دا ترلاندۍ ده
عثمان
مردانوي
په ښائسته ښکلو
او اوچتو غرونو کښې راګېر
ترلاندۍ کلے يوه ډېره
حسينه نظاره وړاندې کوي.
دا کلے د صوابۍ (سلاطوره)
نه لس کلوميټره او د مردان
نه پينځويشت کلوميټره
لرې په جرنېلي سړک پروت
دے. د ترلاندۍ کلي د نوم
متعلق جدا جدا روايتونه
دي. يو روايت دا دے چې دا
نوم اصل کښې تور لنډۍ وۀ چې د سنسکرت
ژبې ټکے وۀ او مطلب ئې د
ګټو کلے دے. خو يو بل روايت
دا دے چې دا د فارسۍ او پښتو
ژبې ټکي وو چې مطلب ئې د
غرونو لاندې کلي (کولندۍ)
د وخت تېرېدو سره سره تولندۍ
او بيا ترلاندۍ شو. دواړه
مطلبونه صحيح ښکاري. ځکه
چې دا کلے د غرۀ لاندې لمنه
کښې اباد دے بله دا چې دلته
ډېر لوئي لوئي ګټان هم
شته چې د دې نوم وجه تسميه
جوړه شوې ده او تور لنډۍ
زيات مناسب نوم ښکاري.
د تور لنډۍ کلي لويديځ
اړخ ته غونډۍ ډېرۍ ده او
ورسره يوه زړه مقبره ده.
د دې کلي نمرختيځ ته مېره
کالو ډېرۍ، بشارت او ډب
نومے کلي پراتۀ دي. د دې
سوېل اړخ ته شېره غونډ
او اسوټا کلي او د کړه مار
د غرونو سلسله ده او قطب
ته ترې ترکۍ، مناګے او
رشکۍ کلي پراتۀ دي.
د بشري علم پوهانو او
د آثار قديمه د پوهانو
وېنا ده چې دې ځائے کښې
د طوفان نوح آثار هم موندلي
شوي دي. څنګه چې وړاندې
ليکلي شوي دي چې ترلاندۍ
د زوړ جرنېلي سړک په غاړه
پرته ده. دغه جرنېلي سړک
په نمرختيځ کښې هنډ چې
د اباسين په غاړه يو لوئے
ښار وۀ، قبلې طرف ته ئې
شهباز ګړه پېښور چارسده
په شمال کښې ئې ادهيانه
(سوات) چې د زوړ شاهراه رېشم
سره مل وو چې چين، تبت او
د نورو ملکونو سره به ئې
تګ راتګ کېدو. ولې
په هنډ د اباسين نه پورې
به خلق هند (انډيا) ته تلل
راتلل هم په دغه جرنېلي
سړک ډېرې قافلې او يرغل
ګري او فوځي مهمونه تللي
دي.
د ترلاندۍ کلي په شمال
کښې چې کومه غونډۍ ده دلته
د ګندهارا تهذيب آثار
موندلي شوي دي. دلته د کنستو
په وخت خلقو ته ډېر څيزونه
تر لاسه شوي دي. چې ترې معلومېږي
چې دا ځائے د مختلفو بادشاهانو
په وخت کښې اباد وۀ.
داسې روايت هم شته چې
دلته په غټو ګټو د بادشاه
اشوک حکمونه او د بدهـ
مذهب تعليمات هم په ډبر
ليک شوي وو خو د خلقو د لاسه
اوس بالکل غائب دي. د حکومت
د بې غورۍ په وجه د تاريخ
دغه نخښې نښانې ختمې شوې
دي. دې غونډۍ سره خوا کښې
يوه زړه مقبره ده چې په
ډېرۍ جوړه شوې وه دغې ډېرۍ
نه خلقو خاوره وړې ده. دغې
ډېرۍ کښې د بدهانو
اسټوپې، د سپينو او سرو
زرو کالي ، د کاڼي نه جوړې
شوې نمونې د ګندهارا آرټ
د ګوتم بدهـ بتان هم خلقو
تر لاسه کړي دي. چې اوس نشته.
کله هم چې خلق قبرونه کني
نو بتان او نور زاړۀ آثار
پکښې راوځي.
د دې کلي په سوېل کښې د
سړک په غاړه شېوې اډې سټاپ
سره د نادان شهيد قبر دے.
د دې باره کښې تاريخ ليکونکي
وائي چې دا د محمود غزنوي
د جرنېل محمد آياز قبر
دے کوم چې هغۀ سره د هندو
شاهي سلطنت او هند فتح
کولو دپاره سره د نور فوځي
لښکره دلته راغلے او دلته
وفات شوے وۀ.
ترلاندۍ د پښتو د مشهور
داستان يوسف خان کلے هم
دے. د دې کلي نامتو پښتنو
د پېرنګيانو خلاف د ازادۍ
بېرغ پورته کړے وۀ په دغو
خدائي خدمتګارانو کښې
شمشاد، تاج محمد، محمد
اکبر، جرنېل غفار، اکرم،
بهادر، اجون کاکا، نعيم
شاه، ګوجر، سېد نواب او
اپريدي کاکا مشهور دي.
ترلاندۍ کۀ يو طرف ته
تاريخي کلے دے او خپله
غېږ کښې ئې ډېر تاريخ پټ
ساتلے دے نو بل خوا دې کلي
کښې ګڼ شمېر شاعران، عالمان
او فاضلان هم پېدا شوي
دي. په دغو هستو کښې شېر
محمد مېنوش چې د علامه
اقبال د کلام ئې په پښتو
ژبه ترجمه کړې ده. بل د پښتو
ژبې شاعر رسول شاه اخون
هم د ترلاندۍ فخر دے کوم
چې د قرآن مجيد په پښتو
ژبه کښې ترجمه کړې ده. نادان
شاه، جانس خان او شېر علي
ستي هم په پښتو ژبه کښې
ښه شاعري کړې ده ولې يو
بل لوئے عالم مولانا شاه
محمد مرحوم چې د جامعه
الازهر (مصر) نه فارغ التحصيل
وۀ هم د ترلاندۍ اوسېدونکے
وۀ.
♣♣♣