محمد
عبدالشکور صاحب
(د پيښور
عجائب ګر پخواني مهتمم
سره يو ملاقات)
ډاکټر محمد زبېر حسرت
محترم
محمد عبدالشکور صاحب
مرحوم و مغفور ( يکم جنوري
١٩٠٨ء ...١٠ م نومبر ١٩٩٧ء) د څۀ تعارف او تعريف
محتاجه نۀ دے او نۀ د هغوي
دروند او خوږ شخصيت زما
د ستائينې څو لفظونو ته
اړ دے ځکه چې کۀ د پېشې په
لحاظ هغه يو قابل، زيرک
او ماهر ارکيالوجسټ وۀ
ولې په ادبي دنيا کښې هغوي
ته په ډېر درانۀ نظر کتلي
شوي دي. دا د هغوي خپلې مورنۍ
ژبې پښتو سره د بې شانه
مينې ثبوت دے چې د لرې او
برې پښتونخوا او له هر
چا اول ئې د لوئي خوشحال
خان خټک درانۀ او اهم دستاويزات
او د پښتو شاعرۍ او نثر
بنيادي کتابونه (فضل نامه)
او (دستار نامه) په کال ١٩٥٢ء
کښې د مشر عبدالخالق خليق
په مرسته د ادارۀ اشاعت
سرحد پېښور نه چاپ او خوارۀ
کړل او د پښتو مئينانو
ته ئې د سوغات په طور پېش
کړل. دغه رنګ د هغوي په کوشش
د بايزيد انصاري پير روښان
مشهور فارسي کتاب (صراط
التوحيد) هم دريافت شوے
او چاپ کړے شوے دے چې يوه
لويه ادبي کارنامه ده.
محترم
محمد عبدالشکور صاحب
د خپلې خصوصي موضوع او
مضمون (ارکيالوجي) په حقله
هم ګڼ شمير مقالې، مضامين
او کتابونه ليکلي دي چې
د ارکيالوجي د ماهرينو
نه پټ پناه نۀ دي خو په ادبي
دنيا کښې هغه د يو محقق
او اديب په حېث ډېر ياد
شخصيت دے چې په خپل خاندان
او کلي اولس کښې د شکور
حاجي صاحب په نامه مشهور
وۀ او د پېښور عجائب ګر
مهتمم پاتے شوے دے.
محمد عبدالشکور
(مرحوم) د مردان (هوتي) په
بابو محله کښې سکونت کولو.
کوم وخت چې ما هغوي سره
ملاقات کړے وۀ هاغه وخت
د هغوي عمر اتۀ اتيا(٨٨)
کلونه وۀ. څۀ چې هغوي ماته
د ٢٨ ستمبر ١٩٩٦ء په ملاقات
کښې وئيلي دي هغه بېخي
هم د هغوي په الفاظو کښې
خپلو قدرمنو لوستونکو
ته د (پاڅون) مجلې په وساطت
وړاندې کوم:
غوږ مې نيولے
ستا خبرو ته دے
غوږ مې نيولے دے، ښه وايه
کنه
نظر مې سم نۀ
لګي. په غوږونو کمزورے
يم. مېموري (ياداشت) مې هم
کمزورې ده خو بيا هم چې
څۀ راته يادېږي درته به
وايم.
(زما د پېدائش
تاريخ يکم جنوري ١٩٠٨ء
دے. ابتدائي تعليم مې د
لنډاکي مردان د پرائمري
سکول نه او مېټرک مې د ګورنمنټ
هائي سکول نه کړے دے چې
اوس نمبر١ هائي سکول دے.
پخوا په تحصيل مردان ضلع
پېښور کښې وۀ. زما په خيال
په سوات، بونېر، چارسده
او نوښار کښې هم دا يو هائي
سکول وۀ. دا ١٩٢٨ء وۀ. په
١٩٣٠ء کښې مې د اسلاميه
کالج پېښور نه اېف ـ اے
کړې ده او په ١٩٣٢ء کښې
د اېډورډز کالج پېښور
نه په هسټري (تاريخ) کښې
ګرېجوېشن (څوارلسم) کړے
دے. هولډزورت (Holds worth) زمونږ د اسلامه
کالج پرنسپل وۀ. په اېډورډز
کالج کښې زمونږ د فارسۍ
استاذ پروفېسر ډاکټر
عبدالوحيد وۀ چې د کېمبرج
يونيورسټۍ لندن نه ئې
پي ـ اېچ ـ ډي کړې وه. مونږ
دوه تنه زۀ او راسره اعظم
خان اوس رانه هېر دے چې
د چا زوے او د کوم ځائې وۀ،
د سر صاحبزاده عبدالقيوم
په سفارش اېډورډز کالج
کښې داخل شوي وو. په دغو
ورځو کښې P.S.C د اسسټنټ کېورېټر
پوسټ اېډورټائز کړے وۀ.
