Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Editorial
                                                شروع کؤم  په نامه  دخدائے چې بخښونکے اومهربان دے

د پاڅون غږ

Pasoon.January2012.jpg

يوشتمه فرورى د ژبو عالمى ورځ

د ملګرو ملتونو(U.N.O) د چارټر مطابق په ټوله دنيا کښې د مورنو ژبو عالمى ورځ نمانځلې شى .يو خوا کۀ د دې ورځې نمانځنه د بنګال هغه شهيدانو طالب علمانو ته پېرزونه ده کوم چې د خپلې ژبې د حق غوښتنې دپاره راوتى وو او د وينو نذرانه ئې ورکړې وه خو بلخوا د مورنۍ ژبې د حېثيت منلو هم يو مثبت ګام دے اوس کۀ په دې تناظر کښې وکتلى شى نو پښتو ژبه چې خپل د زرګونو کالو تاريخ لرى او د يو تاريخى قام مورنۍ ژبه ده په داسې حال کښې ده چې صرف د شاعر، اديب او سندرغاړى نه علاوه ئې څۀ حېثيت او مقام نشته بنيادى وجه دا ده چې دا ژبه نۀ د تعليم ژبه ده او نۀ د منډۍ ژبه ده. او دا دواړه شعبې د يوې ژبې پرمختګ کښې مهم کردار ادا کوى خو د فکر خبره دا ده چې څومره وخت تېريږى نو د تعليم په مد کښې د پرائيوېټ سکولونو کالجونو اهميت زياتېږى او د ښۀ معيار تعليم هم په پرائيوېټ سکولونو کښې ورکولے کيږى بلکې عجيبه خبره دا ده چې د سرکارى سکولونو استاذان هم خپل بچى په پرائيويټ سکولونو کښې داخلوى اوس کۀ د پرائيوېټ سکولونو خبره کوؤ نو هلته د پښتو ژبې مضمون خو څۀ چې په پښتو ژبه وئيل هم يو لوے بدعت ګڼل کيږى او د پرائيوېټ سکولونو نه په ګڼ شمېر کښې طالب علمان تربيه کيږى خو په پردۍ ژبو کښې مطلب دا چې د پښتو ژبې يو لوے استحصال کيږى او کۀ چرې دا عمل جارى وى نو خداے مۀ کړه پښتو ژبه به ډېره زر د مينځ نه لاړه شى ضرورت د دې خبرې دے چې حکومت د سرکارى سکولونو سره سره په پرائيوېټ سکولونو زور واچوى چې هغوى په سکولونو کښې پښتو مضمون تر څوارلسم پورې د لازمى مضمون په حېث په نصاب کښې شامل کړى چې کوم ماشومان تربيه کيږى چې هغوى خامخا په پښتو ژبه کښې وئيل او لوستل کولے شى کۀ حکومت دې پله څۀ سنجيده سوچ ونۀ کړو نو د پښتو ژبې مستقبل شاعران ،اديبان او سندرغاړى هم نۀ شى بچ کولے بلکې د پښتو ژبې مستقبل به د تعليم او منډۍ د لارى بچ کيږى ځکه چې ژبه هله اهميت مومى چې د هغې زده کړه شغل نه مجبورى جوړه شى.بل خوا د صوبې حکومت جې د پښتو تر لسمه د لازمى مضمون کولو کوم اعلانونه کړى وو هغه لا تراوسه عملى کړى شوى نۀ دى

د باچا خان کور دې قامى ورثه وګرځول شى
تېرو ورځو کښې د صوبې حکومت پېښور کښې د زيږېدلو د نامتو فلمى دنيا د ځلنده ستورو دليپ کمار ( يوسف خان ) او راج کپور کورونه قومى ورثه وګرځول، د حکومت دا اقدام هر چا وستائيلو، باچا خان فخر افغان د ټول پښتون قام مشر، محسن، او تاريخ ساز شخصيت وۀ هغه چې د اتمانزو په کوم کور کښې زيږېدلے او لوے شوے وۀ .پښتانۀ د موجوده صوبائى حکومت نه په ځاے طمع لرى چې د بابا دغه کور دې هم قومى ورثه وګرځول شى ځکه چې دغه کور د ټولو پښتنو د زړونو او نظرونو مرکز دے.

