Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Newe Khakey

بې نيازه ملنګ

 

جميل يوسفزے

 

     زۀ چې په کومه موضوع دا وخت ليکل کوم ښۀ پوهېږم چې د دې غرۀ څوکې ته ختل ګران دي خو دا ضروري ګڼم چې پرې خبره وکړم.

     د کال ١٩٨٧ خبره ده زما د يو خودبين پرنسپل سره شخړه راغله. خبره اوږده شوه په ملګرو کښې راته چا ووې چې تۀ د انعام صېب نه مشوره واخله. ما وې انعام صېب څوک دے؟ په خندا شۀ وې چې انعام صېب نۀ پېژنې. نو بيا خو تۀ انعام ئې.. خېر د شهسوار محلې لار ئې راته سمه کړه. زۀ ورغلم خپله مدعا مې بيان کړه. ډېرې خوږې او د همدردۍ نه ډکې مشورې يې راکړې. زما خپله مسئله هېره شوه ځکه چې د ګډو څرولو سره سره اوس زۀ د کوه طور په عجائباتو کښې چينګه خُلۀ ولاړ وم.

 

زما دې وادئ مقدس ته تګ راتګ شروع شو. د انعام صېب په سبب زۀ د ښو ښو خلقو سره معرفي شوم. په دغه وخت کښې انعام صېب په نوښار کښې وۀ. هلته د ترقي پسندو استاذانو يو ښۀ ټولګے جمع وۀ.  په دغو کښې د جميل کاظمي نوم د يادولو وړ دے. په مردان کښې انعام صېب زۀ د پيرخانې سره اشنا کړم. پيرخانه، د يو مکتب، يوې ادارې بلکې د حېرت خانې نوم دے. دلته زما قمر راهي صېب، شېر علي باچا، همايون هما صېب، شاه جهان، معراج، جهانزېب يار، اکرم نازي، غمګين ماياري سره ليدل کتل وشول. د پيرخانې مشر پير مغان پير ګوهر صېب خو نۀ صرف د پيرخانې مالک دے بلکې د دې مکتب مونډي هم دے. پيرخانه په پښتو ادب کښې د افلاطون د اکېډېميکس حېثيت لري. ما غوندې ډېر تږي دلته سېراب شوي دي. زما په خيال د پېښور د کامل صېب دوي حمزه بابا دوي نه وروستو دومره ګڼ ستوري به چرته هم په يو کهکشان کښې نۀ وي راجمع شوي.(د پيرخانې خبره به پرېږدم ځکه چې دا ځان له يوه مستقله مقاله غواړي)

 

انعام صېب ته به په کور کښې ټولو مما وئيلو، خو کشرانو وروڼو او نورو عزيزانو به ورته جان لالا وې. ما به ورته هم جان لالا وئيلو. کله نا کله به مې ورته مما هم ووې. زۀ د هغۀ سره دومره جخت وم چې ډېرې خبرې به يې اکثر ما سره کولې خو زما نه په دې تعلق او ورورولۍ کښې يو بل سړے وړاندې وۀ هغه رشيد بابو وۀ. په رشيد بابو به ما رشک کولو. چې د انعام صېب سره په تعلق کښې زمانه وړاندې ولې دے؟  دا زما د ذهن نا رسائي وه. رشيد بابو د انعام صېب د وړوکوالي دوست وۀ. هغوي دا سفر د دير نه شروع کړے وۀ. تر مردانه او پېښوره دا يون جاري وۀ. تر دې چې جان لالا په لوئے سفر روان شو.

