د لقمان
حکيم د ځامنو قيصۍ
سيد
محمد علي
وائي چې لقمان حکيم
صاحب چې کله وفات کېدلو
نو خپل څلور واړه ځامن
ئې راوغوښتل . هغوي ته ئې
وصيت وکړو چې زما د مرګ
نه پس دغه فلانے صندوق
خلاص کړئ. په دغه کښې څلور
قيمتي لالونه دي هغه بيا
خپلو کښې تقسيم کړئ. د پلار
د مړينې نه پس چې وروڼو
صندوق راواخست نو په هغۀ
کـښې د څلورو په ځائے درې
لالونه وو. ټول حېران شو
چې هغه څلورم لال څۀ شو؟
هر يو به په بل رااړو. خو
هر يو به وئيل چې لال ما
نۀ دے پټ کړے. اخر فېصله
ئې وکړه چې قاضي له به لاړ
شو هغۀ چې څۀ فېصله وکړه
هغه به مونږ ته منظوره
وي. څلور واړه وروڼه د ښار
قاضي له لاړل. ماښام ناوخته
هلته ورسېدل. قاضي ته ئې
حال ووې. قاضي ورته ووئيل
اوس ناوخته دے، تاسو د
لرې ځائے نه راغلي يئ او
د يو ډېر ښۀ سړي ځامن يئ
نو تاسو ما سره شپه وکړئ
سبا له به کۀ خېر وي ستاسو
فېصله وکړم چې څلورم لال
څۀ شو.
د ماسخوتن د مانځۀ
نه پس چې ډوډۍ وخوړلې شوه
نو د قاضي صاحب سره په مېلمستون
کښې ناست وو خبرې اترې
ئې کولې. قاضي ورته ووې
چې تاسو کښې کۀ چا له څۀ
قيصه ورځي هغه دې قيصه
وکړي. د ژمي اوږده شپه ده،
لنډۀ به ئې کړو. د پړدې نه
اخوا د قاضي لُور ناسته
وه. هغې د دوي خبرې اورېدلې.
هغې غږ وکړو چې بابا جي
دې مېلمنو ته به زۀ قيصۍ
وکړم. وئيل ئې ډېره ښه ده.
د قاضي لُور قيصه شروع
کړه چې دغسې يو کلي کښې
يو هلک او يوه جينۍ
وه. هلک غريب وۀ او جينۍ
د مالدارې کورنۍ وه. دواړه همځولي او په
وړوکوالي ئې يو بل سره
لوبې کړې وې. چې لږ په ښۀ
بد پوهه شو نو يو بل سره
ئې لوظ وکړو چې دواړه به
يو بل سره وادۀ کوي. دواړو
به هر وخت يو بل ته خپله
وعده وريادوله. کله
چې لوئي شو نو جينۍ په ستر
شوه او بيا مور پلار خپلو
خپلوانو کښې چا ته کوېژدن
کړه. هلک ډېر خفه شو. د ډېر
خفګان نه ئې څه کار روزګار
هم نۀ کولو او د کلي يوه
حجره وه په هغې کښې به څملاستو.
کله چې هغه جينۍ
وادۀ شوه نو د وادۀ په شپه
ډېرې تماشې وې، ګڼه ګوڼه
وه. هغې جينۍ په تيارۀ کښې
موقعه وموندله او سره
د وادۀ د جامو او کالو پترو
د کور نه راووتله او هغه
حجرې پله روانه شوه. چرته
چې به د هغې هغه مئين هلک
په يو شلېدلي کټ کښې څملاستو.
هغه حجره لږه لرې
وه. جينۍ د شپې روانه وه.
