د پاڅون په نوم
هر چې ستا عېب و
تا وته ښکاره کړه په جهان کښې هم
هغه ګڼه ياران
(خوشحال بابا)
جناب مدير اعلٰي السلام
علېکم!
د ښاغلي مراد الله
شاه صاحب په مهربانۍ او
پررزوئنو زۀ هم د دې جوګه
يم چې دا د قدر وړه مجله
دې ولولم. خو نن مې چې د درېم
کال شلمه ګڼه نومبر او
دسمبر ٢٠٠٨ء وړومبنۍ
پاڼه واړوله نو يو ټکے
مې د پاڅون غږ د عنوان لاندې
په نظر شو: ( راپېښې
کشالې او د ليکونکو ذمه
واري) زما خيال وۀ چې ګني
دا د راپېښو کشالو کومو
سره چې پښتون قوم خصوصًا
او ټوله نړۍ عمومًا مخ
ده. د هغو متعلق اخباري
رپورټونه دي. خو بيا راته
پته ولګېده چې دا خو د ادب
سره متعلق ده. ادب خو زمونږ
د احساساتو، جذباتو،
فکرونو په نثر او نظم او
د دې اثر زمونږه د ژوند
د واړه اړخونو نوم دے.
ليکونکے
د خپلو خيالاتو، جذباتو،
احساساتو اظهار نۀ کوي
بلکه هغۀ ته چې څۀ وئيلے
شي يا هغه څۀ اوري او ويني
هغه ليکي او دا تاثر د هغۀ
ملکيت نۀ وي مثلاً مونږه
املا ليکو. يو ئې راته وائي
او بل ئې ليکي. اشټام ليکو.
د بل خيالات نقل کوو او
کتاب ليکو. چيټۍ ليکو. په
دېوال اشتهار ليکو. لکه
د دې نه مراد کاتب دے کاتب
ليکي.
خو کۀ چرې
مونږه خپل احساسات، جذبات،
تاثرات کاغذ ته منتقل
کوو دا زمونږ د ذهن يو تخليق
دے. دا زمونږ ملکيت دے. نو
داسې بنده ته ليکوال وئيلے
شي. په نورو ژبو مثلاً په
اردو په انګريزۍ کښې په
دې دواړو کښې څۀ خاص تميز
نشته. دا د پښتو ژبې يو خاصيت
دے او په نورو ژبو ئې سرلوئي
ده چې دې کښې ډېر تنوع او
ارت والے دے. مثال ئې دا
دے کۀ اوړۀ (آټا) خو ټول اوړۀ
دي خو ولې يو ځلې
واغږلې شي او بيا پرې
اوړۀ دوړولې شي هغې ته
اوړۀ نه بلکه بورڼۀ وئيلے
شي او دا صرف د دې ژبې يو
کمال دے چې د هرې ژبې ټکي
دا خپله غېږه کښې ځايوي.
خو خپل اصل نۀ ورکوي. بلکه
خپل ښائست پرې زياتوي.
خو په ټکي اخستو
کښې دومره احتياط لازم
دے چې اصل پکښې پټ نۀ شي
او هم دا زمونږه غرض دے
چې اصل پښتو دې ژوندۍ وي.
يو ځائے
کښې ناست وو. مونږ خبرې
کولې چې يو دوه يهودي هلکان
راغلۀ او حېران حېران
ئې راته کتل. بيا ئې پوښتنه
وکړه چې تاسو د کوم ملک
يئ. چې مونږ ورسره تعارف
وکړو. نو هغوي ووئيل چې
زمونږ دا شک راغلو چې ګني
څوک د اسرائيلو ژبه وائي
او زمونږ وطن دار دي. مونږ
ورته ووې چې هغه څنګه؟
هغوي راته ووې چې اول لهجه
او دوېم ټکي. مثلاً شلم.
