تعليمي
قيصۍ
حافظ
محمد ادريس
دروغ:
يو سړي د حضرت امام
ابوحنيفه په مجلس کښې
ووې:
سړے
: يره صاحبه! ما هيچرې دروغ
نۀ دي ويلي.
امام
صاحب: په دې خبره خو زۀ ګواهي
کوم چې دا يو ځل دې زما په
مخکښې دروغ ووې.
بنې:
حضرت زبېر بن بکار
وائي چې يوه ورځ زما خورزې
زما ټبر ته ووې چې ماما
ته بدرد مۀ وايه هغه دومره
ښۀ سړے دے چې ستا په ژوند
کښې دوېم وادۀ نۀ کوي ګني
څوک ئې لاس نيولے شي. په
دې باندې زما ټبر ورته
ووې چې خدائے ګو دا د کتابونو
ټوپکي چې ئې راته ودرولي
دي دا ماته د درېو بنو نه
زيات تکليف رسوي.
خورزۀ
: هن دا څنګه؟ چرته کتاب
او چرته بن توب؟
ټبر
: دا بنې نۀ دي نو، نور څۀ
دي؟ چې ماما دې هر وخت هغوي
سره په خبرو کښې مشغول
وي او زما پروا قدر له نۀ
ساتي.
پټکے
او فارسي:
يو
سړي ملا ته يو خط يوړو او
ورته ئې ووې:
سړے
: ملا صاحب! ا خط راته لږ ولولوه.
ملا
: وروره دا خط خو په فارسۍ
ژبه کښې دے او ما فارسي
نۀ ده وئيلې.
سړے
: ښه، دومره غټ پټکے
دې له سره تاؤ کړے دے او
فارسي نۀ درځي.
ملا صاحب زر پټکے
له سره اوچت کړو د هغۀ په
سر ئې کېښود او ورته ئې
ووې:
خانه
کۀ په پټکي تړلو فارسي
زده کېدے شي نو پټکے مې
درته په سر کړو اوس شابشې
خپل خط په خپله لوله او
د چا خوشامندې مۀ کوه.