 

     زۀ د طورو کالج نه خېراباد ته راغلم، انعام صېب هم په ترقۍ د سودم لار ونيوله. وې ړوند د خدايه څۀ غواړي دوه سترګې. د خوش قسمتۍ نه په دغه وخت کښې ډېر ښۀ ښۀ ملګري خېرآباد کالج کښې راغونډ وو. غواث، جلال او قاضي کۀ زما د ژوندانۀ په لارو ملګري وو نو په علمي او روحاني لارو کښې مې بشير احمد (فزکس) ارشاد احمد شاکر (اردو) جان لالا (سياسيات) او قاضي رضي الدين (کيميا) لار ښودان وو.  د يو بل ملګري ذکر کۀ ونۀ کړم نو کفران نعمت به وي هغه وۀ منظورمسيح. منظور مسيح د فزکس استاذ وۀ. ښۀ ترقي پسند ذهن ئې لرلو. هم په دغه ورځو کښې ډاکټر سراج د ولايت نه په جوهري ذراتو (کوراکس) کښې ډاکټريټ په لاس پستنه شوے وۀ. د شپې به زمونږ علمي بحثونه دومره اوږدۀ شول چې د سحر بانګ ته به خبره ورسېده. انعام صېب به هم هفته، عشره کښې يوه شپه نيمه کوله. بعضې خبرې به لکه د ښځو د جنګ په هفتو هفتو موضوع بحث وې. هغه وخت چې رايادوم نو زړۀ مې درزېږي.

 

    سو تو کوئي دم نه ديکهـ سکا اے فلک      اور کيا تها يهان اک مگر ديکهنا

     د خېراباد د نوکرۍ په دوران کښې انعام صېب يو شلو ورځو  له پرنسپل شو. ماته ئې وې جميله! د دې وخت نه به څۀ فائده اخلو. ما وې څنګه؟ وې ګوره Concert کول خو به ګران وي. يو تقريري مقابله Debate به وکړو. د يو بزم ادب تابيا به وکړو. او بيا به کالج کښې شجر کاري وکړو.

 

     د Debate د مخالفت باوجود مونږه دغه معرکه وګټله. بزم ادب او شجرکاري هم وشوه. او بيا زما د اردو د کلاس خالصه مطالعاتي دوره مونږه جوړه کړه. انعام صېب راسره وۀ. زمونږ يو شوخ شاګرد لقمان په دغه دوره کښې د انعام صېب په وړاندې د هغۀ پېښې وکړې. انعام صېب ترې ډېر خوند واخست او د هلک د فن ستائنه ئې وکړه.

 

     جان لالا يو ښۀ استاذ، تللے مقرر، فنکار (د موسيقۍ په حواله) مصور، مجسمه ساز، سياست دان، سياست باز، او ترقي پسند شخصيت وۀ. زۀ د هغۀ د ذاتي خصوصياتو احاطه نۀ شم کولے خو کوشش کوم چې يو څو نمونې ئې تاسو ته وړاندې کړم.

 

استاذ : جان لالا په سياسياتو کښې درېمه درجه (تهرډ ډويژن) اخستے وۀ خو د هغۀ په زرګونو شاګردان نن هم دا ګواهي ورکوي چې د انعام صېب په شان استاذ هغوي ډېر کم ليدلے دے. زۀ به هم چې وزګار شوم نو کله کله به د هغوي لکچر اورېدو ته حاضرېدم.

 

مقرر : د ښائستونو د سپرلي بادونه مخ کتنه وه. سائل صېب د پښتنو په ثقافت مقاله اوروله. د مقالې په حقله د انعام صېب تاثرات د سائل سره متصادم وو مونږ لا دا خبرې کولې چې د سټېج نه انعام صېب ته د تقرير بلنه راغله. انعام صېب ما په وړومپي ځل د مقرر په انداز کښې واورېد. حقه خبره دا ده چې د انعام صېب په نرمه او تللې وېنا، هال د جادو په اثر کښې ګېر شۀ. حالانکې دا وېنا في البديه او بې د څۀ تيارۍ نه وه. موضوع وه (حالات حاضره کښې د پښتنو مقام).

 

موسيقۍ سره شوق: جان لالا به سيتار ډېر په شوق غږولو. د هغۀ په وجه ما هم په خېراباد هاسټل کښې دوه کاله سيتار ساتلے وۀ. خو زۀ څۀ وخت پس پوه شوم چې لنډے نۀ دے د خټو.

