زيړ ګلے،
زمونږ قامي ګل
ساحل يوسفزے
په يوه
زمکه يوۀ باغوان کرلي عباسي ګلونه
زيړ و سپين او سرۀ کړي
د خوشحال بابا د
شعر تر رويه خو دنيا الله
تعالٰي د رنګا رنګ ګلونو
نه ډکه کړې ده. د هر ځائے
او د هرې خطې ګلونه جغرافيائي
او موسمي ماحول سره سمون
خوري. د اوړي، مني، ژمي
او سپرلي خپل خپل ښائستونه
دي او په دې کښې د خود رويه
ټوکېدونکو ګلونو خپل
رنګونه او خپل مزاجونه
دي. زمونږه پښتونخوا هم
د خپلې آب و هوا او خپل مزاج
له کبله د څلور واړو موسمونو
يوه داسې ګلدسته ده چې
د يو پښتون ماشوم نه واخلې
تر سپين ږيري بنيادم پورې
ځان ته پښه نيولې کړي وي.
د غرونو په سرونو، کنډاوونو،
تنګو، خوړونو، دريابونو،
چينو او لختو په غاړو،
په مېدانونو، ورشوګانو،
مېرو، پولو پټو، جبو،
په لونده او للمي زمکو
د ګلونو يو نۀ ختمېدونکې
سلسله انسان سره اوږه
په اوږه راروانه ده. هر
ګل د خپل رنګ او د بوئ په
حېث په انسان يو ژور اثر
لري چې د نظر سره سره د هغۀ
ذهن هم معطره او تروتازه
ساتي او د هغۀ په مزاج او
خبرو کښې هم نرمي او شګفتګي
پېدا کوي. دا ښکاره خبره
ده چې کومه خطه ګلونه لري
او کومه خطه ګلونه نۀ لري
د هغوي په خوي بوئ، خبرو
اترو کښې د زمکې اسمان
فرق وي. بيا دغه خلق کۀ مونږ
معاشرتي ژوند کښې مقابله
کړو نو د ژوند په هر مد کښې
به يو ځانګړے ارتقائي
حېثيت لري. د ګل لرونکي
خطې د خلقو د سوچ فکر دائرې
د وخت سره سره وسعت مومي.
د دنيا د نورو قامونو سره
د سيالۍ جوګه وي او د انسانيت
د ښېګړې،خوشحالۍ، سوکالۍ
او اسانتيا دپاره څۀ نه
څۀ کار او زيار کوي.
د نباتاتو
په دنيا کښې د هر بوټي او
ګل خپل خپل خصوصيات دي.
ګڼ شمېر بوټي او ګلونه
د انسان دپاره دارو درملو
کښې پکار راځي. دغه شان
په نړۍ کښې هر قوم په ملکي
سطح ځان ځان له د قامي بوټي
يا ګل انتخاب هم کړے دے.