شلم او شلُم او شلوم. دا
ټکي د دنيا يو قوم ماسوا
د بني اسرائيلو نه څوک
نۀ شي وئيلے. هم دغسې مونږ
پښتو کښې وايو: څنګه؟ څنګه
ئې، څۀ رنګ يئ. څۀ رنګې؟
په عربۍ هم دغسې شوؤن،
شلون، شي لونک، شلونک؟
(لون رنګ ته وئيلے شي او
شي څۀ (سواليه) او ک (د ستا
په صيغه) بهر حال دا ډېر
وسيع مضمون دے. ټولو ته
دعا او سلام.
ظاهر
الاسلام ګمرياني پرنسپل خېبر اکېډمي
ضلع نوښار
محترم ډاکټر صاحب سلامونه
مې واخلئ
موده وشوه
د (پاڅون) په حواله مې ليک
ته ډېر زړۀ کېږي خو زما
فطري ناراستۍ ما له دغه
څۀ نه پاتې کوي. د پاڅون
څۀ ګڼې د ګران اکبر هوتي
په مرسته تر ما رارسېدلي
هم دي او ما د خپلې ناراستۍ
باوجود ښۀ په راستۍ لوستلي
دي. ځکه چې ادبي ليکونه
لوستل کۀ يو خوا ذهني ستړيا
دمه کوي نو بل خوا زمونږ
غوندې د کم لوستو او کم
علمو په علمي پنګه کښې
د دروند والي سوب هم ګرځي.
دا خبره
زۀ بغېر د څۀ مبالغې ښه
په ډاډه په علمي محفلونو
کښې کوم چې په نن وخت کښې
د پښتو اکېډمۍ مجله (پښتو)
د پښتو ادبي بورډ (تاتره)
او د مردان د معلوماتي
او مشاورتي مرکز (پاڅون)
په هره بڼه د پښتو ادب په
حواله ښۀ علمي او ګټور
معلومات وړاندې کوي. بايد
چې نورې څۀ مجلې هم په دغه
اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره
کوي خو ما به نۀ وي لوستې.
يو عرض لرم
کۀ چرې (پاڅون) کښې هم لکه
د (قند) غوندې د ادبي اصنافو
او ادبي سټو په حواله خصوصي
نمبرې خورې کړې شي نو دا
به په راروانو وختونو
کښې د تحقيق د طالب علمانو
له پاره د مشال حېثيت ولري.
الله دې
وکړي چې (پاڅون) په هم دغه
رنګ د پښتو ژبې او ادب پالنه
او روزنه ښۀ په نره او ايماندارۍ
سره ترسره کړي.(آمين)
ستاسو کشر
امين خان تنها (اېم فل)
پښتو ډيپارټمنټ پېښور
ګران او محترم
ډاکټر اسرار صاحب! سلامونه
او نېکې هيلې
د (پاڅون)
د ستمبر اکتوبر ٢٠٠٨ء
او نومبر دسمبر ٢٠٠٨ء
دواړه ګڼې راته ډاکټر
امجد علي له بېډفورډ نه
لندن ته راولېږلې. ډېر
خوشحاله شوم او د ډاکټر
امجد ښۀ هم منم. ډېره موده
پس مې پاڅون په
لاس کښې ده، غوښتل مې چې
د يو مضمون له لارې خپل
فکر درولېږم. خو د يو ليک
په بڼه کښې خپل يو څو وړانديزونه
درلېږم.
په دې ډېر
خوشحاله يم چې په (پاڅون)
کښې د املا غلطۍ بېخي نشته.
بېخي په دې مانا
چې د نشت برابر دي، په ( پاڅون) کښې ډېر په زړۀ
پوري او معياري ليکونه
خپارۀ شوي دي. په تېره بيا
د مشتاق مجروح يوسفزي
ليک (د پښتو مخصوص توري
او د هغو استعمال) د شېر
علي باچا (شاعري)، د دوست
محمد خان کامل مومند (تاتره)
ډېر ښائسته او په زړۀ پوري
ليکونه وو. بايد چې (پاڅون)
هم دغه رنګه ليکونو ته
هرکلے ووائي او خپارۀ
ئې کړي.