 

     جان لالا به چې چرته نوے څيز واورېد نو هغه به ئې مونږ ته د موسيقۍ په ژبه کښې واورولو. يوه ورځ ئې يوه ټوټه وغږوله ما وې پوهه پرې نۀ شوم؟ وې جميله! دا مې پرون د رېډيو تهران نه يو دهن اورېدلے وۀ هغه مې واړولو.

 

     جان لالا د اواز په سائنسي اړخونو کۀ پوهه لرله نو د موسيقۍ په تاريخ ئې هم ښۀ عبور وۀ. يوه ورځ د سيتار په حق له چا وې چې دا د امير خسرو ايجاد دے او چونکې درې تاره (سه تار) لري په دې وجه ئې نوم سه تار دے. جان لالا هغه پوهان (د هغۀ په زعم کـښې) ته د سيتار خبره شروع کړه. وې د افلاطون په The republic کښې د سيتار نوم Citharist راغلے دے. زۀ خيال کوم چې د هند يوناني حکومتونو وخت کښې به سيتار دې سيمې کښې مقبول شوے وي. پاتې شوه د سه تار خبره نو سيتار هډو درې تاره وي نه. د مختلفو علاقو سيتارونه د تعداد په لحاظ ډېر يا لږ تارونه لري. لنډه دا چې خبره ئې راوسته راوسته د شاد محمد چترالي په سيتار ئې ودروله.

 

     هم تم هون گے بادل هوگا       رقص مين سارا جنگل هوگا

 

(زۀ دا کرښې ليکم او د انعام صېب سُرونه مې په غوږو کښې دي)

     جان لالا د ځواني مرګ ورور (امان الحق) نه وروستو ما بيا په سيتار غږلو نۀ وۀ ليدلے. اګر کۀ هغه په ظاهره څۀ نۀ وئيل. خو ما د هغۀ هر انداز پېژندۀ. د امان غم هغۀ برداشت کړو. ځکه چې هغۀ ډېره لويه سينه لرله. دا درياب هضمول هم د سمندر هومره سينه غواړي.

 

مصور : يو ځل انعام صېب د نوکرۍ پچواړۍ وشلولې. عملي سياست ته راغے. دغه ورځو کښې تحريک نظام مصطفٰي شروع وۀ. نۀ يم خبر چې څنګه او کله هغه ګرفتار شوے وۀ؟ د هري پورې په جېل کښې هغه په يو پاک دېوال د باچا خان تصوير جوړ کړو. دا ښکلے تصوير چې د مخالفو ګوندونو کارکنانو  وليدو نو هنګامه ئې وکړه. سُوک څپېړه پکښې هم وشول. انعام صېب ته پکښې سخته انتباه (وارننګ) وشوه. چې آئنده دا قسمه حرکت ونۀ کړے.

 

     په پنسل تصوير جوړول د هغۀ د ګس لاس کار وۀ. ولې د رنګ په استعمال هم ښۀ پوهېدۀ. افسوس چې د هغۀ فنپارې د هغۀ دوستانو  ضائع کړې او هغه خو بې پروا ملنګ وۀ. نۀ ئې چرته نمائش کولو او نۀ نوم.

 

مجسمه ساز : د خټې China clay نه مجسمې جوړول هم د هغۀ يوه مشغله وه. د باچا خان يوه مجسمه مې په جوړولو ليدلې وه بيا نۀ يم خبر چې څۀ شوه؟ جان لالا به چرس هم څښل، دا خبره به په بعضې خلقو ښۀ نۀ لګي، خو حقيقت د استاذ نه هم خوږ څيز دے، چرس کۀ په دې معاشره کښې حساس سړے نۀ څښي نو بل به څۀ څښي؟

 

     د سخاکوټ نه راتلو انعام صېب چرس (د هغۀ په ژبه کښې Stuff) راخستي وو په شګو ناکه کښې زبردسته تالاشي شروع وه. ما جان لالا ته وکتل هغۀ چرس راواخستل په دوه منټه کښې ئې ترې يو سويکے Rabbit جوړ کړو. په ډش بورډ کښې د اګربتۍ په کنکي کښې وټومبلو. د پوليس سپاهيانو زمونږ تالاشي واخسته. يو پکښې ووې عجيبه خبره ده؟ (اطلاع غلطه وخته؟) جان لالا مسکے کېدۀ. ما وې کمال دې وکړو وې بچے! حالاتو سره موافقت ته ذهانت وائي.