دا هم ضروري نۀ ده چې هر
ګل ته دې هر څوک په يو نظر
وګوري. د هر رنګ دپاره د
هر سړي خپل جمالياتي حس
پکار راځي او يوې نتيجې
ته رسي او د خپل ذوق تسکين
پرې کوي. لکه ډېر خلق سُور
رنګ د محبت نخښه ګڼي. تور
د وحشت، بربريت او جهالت،
او زيړ رنګ د نفرت په معنو
کښې اخلي. دغه شان سپين
رنګ د امن علامت ګڼي. کونتره
هم د امن علامت دے او بيا
کۀ سپينه وي خو ډېره ښه
ده او کۀ چرې توره وي، يا
شنه وي، يا سره وي نو ګني
کونتره د امن علامت نۀ
شي کېدې؟ دغه شان تور رنګ
د ظلم، بربريت او جهالت
رنګ ګڼلے شي نو آيا دغه
تور رنګ د شريفو، زړۀ سواندو
او د لوستو انسانانو نۀ
شي کېدې؟ دغه شان سُور
رنګ د محبت د اظهار دپاره
پکارولے شي خو ولې سُور
رنګ د خطرې او جنګ وجدل
دپاره پکار نۀ راځي؟
د پورتنو
سوال نما جوابونو په ډاډ
زۀ خپله خبره د زيړ رنګ
په حقله هم کولې شم چې کۀ
زيړ رنګ د چا دپاره د نفرت
علامت وي نو وي به، د بدهـ
مت او هندو مت دپاره خو
مذهبي رنګ دے. هم دغه تسلسل
پنجابي قوم د هندوانه
رسم و رواج له کبله چې يو
بل سره ډېر نزدې نزدې پاتې
شوي دي يا پاتې کېږي، هم
خپل کړے دے. د هغوي په ښادو
کښې جينکو هلکانو زيړو
يا نورو جامو سره سره زيړې
لوپټې او څادرونه يا لنګونه
له ځانه تاؤ کړي وي او په
ګډا ګډا د خوشحالۍ اظهار
کوي.
خو پښتنو
د خپل زرخېز ذهن له کبله
ځان له د صدو صدو راهسې
زيړ رنګ د ګل په شکل کښې
خوښ کړے دے او هغه ګل ( زيړ
ګلے ) دے. هسې خو په زيړ رنګ
کښې ډېر ګلونه او څيزونه
کېدې شي چې د هغې ذکر وخت
په وخت پښتنو شاعرانو
خپلو شعرونو کښې کړے دے.
د يو مئين په خپل مئين پسې
د رنګ د زيړېدو تشبيه ئې
کله شړشم، نرګس، نارنج
او کله کله د زيړګلي سره
هم ورکړې ده. خو د دې مطلب
دا هيڅ کله هم نۀ دے چې ګني
واقعي دا د ناجوړتيا علامتونه
دي. په شاعرۍ کښې د يو مئين
د بل مئين پسې د زيړېدو
ذکر د شديدې رومانوي جذبې
اظهار دے.
د پښتنو
په زمکه د خود رويه ټوکېدونکو
ګلونو شمېر په سلګونو
کېدې شي. په هغې کښې ګل لاله
(رېدي)، غانټول، دوبۍ،
پېغمبري ګل، کاشني، پلواړے،
ورخاړے، نرګس، پرېوتۍ،
منګوټے، سورګلے، پاپړه،
شموخه، ترکړۍ، زمبق،
کارېزه، درېړے، پېريان
ډولۍ، تريوکے، شمکے،
اورکے، پيازکے، سپلمۍ،
سپين بمبل، غونډوږے،
ډيله، جمدر، مستک، شپېشتے،
سارمے، چلوېرے، خربوټے،
او داسې نور ډېر دي. دې کښې
ډېر ګلونه د خپل شوخ رنګ
په وجه د خلقو پام زر ځان
پله راوګرځوي. ځنې ګلونه
شوخ نۀ وي خو بيا هم د کتونکي
د ذوق پورې منحصره ده چې
دې پکښې د قدرت د فنکارۍ
نه څومره خوندونه اخلي.
په دې ګلونو کښې زيړګلي
ته ځانګړے حېثيت د ادب
په حواله ډېر په شد او مد
سره حاصل دے. د ټولو نه بنيادي
حواله د خان بابا خوشحال
خان خټک دا شعرونه کېدے
شي:
|
ښۀ
چې راغلے د بهار زيړيه
ګله
|
|
اندېښنه
دې عندليب په هر نفس کړه
|
يا دغه شان ئې بل
شعر دے:
|
ښۀ
چې راپېدا شوې د بهار زيړيه
ګله
|
|
تل دې يادونه عندليب
په هر نفس کړه
|
|
چې دا هسې ښائسته
ئې زيړه ګله
|
|
ځکه تا په ځان شېدا
کړله بلبله
|
دغه شان ټپه
هم د پښتو د اولسي ادب يو
داسې ځانګړے، لرغونې
ژوندے صنف دے چې هر ځل ئې
په وېنا يا اورېدو يوه
نوې تازګي محسوسېږي. د
زيړ ګلي په حقله هم داسې
ټپې موجودې دي چې د صدو
صدو راهسې يو نۀ ختمېدونکې
سفر ئې تر مونږ رارسولے
دے. مونږ سره خو داسې څۀ
کوټلې پېمانه نشته چې
مونږ پرې د ټپو تعين وکړې
شو چې دا د کومو وختونو
سره تعلق ساتي. البته د
لفظونو او موضوع نه ئې
اندازه لګېدې شي ځکه نو
زۀ هم يو څو داسې زړې ټپې
د حوالې په توګه راوړم.
