Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Ghazaloona 03-09

غزلې 

 

 

 

پروفېسر رحمت الله درد

 

کۀ د عقل انتها راځي ملګرو

 

نو انسان ولې په شا راځي ملګرو

لېونتوب دے کۀ چپه د اګاهۍ ده؟

 

بې سببه چې خندا راځي ملګرو

آئينه به درته ونيسم کۀ وايو!

 

چې څۀ وايمه، حيا راځي ملګرو

چې ذهنونه منور نۀ دي د خلقو

 

دا الزام خو به په چا راځي ملګرو

سترګې مۀ پټوئ لاره ورته نيسئ

 

دا بلا به ګني بيا راځي ملګرو

چې د نُور په مخ مو خاورې ورتپلې

 

اوس له کومه به رڼا راځي ملګرو

هره لاره د وصال منزل ته رسي

 

کۀ باور مو په وفا راځي ملګرو

له ما درد به ئې چې لارې بدلولې

 

زما کور ته اوس تنها راځي ملګرو

 

 

پروفېسر نصير الدين طالب

 

دا تۀ چې د رقيب سره په پټه پخلا کېږې

 

يوه ورځ به د هغۀ سره په سر مې صلا کېږې

د خُلې نه مې زوېرګي هسې خطا دي راختلي

 

پُښتې کۀ مې رښتيا په تېغ زنۍ کښې خطا کېږې

پرهېز دے د خوږو نه د طبيب په مشوره

 

دا هم ګڼم کافي چې مې د سترګو دوا کېږې

قبله ده، مناره ده، يو منظر د صباحت دے

 

يو مونځ دے د بيمار په اشارو کښې ادا کېږې

شپه ورځ دې وضاحت کښې کړه په ځان باندې يوه

 

کافر ته ملامت نۀ ئې مومن ته صفا کېږې

اخر شوه پېمانه ډکه د اوښکو په صورت کښې

 

نزدې ئې زړۀ ته څومره، دومره لرې جدا کېږې

ګرم نۀ ئې مسافره پنډ په سر ئې د غمونو

 

په سېوري د کاکل کۀ د غرمو نه پناه کېږې

پېښې کړې د ځوانانو، وخت ته وګوره چې څۀ دے

 

همځولو کښې طالبه! هسې نه د خندا کېږې

 

 

محمد اقبال اقبال

 

چې نۀ کلۍ وي او نۀ ګل او نۀ وږمه د سپرلي

 

په غوڅو شونډو به څوک څۀ وائي نغمه د سپرلي

ريښمينو زلفو کښې دې واچوه ټالونه رنګين

 

ستا په بلۍ کوو جانانه تماشه د سپرلي

ورېشل ئې ګران، شلول ئې مرګ، پالل ئې کار د جنون

 

لکه د ورانې ماشوړې شوه، تنسته د سپرلي

ما وې د دې سيمې اولس له ئې په بيعه اخلم

 

ما پوره نۀ کړه په خپل سر هم، بيانه د سپرلي

په مونږ خو ډېرو زيري وکړل د ګلونو د ټل

 

خو نۀ ښکالو شته په دې چم، نۀ انګازه د سپرلي

ما وې چې ستا مينه به نغاړمه د ګل پاڼو کښې

 

خو دې حالاتو رانسکوره کړه کاسه د سپرلي

تېر شوے ژوند دے د اقبال د ګل کدو په ارمان

 

ورله په څلي هر ماښام ږدئ ګلدسته د سپرلي

 

 

محمد اسلام ارماني

 

په ټپه کښېناستو ماښام او سحر نۀ پېژنو

 

مونږ بدقسمته يو ر نګين مازيګر نۀ پېژنو

د دې ظالم نظام د لاسه خورو په مخ څپېړې

 

بې اتفاقه يو وروري د بشر نۀ پېژنو

د نفرتونو کروندې کوو په پاکه زمکه

 

مونږ مينه نۀ پېژنو زړۀ او ځيګر نۀ پېژنو

لوګي دي اور دے لګېدلے لر او بر په وطن

 

په نړېدلي کور کښې لاره د ور نۀ پېژنو

خُلۀ مو د بل ژبه د بل اختيار د بل دے زمونږ

 

ناست يو د بل په غېږ کښې مونږه خپل در نۀ پېژنو

ارماني امن غواړو مونږ پخپله پاکه خاوره

 

مونږ تشدد نۀ خوښوو مونږه خو شر نۀ پېژنو

 

 

ډاکټر باقي درانے

 

دا مې د خاورې ښه کوډله وه چې ورانه شوله

 

زندګۍ ځان جوړ کړ نۀ ما لره اسانه شوله

په کوچنيوالي ئې زما د کاغذ پاڼه وسوه

 

رڼا ئې څۀ وه؟ ترې زما شيشه پرېشانه شوله

وينه تر خاوره مقدسه ده دا چا ووئيل؟

 

مينه د خاورې سره نۀ وه چې بې جانه شوله

زما بدن ئې کړو ذره ذره په زهرو د غم

 