(پاڅون) يوه
ډېره معياري ادبي ګڼه
ده. د ادب پوهانو او د ادب
سره مينه لرونکو لپاره
پکښې ډېر څۀ شته چې هم معياري،
په زړۀ پوري او د زدکړې
لپاره ګټور هم دي. خو د عادي
لوستونکو لپاره هيڅ نۀ
لري. زۀ به يواځې د نومبر
دسمبر د ګڼې په حقله خبره
وکړم. د دوو مضمونونو پرته چې يو د ډاکټر
رحيم داد خان ليک دے او
بل د اکبر هوتي ډائري چې
د عادي لوستونکي لپاره
يو څۀ لري نور ټول ليکونه
ادبي دي. پکار ده چې (پاڅون)
سياسي او ورځني ليکونه
هم په خپلو پاڼو کښې ځائے
کړي دا به د (پاڅون) په ښکلا
کښې نور زياتوالے راولي.
بله خبره
چې زۀ ئې د ډېر وخت راهسې
احساسوم هغه د اردو او
پارسۍ ژبو لغات دي چې د
(پاڅون) په ليکونو کښې ډېر
زيات وي. زۀ دا منم چې تاسو
د يو چا په ليک کښې د لغاتو
بدلون نۀ شئ راوستلے خو
د ادارې له خوا چې کوم ليکونه،
اداريه او يا خبرتياوې
خپرېږي بايد په هغه کښې
تاسو د پښتو خپل لغات وکاروئ.
زۀ دا خبره بېخي نۀ کوم
چې ګني تاسو د بلې ژبې لغات
مۀ کاروئ. خو بايد چې مونږ
هغه لغات د نورو ژبو نه
واخلو چې مونږ ئې په پښتو
کښې نۀ لرو. چې کوم لغات
مونږ لرو بايد
هم هغه په خپلو ليکونو
کښې وکاروو. پکار ده چې
اداره (پاڅون) په خپلو خبرتياوو
او نورو ليکونو کښې وفات،
مرحومين، مشهور ومعروف،
راقم، حادثه، منسوب،
تجويز، مهاجرين، پناه
ګزين او هم دغه رنګه نور
لغات څخه ډډه وکړي او هم
دغه خواست هغه ليکوالو
ته هم کوم چې په خپلو ليکونو
کښې دغه وړانديز په نظر
کښې ونيسي. کۀ مونږ
دغه رنګه خپل لغات نۀ کاروو
نو زۀ ګمان کوم چې پښتانۀ
به خپل دغه لغات د لاسه
ورکړي او مونږ به خپل دغه تاريخي لغتونه
خپلو راتلونکو نسلونو
ته په ښـه توګه ونۀ سپارو
چې به يوه تاريخي تېروتنه
وي. نور بيا کۀ خېر وي.
ستاسو
د برياليتوب په هيله
اشرف
علي اېډوکېټ (لندن)
محترم ډاکټر اسرار
صاحب!
السلام
علېکم، د جنورۍ، فرورۍ
٢٠٠٩ (پاڅون) مردان مجله
رارسېدلې ده. تشکر او مننه
کوم. په سرپاڼه د يو کوچني
سکول ته تلونکي ماشوم
عکس او ورسره په څنګ کښې
د لعل زاده لعل مختصر ازاد
نظم پښتو ژبې سره د حکومت
او تعليمي نصاب جوړونکو
ناروا ظلم په ګوته کوي.
خو افسوس چې پښتو ويونکو
ته د دې ظلم احساس قدر له
نشته. نن پرون چې سوات کښې
په توره جامه کښې پټ عسکري
قوت د خپل دهشت، وحشت او
بربريت باوري کولو دپاره
کوم ناروا ظلم کوي، بې
ګناه بې خطا خلق لکه د غوا
مېښو حلالوي او د جينکو
او هلکانو سکولونو ته
اورونه ورته کوي، دوي
ته مشوره ورکول غواړم
چې تاسو خامخا لکه د فرعون
ځان ولې بدناموئ؟ تعليمي
نصاب سره کار ولرئ. ذهن
خو په تعليمي نصاب روزلے
او تيارولے شي. پښتو چې
د سکولونو د نصاب نه وويستې
شي نو د پښتون نوغے به خپله
ختم شي. عسکري قوت به بيا
لکه د ډاکوانو او شوکمارانو
په شان تربوزکونه نۀ وهي.