ملاله يوسفزۍ
د مېوند د ملالې او د ملاله جويا نه پس د پښتونخوا په ښائيسته سيمه سوات کښې يوه بله ملاله داسې راښکاره شوه چې د خپل جرات او صلاحيتونو په سبب ئې دنيا حېرانه کړه دا ملاله د اتم جماعت طالب علمه ده په دې کم عمر کښې به ئې د تر هه ګرو او ورانکارو په ضد بى. بى.سى ته د ګل مکۍ په قلمى نوم مسلسل ډائيرى ليکله، په سوات د راغلى سخت وخت په دوران کښې ئې هم خپل کور کلے نه وۀ پريښې ،کله چې يو بېن الاقوامى تنظيم د دې نوم د نړيوال امن اېوارډ دپاره نامزد کړو نو د ټولې دنيا د ميډيا پام دې بهادرې پښتنې طالب علمې ته راوګرځېدۀ او د دې کارنامه او جرات ئې وستائيلو زمونږ وزيراعظم او د خېبر پښتونخوا د وزيراعلىا له اړخه هم د دې د امن دپاره زيار وستائيلو او انعامونه او اېوارډونه ئې ورکړل کوم چې د ستائينې وړ اقدم دے د ملالۍ يوسفزۍ کارنامه دا خبره ثابتوي چې کۀ پښتنو پېغلو او مېرمنو ته د خپلو صلاحيتونو او هنرونو څرګندولو موقعه ورکړې شى نو دوى به د پښتون قام په مخکښې تګ کښې نور هم ځلند رول ولوبوى----- په پاڅون کښې د چاپ شوو ليکونو سره د ادارې اتفاق ضرورى نۀ دے

Editorial Pasoon January February 2012

د ملک د امن امان صورتحال
A P C اجلاس

د حقاني نېټ ورک په حواله د امريکې له اړخه پاکستان ته د حملې دړکې يوه نوې سياسي کشاله راپورته کړې ده په دې لړ کښې په تېرو ورځو د ال پارټيز کانفرنس يو ډېر مهم او حساس اجلاس وشو چې پکښې د سياسي ګوندونو نه علاوه د فوج او خفيه ايجنسو مشرانو هم برخه واخسته ،سياسي مشرانو د موجوده امن او امان په حواله خپل تجويزونه او مشورې ورکړې د سياسي ګوندونو د مشرانو تجويزونه او مشورې په خپل ځائې به د وطن د سلامتيا دپاره ټيک وي خو په تېره تېره د محمود خان اچکزۍ خبرې يو ډېر تاريخي حېثيت او ارزښت لري او هغه دا چې هغۀ د I S I مشر ته په ډاګه کړه کۀ تۀ نن هم وغواړے نو په ټول ملک او افغان وطن کښې په يو مياشت کښې امن راتلے شي د محمود خان دا خبره په ټول اجلاس کښې چا رد هم نۀ کړه بلکې د فوج مشرانو ډېر په سنجيدګۍ سره د محمود خان خبره واورېده او بيا په ميډيا کښې هم د محمود خان د دې خبرو ډېره ستائېنه وشوه د دې نه دا معلوميږي چې خفيه ايجنسۍ او بيا په خصوصي توګه I S I د ملک په امن و امان کښې يو مهم رول لوبولے شي ديورياست دخفيه ايجنسودا ذمه داري وي چې هغه ملک دکورني اوبهرني چپاوونوExternal Aggressions and Internal نه وساتي نو دا د وخت ضرورت دے چې سياسي ګوندونه په يوه جمهوري طرز او I S I په خپله يوه پېشه ورانه طرز په ملک کښې عموماً او په پښتونخوا کښې خصوصاً د امن د بحالولو دپاره هلې ځلې پېل کړي او د افغانستان د استحکام او استقلال ضمانت دې ورکړي او د بهرني هېوادونو په کورنو چارو کښې دې ګوتې وهل پرېږدي او د هر قسمه ترهه ګرو مخ نيوې دې وکړي او دغه رنګه دا هم د سياسي ګوندونو د اولسي حکومت غټه ذمه واري ده چې د ګاونډي هېوادونو سره دې خپلې اړيکې ټينګې کړي او کله چې دا وشي نو د دنيا يو طاقت هم د دې ملک د دفاع ازمېښت نۀ شي کولے بلکې دا به پرمختګ پله يو ګړندے ګام وي.

NTS/GAT
يو غېر ضرورى ازمېښت
National testing service/General Assesmant Test


د جنرل مشرف په دور کښې يوه تعليمي پاليسي جوړه شوه د کومې تر مخه چې د ايم فل او د  بهر سکالرشپ دپاره به يو طالب علم اول NTS/GAT پاس کوي نو بيا به هغه د داخلې اهل وي په NTS/GAT کښې د انګرېزۍ سره رياضي او Analaytical ټسټ شامل دے اوس کۀ د سائنس سره تعلق لرونکى ته دغه ټسټ شرط وى نو څۀ جواز جوړيدے شي او کۀ دا د ادب يا سوشل سائينسز طالب علم دپاره دغه شرط وي نو دا پاليسي بېخي غلطه او بې بنياده ده ځکه چې کۀ يو طالب علم په عربۍ، پښتو، اسلاميات، پوليټکل سائنس وغېره مضمون کښې ايم فل يا پي . ايچ. ډي کول غواړى نو هغه په کوم دليل د رياضۍ Maths يا انګرېزۍ ټسټ پاس کړي اوس کۀ د دې په ځائې Subject NTS وې نو جواز او ضرورت ئې وۀ په دې وجه ډېر طالبعلمان د مزيد تعليم او ريسرچ نه پاتې کيږي چې دا د ملک په ترقۍ کښې يو لوے خنډ دے د NTS/GAT امتحان اخستل د فوځ يو شاخ په حواله شوے دے او د دې امتحان چې څومره امدن دے هم هغوي ته په لاس ورسى. ضرورت دا دے چې حکومت بيخي دا پاليسي بدله کړي چې اصل طالبعلمان په صحيح توګه تحقيق ته چمتو شي او د يو غېر ضروري ازمېښت نه بچ شي ځکه چې د سياله او پر مخ تللى قامونو دپاره د تعليم او علم دروازې پرانستې پکار دي بندول ئې تيئرې راوستل دي