|
په لوړو غرو به
سره خېژو
|
|
په زنګونو به
زيړ ګلونه ماتونه
|
|
په لوړو غرو د
خدائے نظر دے
|
|
په سر ئې واورې
په لمن زيړي ګلونه
|
|
خدايه ورکوټے
ککے لوئے کړے
|
|
چې مور له راوړي
په ټوپۍ کښې زيړ ګلونه
|
|
سپرلے به ستا
د کبره خوار شي |
|
په زرغونه جوتو
دې مات کړۀ زيړ ګلونه
|
|
مخ په قبله بلبلې
لاړې
|
|
په څلورمه ورځ
به راوړي زيړ ګلونه
|
|
په لاره تلې کږه
وږه شوې
|
|
له ډېره خياله
دې زيړ ګل وشرمونه
|
|
په اختر تۀ ځه
چې زلمے ئې
|
|
په سپرلي ما پرېږده
چې راوړم زيړ ګلونه
|
|
کۀ د زړګي مراد
مې سر شۀ
|
|
په زيارتونو به
امبار کړم زيړ ګلونه
|
|
تا د سفر موزې
په پښو کړې
|
|
د زيړو ګلو باغ
په چا سپارې مئينه
|
|
وار خو د زيړو
ګلو تېر شۀ
|
|
بويه چې بيا سپرلے
راځي سپړي ګلونه
|
|
خدايه له خېره
باران وکړې
|
|
چې کبرجنې مېرې
وکړي زيړ ګلونه
|
|
وطن د زيړو ګلو
باغ دے
|
|
ما کبرجنې ورته
شا کړه اوس ترې ځمه
|
|
خلق دې وائي تومتونه
|
|
زۀ په تومت کښې
زيړے ګل ولاړه يمه
|
|
ولې به نۀ ژاړم
تالا شوم
|
|
په زيړو ګلو مې
چينجے ولګېدنه
|
|
په علامه د سپرلي
پوه شوم
|
|
جينکو راوړل په
اوربل کښې زيړ ګلونه
|
|
اشنا په نورو
ګلو مست دے
|
|
د کوټې شا ته ئې
وراستۀ شو زيړ ګلونه
|
|
په لاره تېر شوم
ګناهګار شوم
|
|
ما زيړے ګل پرې
کړي نه، لاس مې تړينه
|
|
يار مې د تورو
ګډو شپون دے
|
|
ما له به راوړي
سپينې ژاولې زيړ ګلونه
|
|
دومره په بخت
زورور نۀ يم
|
|
چې د تالا باغه
به راوړم زيړ ګلونه
|
|
جانان زمونږ په
کلي راغے
|
|
زمونږ په مېنو
دې رب شنۀ کړي زيړ ګلونه
|
|
کۀ ګل پېدا وې
خزان نۀ وې
|
|
د زمکې سر به اماني
وۀ زيړ ګلونه
|
|
اوړے دے ټول په
غم کښې تېر کړو
|
|
په ژمي راغلے
له ما غواړې زيړ ګلونه
|
|
يار مې وچوب کښې
زيړے ګل دے
|
|
نرۍ ويالۀ به
د ديدن زۀ ورولمه
|
|
لونګۍ په سر کړه
بهر راشه
|
|
چې د لونګۍ ول
کښې دې کېږدم زيړ ګلونه
|
د
زيړګلي په حقله پورتنو
ټپو ته کۀ وکتې شي نو د مختلفو
وختونو تسلسل په کښې په
نظر راځي. هرې ټپې د مينې
محبت د رنګونو يو لوئے
جهان په ځان کښې رانغاړلے
دے. کۀ دغه رنګ او مينه د
دوؤ ميئنو ترمنځه وي،
کۀ د يوې مور زوي ته د دعا
په شکل کښې وي، کۀ د وطن
سره د وفا په رنګ وي. غرض
دا چې د مکان او زمان يو
زړۀ راښکونکے منظر کشۍ
پکښې لازواله خوند پېدا
کړے دے.
