شروع
په نامه د الله چې بخښونکے
او مهربان دے
د پاڅون
غږ
خېبر
پښتونخوامو مبارک شه
قدرمنو
لوستونکو ته معلومه ده
چې تېرو ورځو کښې قومى
اسمبلۍ او سينټ
د ملک په آئين کښې
اتلسم ترميم په
اتفاق سره منظور
کړو او د صدر مملکت
د لاسليک کولو نه
پس د آئين برخه
وګرځېده په دې
ترميم کښې د نورو
خبرو نه علاوه د پښتنو
ليکوالو، اديبانو، شاعرانو،
دانشوارانو او د عامو
پښتنو دا غوښتنه هم
ومنلې شوه چې
زمونږ د صوبې خپل
زوړ او تاريخى نوم
دې د انګريزانو
د ورکړى شوى نوم
اين ډبليو ايف
پى په ځائى بحال
کړے شى اوس د دې بې
نومه صوبې آيئنى
نوم خېبر پښتونخوا
شو مونږ په دې
موقعه د پاڅون قدرمنو
لوستو نکو او د دې صوبې
ټولو اوسېدونکو
ته د زړۀ د اخلاصه
مبارکى وايو، د
قومى اسمبلۍ او د سېنټ
او د هغو ټولو سياسى
ګوندونو چې د اتلسم
آئينى ترميم مرسته
ئې کړې ده ډېره
مننه کوؤ او
په تېره تېره د
پاکستان د منتخب صدر
آصف على زردارى
صاحب شکريه ادا
کوؤ چې د پښتنو د
خواهش او غوښتنې مطابق
ئې د دې علاقې خپل
زوړ او تاريخى نوم
بحال او د آئين برخه
ئې وګرځوله مونږ
يو ځل بيا ګرانو
لوستونکو او د صوبې اوسېدونکو
ته په ډېرې خوشحالۍ
او د زړۀ د اخلاصه وايو
چې د صوبې نوم
خېبر پښتونخوا
مو مبارک شه
دلته خو خلق لولى
بس يو د نصاب کتاب
د اپريل
درويشتمه نېټه په
ټوله نړۍ کښې دکتابونو
د نړيوالې ورځې په
توګه نمانځلې کيږى
خو زمونږ په ملک کښې دغه
ورځ دومره په خاموشۍ تېره
شوه چې نۀ خو د حکومت له
لورى د کتاب په اهميت
او افاديت څۀ رڼا واچؤلې
شوه او نۀ نورو اکېډمو
ادارو او ټولنو څه کوټلے
سرګرمى وښودله، حکومت
له پکار دى چې د دغې ورځې
په مناسبت يوه
داسې اداره جوړه
کړې چې په ملک دننه دهر
قام په مورنۍ ژبه کښې ئې
ښه ښۀ کتابونه چاپ کولې
او لوستونکو ته په ارزانه
بېعه تر لاسه کولې شى. دې
سره به نۀ صرف د کتاب
د لوستو شوق بيا
راژوندے شى بلکې
د مورنو ژبو علمى او ادبى
پنګه به هم درنه
شى.
Pasoon May June 2010......(اداره)

د خدائے بخښلى
اجمل خټک صاحب
جدائى
د خوشحال
بابا له خاورې
پورته شوې
پښتنى نغمه
_ د باچا خان د
فکر بله ډيوه
_ د ننګ ، پت غېرت
او جرات مجسمه
، د نۀ ستړى کېدونکى
عمل او حرکت مثالى
نمونه ،د ژوبل شوو
احساساتو تېره
کريکه ، د خپل عصر
په اوازونو کښې
اوچت او موثر
اواز، د ادب، صحافت
او سياست د مېدان
شهسوار، ريښتونې خدائى
خدمتګار، د زپلو او
غلام قومونو غمخوار،
د پښتنو د ازادۍ
، ورورولۍ، خوشحالۍ او
سوکالۍ ارمانونو لرونکے،
د پښتونخوا په غرونو
او سمونو د روښانه
فکر شيندونکے د شعور
رڼا خورونکے د خپل مسلسل
جدوجهد او د خپلې
مثالى قومى، مترقى
او موثرې شاعرۍ
په حدت او حرارت
د پښتنو زلمو
وينه تودونکے، او
زړونه غټونکے،
د پښتنو په غوږونو
کښې د غېرت چغه
وهونکے ،ليونے ملنګ،
دروند پښتون مشر،
ستر لار ښود، خدائ
بخښلے اجمل خټک
د چا د نوم سره
چې هر څومره توصيفى
سابقې او لاحقې
وتړلې شى کمې
به وى ، د روان
کال د فرورۍ
په اوومه نېټه
د خپلې معشوقې
پښتون قام، او د
پښتو ژبې او د
ادب د مئينانو
نه جدا شو. الله پاک
دې ئې بې قراره
روح په قرار
کړى .(آمين)
د خدائے بخښلى
اجمل خټک صاحب
جدائى د پښتون قوم،
د زپلى اولس، او
د پښتو ژبې او
ادب د مئينانو دپاره
يوه ډېره لويه
صدمه ده .د هغوى په
ډېر مخلصانه جدوجهد،
ديانت دارۍ، راست بازۍ،
ايمان دارۍ او ملنګۍ زمانه
ګواه ده .د هغوى
ادب هم د پښتنو
دپاره وۀ،د هغوى
صحافت هم د پښتنو
دپاره وۀ د
هغوى سياست هم د
پښتنو دپاره وۀ،
د هغوى منډې ترړې،
هلې ځلې، خبرې تقريرونه
ويناګانې ،د هغوى سوچونه
،فکرونه، ارمانونه،
او خوبونه، ټول ژوند
او صلاحيتونه، د پښتنو
د ازادۍ ،اتحاد،
ورورولۍ،خوشحالۍ، او
سوکالۍ دپاره وقف
وو، خدائ بخښلى
کۀ هر څومره د تکليفونو،
د قېد وبند د صعوبتونو،
د مهاجرت، او
تنګدستۍ سخت ژوند
تېر کړے دے کۀ
هغوى هر څومره پښتنو
ته د را پېښو ستونزو،
د شدت او پيچدګۍ
نه خبر وو. او
د دغو مشکلاتو د حل
کولو لارې چارې
لټولو دپاره
په عملى توګه ئې
جدوجهد کولو، د جهالت
دتوهماتو، مايوسۍ،
او نفاق خورولو
قوتونه کۀ په
ظاهره هر څومره
زور اور وو،خوخدائ
بخښلى د دغو
جابرو، ظالمو،سامراجى
او استحصالى قوتونو
د مقابلې نه مخ نۀ
دے اړولے. خدائے
بخښلے يو رجائيت
پسند شخصيت وۀ،
اود پښتنو په روڼ سباؤن
ئې پوخ يقين
وۀ، خدائے بخښلے
هيڅ کله هم د
پښتنو نه جدا کېدے
نۀ شى.ځکه چې هغه
د پښتنو په
زړونو کښې ځائې
شوے دے د هغۀ د
جوش، ولولو، غورځنګونو،خوند
رنګ، آهنګ، فرهنګ،رجائيت
نه ډکه د عمل
مېدان ته راښکلو
قومى، انقلابى او
مترقى شاعرى او افکار
به د مرام په
لور تګ کښې د
پښتنو د قافلو سره
تل ملګرے وى
. .