سپين بازان به ګرځي. ځکه
چې د پښتون نه به د پښتو
جامې ايستې شوې وي. د تهذيب
او کلتور په اړه به لُوڅ
لغړ وي. نو عسکري قوت چې
ورسره بيا هره لوبه کول
غواړي، کولے به شي او هر
لباس چې وراغوندوي، اغوستولې
به شي.
اداريه
کښې تاسو د خوږ ښائسته
محمد اصغر خان اېډوکېټ
مرحوم اصغر خان
لالا اديب او دانشور په
حواله څو کرښې ليکلي دي.
(په صفحه ٥ ) دې تر څ کښې د
هغۀ د ژوند خاکه او په شا
پاڼه د اصغر خان لالا ښائسته
عکس او د ياسر علي باچا
انګرېزۍ کښې ليکلې خاکه،
د ادب او صحافت
غوښتنې پوره کوي. د ژوند
لنډه خاکه کښې د (پاڅون)
اداره په صفحه ٦ ليکي:
(هغوي چې
د ملګرو دپاره کومې نثرپارې
چې په حقيقت کښې تکلونه
دي، ليکلي دي هغه ئې په
کال ١٩٦٢ کښې د (ژوند او
ادب) په نوم چاپ دي.)
د اشاعت
تاريخ، کال ١٩٦٢ صحيح
نۀ دے. (ژوند او ادب) کال ١٩٦٨
کښې چاپ شوے وۀ او رائټرز
ګلډ د غوره پښتو نثري کتاب
په حېث انعام ورکړے وۀ.
پښتو ادبي جرګې مردان
د مننې په توګه د کتاب د
مخکتنې دستوره
١٩٦٩ هم کړې وه. دا دستوره
د شېر علي باچا مرحوم د
دفتر په ځائے د يو صاحب
عبدالاحد شاد چې د تنقيد
په اړه ئې اردو کښې يو کتاب
(تخليق فن کا نظريه) هم ليکلے
وۀ، په ځائے کښې شوې وه.
ماته چې څومره ياد شي دې
ادبي ناسته کښې د پښتو
ادبي جرګې مردان ټول ملګري
راجمع وو. پروفېسر قاسم
مظهر، اسرار د طورو، عبدالواحد
قلندر، پير ګوهر صاحب
او غلام سرور لالا مرحوم
د کتاب په حواله ليکنې
اورولې وې. پروفېسر ميا
تقويم الحق کاکاخېل مرحوم
مشر مېلمه وۀ. ميا خېر الحق
ګوهر مرحوم صدارت کولو.
هما صاحب د کوربه فرائض
تر سره کول. د تلاوت نه پس
چې د دې ادبي ناستې باقاعده
کارروائي پېل کېده نو
امير بادشاه منير مرحوم
ووې ( د کتاب رسمي مخکتنه
اول پکار ده.) کتاب خو په
منځ کښې څرګند پروت وۀ.
امير بادشاه پرې رومال
د پاسه خور کړو او ميا صاحب
ته ئې د پلو پورته کولو
دپاره بلنه ورکړه. خنده
رويه پروفېسر ميا تقويم
الحق کاکاخېل مرحوم د
رسم پوره کولو په مهال
کښې مسکے شۀ او يوه دُرغاړۍ
ئې وويشته چې:
(داسې ښکاري
لکه چې وادۀ مخکښې شوے
وي او نکاح اوس تړلې شي.)
