Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen-1 March 09

د عبدالرحمان بابا مشاعره

کله نه شروع شوې ده؟

 

ښاغلے مير مهدي شاه مهدي

    

د پښتونخوا د لوئے صوفي شاعر او اديب عبدالرحمان بابا مومند  شلم مارچ نولس سوه پنځۀ پنځوسم د هغۀ اتلسمه کليزه مشاعره وه. ځکه چې د دې مشاعرې ابتدا د کال نولس سوه او اوۀ دېرش نه شوې ده. دلته اوس د دې خبرو وضاحت ته ضرورت پېښېږي چې د دې مشاعرو ابتدا چا کړې وه او څنګه شوې ده؟

          تر کومه حده چې ما ته د هغه راويانو د خُلو نه روايتونه معلوم شوي دي کوم چې د دغه جرګې مضبوط ارکان ګڼلے شي لکه راحت زاخېلي، سيد بادشاه ګل نيازي مرحوم. نو هغه دا دي:

          چې په کال اووۀ دېرش کښې د پېښور ښار او د پېښور ښار د خواوشا ځنو شاعرانو او اديبانو د پښتو ژبې د خدمت دپاره د يوې منظمې ډلې ضرورت محسوس کړو. چې په دغو کسانو کښې د سيد راحت زاخېلي، د امير حمزه خان شنواري، د حکيم بادشاه ګل نيازي (مرحوم) د سيد عبدالستار شاه مرحوم د استاد عندليب او محمد اکرم مشهود نومونه خاص طور سره د يادګيرنې قابل دي. چنانچې دغه ذکر شوي شاعران او اديبان او ځني نور کسان راغونډ شو او د سيد عبدالستار شاه مرحوم په ځائے ډبګرۍ کښې ئې يوه انتخابي غونډه وکړه. د جرګې نامه ئې ( بزم ادب پښتو ) مقرره کړه او وړومبے صدر ئې ښاغلے سيد راحت الله راحت منتخب کړے شو او هم په دغه غونډه کښې جرګې د عبدالرحمان بابا مومند د مشاعرې تجويز پاس کړو او د جلسې ځائے ئې هم د رحمان بابا مزار خوښ کړو او د وړومبنۍ مشاعرې صدارت ئې سيد عبدالستار شاه مرحوم ته ورکړو او هم د دغه کال نه ( بزم ادب پښتو) دا فېصله وکړه چې دا جرګه به هر کال د پګڼ په اخرو او يا د چېتر په وړومبو ورځو کښې د رحمان بابا په مزار د رحمان بابا کليزه مشاعره کوي او پوره دولس کاله هم د دغې جرګې د اهتمام د لاندې د رحمان بابا کليزې مشاعرې وشوې او کال تر کاله به ورځ په ترقۍ وې.

         

د کال نولس سوه پنځوسم ١٩٥٠ په ابتدا کښې چې دا وخت ښاغلے صنوبر حسېن خان مومند د کږې ولې تقريبًا د نولسو شلو کالو د سياسي مفرورتيا نه پس چې د باجوړ نه خپل کلي ته راغلے وۀ او د پښتو مياشتنۍ (اسلم رساله ) ئې چلوله هغوي او ورسره د پېښور تحصيل د مومندو د شېخانو ښاغلے شېخ محمود او ورسره ځنو بعضو نورو ملګرو دا خوښه کړه چې دا وارې دې د رحمان بابا مشاعره د يوې داسې ډلې د اهتمام د لاندې وشي چې په هغه ډله کښې تر خپله وسه د صوبه سرحد د هرې ضلعې او خصوصًا د پېښور د تحصيل د هرې تپې شاعران او اديبان او د دوي نه علاوه نور د ژبو مئين کسان شامل وي. دا وخت د يوې داسې ډلې جوړولو ضرورت ځکه پېښ شوے وۀ چې (ادبي ټولي صوبه سرحد) هم دا فېصله کړې وه چې مونږ به دا مشاعره دا ځل د خپل ټولي د اهتمام د لاندې کوو. او ( بزم ادب پښتو) مشر سکتر بادشاه ګل نيازي مرحوم چې د رحمان بابا په کليزو مشاعرو کښې د هغۀ د خدمت ډېره غټه حصه وه، هم د خپلې ډلې له طرفه د مشاعرې اعلان کړے وۀ او کۀ چرې دغه پروګرام هم دغسې پرېښودے شوے وے نو ډېره غالبه وه چې بيا هر کالې د رحمان بابا مشاعره هم دغسې په بې اتفاقۍ سره کېدې. د دغې ربړ او ويجاړۍ ورکولو په غرض ښاغلي صنوبرحسېن مومند دغه بېړه په سر کړه. غالبًا د فرورۍ کال نولس سوه پنځوسم په اخرينو تاريخونو کښې څلور بجې مازيګر د پېښور ښار په تاج محل هوټل کښې ښاغلي صنوبر حسېن مومند په بلنه يوه ډېره درنه غونډه وشوه چې په هغه غونډه کښې د پېښور د ضلعې اکثرو نوموړو شاعرانو او اديبانو نه علاوه د مومندو اکثر سپين ږيري مشران هم شامل وو او د بزم ادب پښتو او د ادبي ټولي کسان خو ورته خاص طور سره راغوښتي شوي وو. په دغه ګڼو حاضرينو کښې د مختلفو ډلو او علاقو د ځنو کسانو نومونه دا دي. د بزم ادب پښتو له خوا ښاغلے امير حمزه خان شنواري چې د بزم ادب پښتو لوئے صدر وۀ، حکيم بادشاه ګل نيازي مرحوم، سيد راحت الله زاخېلي، محمد اکرم مشهود، د ادبي ټولي له خوا حکيم محمد اسلم سنجري، نصرالله خان نصر، فضل الرحمان خان خليل، د سرکاري محکمې رېډيو له خوا سمندر خان سمندر، اجمل خټک، رشيدعلي دهقان، او د دوي نه علاوه مشر عبدالخالق خليق، محمود سنجري مرحوم، دوست محمد خان کامل، فضل حق شېدا، عبدالحليم اثر، امان خان اېډوکېټ، شېخ محمود او دغسې نور کسان شامل وو. په دغه غونډه کښې د يو نوي بزم تشکيل وشو چې د هغه بزم نامه ئې ( بزم رحمان ) کېښوده. چې دغه حاضر کسان ټول د دغې بزم ممبران وګڼلي شو او د صدارت ذمه واري ئې د بزم ادب پښتو صدر امير حمزه خان شنواري ته ورکړه. د صنوبر حسېن مومند په اپيل باندې بزم ادب پښتو خپل پروګرام واپس کړو او هم په دغه غونډه کښې د استقباليه کمېټۍ تشکيل وشو او د مشاعرې د صدارت دپاره ئې مولانا نورالحق صاحب د اسلاميه کالج ډين خوښ کړے شو. زۀ افسوس کوم چې ماته پوره تاريخ نۀ دے معلوم خو د مارچ  کال نولس سوه يو کم پنځوسم په اخرينو تاريخونو کښې د فېصلې مطابق د مولانا نورالحق د صدارت د لاندې د اتوار په ورځ د رحمان بابا کليزه مشاعره وشوه. د مشاعرې لوئے ناظم ښاغلے شېخ محمود وۀ. د توقع مناسب دا مشاعره د خپل نوم په لحاظ ډېره لويه او درنه وه. د صوبه سرحد ټول نوموړي شاعران او اديبان پکښې شامل شوي وو. دا د رحمان بابا وړومبۍ مشاعره وه. چې بغېر طرحې وشوه. ګني د دې نه ديارلس کاله وړومبۍ چې څومره مشاعرې شوې وې نو هغه ټولې په طرح باندې وې. د دې مشاعرې ټول نظمونه او مقالې اسلم رساله کښې د نمبر په شکل چاپ کړې شوې.