( اداره)
March April 2010

خېبر کښې
aVT پاڅون
په
د
پاڅون دوه مياشتنۍ مجلې
اداره په دې خبره د خپلې
خوشحالۍ اظهار کوى او
د ادارې دغړو او پاڅون
ته د راليږونکو ليکونکو
ډاډګيرنه ئې ګڼى چې د
پښتو د واحد چېنل خېبر
د کتابونو او مطبوعاتو
په حقله د دوئيم دسمبر
کال 2009ء
په پروګرام کښې د پاڅون
مجله وستائلې شوه، د اردو،
پښتواوهندکو مشهورشاعراديب
او کالم نګار محترم پروفېسرناصرعلى
سيد صاحب د پاڅون مجلې
زيار په ډېرو درنو ټکو
وستائېلو او ناظرينو
ته ئې د پاڅون د لوستلو
بلنه ورکړه، د پاڅون اداره
د محترم پروفېسر ناصرعلى
سيد صاحب ډېره ډېره مننه
کوى چې د هغوى غوندې دروند
ادبى او علمى شخصيت د پاڅون
مجله وستائيله،څه موده
مخکښې هم موصوف په خپل
مشهور اخبارى کالم (مقابل
هے آئينه) کښې د پاڅون مجلې
تعريف کړے وۀ، د کوم دپاره
چې مونږ د هغوى ممنون يو،مونږ
غواړوچې د پاڅون لوستونکى
مونږ ته زمونږ غلطۍخامۍ
او نيمګړتياوې هم په ګوته
کړى او دمجلې دنورې ښې
کؤلو او معيارى کولو دپاره
مونږ ته خپلې قيمتى مشورې
راوليږى، داسې به پاڅون
ددې جوګه شى چې د پښتو ژبې
ادب او کلتور نمائندګى
په ښۀ شان سره وکړې شى،
مونږ يوځل بيا د محترم
پروفېسرناصرعلى سيدصاحب
د پاڅون په حقله دهغوى
د نېکو خاطرو ډېره ډېره
مننه کوؤ...اداره
زنځير
چې د انسان د اخوت جوړېدۀ
ما غږ کړۀ د پښتون
پکښې کړۍ کومه ده
د
مورنو ژبو عالمي ورځ
لوستونکي به دا
خبره محسوسوي هم او شايد
چې دا تکرار به د ځنې خلقو
په ذهنونو ښۀ هم نۀ
لګي ځکه چې د هر نوي عيسوي
کال په شروع کښې د "پاڅون" په وړومبۍ
ګڼه کښې مونږ د مورنو ژبو
د عالمي ورځې (٢١ فرورۍ)
په مناسبت د خپلې خوارې
او بې وسه مورنۍ ژبې غم
ژاړو، پښتنو لوستونکو
سره د هغوي د مورنۍ ژبې
په اهميت خبرې کوو، هغوي
په پښتو ژبه کښې ليک
لوست ته هڅوو او د وخت
د حاکمانو نه د پښتو ژبې
دپاره د هغې د جائز مقام
غوښتنه کوو
دوه زره نهم عيسوي
کال سر ته ورسېدو او 2010 عيسوي
شروع شو. مونږ لکه د مخکښې
په شان د "پاڅون" په وړومبۍ
ګڼه (جنوري فروري) کښې يو
ځل بيا هم په دغه حواله
د خپلې پښتو ژبې خبره کوو.
