PASOON
HomeLatest IssueEditorialNewsPoetryProseYour LettersPasoon DirectBooks ReviewPrevious IssueArchivesPushto LanguagePhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Poetry May June

څلوريځې

 

اياز داؤدزے

(دا څلوريځې د اياز داؤدزي د څلوريځو د مجموعې ((خيالونه او خوبونه)) نه اخستي شوي دي. دغه مجموعه ډېره زر چاپ کېدونکې ده. (اداره)

 

 

مينه او امن  چرته لاړل  ربه

 

انسانيت پروت دے د مرګ په تبه

څۀ شوه څۀ شوه مسيحائي څۀ شوه؟

 

چې ژوند ژوندے کا د (قُم) په ژبه

د څۀ کار دي سائنسي ايجادات

 

سوب چې نۀ شول د انسان د نجات

ماده تابع چې د روح نۀ شي نو بيا

 

زوال به راولي مادي کمالات

هدف د جنګ وي تباهۍ، بربادۍ

 

دښمن د امن د ښادۍ، سوکالۍ

جرګه او جوړه دي لازم او ملزوم

 

مشاورت  (جوړه) او  تفنګ تباهۍ

وخت به رښتيا کا يوټوپيائي خوبونه

 

د فنکارانو مثالي او فردوسي خوبونه

انسانيت کۀ ودرول شوے دے دېوال ته

 

اخر به وکړي په جارحيت تاختونه

دا رښتيا دي چې تنګ شي نو په جنګ شي

 

لا تر څو به له حقيقته ځنې څنګ شي

مشاورت د عالمي ورورولۍ وسيله

 

وبه خوري جنګ دا به نهنګ شي

دا دنيا به مينه مينه مينه شي

 

تيارۀ د ژوندانۀ به سپينه سپينه شي

د شاعر امن پير ګوهر به شي پوره ارمان

 

چې امن د بنيادم د وينې وينه شي

غزلونه

علي خان

مۀ درومه چې درومې روح مې درومي له بشره

 

راشه چې مې راشي تللے عقل بيا تر سره

ودرېږه چې ودرېږي باران زما د اوښکو

 

مۀ ځه چې مې نۀ ځي رود د اوښکو له بصره

کښېنوي چې کښېني موج د غم زما په څنګ کښې

 

پاڅوي چې پاڅي رانه، ماته سل محشره

نۀ وينم، چې نۀ وينم په سترګو د يار سترګې

 

وينم، چې ئې وينم دا وېنا ده مقرره

مۀ کوه چې نۀ کوي ناپسندې په ما هجر

 

وکړه چې مې وکړي مهر غور نازپروره

مۀ پرېږده چې نۀ پرېږدي هغه ما ستا و در ته

 

وشړه چې ما شړي، رقيب له دغه دره

واخله، چې مې واخلې غم له زړۀ حجاب له مخه

 

روي د پري روي دے د خوبانو سر دفتره

نۀ ګوري کۀ وګوري رټلي علي خان ته

 

زړۀ به ئې پرې نرم شي کۀ سخت وي تر حجره

 

پروفېسر محمد نواز طائر

خرابات چې د رندانو په لاس وا شو

 

صومعه ئې هم په خوا کښې سنيما شو

کۀ جامونه صراحۍ په کښې ماتېږي

 

مېکده کښې دا الزام وايه په چا شو

مونږ د غرونو لېوني په غرونو سر يو

 

کاڼي وُلو خبردار کۀ درخطا شو

دغه جام وۀ د بل څۀ کۀ د شرابو

 

ستا په لاس چې مېخانه کښې راعطا شو

د ګلونو شوکولو وار خو ستا وۀ

 

 د ازغو راټولولو وار زما شو

دغه نُول د جوړېدو نۀ دے مهجوره

 

چې بندېز دې په ديدن د دلربا شو

((حق الله)) د ديدن خېر به ورنه غواړي

 

کۀ طائر مې د جانان د در ګدا شو

 

همايون همدرد

 

مرمه خو دې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

 

د تماشې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

زۀ لېونے يمه خو کاڼي چرته نۀ وينمه

 

جوړ د قيصۍ نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

ډېر پرې نازېږم يادوي مې کله کله سره

 

خو د کوڅې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

له ډېره غمه چې ئې ماله هډو خوب نۀ راځي

 

د بدې ښې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

تندے مې ګوري او تالي کښې مې نمړۍ ماتوي

 

ماتې سينې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

ښۀ به ئې ياد وم چې همدرد ئې قصيدې وئيلې

 

د مرثيې نه مې ياران هډو خبر نۀ دي لا

 

سحر بونېرے

 

په سترګو د جانان کښې ده ګويانه خاموشي

 

بېخي ورته ولاړه ده حېرانه خوموشي

چې ستا د بنګړو شور نۀ وي دا هر څۀ داسې ښکاري

 

چاپېر چې هرې خوا ته وي زما نه خاموشي

راځه چې دواړه وخاندو په چاودو چاودو شونډو

 

راځه چې کړو په ځان پورې ستومانه خاموشي

ستا ياد چې چرته راشي نو بيا ماته شي لاليه

 

بس کله کله داسې شي بې ايمانه خاموشي

نۀ سانده نۀ سندره شته دا ښار کۀ اديره ده

 

پرته په ګُټ پېرونو ده پرېوانه خاموشي

د مينې په سندرو به ئې سينه  شلوؤ جانانه

 

دېوال کۀ راته جوړ شي تر اسمانه خاموشي

 

محمد ناصر مخلص هوتي

 

زما په خيال او تصور کښې تۀ ئې

 

زما د سترګو په ګوهر کښې تۀ ئې

په زړۀ کښې ستا د زړۀ نه قدر کوم

 

زما ماښام او په سحر کښې تۀ ئې

زۀ ستا د مينې اوږے تږے يمه

 

زما د مينې په نظر کښې تۀ ئې

ما وئيل ټول ځان به لوګے کړم تاته

 

زما د ژوند په لر او بر کښې تۀ ئې

ما وېلې زۀ به ستا ديدن وکړمه

 

زما اول او په اخر کښې تۀ ئې

ټول مخلوق ستا ديدن ته وږے ناست دے

 

زما په زړۀ او په ځيګر کښې تۀ ئې

مخلصه سوال د ديدن وکړه ترې نه

 

په ورځ ولاړ به په محشر کښې تۀ ئې

 

 

 

سيد راجهان هلال

 

نن سبا ملنګ به د دونهې شمه