د نوي کلي د ضياء الدين
پلار کېورېټر وۀ. د هغۀ
په ځائې بيا دلاور خان
راغے. دے د چارباغ وۀ. مونږ
په دغه انټرويو کښې پينځۀ
تنه شامل شوي وو چې زما
سليکشن پکښې شوے وۀ. زما
خيال وۀ چې علي ګړ(هندوستان)
ته لاړ شم هلته نه اېم اے
او ايل ـ ايل ـ بي وکړم خو
کېورېټر صاحب راپسې خبر
راولېږۀ چې په کور به درته
ښه تنخا درکولې شي، علي
ګړ ته مۀ ځه. هغۀ ګورنر او
غلام اسحاق خان ته هم وليکل
چې دا هلک مې پکار دے. ډېر
ذهين او قابل دے. په دغه
زمانه کښې صاحبزاده خورشيد
د صوبې ګورنر وۀ (دا د ١٩٤٨ء
زمانه وه. ليکونکے) او غلام
اسحاق خان سېکرټري ټرانسفر
ډيپارټمنټ وۀ. زما تنخا
٢٥٠...١٠..١٥٠ روپۍ جوړېده
خو چې دوي ډېر اصرار کولو
نو په دې سلسله کښې ئې راله
دوه درې اضافي انکريمنټونه
هم راکړل ځکه چې دوي وئيل
مونږ سره داسې قابل سړے
نشته نو د کلاس ټو(٢) افسر
تنخا ٦٥٠ـ ١٠ ـ ١٥٠ روپۍ
ئې راله مقرر کړه.
ارکيالوجي سره
مې د ابتدا نه شوق وۀ خو
١٩٤٨ کښې ورته پوخ راغلم
چې اتفاقي راسره د دلاور
خان ليدۀ کاتۀ شوي وو. دۀ
راته ووئيل زۀ به دې په
کار ښۀ پوه کړم. په ٤١ـ ١٩٤٠ء
کښې سرجان مارشل چې نولس
کاله ئې د موهنجوداړو
او هړپه کنستې کړې وې،
په ټېکسلا کښې يو ټرېننګ
سکول خلاص کړے وۀ. چې د ټولو
يونيورسټو نه ئې
ورته طالب علمان راغوښتي
وو د اېم اے اېم ايس سي او
ډاکټرداني وغېره ورته
د استاذانو په حېثيت راغلي
وو. دوي به مونږ له د ارکيالوجي
ټرېننګ راکولو. (د ډېر سوچ
نه پس) زۀ چې اسلاميه کالج
کښې داخلېدم نو نواب اکبر
خان هوتي صاحب خط راکړے
وۀ د سر صاحبزاده عبدالقيوم
خان په نوم او پخپله ئې
ورته فون هم کړے وۀ. د وارډن
پريفيکټ هم پاتے شوے يم.
په اېډورډ کالج کښې د علمي
او ادبي مجلې (تجلي) د اردو او
انګرېزۍ ايډيټر هم پاتے
شوے يم).)د نومبر ١٩٣١ء په تجلي
کښې د اېم اے شکور په نامه
(شذرات) د ص ١ نه ص ٣ پورې
درج دي او د دوي نامه پرې
د سټوډنټ ايډيټر په طور
درج ده. حسرت(
عبدالمجيد سعدي افغاني
صاحب به راته فارسي او
عربي ښئيله. د هغۀ زۀ ډېر
خوښ وم او ما سره به ئې ډېره
مينه کوله. په اردو برخه
کښې زما يو مضمون چاپ شوے
وۀ په هغې کښې دا جمله د
افغاني صاحب ډېره خوښه
شوې وه چې (ترجمه): يه خدايه
تۀ ما په قول کښې لټولے
خو په فعل کښې مې بياموندے.
د پېښور عجائب
ګر له اړخه مې په وړومبي
ځل ١٩٢٨ ء کښې د دې خاورې
د نوادراتو او علمي خزانو
قلمي کتابونو نمائش کړے
وۀ.(د دغه کتاب پوره نامه
ده: سرحدي فنون لطيفه نمائش.
مخطوطات اور نوادرات)
او هر چا سره چې پرائيويټ
نوادرات وو يا قلمي نسخې
وې هغه ئې هم عجائب ګر ته
راوړې وې. يونيورسټۍ يا
نورو ادارو کښې چې قلمي
نسخې وې هغه مې هم راغونډې
کړې وې. د دې نمائش افتتاح
د (ان ډيوائډډ انډيا) ډائرېکټر
جنرل سرمارټن ويلر کړې
وه. په دې نمائش کښې د عربۍ،
فارسۍ او پښتو ډېرې زړې
او نادرې قلمي نسخې وې.
مولانا فضل صمداني صاحب
د بالاماڼۍ ډېرې نسخې
راوړې وې. هغه ډېر عالم
فاضل او ادب نواز سړے وۀ.