په لاره د يوې ونې لاندې
غلۀ ناست وو. هغوي چې وليدله
نو ډېر خوشحاله شو چې د
سرو زرو ټول کالي به ترې
واخلو خو جينۍ ورته د خپلې
مينې قيصه وکړه چې دغسې
ما وعده کړې ده زۀ هغه پوره
کوم. تاسو د خدائے دپاره
په ما رحم وکړئ. د غلو زړونو
کښې ورسره همدردي پېدا
شوه او هغه جينۍ ته ئې هيڅ
ونۀ وې. جينۍ هغه حجرې ته
ورغلله. هلک خفه زهير په
کټ کښې پروت وۀ. جينۍ ورته
وئيل ما خپله وعده پوره
کړه اوس تۀ خپله وعده پوره
کړه او ځه چې کوم خوا دې
خوښه وي چې هلته لاړ شو.
هلک حق حېران شو. ورته ئې
ووئيل چې دا خو تا ډېر بد
وکړل. ځه واپس لاړه شه. تۀ
اوس بل ته وادۀ شوې ئې. تۀ
اوس زما خور ئې، ما بخښلے
يې. هغه جينۍ ستنه شوه او
کور ته لاړه. د کور خلقو
چې وليده نو خوشحاله شو
خو د وادۀ د هلک پلار او
د وادۀ هلک ډېر خفه او غصه
شو. خو کله چې ورته جينۍ
ټوله قيصه وکړه نو يقين
ئې وشو او هيڅ ئې ورته ونۀ
وې او معاف ئې کړه. د قاضي
لُور قيصه ختمه کړه خو
يوه پوښتنه ئې وکړه چې
تاسو ووايئ چې په دې قيصۍ
کښېۍ چا ښۀ وکړل. دغه جينۍ
ښۀ وکړل چې خپله وعده ئې
پوره کړه؟ او کۀ د هغې مئين
هلک ښۀ وکړل؟ کۀ هغه غلو
ښۀ وکړل او کۀ د وادۀ د کور
خلقو ښۀ وکړل؟
د لقمان حکيم په
ځامنو کښې يو تن ووې چې
دغه جينۍ ښۀ وکړل. دوېم
ووې چې نه هغه مين هلک ښۀ
وکړل. درېم ووې چې د کور
خلقو ښۀ وکړل چې جينۍ ئې
وبخښله. څلورم ووې چې نه
غلو ښۀ وکړل چې دومره د
سرو زرو کالي هغه جينۍ
سره وو او هغه ئې ترې وانۀ
خستل. د يو ساعت خاموشۍ
نه پس قاضي ووييل چې دا
چا چې ووئيل چې غلو ښۀ وکړل
نو هغه لال هم دۀ پټ کړے
دے. هغه ئې چې ولټولو نو
لال ئې په بډۀ وهلے وۀ. لال
ئې ترې واخست او دغه رنګ
د هر يو ورور يو يو لال ورسېدۀ.
قاضي ورته ووئيل تاسو
د يو ډېر ښۀ سړي اولاد يئ
نور درته هيڅ نۀ وايم خو
ځئ او د وروڼو په شان ژوند
تېروئ او د خپل پلار نوم
مۀ بدناموئ.
د سائنس
دنيا
سيد
ياسر علي باچا
کائنات
Universe: د سائنسدانانو
خيال دے چې د دې دنيا يا
کائنات وسعت لامحدود
دے. په دې کښې تقريباً سل
بليونه کهکشانونه دي
او په هر کهکشان
Galaxy کښې په سوونو
بليونه ستوري دي. په دې
کهکشانونو کښې زمونږ
دا کهکشان Milkyway يا طريق السماء يا
د اسمان لار د ټولو نه وړوکے
دے. د دې کهکشان يا د اسمان
د لارې يو سر ته نزدې نمر
دے او د نمر نه چاپېره ګرځېدونکي
نهۀ سيارې دي چې زمونږ
زمکه (سياره) ور کښې هم يوه
ده.