ما سره د
طورو يو باذوق ملګرے محمد
اقبال راهي هم دستوره
کښې شامل شوے وۀ. په دغه
موقعه ما يوه قطعه اورولې
وه. چې پکښې د ګڼو څيزونو
لحاظ ساتلے شوے وۀ. د کتاب
نوم، (ژوند او ادب) د مصنف
نوم (لالا) د کتاب رنګ (سور
بخن) او خپل تخلص (شفق) د اخري
مصرعې نه تاريخ هم راوځي.
لالا د ژوند له باغه راوړو
ګلاب
جوړ د پښتو په ادب راغے
شباب
پام چې تاريخ
کښې درنه هېر نۀ شي (دے) نثر زېبا
او شفق
رنګه کتاب
اخري مصرعې سره چې (دے) يعني ١٤ جمع شي نو
د حرفونو مجموعه ١٩٦٩
جوړه شي. (دے) ټکي ته په دوه
لحاظه پام ضروري
دے. (١) يعني کله چې د پښتو
ادب تاريخ ليکلے شي نو
اصغر لالا دې هېر نۀ کړے
شي. او (٢) کۀ څوک د قطعې د
اخري مصرعې نه تاريخ راوباسي
نو هم به (دے) نۀ هېروي او
يوه بله دا چې دا زما شفق
د تاريخ وئيلو وړومبۍ
هڅه وه. وروستو هما صاحب
د اعتراض نکته پورته کړې
وه چې په کتاب چاپ شوے تاريخ
خو ١٩٦٨ دے له دې کبله قطعه
کښې تاريخ دغه پکار وۀ.
نو داسې هم کېدلے شي يعني
(الف) به ترې په اوچ زور والوځولے
شي.
پام چې تاريخ
کښې درنه هېر نۀ شي (دے) نثر زېبا
و شفق رنګه کتاب
دغسې به
د ژوند او ادب د خپرونې
کال ١٩٦٨ شي خو د مخکتنې دستوره په ١٩٦٩
کښې شوې وه.
د (پاڅون)
تازه ګڼه کښې شامل ليکونه،
کۀ ادبي او تنقيدي دي او
کۀ تخليقي د ستائيلو جوګه
دي. مورنۍ ژبه، شاعري له
خيال، رېل ګاډے، سوالاً
جواباً، او رشته (افسانه)
د سيد محمد علي دا دوېمه
قصه هم زما ډېره خوښه شوه
ځکه چې نثر ئې لکه د ډاکټر
اسرار ساده او سپېځلے
دے. (بې نيازه ملنګ) د ښاغلي
جميل يوسفزي يوه اغيزه
ناکه خاکه ده. پروفېسر
انعام، جان لالا، افسوس
چې د داسې ښاغليو ادبي
پېژندګلو يواځې په ليدو
کتو او خاص دوستانه مجلسونو
اړه نۀ لرلے. زۀ به ورته
خپله کم نصيبي وايم چې
د پروفېسر انعام څۀ ادبي
يا فني او علمي اثر مې له
نظره نۀ دے تېر شوے. دا سوال
هم په خپل ځائے دے چې دې
د کوم کلي او کومې ښاريې
اوسېدونکے وۀ؟ کۀ پته
درک ئې رامعلوم شي نو هم،
څۀ پرې؟ اوس خو هغه د بېلتون
د کور مېلمه شوے دے. کۀ څوک
مينه وال ئې څلي ته ورشي
نو دغه به وائي:
نور به اوس څۀ وي سوال
جواب د پشېمانه سره د قبر شمع مې ژړېږي
د جانانه سره
م. ر شفق
♣♣♣
ګرانه
ډاکټر صاحبه
جوړ اوسې. مجله
رارسېږي. ډېره مننه. خو کله کله غلطي پکښې
ووينم. مثلاً په دې رساله
کښـې يو سوال دے چې:
سوال
: ستا په خيال تحفه بايد
څنګه وي؟
جواب:
تحفه هر قسم چې وي خو دوه
شيان بايد پکښې واضح وي
يو خلوص بل ذوق.
