Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Nazmoona 03-09

پښتو او اسلام

دوست محمد خان کامل مومند

 

خورې هر خوا ته وريځې بارانونه دي ورېږي

 

پړک او پړوک دے په هر لوري تندرونه دې غرېږي

ږلۍ هم پکښې ورېږي طوفانونه دي چلېږي

 

باور وکړه په وجود مې د نسيم غوندې لګېږي

باړه بيا چپې چپې شوه په مستۍ لنډے بهېږي
 

 

اباسين شو چلې چلې او تاوېږي راتاوېږي

راپرېوځي محلونه ځائے په ځائے ماڼۍ نړېږي

 

په دا هسې شان فضا کښې هم زما وينه يشېږي

راته وائي نۀ ورکېږې چې وطن دې نۀ ورکېږي

 

ورکې شه خاورې خځلې چې دې زمکه پاتې کېږي

زۀ هم وايمه بېشکه زۀ وطن وطن مې ځان دے

 

په امان زۀ هم جهان هم چې وطن مې په امان دے

کۀ خدائے کا زۀ به تل پايم پېښور او هم خېبر يم

 

په ټيټوالي لکه سمه په لوړوالي لکه غر يم

زۀ د تور سر مغل ته د پښتون د سر مغفر يم

 

په بدن ئې زۀ جوشن يم او په لاس کښې ئې سپر يم

د صدمو ويره مې نشته چې اصيل په خپل جوهر يم

 

کۀ هر څو شمه ډبر زۀ بيا مغل وته ډبر يم
 

هم ډبر هم تاتره هم ملندرۍ هم لواغر يم

 

هم د روه د شهندانو په دې غرونو زۀ شهپر يم

د ايمل ځان او ځيګر يم د خوشحال د زړګي سر يم

 

زۀ اميد د دريا خان يم بل به پورته تل بصر يم

سر تر پايه را کښې ښخې کۀ نېزې تورې چړې شي

 

تل په هوډ به خپل ولاړ يم کۀ دنيا اړې ګړې شي

دا وطن مې عقل او هوش دے هم مې روح هم مې بدن دے

 

دا وطن مې پام او پوهه دا وطن مې ځان او تن دے

سپېرۀ ډاګه مې وطن خپل په ښائست لکه چمن دے
 

 

هر سنګلاخ او خارستان ئې په ښکلا لکه ګلشن دے

تۀ سيندونه ولې پرېږده په هر ډنډ راته عدن دے

 

او چې کاڼو ته ئې ګورم په هر ګام راته يمن دے

چې ئې دوړې شي راپورته په هر خوا راته ختن دے

 

هر ازغے ئې په وجود مې ياسمن او نسترن دے

هره جاړه ئې سنبل دے هره پاڼه ئې سوسن دے

 

د بل چا به چرې نۀ شي دا وطن زما وطن دے

دا وطن مې ننګ ناموس دے دا وطن مې سرومال دے

 

دغه چغه د هر کس ئې نن په ځان هر يو خوشحال دے

دا وطن به اوس زما وي دا مې قول دا مې اقرار دے

 

سپين او تور به ئې زما وي کۀ ئې لېل او کۀ نهار دے

اوس به تل مې د وطن وي کۀ ګفتار کۀ مې کردار دے

 

زما سر ورنه قربان او زما ځان ورځنې ځار دے

راغے وار ئې د اولس خپل کۀ پرې تېر د غېرو وار دے

 

تېر ناتار شو د خزان ترې د بهار اوس دوندوکار دے
 

هر يو بڼ ئې ګلستان هره بېديا ئې لاله زار دے

 

په هر څۀ لکه ارام دے په مرغزار هم په کهسار دے

دا چې وائې چې مسلمان ئې آبياري لره پکار دے

 

د اوبو خبرې مۀ کړه هر يو رګ مې جوئبار دے

خپل بدن به کړمه خاورې خپلې وينې به اوبۀ کړم

 

د وطن په کار کۀ نۀ شي نو کۀ وي زۀ به ئې څۀ کړم

دا سروش مې شو تر غوږو د بلبلو د نوا نه

 

د بهار آثار ليدۀ شي باغ مې خلاص شو له خزانه

د سونډک مونډک سيلۍ او دوړې ووتې له ميانه

 

لخلخې به اوس رادرومي د نسيم او د صبا نه

خار وخس په ورکېدو دي اوس زما له ګلستانه

 

د پښتون ګلشن ډکېږي له سمنه  له رېحانه

د دې ښکلي باغ مالياره هم د دۀ سرو روانه

 

صنوبر دې انتظار کا جوړ رادرومې باچا خانه

په کلونو مياشتو زوړه په همت په عزم ځوانه

 

ارادې لکه قامت ستا کا خبرې له اسمانه

ښه فضا ده مشک افشانه عنبر بېزه او ګل پاشه

 

ستا راتلۀ دې مبارک وي اے مالياره راشه راشه

(الفلاح پښتو ايډيشن ١٩٥٥)

 

يو دے

 

 

محمد اسلم خان کمالي

 

اباسين امو تر کوئټې دغه واړه افغان يو دے

 