د کائنات
تخليق : د
سائنسدانانو خيال دے
چې دا کائنات د يوې لويې
چاؤدنې Big Bang
په نتيجه کښې پينځلس
بيلونه کلونه وړاندې
په وجود کښې راغلے دے. د
دې لوئې چاؤدنې په نتيجه
کښې زمان، مکان، توانائي
او ماده پېدا شوې وه. د چاؤدنې
نه پس د کائنات فضا انتها ګرمه
وه، بيا پنځۀ لکه کلونه
پس د دې درجۀ حرارت د 3000Ko پورې راکم
شو او بنيادي ذرات (اليکټران،
پروټان او نيوټران) يو
بل سره نښتل شروع شو او
دوه بنيادي ګېسونه هائيډروجن
او هيليم په وجود کښې راغلل.
دوه بليونه کاله پس د ذراتو
د يو بل سره د نښتو
په عمل کښې ستوري په وجود
کښې راغلل. د بې شماره ستورو
نه بيل بيل کهکشانونه
جوړ شو. دا ټول کهکمشانونه
د کشش ثقل Gravity په زور يو بل سره تړلي
او توازن کښې دي. دې کهکشانونو
بيا بيل بيل ټولګي جوړ
کړي دي. زمونږ د کهکشان
سره نور دېرش کهکشانونه
شامل دي او دا ټول د دېرش
مليونه نوري کلونو په
فاصله دي. څۀ کهکشانونه
د يو بل نه د بليون
نوري کلونو په فاصله کښې
دي.
کائنات
لا وسيع کېږي: د فلکياتو
ماهران په دې خبره متفق
دي چې د کائنات وسعت لا
محدود دے. په کال ١٩٢٠ کښې
اېډون پي هوبل د خپل جوړ
کړي دوربين په ذريعه د
مختلفو کهکشانونو ترمنځه
فاصلې د نظر لاندې راوستلې
او معلومه ئې کړه چې دا
کهکشانونه د يو بل نه لرې
کېږي او يوه کليه ئې پېش
کړه چې يو کهکشان زمونږ
د کهکشان نه څومره لرې
وي دومره په تېزۍ
سره هغه لرې کېږي. د هوبل
کليې، Hubble's law د فلکياتو
ماهران په دې خبره قائل
کړل چې کائنات نور هم وسيع
کېږي او دا نۀ ده معلومه
چې د کائنات د وسيع
کېدو يا خورېدو دا عمل
به تر کومه وخته جاري وي.
د کائنات د وسيع کېدلو
خبره د قرآن مجيد د ځنو
آيتونو نه ثابته ده لکه
والسمآء بنېناها و انا
له موسعون. او اسمان (کائنات)
مونږ جوړ کړے دے او مونږ
د دې خورونکي (وسيع کوونکي
يو)
د کائنات
تقدير يا انجام: سائنسدانان وائي
چې په دوو کښې به يوه کېږي
يا به دا کائنات دومره
وسيع کېږي چې کهکشانونه
او ستوري به د يو بل نه دومهره
لرې شي چې د دوي ترمنځه
به کشش ثقل ختم شي او ستوري
به بيا په ګېسونو کښې تحليل
شي او يا به دا هر څۀ د کشش
ثقل په زور يوې نقطې ته
راغونډ شي. په دواړو حالتونو
کښې به دا ټوله ننداره
ختمېږي. ويبقٰي وجه ربک
ذوالجلال والاکرام. (سورت
رحمان)
(نوټ
: دا مضمون د Space & Planets نومې کتاب د
معلوماتو په رڼا کښې ليکلے
شوے دے)
د مردان
ډائري
اکبر
هوتي
ادبي
هلې ځلې:
د
ادبي دوستانو مرکه مردان
کلني انتخابات په يويشتم
نومبر ٢٠٠٨ د مرکې په دفتر
کښې سر ته ورسېدل.
د ډاکټر محمد زبېر حسرت
په نګرانۍ کښې د کال ٢٠٠٩
دپاره ښاغلے عبدالرؤف
عارف چئيرمېن، نور الرحمان
سحر جنرل سېکرټري، ساحل
يوسفزے فنانس سېکرټري،
مهر اندېش معاون سېکرټري
او اکبر هوتي د اطلاعاتو
سېکرټري وټاکلے شول. د
ټاکنې نه مخکښې د مرکې
د تېر کال د کارکردګۍ په
حواله رپورټ هم وړاندې
شو.
