Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Mutafariqat 14

سوالاً جواباً

 

جعفر خان  اچکزے

 

سوال : د هر ليکوال پېش نظر يو مقصد وي ستا پېش نظر کوم مقصد دے؟

جواب : زۀ ډېرې خبرې محسوسوم، هر قسم خبرې سنجوم، په ډېرو خبرو خښمېږم، په ډېرو خبرو خوشحالېږم. دا ټول زما د ذات يوه برخه ده. زما تر ټولو لويه مسئله دا ده چې زۀ کوم لفظ چې ليکل غواړم هغه فقط لفظ نۀ وي بلکې د لفظ تاريخ وي. دغه ډول د کوم سړي چې زۀ ذکر کوم د هغۀ مطلب فقط هغه سړے نۀ وي بلکې د هغۀ تاريخ وي.

 

سوال : د ادب د خاوندانو اکثريت دا وائي په ځنو ځايونو کښې چې تا کومه ژبه استعمال کړې ده، هغه د ادب په چوکاټ کښې نۀ راځي، تۀ څۀ پکښې وائې؟

جواب : کومو خلقو چې منټو معتوب کړے وۀ په هغو کښې نن يو هم نشته خلقو ټول هېر کړۀ مګر منټو د اردو لوئے افسانه نګار په طور نن هم هغه شان ژوندے دے. دغه شان د پښتو عظيم شاعر خوشحال خان چې په خپله شاعرۍ کښې په ځنې ځايونو کښې کوم اشعار ليکلي دي په هغه به د خپل وخت خلقو څۀ څۀ نۀ وي وئيلي. خو خوشحال د دغه ټولو باوجود نن هم عظيم شاعر ګڼل کېږي.

 

سوال : د محنت قدردان کۀ په دنيا کـښې څوک وے ستا په خيال د قدر وړ به څوک وے؟

جواب : زما په خيال خر به تر ټولو زيات د قدر وړ ګڼل کېدے.

 

سوال : تا ولې څوک نۀ وژني؟

جواب : تۀ څوک څۀ کوې، ستا کۀ زړۀ غواړي دا کار تۀ وکړه.

 

سوال : پاکستان کښې يادګارونه ډېر جوړېږي په دې کښېۍ څه وائې؟

جواب : ضرورت د يادګار جوړولو نۀ دے. يادګار جوړېدلو دے. په دې کښې دا وايم.

 

سوال : په جنت کښې به خبرې اترې په کومو موضوعاتو کېږي؟

جواب : په جنت کښې نۀ نظريه شته، نۀ مفکوره. نۀ حالات شته نۀ واقعات نۀ فکر شته نۀ ذکر هلته صرف خواهش وي او د هغۀ تعميل.

 

سوال : د بلوچستان کالجونه بيا بند شول، هاسټلونه ئې د هلکانو څۀ خالي کړل، دا ولې؟

جواب : زۀ دې ته حېران يم چې په صوبه کښې بې شمار مدرسې جوړې شوې دي. د مختلف قومو بې شمار هلکان سبق پکښې وائي. يوه ورځ مې وانۀ ورېدل چې هړتال پکښې وشو يا جنګ. يا دا چې مدرسه  بنده شوه. مګر کالجونه دي چې هره دوېمه درېمه مياشت کښې يوه نه يوه واقعه پکښې پېښېږي.

 

سوال : د ډېره دون محمد زئ په څۀ شي پېژنې؟

جواب : چې جوجرئ ئې د شتر مرغ په شان ځړېدې پوه شه چې د ډېره دون محمد زئي دے.

