هر
چې ستا عېب و تا ورته ښکاره
کړه په جهان
کښې هم هغه ګڼه ياران
(خوشحال
بابا)
د
پاڅون په نوم
محترم ډاکټر اسرار
صاحب
السلام علېکم. د
پاڅون شلمه ګڼه نومبر
دسمبر ٢٠٠٨ رارسېدلې
ده. تشکر او مننه. ما ښۀ په
مينه او غور ولوسته.
دا يو ډېر پرله پورې ادبي
پرمختګ دے هيله ده چې دوام
ولري. د (پاڅون غږ) په صحافتي
معيار پوره او په مقصدي
توګه يوه کُوټلې اداريه
ده. د ترتيب او موادو په
لحاظ ګڼه کښې شامل ليکونه
د ستائيلو جوګه دي. وائي
چې عمر زياتېدو سره حافظه
او د ياد ساتنې زور په کمېدو
شي. د شعر او ادب په حواله
ما سره عام ليکونو کښې
خپلې حافظې زياته مرسته
ملګرتيا کړې ده. ولې اوس
راته لږ ډېر احساس کېږي
لکه چې دې کښې څۀ کمے راغلے
دے.
د
مثال په توګه د (پاڅون)
په دې اوسنۍ ګڼه کښې (يو
اسرار کۀ بل اسرار دے) ص
١٦ تا ٢١) ماته دې خپل مضمون
کښې دوه غلطۍ راښکاره
شولې چې زما د حافظې کمزوري
په ګوته کوي. (١) په صفحه ١٦
د حضرت اخوند يونس ګيلاني
(خاؤ بابا) د وفات تاريخ
١٠٥٨ هجري ليکلے شوے دے.
حالانکې دا ١٠٥٩ هجري
دے. اثر افغاني مرحوم په
روحاني رابطه روحاني
تړون کښې دغسې ١٠٥٩ هجري
ليکلے دے.
(١) په
صفحه ١٩ د شعري مجموعې
(د ژوند نغمه) د مخ کتنې
دستوره کښې په سټېج ناستو
ښاغليو کښې د ارواښاد
ډاکټر عبدالغفور صاحب
حواله راغلې ده. دا هم صحيح
نۀ ده. لکه حافظې مې دغلته
کار نۀ دے کړے. د دغه ادبي
دستورې صدارت د مردان
ستر روغتون مېډيکل سپرنټنډنټ
ډاکټر عبدالله جان يوسفزي
کړے وۀ. او مشر مېلمه ډاکټر
محمد اعظم اعظم وۀ.
زما د اردو ليکونو
مجموعه (شفق رنګ اپرېل
١٩٩٧ ص ٣٩١ کښې يو رپورتاژ
د ژوند نغمه (نغمۀ حيات
کي رونمائي) شامل دے. هغې کښې د ډاکټر
عبدالله جان يوسفزي نوم
دے.
(بروز جمعه ١٧ اپرېل
١٩٨٧ اولسي ادبي ټولنه
مردان کے زېر اهتمام کميونټي
کونسل هال مردان مين د
(ژوند نغمه) کي تقريب رونمائي
منعقد هوئي. سول هسپتال
مردان کے مېډيکل سپرنټنډنټ
جناب عبدالله جان يوسفزے
نے صدارت کي. کتاب کي رسم
رونمائي بهي انهي کے هاتهون
ادا هوئي. مشهور شاعر او
محقق اديب ډاکټر محمد
اعظم اعظم بطور مهمان
خصوصي شريک محفل تهے. رونق
محفل ډاکټر اسرار بهي
ان کے سنگ تشريف فرما تهے.)