د دنيا هره خطه کښې د پښتون دين ايمان يو دے

 

سياسي حوادثاتو، مجبوري اتفاقاتو

 

کۀ هر څو دے بيل بيل کړے بيا ئې هم سود و زيان يو دے



 

هم په سمه هم په غر کښې هم په بحر و په بر کښې

 

په همت او په جرات خپل دوي ته ګران او اسان يو دے



 

څوک تس نس پراتۀ دنيا کښې چا نه ژبه قومي پاتې

 

مګر ناز کړي په نسب خپل ځکه ئې نام و نشان يو دے



 

ښۀ احساس ئې تېز دے مذهبي جوش ئې مهمېز دے

 

وجودونه ئې ګوښي ګوښي خو په کښې قومي جان يو دے

 

د ايثار نظير ئې نشته سخت جاني هم په کښې ښه شته

 

ننګ د قوم باندې فدا دے هم ئې ساز و سامان يو دے

مخ ئې روڼ هميش د تورې مروت کښې له هر چا پېش

 

نمر سپوږمۍ هسې څرګند دي هر وطن کښې ئې شان يو دے



 

دښمنۍ ځنې د دوي نه بلاګانو امان غوښتې

 

دوي په ضد چا سره مۀ شه ورته نفع نقصان يو دے

هم استوګنه هم سفر کا هر ديار کښې دوي ليدۀ شي

 

لا اباله دي هر چرته ورته چين و ايران يو دے



 

کمالي! حاصله دا ده پښتانۀ عجب مخلوق دے

 

مجموعه ده د اضدادو ورته وران او ودان يو دے

 

 

 

 

 

مولانا عبدالله استاذ

 

 

 

روېل خان روېل د نوښار

 

خوښي د هر سړي ده خپله خپله

 

څوک چې شاعر کوم دا زمان خوښوي

پښتې زما د زړۀ نه دا که ګله

 

زړۀ خو زما رئيس افغان خوښوي

 

 

 

نوم عبدالله لقب لبيد وۀ د دۀ

 

نباض د شعر په نبضونو وۀ پوئ

لوړ تخلص رئيس مفيد وۀ د دۀ

 

د بلاغت په ښو شعرونو وۀ پوئ

موجد اوزان فخر مزيد وۀ د دۀ

 

په رنګارنګ ښکلي وزنونو وۀ پوئ

ګورې نظير ئې په دې فن کښې څۀ له

 

لوئي واړۀ ټول د دۀ اوزان خوښوي

 

 

 

کۀ د اشعارو سمندر لټوې

 

هر يو کتاب دے سمندر د رئيس

اصلي د شعر کۀ ګوهر لټوې

 

واړۀ شعرونه دي ګوهر د رئيس

زيب د محفل له کۀ زيور لټوې

 

هار د اشعارو کړۀ زيور د رئيس

زېب د محفل به ئې بيا تۀ پخپله

 

ښکلا به ستا نومې انسان خوښوي

 

 

 

پښتو کښې داسې شاعران وينمه

 

غزل نه بل څۀ شې ليکلې نۀ شي

هم پکښې داسې څو کسان وينمه

 

زيات له چاربيتې څۀ وئيلې نۀ شي

تکړه پکښې هم اديبان وينمه

 

نظم نه مخکښې دو وهلې نۀ شي

رئيس ليکل کوي په هره پله

 

پله ئې هره عاقلان خوښوي

 

 

 

رئيس انجام د ښۀ او بد پيژندو

 

په زور د علم ئې اشعار ليکلي

په پوخ يقين ئې رب احد پيژندو

 

ځکه حمدونه ئې بې شمار ليکلي

محبوب د رب ئې محمدص پيژندو

 

عشق کښې نعتونه ئې بار بار ليکلي

نۀ اورې نعت به دا رنګ له بله

 

نعت د دۀ هر مسلمان خوښوي

 

 

 

چې څومره لوبې د رئيس اورې

 

د راز خبرې وي الفت وي پکښې

هم ئې چاربيتې چې سليس اورې

 

تاريخ او علم د عبرت وي پکښې

ښکلے غزل ئې چې نفيس اورې

 

لوړ تخيل ادب وچت وي پکښې

اوري هم څوک ئې مرثيې چې کله

 

ژاړي د سوز ئې دا بيان خوښوي

 

 

 

چې لټوم رباعياتو کښې

 

ښکلې نقطې او مثالونه د دۀ

دومره وي پورته په خيالاتو کښې

 

نيوے مې خيال نۀ شي خيالونه د دۀ

وي لوئې اثر ئې په ابياتو کښې

 

له فصاحت ډک وي شعرونه د دۀ

ختي اشعار ئې دي پوره په تله

 

هر څوک د شعر ئې ميزان خوښوي

 

 

 

اوري چې څوک ښکلي اشعار د دۀ

 

ډير ئې ليدو پسې ارمان کوي

ډير صفتونه موسيقار د دۀ

 

د ښو وزنونو هر زمان کوي

د ديني علم او کردار د دۀ

 

ښۀ صفتونه عالمان کوي

روپل ګلونه ئې په قبر نوله

 