ځکه نو زمونږ لوستونکي
دې د خپلې مورنۍ ژبې په
خاطر زمونږ دا تکرارېدونکے
عمل په سړه سينه برداشت
کړي
پښتانۀ متل کوي چې بنده
په وس پړ دے، شاعر او اديب
هم دغه وس لري چې د خپلې
مورنۍ ژبې د حقونو ساتنه
وکړي، د خپلې ژبې د استحصال
کونکو مخه ونيسي، د خپلې
ژبې د مخې نه هغه خنډان
لرې کړي کوم چې د هغې د ودې
او ترقۍ په لاره کښې
حائل وي يا د هغې نشاندهي
وکړي. شاعر او اديب
خپله دا وظيفه په هر وخت
او هر قسمه حالاتو کښې
ادا کوي. کۀ يو خوا خپلو
لوستونکو ته په پښتو ژبه
کښې د ليک لوست کولو بيا
بيا تاکيد کوي نو بل پله
د ملک د واکمنو نه د خپلې
مورنۍ ژبې حق غواړي
او تر کومې چې پښتو
ژبې ته د هغې جائز مقام
ورکړے شوے نۀ وي تر هغې
به مونږ په خپلو اداريو
او مضامينو کښې هم دا خبرې
تکراروو
مونږ د پاڅون اداره د نوي
عيسوي کال او د نوي هجري
کال په راتګ خپلو ټولو
لوستونکو ته د نوي کال
مبارکي وايو او دا دعا
کوو چې الله پاک دې زمونږه
دا زړه غوښتنه ترسره
کړي چې د بيا تکرارولو
نوبت پېښ نۀ شي
جنوري2010 ..... اداره......
کابل
کښې د پښتو نړيوال کانفرنس
په اتم نهم اکتوبر2009 کابل کښې د افغان
کلتوري ټولنو د جرګې له
خوا د پښتو ددوه ورځني
نړيوال کانفرنس جوړېدل،
د پښتو ژبې د ودې دپاره
يو تاريخى او ګټور ګام
دے په دغـــه کانفرنس
کښې د افغانستان لوړ
رتبه چارواکو، وزيرانو،
د ملى شورى وکيلانو، استاذانو
او د پښتو ادب او کلتور
سره تعلق لرونکو مينه
والو،د کوزې پښتونخوا
او د نړۍ د ګوټ ګوټ نه بللو
شوؤ ګڼ شمېر مېلمنو ګډون
کړے وۀ. نن ورځ چې پښتني
ټولنه دکومو ستونزو
سره مخ ده نو داسې عالمي
غونډې خورو ورو او په جنګونو
کښې ښکيل پښتنو ته د امن،
ورورولۍ او يووالى پېغام
هم ورکوى په دغه تاريخي
غونډه کښې چې د پښتو ژبې
د ترقۍ دپاره کوم قراردادونه
د جرګې غړو منلي دي پکار
دي چې په هغو باندې عمل
وکړے شى، داسې د پښتو عالمي
کانفرنسونه په پېښور،کوئټه
او زيارت کښې هم
ددې ته مخکښې جوړ شوي وو
او دغه رنګ نورو نړيوالوغونډوته
به په راتلونکي وخت کښې
ضرورت پيښږي خو اهمه خبره
داده چې په داسې غونډو
کښې منظور شوي قراردادونه
د واکمنو لهخوا ومنلي شي او عمل پرې
وکړې شي.
د پاڅون
پنځم قدم
د پاڅون د
پنځم کال ړومبۍ ګڼه حاضره
ده د پاڅون د جاري کولو
په وخت د ادارې سره دا وېره
مل وه چې ددې جاري ساتل
به ډېر ګران وي خو د پښتو
اديبانو، شاعرانو، ليکونکو
او د پښتو ژبې او ادب سره
مينه لرونکو دانشورانو،
طالب علمانو او لوستونکو
چې پاڅون؛ سره کومه مينه
ښکاره کړه هغه د ادارې
د غړو د زړه غټاوى سبب شوه
او د قدرمنو مينه والو
په مرسته او ډاډ به د پاڅونْ
سفر کۀ خېر وي دغسې
جاري وى، اميد دے چې قدرمن
ليکونکي او لوستونکي
به پاڅون سره خپل کومک
او مرسته د مخکښې په
شان جاري ساتي.
دټيلى ويژن
نړيواله ورځ
په
يوه ژبه وئيل سره پښتو
کړو
ولې هيڅ نۀ شو له يو بل
خبردار خوشحال خټک
د متحده
قامونو له اړخه
د نومبر د مېاشتې يوشتمه
نېټه په کلهمه نړۍ کښې
د ټيلى ويژن د ورځې د نمانځلو دپاره
ټاکلې شوې ده.نن د سائنس او ټيکنالوجۍ
په دې ګړندۍ منډه کښې د
ټيلى ويژن داهمېت نه انکار
کؤل ناممکن دى، د دنيا
واړه قامونه دخپلو خپرونو
دپاره خپلې مورنۍ ژبې
په کار راؤلى خو د بد قسمتۍ
نه پښتانۀ لا ددې جوګه شوي
نۀ دي چې دوي د خپلو قسمه
قسم خپرونو دپاره خپله
مورنۍ ژبه په کار راؤلي.نن صبا چې
په دې سيمه دقام پرستې
ډلې واکمني ده او پښتنو
له يوه ډېره ښه موقع په
لاس ورغلې ده چې ددوي
دپر مختګ دغه لاره کښې
پراتۀ خنډان لرې کړې شي
او د دوي د خپرونو دپاره
د داسې يو چېنل پرانستې
شي چې ټول په ټوله نشريات
ئې په پښتو کښې وي، دا به
نۀ صرف د حکمرانې ډلې
دپاره د وياړ او فائدې
عمل وي، بلکې ورسره ورسره
به پښتون قام هم د پرمختګ
په لور يو ګټور قدم واخلى،
او د خدائې بخښلى خېبر
افريدي د زړ ۀ دا ارمان
به هم پوره شى،
د ټيلى ويژن مرکز
ځان له د پښتون غواړم
زۀ د دنيا د اولســونــو
ســــره يــون غــــواړم
ما ته
چې حق نه راکوې نوداخوګرانه
شوله بيا
چې ګيله رانه ونۀ کړې چې
بيلتون غــواړم
خېبر اپريدے
بشري حقونه
د متحده
قامونو له لورى د دسمبر
دمياشتې لسمه نېټه په
ټوله نړۍ کښې د بشرى حقونو
د ورځې په توګه نمانځلې
کيږى د دغې ورځې په مناسبت
چې مونږ د پښتون اولس ژوند
ته ګورو نو ددې ملک دازادۍ
دورځې نه واخله ترننه
پورې دا بې وزله قام په
خپلو حقونو پسې ناقلاره
او سرګردانه دے.لا ترننه پورې
دا قام خپل نوم شناخت او
پېژندګلو نۀ لرى.د خپل جنتى وطن په وسائېلو
هيڅ اختيارنۀ لرىخپله ژبه ئې غلامه ده.د زمانو راهسې په
پردو زمکو په روزګارونو
پسې خوار وزار دےيو خوا که
لور په لور د جنګ په لمبو
سيزلې شى نو بل خوا د نورو
قامونو او اولسونو دخندا دے
ټوقې ټقالې او پچموزې
ورپورې کوي.