دغه
شان يو څو نورې ټپې چې د
مختلفو دورونو نه راتېرې
شوې دي لکه:
|
د جېلخانې د منځ
پيپله
|
|
رب دې زيړ ګل کړه
چې قېديان دې بويوينه
|
|
په شېر عالم به
خوشحالي وي
|
|
د زيړو ګلو باغ ئې
ټول ورسېدنه
|
|
تۀ د ګلاب غوندې
تازه ئې
|
|
زۀ د زيړګلي په رنګ
زيړ ګرځم مئينه
|
|
خلقه رادؤ کړئ
تماشې له
|
|
لالي په تور اوربل
کښې ايښي زيړ ګلونه
|
|
د زړۀ غوټۍ مې
ويښې نۀ شوې
|
|
په خوب اودۀ خزان
تالا کړۀ زيړ ګلونه
|
|
د لېلٰي کور ما
ته معلوم دے
|
|
پکښې پرتې دي د قېس
وينې زيړ ګلونه
|
|
خزان چې شته مۀ
خوشحالېږه
|
|
بلبله نن سبا به
توئ شي زيړ ګلونه
|
دغه شان
د ماضي په لنډو وختونو
کښې وئيلي شوې ټپې هم د
خپل ليک په پخلي کښې راوړم:
|
ګل د اوربل سره
جوړېږي
|
|
راشه اوربل باندې
قطار کړه زيړ ګلونه
|
|
کۀ ژاړم ژاړم
زۀ به ژاړم
|
|
په زيړو ګلو مې تالان
ولګېدنه
|
|
هلکه روغ به لېونے
شې
|
|
کۀ د اوربل دپاسه
کېږدم زيړ ګلونه
|
او
د اوس وخت ځنې يا د تېرو
څو عشرو داسې ټپې هم شته
چې لا د لفظونو په لحاظ
يا د وېنا تر مخه تراشلې
شوې نۀ دي خو بيا هم پکښې
د زيړ ګلي ذکر په رومانوي
انداز کښې شوے دے.