 

سوال : د پښتنو شاعرانو متعلق دې څۀ رائې ده؟

جواب : زما د مخه خيال دا وۀ چې پاکستان کښې تر ټولو اسان کار بچيان زېږول دي ولې چې دلته د هغه خلقو هم بچيان شته چې د عقل غاښ ئې راغلي نۀ دي. مګر د څۀ مودې راهسې زۀ دا محسوسوم چې بچيان زېږولو څه هم زيات اسانه کار پښتو کښې ديوان چاپول دي. زۀ وينم چې داسې داسې ځوانان ديوانونه چاپوي چې د عقل غاښ خو پرېږده چې برېتونه ئې لا راغلي نۀ دي.

 

سوال : بنيادي طور ستا څۀ نظريه ده. په خپل تحريرو کـښې تۀ څۀ شے وړاندې کوې؟

جواب : زۀ بنيادي طور بت شکن يم. ما ټول عمر په بت شکنۍ کښې قلم استعمال کړے دے. د جهالت بت شکني، د تعصب بت شکني، د فرقه پرستۍ بت شکني، د قبائليت بت شکني او د يوۀ داسې مذهب تبليغ کوم چې په ټول انسانيت محيط وي.

 

سوال : ژوند څۀ شے دے يعني د ژوند څۀ تعريف دے؟

جواب : د ژوند مثال د غېر ملکي ژبې دے د کوم چې تلفظ هيڅوک هم ادا کولے نۀ شي.

 

سوال : د وارث شاه، پهټائي او داسې نورو صوفي شاعرانو متعلق دې څۀ رائې ده؟

جواب : زما رائې دا ده چې قومي معاملات د دغه قسم شاعرانو د اشعار په وئيلو نۀ چلېږي. هجر، وصال، جفا، رقيب او محبوب وغېره اصطلاحات په سياست کښې هيڅ اهميت نۀ لري.

 

سوال : پاکستان څنګه ملک دے؟

جواب : پاکستان داسې ملک دے چې د اسلام په نوم غوښتل شوے دے او د کفر په ذريعه قائم شوے دے.

 

سوال : يو قام چې د خپلې ژبې څخه محروم کړے بيا؟

جواب : د سوچ دائره ئې تنګه شي، خپل شناخت بائلي، ماضي ئې ختم شي، د مستقبل مهار ئې د غېر په لاس کښې شي.

 

سوال : دا تۀ په څۀ خيال وائې چې دنيا کښې د هرې تباهۍ وجه خواندګي ده؟

جواب : په قول د علي حېدر د دنيا تمام مسائل د خوانده خلقو پېدا کرده دي. د مثال په طور (١) د دنيا ټول جنګونه خوانده خلقو کړي او کوي ئې. (٢) د دنيا اول اېټم بم خوانده خلقو جوړ کړے دے. (٣) په دنيا اول اېټم بم غورځولو حکم ورکونکي خوانده وو. (٤) اېټم بم غورځونکي پائلټ خوانده وۀ.(٥) برصغير تقسيم کونکي خوانده وو. په دې کښې قتل عام کونکي هم خوانده وو. (٦) بوسنيا او کروشيا کښې په لکونو انسان قتل کونکي او د قتل حکم ورکونکي ټول خوانده وو. (٧) په چيچنيا حمله کونکي ټول خوانده وو. (٨) قومي اسمبلۍ کښې هارس ټريډنګ کونکي ټول خوانده دي. (٩) څلوېښت اربه ر وپۍ سالانه رشوت خوړونکي ټول خوانده دي. (١٠) کرپشن د خوانده خلقو کار دے. (١١) د مذهب په نوم يو بل وژل، نفرتونه پېدا کول سبب خواندګي ده.(١٢)قبائليت ته هوا ورکول، تعصبات پېدا کول د خوانده خلقو کار دے. (١٣) ټول عالمي جنګونه  خواندګۍ کړي دي. غرض دا چې د دنيا هره بدي او بدکاري چې راواخلې ٩٩ فيصده به پکښې د خوانده او خواندګۍ لاس وي. بيا زۀ نۀ پوهېږم چې دنيا خواندګي ولې د هر شي  علاج ګڼي.

 

♣♣♣

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