زنځير
چې د انسان د اخوت جوړيدۀ
ما
غږ کړو د پښتون پکښې کړۍ
کومه وه.
.......حمزه شينوارى
شروع
په نامه د الله چې بخښونکے
او مهربان دے
د پاڅون
غږ
امن او جمهوريت
امن او جمهوريت د
يو وطن د معاشي او ا قتصادي
پرمختګ سره سره د دغې وطن
د اولس د خوشحالۍ او سوکالۍ
پۀ لور ګټورې او سودمنې
لارې چارې دي.لکه څنګه چې مونږ ټولو
ته معلومه ده چې اقوام
متحده کال پۀ کال د روانې
مياشتې "ستمبر" پنځلسمه
نېټه د "جمهوريت" او شلمه
نېټه د امن پۀ نوم نمانځيپۀ دغې ټاکلو
شوو ورځو د نړۍ واړه قامونه
د امن سندرې هم وائي او
پۀ خپلو هېوادونو دننه
ټولو ادارو کښې پۀ جمهوريت
د خوشحالۍ جشنونه هم کوي.د دغې ازادو ملکونو
حکمرانې ډلې د خپلو خلقو
د ښۀ ژوند ژواک، ښۀ تعليم،
روغ صحت او د يو ښکلي او
روښانه مستقبل دپاره
قسما قسم منصوبې جوړوي.د بد قسمتي نه
پښتون يو داسې قام دے چې
د دۀ پۀ خاوره لور پۀ لور
د زمانو راهسې د جنګ لمبې
بلې دي بيا پۀ روانه لسيزه
کښې پۀ يولسم ستمبر د امريکې
پۀ ورلډ ټرېډ سنټر خونړو
حملو خو د هر ځائے پۀ پښتنو
دا زمکه تنګه کړه.پښتانۀ هسې هم پۀ
نړېوالو قامونو کښې تر
ټولو وروستو او پاتې قام
دے. بيا د جنګ پۀ بهانه خو
د بربادۍ او تباهۍ سره
داسې مخ پۀ مخ کړې شو، چې
دوي نه د امن پۀ خوږو پوهـ
شو او نۀ د جمهوريت د ګټې
وټې نه خبر شو.نن چې دوي د کومو سختو،
خونړو او لوغړنو حالاتو
نه راتېرېږي. پۀ داسې حالاتو
کښې ضرورت د دې خبرې دے
چې د وطن ټول پۀ ټوله سياسي
پارټۍ، سماجي او ادبي
ټولنې او نور عوام يو موټے
يو اواز او پۀ يو قدم د خپل
ورک شوي منزل پۀ لور ګامونه
واخلي.حکمرانې ډلې له پکار
دي چې د سائينس او ټېکنالوجۍ
پۀ دې بېداره زمانه کښې
دا خوار و زار او تار پۀ
تار پښتانۀ د امن وامان
او جمهوريت پۀ خوږو ماړۀ
او شتمن کړي او د رياست
دننه ټولې ادارې دې خپلې
ذمه وارۍ وپېژني او د خپلو
ځانونو د ساتنې پالنې
سره سره دې د دې خاورې د
خواري کښې طبقې ودې ته
هم پاملرنه وکړے شي. هله
به پښتانۀ د ژوند ژواک
په خوږو پوهه شي.
د ا ستاذانو
نړېواله ورځ
پۀ
هره معاشره کښې د استاذ
هستي ډېره د قدر او احترام
وړ ده، د نورو وګړو پۀ نسبت
ورته هر ځائے ډېر لوئے
درناوے بخښلے شي، دا ځکه
چې د استاذ حېثيت د يوې
داسې پوڼۍ دے چې قامونه
او نسلونه د ترقۍ بام ته
خېژوي او لور په لور د علم
رڼا خوروي.پۀ عالمي کچ د
اقوام متحده له اړخه کال
پۀ کال پۀ پنځم اکتوبر
د استاذ پۀ احترام کښې
د (Teacher day) پۀ نوم مونږ
له دا يادګېرنه راکولې
کېږي چې ټول ا ستاذان دې
پۀ صحي معنو کښې د دې قام
د ماشومانو لارښودنه
وکړي او خپلې ذمه وارۍ
پلو دې توجه کړي. بل
خوا واکمنې ډلې له پکار
دي چې د ننني وخت مناسب
دې د استاذانو د حقونو
دپاره ګټور اقدامات وکړي
او د دې صوبې سکولونو ته
دې د پښتو ژبې د ښودنې دپاره
استاذان ورکړي.