وروستو هغې کښې څو نسخې
ما پښتو سره د بې کچه مينې
له کبله د ښاغليو دوست
محمد خان کامل مومند چې
ډېر لوے عالم فاضل سړے
وۀ، په تاريخ ئې ډېر لوے
عبور وۀ، تحقيقونه به
ئې کول، تنقيدونه به ئې
ليکل، په خوشحال خان خټک
ئې چې اردو ژبه کښې کتاب
ليکلو هغې کښې ورسره ما
ډېر هيلپ (مدد) کړے وۀ. د عجائب
ګر نه به مې قلمي نسخې ورکولې
او مولانا حافظ محمد ادريس
د طورو، دے هم ډېر لوے عالم
فاضل پروفېسر وۀ، خصوصاً
په عربۍ او فارسۍ کښې ئې
ډېر لوے لاس لرلو، په مرسته
د عبدالخالق خليق صاحب
د ادارې (ادارۀ اشاعت سرحد
پېښور نه په ١٩٥٢ء کښې
چاپ کړې. په دې کښې د بايزيد
انصاري (پير روښان) (صراط
التوحيد) فارسي کتاب او
د خوشحال خان خټک (فضل نامه)
او (دستار نامه) ډېر اهم
دستاويزات دي.
ميوزيم اېسوسي
اېشن آف پاکستان به يوه
رساله چاپ کوله. د هغې نوم
وۀ (ميوزيم جرنل). زۀ ئې نولس
کاله ايډيټر پاتے شوے
يم. او د پينځو شپېتو(٦٥)
نه زياتې مقالې مې پکښې
چاپ شوي دي.د دې رسالې سيټونه
به اوس هم په ارکيالوجي
ډيپارټمنټ ګورنمنټ پاکستان،
اسلاميه کالج لائبرېرۍ،
پيښور عجائب ګر او د لاهور
عجائب ګر کښې پراتۀ وي.
زۀ ئې تاله راخلم. (دې دوران
کښې هغوي ډېر په زحمت پاڅېدل
خو د ډېرې کمزورۍ له کبله
بيا کښېناستل او ما ته
ئې ووې دغه فائلونه او
کتابونه راواخله (چې د
بړستنو په لوئي صندوق
کښې پراتۀ وو) دستارنامه،
فضل نامه، ميوزيم سټډيز،
تجلي او نور ډېر ګڼ شمېر
فائلونه، کتابونه او
کاغذونه دستاويزات پکښې
پراتۀ وو. يو يو فائل به
ئې لټولو او الله اکبر
ـ الله اکبر ـ الله اکبر
ـ انا لله و انا اليه راجعون
به ئې بيا بيا وئيل) د دې
نه علاوه مې د ارکيالوجي
موضوع باندې څلور کتابونه
ليکلي دي:
1.
THE RED KAFIRS
2.
A GUIDE TO TAKHT-I-BAHI
3.
A HAND BOOK TO THE INSCRIPTIONS GALLERY IN THE PESHAWAR MUSEUM.
4.
A DASH THROUGH THE HEART OF AFGHANISTAN
BEING.
يو بل کتاب ګندهارا
آرټ (د کتاب پوره نوم Gandhara
sculpture in Pskistan دے
چې په ١٩٦٣ کښې چاپ شوے
دے او په اخرنۍ صفحه ئې
په حاشيه ليکلي دي چې Printed
By Siva Phorn Limited Partnership, Bangkok Thailand. ئې هم ليکلے
دے چې د ساوتهـ اېشين ټريټي
آرګنائزېشن بنکاک کښې
د يونيسکو له خوا چاپ شوے
وۀ او ما له ئې پرې په ١٩٥٣
کښې وړومبے انعام پينځۀ
زره روپۍ راکړے وۀ. زۀ په
دسمبر ١٩٦٢ کښې د عجائب
ګر نه ريټائرډ شوے يم. خدائے
دې تا سره ډېر ښۀ وکړي،
خدائے دې تا ډېر خوشحاله
کړي. آمين. او هم د دې دعا
سره ترې رارخصت شوم.
محترم عبدالشکور
صاحب مرحوم او مغفور ډېر
نېک، پاک، پرهېزګار،
د صوم و صلوات پابند او
راسخ العقيده مسلمان
بنيادم وۀ چې عربي، فارسي،
انګرېزي، جاپاني، هندي
او نورې ډېرې ژبې ئې هم
زده وې خو ليکل ئې يا په
انګرېزۍ کښې کړي دي يا
په خپله مورنۍ ژبه پښتو
کښې او دا د هغوي د عظمت
له ټولو لويه خبره ده. چې
هغوي کۀ به خپل څۀ يادداشتونه
هم ليکل نو پښتو ژبه کښې
به ئې ليکل. عالم فاضل شخصيت
وۀ او ادب سره ئې ډېره مينه
وه. په خپله ژبه، خاوره،
خپل تهذيب او تمدن او ثقافت
دا ښاغلے مئين دروند پښتون
په لسم نومبر ١٩٩٧ کښې
د نهۀ اتيا کالو په عمر
کښې په حق ورسېدۀ او هم
په دغه ورځ د مردان د سېد
جلال بخاري بابا په ډېرۍ
(هديره) کښې خاورو ته وسپارلے
شۀ په ګور ئې نُور شه. آمين
(دا مضمون
د پاڅون دپاره مختصر کړے
شو. اداره)