Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen6-09

زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده

 

عبدالرحيم (محب بانډه مردان)

   

  د خوشحال خان خټک د ادبي خدماتو، اوصافو او صفاتو فهرست دومره طويل دے چې هغه ځان له د تصنيفاتو يوه سلسله غواړي. د هغوي هومره همه جهت شخصيات په معلوم انساني تاريخ کښې ډېر کم تېر شوي دي. بېشکه قدرت هغوي له ډېر بې مثاله او لازواله صلاحيتونه ورکړي وو. خو لکه څنګه چې بابا په خپله وئيلي دي:

 

     زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده        په اور وسوزه دا تورې قلمونه

 

     د تېرې څۀ مودې  راهسې پښتو  کښې د ادب او تحقيق په نوم د خوشحال شکنۍ يوه سلسله شروع شوې ده چې سرخېل ئې خواجه محمد سائل دے. د سائل صاحب د وېنا مطابق خوشحال خان خټک نسلاً پښتون نۀ وۀ. د سائل صاحب خيالات او نظريات په خپل ځائے ولې زما په خيال دا د دې دور د ټولو نه لويه لطيفه ده چې متاسفانه محترم ډاکټر چراغ حسېن شاه ورله په خپل يو ليک کښې د خوشحال شکنۍ د روايت نوم ورکړے دے. بايد چې ډاکټر صاحب ځان په دې حقيقت پوهه کړي چې يو ادبي روايت څنګه پېدا کېږي او په څۀ قسمه حالاتو کښې دوام مومي؟ دا ځان له يو اوږد بحث دے خو د يو فرد ذاتي رائې ته د ادبي روايت نوم ورکول يقيناً زياتے دے او بيا خبره نوره هم نازکه شي کله چې د بحث محور د ستر ملي مبارز او نابغه خوشحال خان خټک ذات وي.

 

     ښاغلي جميل يوسفزي هم (د خوشحالياتو يو څو اړخونه) په نوم يو کتاب ليکلے دے. ښاغلي موصوف په مذکوره کتاب کښې د بابا هغه شعرونه راوړي دي په کومو کښې چې بابا د اهل بېتو سره د بې کچه زياتې مينې او عقيدت اظهار کړے دے او پروفېسر صاحب د هغې په بنياد دا رائې قائمه کړې ده چې ګني بابا غالي شيعه وۀ خو تقيه ئې کوله. د دې نه وړاندې چې د پروفېسر په دې رائې بحث وشي دا به ډېره ښه وي چې د بابا خپله رائې منځ ته راوړو چې هغه خپله څۀ وائي:

(١)

کۀ په مينه د صديق ولاړ صادق يم

 

هسې ما ګڼه په مهر د عمر رض

په عثمان رض باندې به څۀ وايم چې څۀ يم

 

په هزار رنګه مئين يم په حېدر رض

محبت د خاندان لرم په زړۀ کښې

 

دولس واړه امامان مې دي بصر

پاکيزه سُني مذهب يم نور څۀ نۀ يم

 

چې مې نور څۀ ګڼي خاورې ئې په سر

زۀ خوشحال چهار ياري يم خوښ له خدايه

 

چې سُني راغلم په دين د پېغمبر

(٢)

 

 

له اوله تر اخره کۀ ګروهېږې

 

د بتول اولاد مې کل واړه بصر دي

چې دوستي ئې د سيد نۀ وي په زړۀ کښې

 

د هغو سړيو تل خاورې په سر دي

تر هلال رض او تر بلال رض ئې صدقه شم

 

لا رانجۀ مې د پلۀ خاوري د بوذر رض دي

په سرو زرو کښې کمے د قدر نشته

 

صحابي د پېغمبر واړه سرۀ زر دي

زۀ خوشحال خټک هغه سُني مذهب يم

 

چې ياران راباندې واړه برابر دي

     د دې شعرونو د لوستو نه پس دې لوستونکي په خپله فېصله وکړي چې بابا په کوم فقهي مسلک باندې يقين او عقيده لرله. پاکيزه سُني مذهب وۀ او کۀ غالي شيعه. دلته دا هم مناسب ګڼم چې په خپل تائيد کښې د شلمې صدۍ د خوشحالياتو د ټولو نه د لوئے شارح مرحوم دوست محمد خان کامل مومند صاحب رائې راوړم. ارواښاد کامل صاحب چې د ادارۀ اشاعت سرحد پېښور دپاره د بابا کوم کلام د (کليات خوشحال) په نامه ترتيب کړے دے د هغې په مقدمه کښې ئې د بابا د عقيدې په حقله ليکلي دي:

     (خان په عقيده سُني مسلمان او په اهل سنت والجماعت کښې حنفي وۀ. د اهل سنتو د امامانو نه علاوه د اثنا عشريه دولس امامان ئې هم د هدايت او رڼا خاوندان او د عزت او احترام مستحق شمېرل. د اهل بېتو  ډېره زياته مينه ئـې په زړۀ کښې لرله.)

     محترم کامل صاحب وړاندې ليکي :

 

     (خان د مونځ، اودس او د روژې ډېر پابند وۀ او د سخاوت ئې دا حال وۀ چې سره د اميرۍ، خانۍ او سردارۍ صاحب نصاب شوے نۀ وۀ.)