د خواندګۍ
نړېواله ورځ
زمونږ
پۀ وطن کښې د خواندګۍ شرح
د نورو ملکونو پۀ مقابله
کښې د ټولو نه کمه ده. د هغې
غټه وجه دا ده چې زمونږ
پۀ سکولونو کښې زمونږ
د قام ماشومانو ته د مورنۍ
ژبې پۀ ځائے پۀ نورو ژبو
کښې تعليم ورکولې کېږي،
حالانکې پۀ دې حواله د
دنيا واړه پوهان يوه خُلۀ
دي چې د تعليم د حصول موثره
او اسانه ذريعه د مورنۍ
ژبې نه بله کېدې نۀ شي.اقوام متحده
هم کال پۀ کال د ستمبر د
مياشتې پۀ اتمه نېټه مونږ
له دا يادګېرنه راکوي
چې مونږ پۀ خپلو ملکونو
کښې د خواندګۍ شرح زياته
کړو.مونږ د پښتونخوا
د حکومت نه دا مطالبه کوو
چې پۀ پښتنو کښې د تعليم
د کمې پوره کولو او د خواندګۍ
د شرحې زياتولو دپاره
بې د دې نه بله لار نشته
چې زمونږ د تعليم ذريعه
دې زمونږ مورنۍ ژبه پښتو
کښې شي
Sep-October 2009.
پښتو
ټولنه په ګرداب کـښې
د تېرو دېرشو کلونو راهسې
چې د ډيورنډ د کرښې دواړو
غاړو ته پراتۀ پښتانۀ
د کومو مشکلاتو سره مخ
دي هغه هر چا ته معلوم دي.
د پښتنو سيمه د جنګ مېدان
جوړه شوې ده. په ټوله قبائلي
علاقه کښې جنګ روان دے.
کله تېز کله ورو کله په
يو شکل کله په بل شکل کښې.
دغسې بندوبستي علاقې
هم د دې جنګونو زد کښې راغلې
دي. ځان وژونکې بم چاودنې
دې چې د بندېدلو نوم نۀ
اخلي، ډاکې دې غلاګانې
دي، خلق تښتونکي ډلې دي،
بدامني ده، عدم تحفظ دے
چې هر څوک ئې ويرولي او
حېران کړي دي. د دې جنګونو
په وجه د سوات، بنېر او
دير نه د يوې اندازې مطابق
د دېرشو لکو پورې پښتانۀ
نر، ښځې، زاړۀ، واړۀ بې
کوره شوي دي او په صوابۍ،
مردان، چارسده، پېښور،
نوښار او نورو علاقو کښې
په پناه اخستو مجبوره
شوي دي. بل خوا په حکومتي
ادارو کښې بدعنواني ده،
رشوت خوري ده، منافقت
دے، دروغ دي، د عدل او انصاف
نيشتوالے دے. دې ټولو
خبرو ټوله پښتنه ټولنه
په يو داسې ګرداب کښې اچولې
ده چې چا له ترې د وتلو چل
نۀ ورځي. په داسې حالاتو
کښې کۀ يو خوا دا د سياست
دانانو په خصوص سره د پښتنو
مشرانو ذمه واري ده چې
د اولس صحيح رهبري او رهنمائي
وکړي نو بل خوا دا د ټولو
ليکوالانو، اديبانو،
شاعرانو، صحافيانو، دانشورانو
او نورو پوهه خلقو فرض
دي چې د حالاتو صحيح تجزيه
وکړي او هغه اسباب معلوم
کړي د کومو په وجه چې حالات
دې حد ته رارسېدلي دي او
د خپلو ليکونو او تخليقاتو
په ذريعه په خلقو کښې شعور
پېدا کړي چې د يوې ټولنې
د ترقۍ او خوشحالۍ دپاره
امن څومره ضروري دے، د
امن قائمول او خلقو د ځان
اومال تحفظ د وخت د حکمرانانو
وړومبۍ ذمه واري ده. هر
چا لره پکار دي چې په امن
قائمولو کښې خپله وظيفه
تر سره کړي.
July-August 2009
اقتباس
رڼا
دا يو منلے شوے حقيقت
دے چې د قومي خودمختارۍ
د حاصلولو، قومي جمهوري
حکمرانۍ قائمولو او يو
واقعي جمهوري وفاقي،
آئيني او رياستي ډانچه
تشکيلولو دپاره دا ضروري
شوې ده چې موجوده استعماري
رياستي ډانچه او آئيني
نظام د دې قومي جمهوري
تحريکونو او اولسي قوتونو
په زور او طاقت منتشر او
تباه کړے شي. د دې نه بغېر
يو درست وفاقي نظام جوړول
ممکن کېدلے نۀ شي. دا حقيقت
د قومي جمهوري تحريکونو
د حکمت عملۍ د بنياد خښته
جوړېدل پکار دي. بيا د دې
په اولس کښې مقبولول،
خپل خپل قومي سياسي تنظيمونه
مضبوطول، د دې رهبري او
پاليسۍ په اولس کښې مقبولول
او د خپل مشترکه مرام دپاره
خپلو دښمنانو ته ماتې
ورکولو او د سياسي قدرت
د حاصلولو دپاره دا ضروري
ده چې د وخت او حالاتو او د طاقت د توازن
تنسته بُوده جوړې کړې
شي. لچکدارې پاليسۍ خپلې
کړې شي چې په دې لوړ مقصد
کښې کاميابي بېخي يقيني
شي.