Pasoon November December 2011

دخواندګۍ شرح او نړيواله ورځ


هر کال د ستمبر اتمه نېټه د نړېوالې ورځې په توګه په ټوله دنيا کښې نمانځلې شي .دا ځل دا اهمه ورځ زمونږ په صوبه کښې ډېره په خاموشۍ تېره شوه، د دې نه صفا جوتېږي چې زمونږ حکمرانان ، زمونږ دانشوران، د تعليم ماهران، شاعران او اديبان او د پښتو او تعليم په نوم جوړې ادارې پښتو ته د راپېښو کشالو د هوارولو دپاره چې يوه پکښې د ناخواندګۍ ستونزه ده،څومره سنجيده دي او څومره اهميت ورکوي،د ناخواندګۍ دوئيمه معنى جهالت دے، يوه جاهله ټولنه هيڅ کله هم د امن او ترقۍ مخ نۀ شي ليدلې، د ټولنې ترقۍ دپاره وړومبنے شرط تعليم دے تعليم او اعلى تعليم او د انفارمېشن ټکنالوجى زده کړه خو لرې خبره ده ،زمونږ په سلو کښې شپېتۀ سړي او په سلو کښې اتيا زنانه ناخوانده دي، هر حکومت دعوى کوي چې د خواندګۍ شرح به جګوؤ خو د وخت تېرېدو سره دغه دعوې تشې دعوې پاتې شي، نۀ خو د تعليم دپاره څوک بجټ کښې برخه زياتوي، نۀ د ناخوانده بالغانو د خوانده کولو دپاره څۀ عملى قدم وچتولے شي، په حکومتي تعليمي سکولونو کښې د تعليم معيار دومره را غورزيدلے دے چې په دغه سکولونو کښې ملازمت کوونکي استاذان هم خپل بچي په دغه سکولونو کښې نۀ داخلوي. سره د دې چې په سرکاري سکولونو کښې فيس هم نۀ شي اخستے او درسي کتابونه هم وړو ته وېړيا ورکول کېږي ،د پرائيوېټ پبلک سکولونو او کالجونو فيسونه دومره جګ دي چې ادا کول يې د هر چا د وس خبره نۀ ده-پکار ده چې حکومت د تعليم مد ته خصوصي پاملرنه وکړي چې د حکومتي يا سرکاري سکولونو تعليم معيار لوړ کړي، او پبلک سکولونو باندې هم کنټرول وساتي او د ناخوانده بالغانو دخوانده کولو دپاره هم تعليمي مرکزونه جوړ کړي، په دې طريقه به د خواندګۍ شرح لوړيږي، بله هيڅ يوه طريقه نشته
 
Pasoon Sep-October 2011

Hazrat.ZubairZubair.JPG

 په زړۀ  پورې  شعرونه

د سحر طمعے قربان شم
ګنې شپه خو ستوماني ده

 
اصغر لالا
د اسمان څوکې خيبر          د خړو کانړو ربه
د دے پلوسو خوارو           د وچو پانړو ربه
دا د پښتون جنت دے      دا د پښتون همت دے

کاکاجي صنوپر حسين
 
چې کوم ځائ کښې د مزرو نوکې رژيږی    عاشقان هلته په څوکو د  بنړو ځی

سيف الرحمان سليم

سليمه سم  دې  کړه  غزل  شرعې  ته        لږ  پکښې  ذ کر  د  خپل  قام  کوه

 

  
(اقتباس)
رڼا
  "ژوند ځان له هم ښکلا لري خو اولس يواځې د ژوند پۀ ښکلا نۀ مطمئين کېږي هغوي د ادب او فن غوښتنه هم کوي ځکه چې پۀ يوه فنپاره کښې د ژوند، ټولنې او کردارنو تصوير کشي پۀ اوچته سويه وه، پۀ شدت سره زيات راغونډ او عمومي شکل کښې شوے وي او آئيډيل ته ډېر زيات نزدې وي. د روزمره ژوند نه پکښې آفاقيت زيات وي. د اولس بېدارول، د هغوي پۀ زړونو کښې د جذباتو آتشکدې بلول، هغوي يووالي او مبارزې ته مائل کول چې خپل ماحول او ژوند بدل کړي د فن او ادب د وظيفې نه پرته پۀ بل شان تکميل نۀ مومي" [د شېر علي باچا د مقالې "ادب او سياست" څخه اقتباس] ...................................
 اداره

 پاڅون