
دي. د افغانيانو د جبلت
او د سرشت تجزيې دي. د دوي
بهادري، ايماني جذبې،
ښاغلتوب او زړۀ ورتوب
ته سلام دے. خو ورسره د جنګي
لوټ مارو سرداميو په تورو
عملونو باندې د افسوس
او د کرکې اظهار دے.
واقعې افسانې او قيصې
کښې لږ فرق وي. دا رښتونې
واقعاتي قيصې دي. چې مصنف
ورته د يو
اړ
يا سسپنس(Suspense) او
موړ(Turn) ورکولو
سره سره د تخيل او د مبالغې
مصالحه او روغن هم ورګډولو
سره يو افسانوي ټچ ورکړے
دے او داسې په هر لحاظ سره
په خپل کوشش کښې بريالے
شوے دے.
کاميابه
افسانه هغه وي چې قيصه
پکښې لنډه وي او په يوه
ناسته کښې ووئيلې شي.
واقعات پکښې کلک
تړلي، سنسني خېزه او غېر
متوقع وي. کردارونه داسې
ژوندي او
متحرک او متاثر
کونکي وي چې لوستونکي
ئې د لوستو نه پس هم تر ډېرې
مودې د سحر نه
بهر نۀ شي وتې او
دائمي د دۀ د ذهن په پرده
نقش شي. دې مجموعې کښې د
دران شاه کاکا
بې نومه توريالي،
ميرابو چرسي او د بټي کوټ
مجاهد هم دغسې دائمي نقش
پرېښودونکي
کردارونه دي. جهاد
بيا فساد د دې ټولو افسانو
يو سياسي ډپلومېټي طنزيه
تاثر او خلاصه ده
او جنتي کۀ دوزخي
هغه مذهبي سوال او فتوٰي
ده چې نن هم د خپل جواب په
لټون کښې ده.
يوه نيمه افسانه
کښې د اتفاقاتو کثرت د
پلاټ د کلکوالي او د هوارتيا
باوجود د افسانې صحت
متاثر کړے دے. داسې
ځينې افسانو کښې د ځنو
جنګي وسلو د استعمال چل
روايتي فوځي نۀ
دے خو کۀ چا د ريټائرډ
روسي جرنېلانو بيانونه
لوستلي وي نو هغه به د دې
خبرې تائيد
کوي چې د افغان
مجاهدينو د ګرنېډونو،
د بمونو، د لانچرو عن د
توغندو د ويشتو چل د دوي
د قدرتي جنګجو
پېدائشي ذهن خپل ايجاد
وۀ. دلته د مصنف مشاهده
او بيان د دې خبرې
تصديق او تائيد
کوي.
د افسانو
ژبه خوږه، پسته، مهينه
خالصه د سوات او د کابل
د سيندونو په اوبو وينځلې
ټکسالي يوسفزۍ
لهجه ده. دا تاريخي افسانې
خو فني لحاظ سره نۀ دي خو
د مقصديت او د
عبرت لرونکې د
خپل دور د تاريخ سوګه کونکې
يادداشتي لنډې قيصې ضرور
دي. چې تخليق
کار او راوي ئې
يو مستند هم عصر تجربه
کار سفارت کار ليکوال
دے. چې د خپلو ګڼو
مصروفياتو نه
ئې دومره قيمتي وخت د خپلې
مورنۍ خوږې پښتو ژبې د
خدمت دپاره ايستلے
دے. دوي د خپل دې
ستر مرام اظهار په سريزه
کښې په دې ټکو کړے دے.
(کۀ د
دې افسانو په لوستو د چا
په زړۀ کښې د افغانستان
په مظلومو او بدبخته خلقو
رحم راشي او په
دې بې کچه ښائسته ولې بدقسمته
ملک کښې د امن راوستو او
د دۀ د
ودانۍ جذبه راپورته
شي نو زۀ به ځان ډېر خوش
قسمته وګڼم.)
اميد دے
چې پښتون قام به دې نااميده
کوي نه او په توګه د يو اخلاصي،
معلوماتي، مقصدي او د
حاضره حالاتو نه باخبره
افسانه نګار به د دوي دې
کوشش ته په درنه سترګه
وګوري. افسانه نګار دا
هم ثابته کړې ده چې افسانه
تشه داسې د يوې رشتينې
قيصې نوم نۀ دے چې دروغ
ښکاري او نۀ داسې د دروغو
او د مبالغې نوم دے چې رښتيا
او ممکنه لګي. خو چې کله رښتونې واقعه په
صادقې جذبې، نيک نيت،
د زړۀ د اخلاص او د خپلې
خاورې او د ژبې سره د انتهائې
مينې په اراده او زور وليکلے
شي نو هغه ليک يو شاهکار
ادبي فنپاره جوړه شي او
د خپل تخليق کار نوم د ادب
په دنيا کښې همېش دپاره
د ژوندي ساتلو سبب وګرځي.