( د شېر علي باچا
د کتاب بل مشالونه
' څخه اقتباس)
د غم دپاسه غم
د
خدائے بخښلي اصغر لالا
د جدايۍ غم لا تازه وۀ چې
د مردان د پښتو ادب ښائست،
د پښتونخوا په اديبانو
شاعرانو مئين، د پښتو
ژبې او ادب او د پښتون قام
رښتوني خدائي خدمتګار،
د پاڅون مجلې مدير، ډېر
مشهور او مقبول شاعر،
اديب، افسانه نګار او
ډرامه نګار محمد اقبال
اقبال خدائے بخښلي هم
خپلو خپلوانو، يارانو،
دوستانو او د پښتو ادب
مئينانو ته د جدايۍ داغ
ورکړو. د دواړو خدائے بخښلو
جدائي زمونږ د ټولو دپاره
يوه لويه صدمه ده. د پاڅون
دا ګڼه د هغوي د ياد په توګه
د هغوي ځنو ليکونو او د
هغوي په حقله د ليکونکو
ليکونو او پېرزوئنو ته
وقف ده. مونږ د قدرمنو ليکونکو
ډېره مننه کوو چې د پاڅون
سره د ليک مرسته کوي. د کومو
قدرمنو ليکونکو ليکونه
چې په دې ګڼه کښې د شاملولو
نه پاتې دي، هغه به په راتلونکو
ګڼو کښې سره د مننې شاملولے
شي.
د خواري کښو
نړيواله ورځ : هر کال په ټوله
دنيا کښې د مۍ وړومبۍ نېټه
د خواري کښو د نړيوالې
ورځې په توګه نمانځلې
شي. د دنيا ابادي، ترقي
او خوشحالي د محنت کشو
د محنت په سبب ده خو د افسوس
خبره ده چې د محنت کښو خپله
ورځ ښه نۀ شوه. په
دې ورځ محنت کښ په جلسو
او جلوسونو کښې د حکمرانانو
نه د خپلو حقونو غوښتنه
کوي. د وخت حکمرانانو له
پکار دي چې د خواري کښو
جائزې غوښتنې ومني. د پښتو
ليکونکي اديبان، شاعران د همېشه راهسې د
غريب او مظلوم اولس او
د خواري کښو مرسته کوي
او د حکمرانانو نه په کلکه
غوښتنه کوي چې غريب او
مظلوم اولس ته خپل جائز
حقونه ورکړي چې ملک د ترقۍ
او سوکالۍ په لاره روان
شي.
د يو ډېر دروند
او خوږ ادبي مشر جدائي
د روان کال د دسمبر په
شلم تاريخ زمونږ ډېر خوږ
او دروند مشر اصغر لالا
(اېډوکېټ) زمونږ نه جدا
شو. الله پاک دې ورلره اتۀ
واړه جنتونه ورکړي. آمين.
د هغوي جدائي د
پښتو ژبې او ادب د ټولو
مئينانو دپاره يوه لويه
صدمه ده. اصغر لالا د يو
صاحب طرز نثرنګار، ښۀ
شاعر، دانشور او د پښتو
ژبې د يو رښتوني خادم په
حېث په ټوله پښتونخوا
کښې پېژندلے شو. هغه د مردان
په سيمه جديد پښتو ادب
ته رواج ورکونکو سرخېلانو
کښې د منفرد شخصيت مالک
وۀ. د پښتو ادبي
جرګې مردان په بنياد ايښـودونکو
مشرانو کښې د هغوي کوششونه
او هلې ځلې د مردان د ادبي
تاريخ يو روښانه باب دے.
خودداري، د کشرانو سره
مينه او د نوم او شهرت نه
ډډه کول د هغوي امتيازي
نخښې وې. هغوي يو رښتونے
ترقي پسند، قوم پرست او
انسان دوست سوچ او فکر
لرلو، د غلامو طبقو او
غلامو قومونو د ازادۍ
غوښتونکے او د هر قسم استحصال
نه پاکې پښتنې ټولنې د
جوړولو ارماني. د پښتو
ژبې او ادب د ترقۍ په ټولو
هلو ځلو، ادبي غونډو،
مشاعرو، کانفرنسونو او
سيمينارونو کښې فعاله
برخه اخستونکے، د (خېبر)
او (بالا حصار) غوندې شاهکار نظمونو
او د (ژوند او ادب) د ژوندو
نثرپارو خالق، د ټولو
پښتنو ليکونکيو، اديبانو،
شاعرانو او دانشورانو
د لالا، اصغر لالا جدائي
يقيناً چې د پښتو ژبې او
ادب د مئينانو دپاره يوه
لويه صدمه ده. خو د هغوي
د فن ښکلا او د فکر ځلا چې
د هغوي په فنپارو کښې ځلونې
کوي، به هغوي تل ژوندے
ساتي.
د مورنو
ژبو ورځ د ذمه وارو يادونه
د څو کلونو راهسې
د اقوام متحده يونيسکو
ادارې د مورنو ژبو د اهميت
په ګوته کولو دپاره د هر
کال د فرورۍ د مياشتې يويشتمه
نېټه ټاکلې ده. د پښتو ليکونکي
اديبان او شاعران هم دا
ورځ نمانځي او د دې عهد
تجديد کوي چې د خپلې مورنۍ
ژبې د حقونو تر لاسه کولو
دپاره به خپل جدوجهد جاري
ساتي او د وخت حکمرانانو
ته بيا بيا يادونه کوي
چې پښتو ژبې لره دې خپل
جائز مقام ورکړي ځکه چې
پښتو ژبه د پښتون قام پېژندګلو
ده. د باچا خان په قول د کوم
قوم په نظر کښې چې خپله
ژبه سپکه شي هغه قوم سپک
شي او چې د کوم قوم نه خپله
ژبه ورکه شي هغه قوم ورک
شي.
