زما لُور
زما ګوډۍ
يو رجحان
ساز فکر
اسرار
د طورو
سيد افضل شاه د نوي کول
نمائنده شاعر دے. خپلې
مورنۍ ژبې او خپل قوم او
دين سره فطري مينه لري.
د اسلامي عقيدې د مخه دا
ليکلے لوستلے روشن طبع
پښتون د خپلې لُور سره
داسې محبت کوي څنګه چې
د اسلامي زدکړو او ښودنو
هدايت دے. د پښتون قوم لرغونے
روايت هر څۀ چې وۀ. په ٧١٢ء
کښې د محمد بن قاسم هند
ته د راتګ نه اګاهو پښتنو
اسلام قبول کړے وۀ او د
مغليه دور د آغاز (١٥٢٦ء)
نه وړاندې پښتنو په هند
کښې اسلامي رڼاګانې متعارف
کړې وې. بيا د برطانوي دور
(١٨٥٧ء تا ١٩٤٧ء) پښتانۀ
په خپلو ځنو سيمو کښې خپل
رسم رواج ته او تر ډېره
حده د شريعت په احکامو
عقيدې لرلو ته ازاد وو
خو د قبائلي ژوند تقاضا
وه چې کله د رومن کورنۍ
(Roman Family) د پښتو کورونه
هم د پلار په واک اختيار
(Patria Potestas) جوړ وو. د
خاوند لاس په ښځه بر وۀ.
اسلام هم (و
للرجال عليهن درجة) زباتي. په دغه کور
کښې لُور، زوے او اينګور
او بچي ټول د پلار د اختيار
(Power) لاندې وو.
د رومن کورنۍ په شان د پښتنو
په کورونو کښې د مور احترام
هم وۀ. اسلام دا احترام
لا زيات کړو. اولاد به ئې
حکم منلو. د مور قدر به ئې
کولو. نن د مور پلار او بچو
په رويو کښې فرق راغلے
دے. ځنې د نوي تهذيب مريضان
زامن او لوڼه د خپلې مرضۍ
په نامه د پلار او مور نافرماني
وکړي او د يو قسم (Partia Potestas) د اصولو نه بغاوت
وکړي. جينکۍ د بې کچه حيا
په سبب خال خال داسې نافرماني
کوي. د دې کم کم نافرمانۍ
يوه بله وجه اسلامي، نا
رواجي سزا ده. چې د ژوند
بها غواړي. (يدسه
في التراب)
سره د دې تهذيبي
بدلون نن هم د اسلام سبق
لُور سره د مينې او نرمۍ
د سلوک ترغيب ورکوي. د پلار
د تحکم او د مور د اطاعت
په بنياد ولاړه معاشره،
د رياست او ټولنې د استحکام
باعث وي. سيد افضل شاه د
مذهبي ستانه داره کورنۍ
يو پښتون ځوان دے. نو ځکه
د لُور په زېږېدو خوشحاله
دے او چې ورته ګوري نو پرې
نازېږي. د نعمتونو او رحمتونو
ګُوډۍ ورته وائي. د دعاګانو
ښاپېرۍ ورته وائي د ټول
کور د خوشحالۍ باعث ئې
ګڼي. د حسينې خوږې او نيازبينې
په الفاظو ئې يادوي. وائې
دا په لمس خفه کېږي او چې
دا ګُوډۍ په لاس کښې ګوډۍ
(Toy) واخلي لوبې
ورسره کوي نو پلار ورته
خوشحالېږي بيا د مينې
د اظهار دپاره لفظونه
ګوري، د زړۀ سر، نظر، ځيګر،
ښاپېرۍ ورته وائي خو په
دې روايتي الفاظو ئې تسلي
ونۀ شي، د چين ماچين حسينه
ورته ووائي، د ښاپېرو
نه ورته هم ښائسته ښکاري،
قد قامت ئې ستائي. وږمه
، حيا، پښتو او د ټولې پښتونخوا
ګُوډۍ ورته وائي. يا دا
به ووايو چې د پښتونخوا
هره وړه جينۍ ورته د خپلې
ګُوډۍ په شان ښکاري. د پښتنو
په کلچر کښې د زوي اهميت
ډېر دے. مضبوطې مټې د طاقت
علامت وي. د لُور اهميت
کم دے. ولې پوهه او ديندار
خلق د لُور سره مينه کوي.
سيد افضل شاه دا رويه لري
او د دې رويې اظهار په نظم
کښې کوي.
د عربي لغت د مخه
نظم د څيزونو يو بل سره
ترتيب کول يا د دردانو
په مزي کښې پېيل دي په ادبي
مکتبونو کښې موزون او
قافيه بند کلام ته نظم
وائي. د ادب په صنفونو بحث
کونکي نظم هغه موزون او
قافيه بند کلام ته وائي
چې يو سرخط يا عنوان لري.
منظوم کلام خلاف المنثور
وي. نثر د خورور يا نوستلے
شوے مفهوم لري. يو
عربي دان صاحب د يو مقرر
تعريف کښې ووئيل: (رايته يناثر الدرر) ما هغه وليد
چې دردانې ئې شيندلې
د سيد افضل شاه د
نظم په رغوڼه زۀ بحث نۀ
کوم. د هغۀ د جذبو نه خوند
اخلم. د ګل هېئت په خپل ځائے،
د ګل د خوشبو نه فېض اخلم.
دا آرزو لرم چې د ټولنې
هر پلار، هره مور او هر
ورور دې د لُور او خور سره
په جار د پاکې مينې اظهار
وکړي. دا رجحان ساز فکر
توجه غواړي.
♣♣♣