مګر په رساله کښې د
ذوق په ځائے اخلاص ليکلے
شوے دے. کۀ اصلاح ئې وشي
بد به نۀ وي. شکريه
جعفر اچکزے
محترم ډاکټر
صاحب او د پاڅون
ټولو ملګرو ته د مينې سلامونه
هيله ده چې تاسو
ټول به روغ او جوړ يئ. پاڅون
مجله راته په وخت او باقاعدګۍ
سره ملاوېږي. د پاڅون په
باره کښـې څۀ ليکل غواړم.
د ټولو نه وړاندې
زۀ د پاڅون په باقاعدګۍ
چاپ کولو مبارکي درکوم
ځکه چې د پښتو ډېرې مجلې
خو چاپ کېږي خو بيا ډېرې
زر بندې شي. د پاڅون ټائټل
ډېر ښکلے او ښائسته وي
هر عکس خپل يو مقصد لري
په وروستي مخ باندې په
انګرېزۍ ژبه کښې غېر پښتنو
لوستونکو ته د دې سيمې
او خلقو يو ښۀ پېغام ورکوي
چې ډېره ښه خبره ده. د پاڅون ټول مضمونونه
او شاعري ښه ده. د عثمان
مردانوي صاحب تحقيقي
او علمي مضمونونه په کلتوري
او سېلګرۍ موضوعاتو باندې
وي او ډېر ښۀ وي. افسانې
هم وي د جعفر صاحب تنقيدي
ليکونه هم وي چې خلق ځان
ته متوجه کوي. لنډې قيصۍ
هم سبقي وي. زۀ به دا عرض
وکړم چې دې ټولو موضوعاتو
سره تاسو په ماحولياتو
او ټوقو ټقالو باندې هم
څۀ نا څۀ چاپ کوئ. اخره کښې
به زۀ دا دعا وکړم چې ستاسو
داسې ښې هڅې دې د پاڅون
دپاره همېش له جاري وي.
والسلام
نشاط خان
پرنسپل
اورينټل
پبلک سکول مردان
محترم
ډاکتر صاحب السلام علېکم،
د پاڅون درې
کاپۍ راته ملاو شوې دي.
د نوم انتخاب ئې ډېر ښکلے
دے. ټولې مې ولوستې، زۀ
خو دومره نۀ پوهېږم خو
ټول ليکل راباندې ښۀ ولګېدل.
زۀ به ووايم چې پاڅون واقعي
پاڅون دے او په هر څۀ پوره
دے. دوؤ پاڅون رسالو
باندې د دوؤ جينکو تصويرونه
دي چې ډېر معصوميت پکښې
ښکاري او په يوه بله ګڼه
باندې د غوبل تصوير دے.
اوس خو اکثر خلقو نه غوبل،
وندر او چرمباز هېر شوي
دي. داسې پخواني الفاظ
ډېر ښۀ لګي او نوي کُول
ته به په نظر شي. هسې نه چې
هېر شي او بيا ورک شي. دا
ستاسو په شان پوهان اديبان
کولے شي. خدائے دې توفيق
درکړي.
ستاسو
مخلص
ډاکټر
ظفر علي
سابقه
ډپټي ډائرېکټر هېلتهـ
بريکوټ
ګرانه
محمد اقبال اقبال صاحبه
السلام علېکم،
د پاڅون د مئ جون 2008 ګڼه مې ولوسته. نظمونه
او نثري ليکونه ټول د ستائنې
وړ دي. ترتيب ئې هم ښۀ دے.
د اسرار صاحب د طورو ( د پښتنو
مورنۍ ژبه او تعليم ترقي)
هم يو ښۀ خوندور او معلوماتي
ليک دے. خو اسرار صاحب ليکلي
دي چې:
(عبدالرحمان
خان د مير افضل خان پلار
وۀ) داسې نۀ ده. عبدالرحمان
خان د مير افضل خان ترۀ
وۀ چې لاولد وفات شوے دے.