 

سياست: د ترقي پسندو غونډې کول، تنظيمونه جوړول، قام پرستو سره مرستې کول، د هغۀ د ژوند سياسي اړخ وۀ. يو ځل په مردان کښې د نېپ جلسه وه، ترقي پسندانو ئې انتظامات کړي وو د جلسې د خورېدو نه وروستو چې دوي ستړي ستومانه راروان شول نو پروفېسر سرور رکشې ووهلو. انعام صېب راوچت کړو لاس يې پرې واچول وې سروره! دا قربانۍ به تاريخ چرې هېرې نۀ کړي.

 

     بعضې نام نهاد ترقي پسندو به د انعام صېب استحصال کولو، د هغۀ پېسې او وخت به ئې خرابولو، ګڼ شمېر کسان داسې دي چې اوس په ښو عهدو کار کوي د غرض په وختونو کښې به ئې همېشه انعام صېب لکه پوړۍ استعمالولو. هغۀ به د بعضو خودغرضي پېژنده. خو په خُلۀ به ئې هيڅ نۀ وئيل.

 

رفاهي کارکن : د جان لالا د ټولو نه ځلاند اړخ د هغۀ خدمت خلق وۀ. لوستوالو (سټوډنتس) له کتابونه اخستل، بې پېسو ټيوشن کول د هغوي د ليکونو او تقريرونو کښې دلچسپي  لرل د هغۀ يوه ښه مشغله وه. ډېرې واقعې راته يادې دي خو د طوالت نه ځان ژغورم. دغسې شاهده بابي (د هغوي ټبر) هم وه. جينکو سره د هغوي په جهېز او نورو بې شمېره مسئلو کښې لاس امداد کول. د دې جوړې عادت وۀ.

 

شعرو ادب : جان لالا د شعر و ادب او تاريخ يو پاکيزه ذوق لرلو.  شعرونه اورول، ورسره سمدستي Parody خو کۀ ضرورت به وۀ هله، دا هغۀ ته ډېر اسان کار وۀ.

ترقي پسندي: انعام صېب عملي ترقي پسند وۀ، کتابونه به ئې په خپلو پېسو اخستل او لوستونکو ته به ئې ورکولو د سېد عباس جلال پوري، سبط حسن او په پښتو کښې د سائل (رحمت شاه) کتابونه هغۀ په سوونو خرڅ کړي يا ډالۍ کړي وو. خرڅ به په هغه حال کښې کېدے شۀ چې مصنف يا شاعر ته به د پېسو ضرورت وۀ او بيا به دا کار هغۀ يو کار خېر ګنلو.

 

     مما په کور کښې هم ترقي پسند وۀ، د لور په Painting يا مصورۍ ئې اعتراض نۀ وۀ. يو ځل دغه لُور په يو زنانه مجلس کښې شنۀ بنګړي دې مات شه په دا سپينو ليچو باندې لوبه داسې ووئيله چې اورېدونکي ئې مسحور کړل. غالباً دا د D.W.A يوه غونډه وه.

     مما ما ته بيا وروستو ووې خبر يې جميله! حکيمانو (د هغوي خاندان) په دې خبره بد ګڼلي دي. حالانکې دا خو يوه سرګرمي وه په ښځو کښې د بېدارۍ پېدا کولو هيله وه. څوک خو به دا بندن ماتوي کنه.