په ديارلسم نومبر
٢٠٠٨ د ضلعي حکومت له خوا
په اېګزيکټيو کلب مردان
کښې يوه درنه مشاعره وشوه.
د دې مشاعرې صدر ضلعي ناظم
حمايت الله مايار وۀ. ښاغلے
رحمت شاه سائل، ډاکټر
محمد اعظم اعظم او سلمٰي
شاهين مشران مېلمانۀ
وو. په دې مشاعره کښې ګڼ
شمېر شاعرانو برخه واخسته.
د پاک پښتو ادبي
سنګر سعودي عرب د سېوري
لاندې د ياد شاعر ښاغلي
اکمل لېوني سره په مردان
پرېس کلب کښې يو سحر ونمانځلے
شو. د دې دستورې صدر ډاکټر
اسرار او مشر مېلمه حمايت
الله مايار وۀ. په دې موقع
ګڼو ملګرو د ښاغلي
اکمل لېوني په شاعرۍ خبرې
وکړې او د هغۀ شاعري ئې
مقصدي او د پښتون قام دپاره
يوه سرمايه وګرځوله. په
دې موقع اکمل لېوني ته
د هغوي د خدماتو په اعتراف
کښې شيلډونه او د ضلعي
ناظم له خوا نغد انعام
ورکړے شو.
د پښتو ادب ژوندے
نوم، ترقي پسند او سياسي
مبارز او قانون دان محمد
اصغر خان اېډوکېټ چې په
سياسي او ادبي حلقو کښې
په اصغر لالا پېژندے شو،
په شلم دسمبر ٢٠٠٨ په حق
ورسېدو. د خدائے بخښلي
په جنازه کښې ګڼو شاعرانو
او اديبانو او د ژوند سره
تعلق لرونکو وګړو په ګڼ
شمېر کښې ګډون وکړو.
سياسي
هلې ځلې:
د پښتونخوا
وزير اعلٰي امير حېدر
خان هوتي د دسمبر په وړومبۍ
هفته کښې د مردان
تفصيلي
دوره وکړه. په خپله دې دوره
کښې وزير اعلٰي د مردان
باچا خان ميډيکل کالج
پرانسته وکړه. د دې نه علاوه
ئې په درځنونو پرمخ تللو
منصوبو هم پرانستې وکړې
او د دغه منصوبو د کار جاج
ئې واخستو.
پاکستان تحريک انصاف
مردان په مردان ښار کښې
د کراچۍ د هغې واقعۍ په
ضد د تاؤ تريخوالي څرګندونه
وکړي په کومه کښې چې يو
وارې بيا د اېم کيو اېم
د لاسه په پښتنو ظلم شوے
دے. د دې مظاهرې مشري ضلعي
مشر خانزاده خان کوله.
د مردان ډسټرکټ
بار له خوا د زيارت په ورځ
د عدليې د بحالۍ دپاره
په ميزان چوک کښې مظاهرې
وشوې. په لوند خوړ کالج
مردان کښې د پښتونخوا
سټوډنټس ارګنائزېشن کنونشن
وشو چې پکښې ګڼ شمېر طالب
علمانو برخه واخسته. په
کنونشن کښې ښاغلے وقار
علي خان سېکرټري او کامران
خان سينئير معاون سېکرټري
وټاکلے شو. کنونشن ته ښاغليو
حېدر خان، ګوهر خان، عيسٰي
خان او علي حېدر خان وېنا
وکړه.
د مردان پرېس کلب
کلنۍ ټاکنه وشوه. ښاغلي
مسرت خان عاصي صدر، شعېب
عباسي جنرل سېکرټري،
رياض مايار نائب صدر،
شهاب اکبر جائنټ سېکرټري
او پروېز شاهين ماليات
سېکرټري منتخب کړے شول.