مير افضل خان او
عبدالعزيز خان د سرفراز
خان ځامن دي او زري بي بي
د دوي يوه خور ده. دې بي بي
په خپل لګښت د شاد محمد
خان ديوان په وړومبي ځل
د قاضي عبدالحليم اثر
صاحب په سرپرستۍ کښې د
پښتو اکېډمۍ پېښور نه
چاپ کړے دے. دغه ديوان کښې
قاضي صاحب د مردان د خانانو
شجره هم ورکړې ده او په
زري بي بي ليکلې د ډاکټر
امين الحق نظم (پښتنه مور)
هم ور کښې چاپ دے. اسرار
صاحب د مردان او هوتي د
خانانو او د هغوي د خپلې
ژبې او علم او ادب سره د
مينې او دلچسپۍ ذکر په
ډېره ښه طريقه کړے دے. په
دې لړ کښې د لوستونکو د
معلوماتو دپاره ليکم
چې د هوتي د نواب محمد اکبر
خان د کتابونو راغونډولو
سره ډېر شوق وۀ او د هغۀ
لائبرېري د هندوستان
او بيا وروستو د پاکستان
په لويو لويو کتاب تونونو
کښې شمېر وه. د دغې لائبرېرۍ
ذکر دوست محمد خان کامل
او اجمل خټک او نورو ليکوالو
هم کړے دے. بل د لښکر خان
پنځو ځامنو په کال 1230 هجري
کښې د رياست هوتي يو لنډ
تاريخ او جامع وصيت نامه
په فارسۍ ليکلې ده چې د
پښتو او اردو ترجمې ئې
محمد علي خان چاپ کړې دي.
په دغه تاريخ کښې د هوتي
د نواب او د رنجيت سنګهـ
د جرنېل هري سنګهـ نلوه
ترمينځه ليکلي شوي خطونه
چې په تاريخي لحاظ ډېر
قيمتي دي هم شامل دي.
دا څو کرښې مې
د لوستونکو د معلوماتو
دپاره وليکلې. امېد دے
چې چاپ به ئې کړئ.
ستاسو
مخلص
مراد علي
باچا
♣♣♣
ګرانه
ډاکټر صېبه خوشحاله او
سوکاله اوسې،
د پاڅون تازه
پرچه راغله ډېره ډېره
شکريه.
ما ټکي په ټکي
ولوسته. د مشرانو او ځلمو
ليکونه او کلام مې ډېر
خوښ شول. ما سره يوه مجله
کښې د صنوبر حسېن کاکاجي،
يو ښکلے، سپېځلے يادګاري
تنقيدي مضمون شته کۀ تاسو
ئې چاپ کول غواړئ نو در
وبه ئې لېږم. ډاکټر صېب
تاسو به خبر يئ زۀ د تېرو
شپږو مياشتو راهسې په
کټ کښې معذور پروت يم. د
ستمبر په اولنۍ هفته کښې
په غسل خانه کښې راپرېوتلم
د ښي پتون او ښي مړوند په
هډوکو کښې مې کريکونه
وشول. د لاس مړوند مې ښۀ
شوے دے خو د پتون دړد لا
جوړ شوے نۀ دے.
اقبال اقبال
صېب او د پاڅون نورو ملګرو
ته مې سلامونه ورسوئ. والسلام
ستاسو
خواخُوږے اياز داؤدزے
ډېر
محترم ډاکټر اسرار صېب،
زما له طرفه
د (پاڅون) ټولو
ملګرو ته سلامونه! ډاکټر
صېب د پاڅون دوه ګڼې مې
ولوستې. دې نتيجې ته ورسېدم
چې دا د پښتون قام د بېدارۍ
دپاره د يو جرس کار ورکوي.
پښتو، پښتون او پښتونخوا
ته پېښې کشالې او د هغې
د حل کولو لارې چارې لټول
د پاڅون موضوعات دي.
کوم تحريک چې
د مردان زمکې وخت په وخت
د پښتون اولس د بېدارۍ
دپاره چلولے دے پاڅون
د هغې زنځير يوه کړۍ ده.
ډېره مننه
اقبال شاکر بټخېله