 

زما استفادې : ما د انعام صېب نه په علمي او کتابي شکل کښې ډېرې مرستې موندې دې. ډېر کتابونه مې د هغۀ په ډاډ لوستي دي. ډېرو نوو خوراکونو  (لکه کافي، برګر، سينډوچ) سره ئې زۀ اشنا کړے يم. زۀ يو بانډيڅي چې کم عقل بې سواده سړے وم. ماته هغۀ ډېر څه ښودلي دي او کۀ په وختني Early ژوند کښې هغه زما استاذ او لارښود وې نو اوس به زۀ د برخې خاوند وم. Flora &Fauna سره هغۀ زۀ اشنا کړے يم. د جغرافيې شوق هغۀ ماته بخښلے دے. د هغۀ د لاس بوټي اوس هم زما په کور کښې شته چې ماته د هغۀ رنګا رنګ شخصيت  رايادوي.

 

     د انعام صېب د دنيا په قامونو او ځايونو ښۀ علم لرلو. کۀ چاته به د يو ځائے Location نۀ وۀ معلوم، انعام صېب به وې هلکه! زۀ خو ئې نۀ وينم.  خو هن دلته ئې وګوره په اټلس کښې به ئې ډېره په صحيح ځائے ګوته ايښې وه. هم هلته به هغه ځائے وۀ.

 

د ځناورو په حقله : د ځناورو نومونه او د هغوي عادتونه هغۀ لکه د يو ماهر حېوانات پېژندل. کۀ دننه به ناست وۀ بهر به چنچڼې غږېدې نو هغۀ به وې دا پکښې د نر اواز دے او دا د مادې.

 

     د جان لالا يوه کمزوري وه چې تګ راتګ ورته يواځې ګران وۀ. کۀ چرته څۀ تقريب، جلسه يا غونډه به وه نو تلو ته به ئې مزغې مات وۀ. البته کۀ ملګرو به روان کړو نو بيا به ښۀ په مينه تللو. د ملګرو سره غرونو ته تلل، د کال شپې New year night له به د ملګرو سره کشمير سمڅ ته تللو. کله کله به ملګري ګڼ شو. يو ځل خو ماته ياد دي چې Kicko يوه جاپانۍ سېلانۍ او Anny انګرېزه هم په دغه picnic کښې شاملې وې.

 

     کله چې هغه د مردان نه حکيم اباد (ثمر باغ) ته د تللو فېصله وکړه نو زۀ ډېر خفه شوم. خو پوهه شوم چې دوي د پاتې کېدو نۀ دي نو ما ورته بلنه ورکړه چې شاهده بابي او تاسو غلامان ته راشئ موسيقي به واورو، ګپې به ولګوو، ښه خو ئې وکړل خو زما شک وۀ چې جان لالا به را نۀ شي. هم هغسې وشو. جان لالا کلي ته لاړ. ما ځان مرور کړ، تپوس مې نۀ کولو. ٢٠٠٥ د جون په وړومبۍ هفته کښې ما او صابر  صېب پروګرام جوړ کړو چې ځو او د انعام صېب سره به شپه کوو. نۀ وم خبر چې په اتم جون ٢٠٠٥ به دا بې نيازه ملنګ د همېشه دپاره په لوئے سفر روانېږي. زۀ ترې وروستو خبر شوم. څلي ته ئې حاضر شوم. هغۀ ماته په خپله خاص مسکا کښې سګريټ  په لاس ووې:

 

     جميل زما نه مرور دے     زۀ مرور د تمامي جهانه يمه

 

ما وې مما تۀ خو چرته هم مايوسه شوے نۀ وې. دا ولې؟ مونا او سلمان دې چاته پرېښودل؟

 

     مسکے شۀ وې جميله! د مرغو بچي چې وزرې پوره کړي نو مرغۍ ئې والوځوي او ققنس چې د خپلو نغمو Apex ته ورسي نو لمبه شي. دې ته وئيلے شي ژوند. ما خپلې اوښکې وچې کړې. دا ابرار نه په غلا مې د څلي نه يوه لُوټه راواخسته په جېب کښې مې واچوله او په درنو قدمونو راروان شوم. (افسوس چې سلمان هم ځواني مرګ شو)

 

♣♣♣
 

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