په يويشتم دسمبر
د پيپلز يوتهـ مردان له
خوا د بې نظير بوټو د شهادت
په لړ کښې يوه دستوره وشوه.
په دې دستوره کښې کامرېډ
منظور او د پښتونخوا اسمبلۍ
غړي افتخار شاګۍ دستورې
ته خطاب وکړو. په پينځويشتم
دسمبر د عيسايانو اختر
ونمانځلے شو. په دې لړ کښې
د مردان په لويه ګرجا کښې
د عيسايانو مذهبي رسومات
ادا کړے شو.
د مردان نه د پښتونخوا
د اسمبلۍ غړے افتخار شاګۍ
د بې نظير بوټو د کليزې
په سلسله کښې لاړکانې
ته روان وۀ چې د پنجاب په
رحيم يار خان کښې ئې اېکسيډنټ
وکړو او سره د خپل يو ملګري
په موقع په حق ورسېدو. افتخار
شاګۍ په خپل کلي شاګۍ کښې
خاورو ته وسپارلے شو.
د صوبائي حکومت
له خوا يو وار بيا کمشنري
نظام بحال شو يعني مردان
ډويژن بيا کار شروع کړو.
په دې لړ کښې خالد
خان عمرزے د مردان د کمشنر
په حېث خپله ذمه واري تر
سره کول شروع کړل.
سماجي
او ثقافتي هلې ځلې:
په
يويشتم دسمبر ٢٠٠٨ په
مردان ټاؤن هال کښې د باډي
بلډنګ مقابلې وشوې. په
دې مقابلو
کښې د مردان ځوان باډي
بلډر زېر محمد خان هوتي
د مردان بهترين
باډي بلډر غوره
کړے شو او د مسټر
مردان اعزاز ئې وګټلو.
د مردان اوپن سکاؤټ
له خوا يوه درنه دستوره
وشوه. دې دستورې ته افتخار
خان اېډوکېټ او ډاکټر
يوسف يوسفزۍ وېنا وکړه.
د دې دستورې مقصد په مردان
کښې امن او د ورورولۍ فضا
قائمول دي.
تېرو ورځو کښې د
کاټلنګ ادبي جرګې له خوا
د مرحوم کپور خان نسيم
په ياد کښې يوه تعزيتي
غونډه وشوه. ګڼ شمېر ملګرو
مرحوم ته په نظمونو او
مقالو کښې پېرزوئنې وړاندې
کړې.
♣♣♣
|
دا سړے خو په ادب سره سړے
دے
|
|
چې ادب ورسره نۀ وي نور
څاروے دے
|
|
چې وفا ورڅخه نۀ وي سړے
نۀ شۀ
|
|
تر
هغۀ نه په وفا کښې بهتر
سپے دے
|
|
چې
ئې علم و هنر نۀ وي ځنې تښته
|
|
بې
هنر سړے کۀ وګوې لا شے دے
|
|
|
|
|
|
د
هوښيار د نادان هومره
تفاوت دے
|
|
څو
د زمکې د اسمان په منځ کښې
وت دے
|
|
چې
کردار ئې د ګفتار موافق
نۀ وي
|
|
همېشه
د دروغژن په ږيره ډت دے
|
|
د
خوشحال کلام شېرين دے
تر نباتو
|
|
چې
په خوند ئې خبر نۀ دے ورته
کُرت دے
|
|
|
|
|
|
اطاعت
د اولو الامر ځکه نۀ کړم
|
|
خليفه
د زمانې په زړۀ کافر دے
|
|
په
باطن ئې ودانۍ ته نظر
نشته
|
|
په
ظاهر کۀ ودانۍ ته ناظر
دے
|
|
د
ابليس غوندې مکرونه ئې
په زړۀ کښې
|
|
په
فرېب کښې تر ابليسه لا
ماهر دے
|
|
|
|
(خوشحال
بابا) |