|
مخ دې د زيړو ګلو
باغ دے
|
|
لکه چراغ دے پتنګان
پرې ځان سېزينه
|
|
خزان په زيړو
ګلو راغے
|
|
بلبل بورا او
باغوان ټول ژړا کوينه
|
|
باغوانه سېل له
به درځمه
|
|
يار مې کرلي دي
په باغ کښې زيړ ګلونه
|
په پښتو ادب کښې
چاربېته هم د ټپې غوندې
ياد او زړۀ پورې صنف دے
چې د پښتنو د اولسي ژوند
ژواک خوند رنګ پکښې د کمالونو
تر حده موجود دے. ځکه نو
د چاربېتې استاذ شاعر
احمد دين طالب چې (١٨٥١ء........١٩٢٧ء)
د خپلې چاربېتې په يو بند
کښې د زيړ ګلي ذکر په دې
ډول کوي:
|
زيړه
کړي ګفتار، زيړ مې قميص
زيړ مې ګلونه دي
|
|
زيړه لوپټه په سروم
نۀ لرم کار په چا
|
|
سينه مې زيړ ګلونه
د بلبلو پرې سېلونه دي
|
|
ټول بدن مې زيړ دے
چرې نۀ کوم اتبار په چا
|
|
ثاني د زيړو نشته
هم په زيړو کښې ډولونه
دي
|
|
زيړے مازيګر
سېل کړمه په زيړ باغ کښې
پره شومه
|
زيړ بدن مې تر دے خلقه
راته دلګيره شوه
د يوې بلې چاربېتې
سر ئې څۀ دا رنګ دے:
|
په موسم راغلې د
ځوانۍ شولې ښېرازه
|
|
په تور اوربل کښې
دې قطار دي زيړ ګلونه
|
|
|
|
د
ګلو څانګې |
( زيړ
ګلونه ) د محترم عبدالرحيم
مجذوب د کتاب نوم هم دے
او د دغې عنوان تر لاندې
پکښې يو زړۀ راښکونکے
روماني نظم هم دے چې يو
بند ئې داسې دے:
|
ورځه ورځه په مخ
دې ښه په مخ دې زيړ ګلونه
|
|
اوښکې دې سترګو
کښې غړېږي زۀ پوهېږمه
ښۀ
|
|
خُلۀ دې خندا کښې
ويرانېږي زۀ پوهېږمه
ښۀ
|
|
جلۍ په تا چې څۀ تېرېږي
زۀ پوهېږمه ښۀ
|
|
خو لاس مې
نۀ رسېږي دا دي د قسمت کارونه
|
|
ورځه ورځه په مخ
دې ښه په مخ دې زيړ ګلونه
|
عبدالروف زاهد
صېب چې د پښتو د جديد غزل
استاذ شاعر دے د هغوي په
يو نايابه شعري
مجموعه ( پرخه ) کښې د ( ګلونه
زيړ دي ) په رديف سره يو غزل
هم شامل دے چې مطلع ئې څۀ دا رنګه ده:
|
وطن کښې پسرلے په
هر قدم ګلونه زيړ دي
|
|
مئينو له ډالۍ کښې
د کرم ګلونه زيړ دي
|
د خپل ليک په
اخره کښې د زيړ ګلي په حواله
د پښتنو د دې دور قام پرسته
او قامي شاعر محترم رحمت
شاه سائل د يو ازاد نظم
( د راوي جل پري ته ) نه څۀ
حصه د سند په توګه رانقل
کوم چې هغوي د پنجاب يوې
پېغلې ته د خط په جواب کښې
ليکي:
زۀ
تاته ستا د مينې
مبارکي
وايمه
او
يوه زيړه جوړه زيړه لوپټه
درلېږم
زيړ
رنګ زمونږ د محبت د پسرلي
رنګ دے
زمونږ
قامي رنګ دے
کۀ
زيړ رنګونه مو په مخ الوځي،
الوځي دې
مونږ
تل پسرلے په زيړ ګلي او
په شړشم کړے دے
مونږ
په سندرو د لُوټ شوي ژوند
ماتم کړے دے
ما
به هم کال په کال مېلې کولې
د
نارنج ګلي مېلې
د
نرګس ګلي مېلې
جشن
خېبر به کېدو
جشن
مالاکنډ به کېدو
خدائے دې وکړي
چې زمونږه د پښتنو لر او
بر بيا اباد شي امن امن
شي، مينه مينه شي، ذهنونه
يو شي، لاسونه کُونجې
کُونجې ، کړۍ کړۍ شي نو
هله به د سپرلو خوند راپېدا
شي او د خوشحال بابا دا
شعر به هم سوونو کاله پس
خپل د بحالۍ منزل ومومي:
|
جونه موټي موټي
ګل ږدي په ګرېوان کښې
|
|
د ځوانانو ګلدستې
دي په دستار کښې
|