پښتو ژبه يو دم په سکولونو،
دفترونو او عدالتونو
او نورو سرکاري ادارو
کښې رائج کول کۀ د ځنو سياسي
مصلحتونو او ځنو حقيقي
مشکلاتو په سبب اسان نۀ
دي خو شروع خو د يو ځائے
نه پکار ده. وړومبے قدم
خو پورته کول پکار دي. په
دې لړ کښې پکار ده چې ابتدائي
تعليم په پښتو کښې شي. په
پرائيوېټ سکولونو او
هائي سکولونو کښې پښتو
د يو لازمي مضمون په حېث
شامله کړے شي. د پښتو دپاره
مخصوص استاذان مقرر کړے
شي او د پښتو ژبې د اخبارونو
او مجلو سرپرستي دې وکړې
شي. په اليکټرانک مېډيا
دې پښتو ژبې له خپل جائز
حق او مقام ورکړے شي. د پښتو
ليکونکيو د کتابونو د
چاپ کولو بندوبست دې وکړے
شي. تر څو چې د پښتو د ليکونکيو
او دانشورانو غوښتنې
منلې شوې نۀ وي د پښتو ليکونکي
او خواخُوږي به په دې ورځ
د خپل عهد تجديد کوي او
د وخت حکمرانانو ته به
بيا بيا د هغوي ذمه وارۍ
وريادوي او خپل دا جدوجهد
به جاري ساتي.
November-December
2008
راپېښې
کشالې او د ليکونکو ذمه
وارۍ
ادب د ژوند
عکاس دے، ادب د ژوند تعبير
دے، ادب د ژوند ترجمان
دے، ادب په ژوند تنقيد
دے، دا او دا قسم مقولې
ادب پوهانو د ادب د پېژندلو،
په هغې د پوهېدلو او د هغې
د رول په حقله کوم چې هغه
د انسان د مهذب کولو په
لړ کښې لوبوي، رامنځ ته
کړې دي. په نورو ټکو کښې
دا د ليکونکي (اديب او شاعر)
ذمه واري ده چې هغه د خپلې
ټولنې په کومه کښې چې هغه
ژوند کوي او د عالمي انساني
ټولنې نه ځان خبر ساتي
او په خپلو ليکونو او تخليقاتو
کښې د خپلو جذباتو، احساساتو
او تاثراتو اظهار په صداقت
سره کوي.
نن سبا چې د ملک
ټولنه بالعموم او د پښتنو
ټولنه بالخصوص د کومو
کشالو او ستونزو سره مخ
ده، د هغې نه عام اولس هم
تر څۀ حده خبروي او په ملک
او ټولنه کښې چې څۀ کېږي
د هغې اثر د هغۀ په ژوند
او تفکراتو غورځېږي خو
اديب او شاعر چې په روايتي
توګه د ټولنې زيات حساس
او زيات خبردار غړے ګڼلے
کېږي او د اظهار او ليکلو
استعداد او صلاحيت هم
لري نو د هغۀ نه په ځائے
دا توقع لرل په کار دي چې
هغه په خپلو تخليقاتو
او ليکونو کښې د فن په چوکاټ
کښې دننه د هغه څۀ اظهار
چې هغه ئې ويني، ګوري،
اوري او محسوسوي، په پوره
خلوص او رښتونولۍ سره
وکړي. نن چې پښتنه ټولنه
د کومو ناوړو حالاتو سره
مخ ده کۀ هغه د امن و امان
مسئله ده، کۀ د ګرانۍ مسئله
ده، کۀ په ټولنه کښې د ويرې
ترهې د فضا خبره ده، کۀ
د ځان ځانۍ، رشوت خورۍ،
بې اعتمادۍ خبرې دي، کۀ
د اعلٰي انساني اقدارو
د ورکېدو خبره ده دا هر
څۀ د ليکونکو په تخليقاتو
او ليکونو کښې د اظهار
او انعکاس او انتقاد تقاضا
کوي. پکار دي چې زمونږ ليکونکي
(اديبان او شاعران) د خپلو
ليکونو په خپله جائزه
واخلي چې د هغوي ليکونه
او تخليقات تر کومه حده
د روح عصر او د ژوند عکاسي
کوي.
October September 2008
د جمهوريت
راتګ او
د خلقو توقعات
د فرورۍ
2008 په انتخاباتو کښې
چې خلقو د جمهوريت په حق
کښې کومه رائې ورکړې وه
د هغې په نتيجه کښې آمريت
رخصت کړے شو او د اقتدار
واګې يو ځل بيا د جمهوري
قوتونو لاسو ته راغلې.
خلقو د جمهوريت پسندو
حکمرانانو سره ډېر توقعات
تړلي دي ځکه چې په روان
وخت کښې خلقو ته ژوند تېرول
هم ګران شوي دي. د امن او
امان صورت حال دا دے چې
په ملک کښې بم چاودنې يو
معمول ګرځېدلے دے چې بې
ګناه او امن پسند خلق پکښې
هلاکېږي. په ټوله پښتونخوا
کښې د جنګ اور لګېدلے دے.
په خپل وطن کښې خلق کډې
په سر د امن په لټون کښې
ګرځي. د هر حکومت وړومبنۍ
ذمه واري د خلقو د ځان او
د مال تحفظ کول جوړېږي.
د خلقو خوشحالي، د ملک
معيشت او ترقي او د خلقو
ژوند ښۀ کېدل، دا هر څۀ
د امن او امان مسئلې سره
تړلي دي.
مونږ نۀ يُو
خبر چې نوي جمهوريت پسند
حکمرانان به په خپلو فېصلو
کولو کښې تر کومه حده ازاد
وي خو د ملک د حالاتو ښۀ
کولو دپاره به حکمرانانو
له په خپلو پاليسو کښې
بدلون راوستل وي ځکه چې
د ملک داخلي حالات د حکومتونو
په پاليسو منحصره وي. د
امن و امان د مسئلې حل کولو
سره سره به د ګرانۍ سېلاب
ته بندونه تړل وي. خلقو
ته به د روزګار موقعې برابرول
وي، بې روزګاره او معذوره
خلقو ته به وظيفې ورکول
وي، د آمدورفت وسيلې به
ښې کول وي، د خلقو د صحت
او تعليم خيال به ساتل
وي. د فوري او ارزان انصاف
يقيني کول او دغسې نور
د کولو کارونه دي لکه رشوت
خوري او بدعنواني ختمول،
دا هغه توقعات دي چې خلق
ئې د هر نوي حکومت نه لري.