روېل روېله ټول جهان خوښوي

 

دا دهشت ګرد څوک دے؟

 

 

 

اقبال حسېن افکار

 

سوات! د مشرق سويزرلينډ د سردرو وطن دے

 

د ننګ پښتو وطن دے، د ميړنو وطن دے

سوات! د رنګونو وطن دے د باغونو وطن

 

دا د سوما د ګلو د ورشوګانو وطن

سوات! د تاريخ او کلتور د تهذيبونو وطن

 

سوات! خو د امن زانګو په درست جهان يادېږي

سوات! د علمونو وطن د هنرونو وطن

 

چې د حافظ مسکن وۀ، د شېخ ملي وطن وۀ

د سوات! نران باتوران، ښکلي سپيځلي خلق

 

د صبر زغم ښاغلي، ښکلي ښاغلي خلق

چې وطن دوست يادېږي، نن در په در ولې دي؟

 

د چنارونو وطن، د نښترونو وطن

دا د مماڼو وطن، د ابشارونو وطن

 

په وږمه خيزه سيمه، په معطر فضا کښې

دا د بارود دندوکار، دلته کښې چا جوړ کړے؟

 

دا وحشت ګر څوک دے؟ دا دهشت ګر څوک دے؟

دلته کښې شر او فساد يارانو چا جوړ کړے؟

 

دا د بدها کالبوته چا په بارود ويشت؟

دا د سي ډي ګانو دکان څوک په بمونو ولي

 

په بې ګناه وګړو خودکش بريدونه څوک کوي؟

زما پښتنه ښکلو د هر انسان تپوس دے

 

د هر پښتون تپوس دے د هر افغان تپوس دے

يادګيرنه: دا نظم هم په ٢٧ اکتوبر ٢٠٠٧ء کښې ليکلے شوے وۀ. اے وي ټي خېبر هم زما په اواز ريکارډ کړے د Photage سره به ئې ټيلي کاسټ کوؤ. چې د جنرل پرويز مشرف د ٣ نومبر ٢٠٠٧ء د مارشلائي آرډر په زد کښې راغلو اوس ئې د پاڅون ادارې ته په وړومبي ځل د چاپ دپاره سپارم.(افکار)

 

عجوبه

 

 

 

عبدالرؤف عارف

 

په يو مخ ډېر نقابونه

 

هر نقاب کښې ډېر عکسونه

په هر عکس کښې ډېر رنګونه

 

په هر رنګ کښې فريبونه

عجيبه دې پيرزوئينې

 

عجيبه دي انعامونه

د غمونو سيلابونه

 

د تيرو سمندرونه

جنتيانو له اورونه

 

دوزخيانو له ګلونه

د ريا محبتونه

 

د دروغو قسمونه

نن يوه او سبا بله

 

يوه خلۀ او ډېر لوظونه

ستا د مينې داستانونه

 

انګارونه انګارونه

ستا دوستي هم عذابونه

 

دشمني هم قيامتونه

سندره

 

 

حضرت زبېر زبېر

 

څۀ نا څۀ چل شوے دے

 

زړۀ زما راټول نۀ دے

وه ملنګه چرته ئې

 

مات خو دې کچکول نۀ دے؟

څو ځله مې پوئ کړے

 

ښار ليونے شوے دے

لارې ئې ازار ګټي

 

هر زړۀ پکښې سوے دے

ګل ترې داغ په زړۀ وړے

 

روغ پکښې غانټول نۀ دے

وه ملنګه چرته يې؟

 

مات خو دې کچکول نۀ دے؟

ستا د ګل درې مارغان

 

وينم ناقلاره ځي

ما ته هم راګوري نا

 

داسې ورک په لاره ځي

څنګه لتاړ شوے خو

 

ستا د زړګي شپول نۀ دے؟

وه ملنګه چرته ئې؟

 

مات خو دې کچکول نۀ دے؟

اورم چې لمبه لمبه

 

وتې د چناره ده

اورم چې په وينو سره

 

بيا د وطن لاره ده

اور کښې لمبه شوے خو

 

ستا څادر پکول نۀ دے

وه ملنګه چرته ئې

 

مات خو دې کچکول نۀ دے؟

 

زما مونځ

ډاکټر علي کميل قزلباش

 

 

د غوټۍ په سپړېدو مي          د اذان اواز تر غوږ شي

 

چې زما د شپې سحار وي،             خو په ويښه کښې ويدۀ يم

 

نو بې غږه غوندې مينه              مې په مخ وتپوي چې

 

( بس سحار شو )                ګوره لاس مې وي د مور کۀ

 

د سحار د باد خوشبو وي.            چې راپاڅم له بستره د غفلت خپل

 

د احساس په قدمونو،           نو پاکي د ګل د پاڼو،

 

پرخه ما لره اودس شي          د شنيزې په مصله بيا

 

د سپېدار په اقتدا کښې             په خواږۀ غوندې قرات کښې

 

د مرغانو،               د ازغو، پاڼو، ګلانو

 

سره مونځ زما د مينې          د قيام تر حد رسېږي.

 

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