ډاکټر عبدالله جان
يوسفزے هم وفات شوے دے
الله پاک دې ارواښاد او
ډاکټر عبدالغفور دواړه
وبخښي. دواړه په پښتو مئين
درانۀ خواږۀ خلق وو. د ډاکټر
عبدالغفور، نوم زما په
ذهن او زړۀ کښې ځکه نقش
دے چې دا د پښتو وړومبے
مينه وال ډاکټر وۀ چې د
دۀ په نګرانۍ او خوښه د
مردان هسپتال په تندي
د ضلعې ستر روغتون ليکلے
شوے وۀ. د مردان ستر روغتون
کښې دننه هم په بيلا بيلو
څانګو د پښتو نومونه پېرزو
شوي وو خو د افسوس او حېرانۍ
خبره دا ده چې ورپسې نورو
پښتنو ډاکټرانو دغه د
پښتو نوم لرې کړو او په
ژوندي روايت ئې خاورې
واړولې. دا جخته هغه لوبه
شوه چې د ډاکټر خان صاحب
په وزارت کښې سکولونو
کښې پښتو وه خو کله چې قيوم
خاني جوړه شوه نو د پښتو
دغه خواخوږي بې موجبه
په سکولونو کښې د پښتو
په ځائے نصابي کتابونه
په اردو کښې کړل.
والسلام
م. ر شفق
ګرانه
ډاکټر صاحبه
السلام علېکم امېد
دے چې روغ جوړ او
په خېر به ئې. د انګلستان
د درېو مياشتو د مسافرت
نه په مراجعت چې کله دې
خپل کلي ته راغلم نو په
خپل کور کښې مې د خپلې مطالعې
په مېز د نورو يادګيرنو
او ډاک سره پاڅون هم په
نظر شو. ډېر ډېر ممنون يم
چې په ياد کښې مو ساتلے
يم. داسې ښکاري چې په دغې
موده کښـې هم دغه يوه ګڼه
شائع شوې وي. ټول مضامين
او نظمونه مې ښۀ په غور
ولوستل. زړۀ پورې علمي
او تحقيقي ليکونه وو. شاعري
ئې هم ټوله قابل داد وه.
ځنې مضامين په خپل ځائے دفتر پارينه د تېرو
درنو مشرانو د فکر و نظر
نمونې دي. د خپلو مشرانو
دغه انداز بايد چې ټول
ليکوال خپل مشعل راه کړي
کۀ دا سلسله مو هم دغه شان
جاري وساتله نو زما په
خيال چې د ډېرو د فکر و نظر
د ښکلا او وسعت مخه به پرې
سمه شي.
ډاکټر صاحب په انګلستان
کښې زما قيام زيات په لندن
کښې وۀ. څۀ چې ماته دغلته
ليدل پکار وو د هغې نه مستفيد
شوم. د دغې سيمې تاريخ ،
تهذيب، تمدن او روايات
هر څۀ د برطانوي معاشرې
په دې مرکز کښې په بيل بيل
انداز کښې د ليدو متقاضي
دي او چې څوک ئې ليدل غواړي
نو ليدے ئې هم شي. دا يوه
ازاده جمهوري معاشره
ده. اولس ئې د جهان بينۍ
او جهان بانۍ په هر هنر
پوهه او خبردار دي. دوي
د خپلو حقوقو نه هم خبر
دي او د بل د حقوقو د احترام په
چل هم پوهه دي. دغه څۀ دوي
د خپلو زرو کالو د جمهوري
نظام د اوږدې تجربې او
تربيت نه حاصل کړي دي. اے
کاش چې زمونږ په دې ملک
کښې هم په شعوري جوړ له
چا دې طرف ته څۀ توجه وکړې
او زمونږ دا خوار غريب
اولس هم په دنيا کښې په
اوچت سر د ژوند تېرولو
جوګه شوې.
دغې پلو زما د پېښې
کولو دا دوېم وار وۀ د دې
نه اګاهو په ١٩٧٦ کښې مې
هم دغلته د ښو ډېرو ګرځېدو
موقع موندې وه. د نصيب خبره
ده. بس خو چې کله د چا په کوم
طرف مخه شي. امېد دے چې د
خپلو يادو نه به مې نۀ بهر
کوئ او په دعا کښې به مې
ياد ساتئ. په پاک الله مخ
روڼے شئ.
والسلام
خېراندېش
محمد نواز طائر
♣♣♣