امېد دے چې نوي حکمرانان
به د خپلو ځانونو ښۀ کولو
په ځائے د عام اولس د ژوند
ښۀ کولو دپاره ګامونه
پورته کړي.
پاڅون درې کلنے
شو
\
د پاڅون اداره
د پاڅون په لوستونکو زېرے
کوي چې پاڅون درې کلنے
شو. مونږ د هغه ټولو ليکونکو ډېره مننه
کوو چې پاڅون ئې په خپلو
قيمتي ليکونو نمانځلے
دے. امېد دے چې قدرمن ليکونکي
به مونږ سره خپله مرسته
جاري ساتي. مونږ د ټولو
لوستونکو هم مننه کوو
چې پاڅون لولي او مونږ
ته خپلې ګټورې مشورې رالېږي
او مونږ ته زمونږ غلطۍ
او خامۍ په ګوته کوي. پاڅون
د ټولو پښتنو رساله ده
او د هر چا ليکونو او مرستې
ته هرکلے وائي.
♣♣♣
July August
2008 Editorial
د پښتو
د ليکونکو مسلسله ژړا
تر څو چې د پښتو
ژبې د ليکونکو اواز د وخت
واکمنو اورېدلے نۀ وي
تر هغه به دا خبره مونږ
بيا بيا کوو چې پښتو ژبې
له دې خپل جائز حقونه ورکړې
شي. د ژبې حقونه څۀ دي؟ د
دې حقونو دپاره د پښتو
ليکونکو په هر ډګر غږ پورته
کړے دے او د قراردادونو
او مطالبو په شکل کښې ئې
وخت په وخت د وخت حکمرانانو
ته رسولے دے او رسوي ئې
خو د تېرو شپېتو کالو راهسې
د پښتو ليکونکو غږ ته چا
غوږ نۀ دے ايښے. هر څوک د
ليکونکو مطالبې جائزې
ګڼي خو مني ئې نه، د ليکونکو
غوښتنې د نۀ منلو يوه وجه
شايد دا وي چې ليکونکي
امن خوښونکي خلق وي او
په حکومت د خپلو جائزو
مطالبو د منلو دپاره هغه
لاره نۀ خپلوي کومه چې
د امن لاره نۀ ده. دا غوښتنې
څۀ دي؟
په دې غوښتنو
کښې يوه دا ده چې پښتو ژبه
دې د پښتنو په دې صوبه کښې
لږ تر لږه د پرائمرۍ (ابتدائي
سکولونو) تر حده د تعليم
ذريعه شي او تر لسمه پورې
دې پښتو لوستل لازمي وګرځولے
شي او د پښتو ژبې د ښودلو
دپاره دې په سکولونو کښې
د نورو ژبو غوندې خاص استاذان
مقرر کړے شي. د دې مطالبې
د نۀ منلو هيڅ جواز نشته.
په مورنۍ ژبه کښې د تعليم
حاصلولو حق اقوام متحده
هم منلے دے او زمونږ د ملک
آئين کښې هم دا حق منلے
شوے دے نو بيا څۀ وجه ده
چې پښتو ژبې له خپل حق نۀ
شي ورکولے. زمونږ په ګاونډي
ورور ملک کښې د ادنٰي نه
واخله تر اعلٰي درجې پورې
تعليم په پښتو ژبه کښې
دے. په دې لړ کښې د هغوي د
تجربې نه مدد اخستل پکار
دي. د صوبې واکمني
چې له خېره د قام پرستو
مشرانو لاسو ته راغلې
ده. پکار دي چې د
تعليم د ماهرانو يو وفد
هلته ولېږي چې د هغوي د
تعليمي نظام او د هغوي
درسي کتابونه مطالعه
کړي او د دغو معلوماتو
په رڼا کښې دلته د پښتنو
په صوبه کښې د پښتو د تعليم
ذريعه ګرځولو ابتدا وکړي.
بله مطالبه چې
پښتو ژبه په دفترونو کښې
رائج کول دي، نو په دې حقله
هم د ګاونډي ورور
ملک د تجربې نه استفاده
کېدے شي. بل په سابقه سوات
رياست کښې
پښتو ژبه تر ډېره وخته
دفتري ژبه پاتې شوې ده،
هغه هم په نظر کښې ساتل
پکار دي.
مونږ د موجوده
صوبائي حکومت نه غوښتنه
کوو چې سنجيدګۍ سره په
دې خبرو غور وکړي او پښتو
ژبې له خپل جائز حق ورکړي.
د
پښتو ادب مئينانو ته صدمه
تېرو ورځو کښې
د پښتو ژبې ستر اديب، شاعر،
نقاد او مشر اياز داؤدزے
صاحب او د هېواد اخبار
مشر مدير، مشهور اديب
او صحافي سلطان محمد صابر
صاحب وفات شو. د پاڅون د
ادارې غړي د دوي په وفات
د غم او دړد اظهار کوي او
د هغوي جدائي د پښتو ژبې
او ادب مئينانو دپاره
لويه صدمه ګڼي او دعا کوي
چې الله پاک دې دوي وبخښي
او د هغوي پس ماندګانو
او د پښتو ژبې او ادب مئينانو
ته صبر جميل عطا کړي. آمين.