         

په اتم مارچ نولس سوه يو پنځوسم کښې د اسلم رسالې په دفتر کښې د يوې نوې ادبي ډلې اولسي ادبي جرګې انتخاب وشو. چې د هغې جرګې صدر امير حمزه خان شنواري او نائب صدر محمود سنجري مرحوم منتخب شو. صنوبرحسېن ، ولي محمد خان طوفان، حبيب الرحمان قلندر او زۀ سکتران او ښاغلے دوست محمد خان کامل ئې پراپېګنډه سکتر منتخب شو.

         

په دې ځائے کښې د دې خبرې ذکر کول هم مناسب ګڼم چې د اولسي ادبي جرګې د انتخاب په موقع بزم ادب پښتو خپله جرګه په اولسي ادبي جرګه کښې محوه کړه او بزم رحمان هم ختم شو. ځکه چې په دغه ورځ د اولسي ادبي جرګې ممبرانو دا فېصله وکړه چې د دې نه پس به هره د رحمان بابا کليزه مشاعره د مارچ د مياشتې په وروستو ورځو کښې د اولسي ادبي جرګې له طرفه کېږي او د کال يو پنځوسم د مشاعرې دپاره ئې د مارچ اتلسم تاريخ وټاکلو. په دې کال ئې د مشاعرې د استقباليه کميټۍ دپاره دغه کسان مقرر کړل سيد اميربادشاه، محمد اکرم خان، يوسف خان، صاحبزاده مراد خان، شېخ محمود، عبدالکريم خان، ګل محمد خان، ميرعالم خان، رضا خان مهمندي، ميا فضل الرحمان. په دغه ورځ ډېر سخت باران او جړۍ وه. د توقع خلاف د اولسي ادبي جرګې پروګرام په ډېره ښه طريقه سر ته ورسېدو. د دغه مشاعرې صدارت د اولسي ادبي جرګې مشر صدر اميرحمزه خان شنواري او نظامت ئې ښاغلي دوست محمدخان کامل وکړو. د دغه نه پس اولسي ادبي جرګې د خپلې فېصلې مطابق تر کال نولس سوه پنځۀ پنځوسم پورې هر کال د مارچ په مياشت کښې د رحمان بابا ډېرې وچتې مشاعرې وکړې. بغېر د کال ١٩٥٥ء د مشاعرې نه چې د بعضو خلقو د پېدا کړو شوو حالاتو په بنا ئې صدارت د سرحد عوامي ليګ ليډر او روحاني پېشوا د مانکي پير امين الحسنات  صاحب  وکړو.  نور  ټول صدارتونه ئې د جرګې خپل صدر اميرحمزه خان شنواري د جرګې د احترام په بنا کړي دي.

         

دا وو د عبدالرحمان بابا مومند د کليزې مشاعرې مختصر تاريخي معلومات چې ما په مختصرو لفظونو د خپلو معلوماتو په بنا ستاسو خدمت کښې عرض کړل. زۀ افسوس کوم چې ماته د اميرحمزه خان شنواري هغه مقاله په لاس رانغله چې کومه هغوي د رحمان بابا په مشاعره ليکلې وه او د پښتو خېبرمېل کښې چاپ شوې وه. کۀ د خدائے پاک فضل راسره ملګرے وي نو اميد دے چې د رحمان بابا په کليزو مشاعرو يو ډېر مفصل مضمون زر تر زره د پښتنو په خدمت کښې پېش کړم.

پښتو