يوه کږه تر سينه تېره بې ايمانه شوله

څانګه تر پرښه راوتله پوهېدله چې دا

 

د ژوندانۀ يوه چينه وه چې روانه شوله

دا سړے څوک دے؟ چې له درختې مرادونه غواړي

 

د وطن درخته تر ايمان ورباندې ګرانه شوله
 

کتاب تر سر لاندې ويدۀ ستړے اميد شو باقي

 

ستړې ئې نۀ شوه حوصله نۀ پښېمانه شوله

ډاکټر زبېر حسرت

 

دا د غرونو څُوکې سرې چې مازيګر دي

 

شفق نۀ دے دا مې وينې د ځيګر دي

زما برخه مياشت خو ورکه له اسمان شوه

 

خلق هسې وائي ورځې د اختر دي

په سروټکو اتڼ اچوي له جوشه

 

څۀ مدهوشه استوګن ئې د مجمر دي

کلۍ نۀ ښکاري په څانګو د مڼو کښې

 

کۀ د شنو نښترو سرې لمبې په سر دي

د بلبلو سېل په ځالو کښې کباب شو

 

اوس ګونګيان دېره په باغ او په ګودر دي

د شودو چينې ئې وچې شوې له سوخته

 

شهزادګان بچې تنبوانو کښې نهر دي

درز شو پورته د بازار په ستنو ځانګي

 

دا شړۍ د سوات، څپلۍ د اشنغر دي

په ستنه کړې د جونګړو قضا خدايه!

 

دا وريځې چې خورې په لر و بر دي

د حسرت له قلم اوښکې کۀ بهېږي

 

هسې توېږي لېونو ته بې اثر دي

 

 

زېن محمد زېن

 

هر يو ديدن دې په تاوان پرېوځي

 

ستا محبت راته ډېر ګران پرېوځي

په بې وسۍ کښې ستا د مينې مثال

 

لکه په للمه چې باران پرېوځي

زمکه مې هم په ځان قدم نۀ پرېږدي

 

اسمان ته خېژم نو اسمان پرېوځي

رڼا رڼا شي زړۀ مې ساه واخلي

 

زما نظر چې په جانان پرېوځي

نن به تندے دې ښکلوم جانانه

 

کۀ په ما تندر د اسمان پرېوځي

ځکه ستا زېن وائي چې ګوره راته

 

ستا هر نظر په ما احسان پرېوځي

 

 

وزير مردانوي

 

زۀ چې د عشق د خوندونو ثنا خوان فقير يم

 

نوم مې وزير دے اوسېدونکے د مردان فقير يم

ما مال او سر خپل صدقه کړل د جانان په نامه

 

يم د هر څۀ نه بې پروا چې زۀ سلطان فقير يم

په راهګزر کښې يمه ناست او انتظار کومه

 

د دې عالمو دې سلوک ته ډېر حېران فقير يم

چې په منتر خلق دوکه کړم نو جوګي خو نۀ يم

 

ماته دا فخر دے حاصل چې مسلمان فقير يم

راځئ چې تاسو ته نغمې د محبت ووايم

 

زۀ په چمن کښې د بلبل غوندې ګويان فقير يم

يو محبت دے چې متاع ئې د ژوندون ګڼمه

 

نور بې پروا په منافع او په نقصان فقير يم

ما وزير ځان سره دا لوظ او اقرار کړے دے

 

چې د خپل يار در نه به نۀ ځم د جانان فقير يم

 

 

سرتاج خوشحال

 

ستاسو په نظر کښې خيرن خلق يُو

 

ښکلو مونږه پاکه لمن خلق يُو

ژاړو په خزان پسې بهار کښې هم

 

داسې په يادونو مئين خلق يُو

آه مو د غماز هم غوڅوي زړونه

 

دومره نرم زړي خوږمن خلق يُو

ځکه خو شېطان ته هم ناصح وايو

 

مونږ د نفرتونو دښمن خلق يُو

مونږ په خوشحالۍ د هر وطن خوشحال

 

مونږ د محبت د وطن خلق يُو

 

 

محمد سهېل (وړوکے لاهور)

 

کله چې عکس د هغه ښکلي آئينه کښې راشي

 

نو آئينه د حېرانتيا نه په سکته کښې راشي

په هغه ورځ به زۀ دا خپل فن په معراج ګڼمه

 

چې د ښائست ټولې نقطې ئې احاطه کښې راشي
 

داسې بې طمعې کرم ستا زمونږ په حال جانانه

 

لکه ناڅاپه چې يو موړ چرته قصه کښې راشي

د نيمې واوړېده د ژمي اوږده شپه اودۀ شه

 

درله به څوک داسې په يخه کنګل شپه کښې راشي

دا چې ئې پرېښودم په سخته کښې خفه پرې نۀ يم

 

زما ياران دي بيا واپس به راله ښه کښې راشي

څو ځله پرېښودے سهېل د هغه چم چکرې

 

بيا ئې شروع کړي چې يادونه ئې جرګه کښې راشي

پښتو