 

     زما په خيال کۀ څوک د خوشحال بابا د نفسياتو نه لږ هم واقف وي نو هغه به زما دې خبرې سره ضرور اتفاق وکړي چې تقيه نومې څيز د بابا په خټه کښې نۀ وۀ. بلکې هغه خو د ضرورت نه زيات Out spoken وۀ چې د ټولو نه غټ مثال ئې په سوات کښې د اخون دروېزه بابا خليفه ميا نور او د هغۀ ملګرو سره بې ځايه مناظرې او مناقشې وې. کۀ بابا لږ هم د صبر او خاموشۍ نه کار اخستے وې نو نۀ صرف دا چې د بابا مشن ته بلکې د پښتنو قامي تحريک ته به دومره لوئے نقصان نۀ وۀ رسېدلے.

 

     خبره صرف دومره ده چې ښاغلي جميل يوسفزي صاحب په شيعه مسلک يقين لرونکيو او د تفضيل علي په عقيده باندې يقين لرونکيو کښې فرق نۀ دے کړے. دا دواړه بېخي له يو بله جدا مکاتب فکر دي. په صحابه کرامو کښې هم ځنې کسان د تفضيل علي رض قائل وو. د حضور صلي الله عليه وسلم د رحلت په وخت چې د ابو سفيان رض او حضرت علي رض ترمنځه کومه مکالمه شوې ده د هغې نه هم صفا دا پته لګي چې ابوسفيان د تفضيل علي قائل وۀ. د پښتو د موجوده زمانې د ټولو نه لوئے شاعر ښاغلے امير حمزه خان شنواري هم په شدت سره د تفضيل علي رض قائل وۀ ولې هيڅکله شيعه نۀ وۀ.

 

     محترم جميل يوسفزي په مذکوره کتاب کښې د خوشحال بابا او اورنګزېب ترمنځه مماثلتونه هم په ګوته کړي دي. پروفېسر صاحب وائي چې خوشحال بابا او اورنګزېب دواړو دا دعوٰي کوله چې دوي په سختۍ سره د شرعې پابند ژوند تېروي خو دواړه حج له نۀ وو تلي.

     تر کومې چې د خوشحال بابا د حج نۀ کولو مسئله ده نو د کامل صاحب د وېنا مطابق هغه صاحب نصاب نۀ وۀ او څوک چې صاحب نصاب نۀ وي نو په هغۀ به حج څنګه فرض شي؟ او تر کومې چې د اورنګزېب د حج نۀ کولو تعلق دے نو نۀ صرف اورنګزېب بلکې يو مغل حکمران هم حج له نۀ دے تلے. شايد دا د مغلو د جد امجد امير تېمور د عقيدې اثر وي څوک چې حافظ قرآن هم وۀ ولې د حج د فرضيت نه بېخي منکر وۀ او په ښـکاره به ئې حج له د تللو مخالفت کولو.

 

     د پروفېسر صاحب د اطلاع دپاره دا هم عرض دے چې د مغلو په باچايۍ کښې د باچا طرف نه څوک حج له لېږل د سزا يوه طريقه وه. هغه شان چې باچا به څوک اقتصادي طور باندې تباه کول غوښتل نو هغۀ له به ئې هاتي په تحفه کښې ورکړو او بيا د باچا صاحب هاتي به په ګېډه مړېدو او د کور مالک به د لوږې مړ کېدو.

 

     پروفېسر جميل يوسفزي دا هم ليکلي دي چې خوشحال خان خټک او اورنګزېب دواړه د خپل خاندان د تور سرو په ودونو راضي نۀ وو کومه چې يوه غېر شرعي او غېر انساني رويه ده. تر څو پورې چې د بابا تعلق دے نو چې کله هغه په رنتبور کښې د قېد تېرولو نه پس کور ته راغلو او د  خپلو لوڼو د ودونو نه خبر شو نو په هغې ئې د خوشحالۍ اظهار کړے وۀ ځکه چې يو پښتون هم دانۀ غواړي  چې  د  هغۀ  لُور  خور  دې  په  کور  پاتې  شي.  کېدے   شي چې بابا ته په ابتدا کښې د ډېرو مصروفياتو له کبله دا موقعه په لاس نۀ وي ورغلې يا مناسبې رشتې نۀ وي راغلې.

 

     او تر کومې چې د اورنګزېب تعلق دے نو د هغۀ خوېندې په کور ناستې وې او دا روايت د مخکښې نه په شاهي خاندان کښې راروان وۀ البته د اورنګزېب د خور مهر النساء متعلق دا افسانوي قيصو واحد راوي برنئير دے. برنئير د بل وطن سړے وۀ او د دربار سره ئې هيڅ تعلق نۀ وۀ. مهر النساء چې په جېل کښې د خپل پلار شاه جهان څومره خدمت کړے دے هغه د ډېرو ځوانانو د وس خبره نۀ ده.

 

     پروفېسر صاحب دا هم وائي چې خوشحال بابا او اورنګزېب دواړو د اقتدار او مشرۍ دپاره د خپلو رشته دارو سره جنګونه کړي وو او وينې ئې توئې کړې وې. اورنګزېب چې د اقتدار دپاره څۀ کړي دي هغه هر چا ته معلوم دي خو په بابا به دا الزام لګول سراسر زياتے وي. بابا سره د جنګونو آغاز بهرام د هاغه وخت د مغلي ګورنر مهابت خان په لمسون کړے وۀ. بابا صرف خپله دفاع کړې وه. کۀ څوک په تاريخ مرصع کښې  د لکړۍ د خوړ د جنګ حال وګوري نو خپله به ورته واضحه شي چې بابا خو د جنګ په حال کښـې هم د خپلو رشته دارو خيال ساتلے دے او چې هر کله ئې مخالف ماتې خوړلې ده نو خپل سوارۀ ئې د هغوي د تعاقب نه منع کړي دي.

 

♣♣♣

 پښتون