Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Newey Ghazaloona

غزلې

محمد زبېر حسرت

 

څۀ دي پوښتل د لېوني چې ستا ګزران څنګه دے

 

خو دا دې نۀ وې چې دې زړۀ کۀ بيابان څنګه دے

هغه چې ښاد وۀ چې اباد وۀ په سپرليو په ګلو

 

هغه ګلشن مې د زړګي د وطن وران څنګه دے

دومره دهشت چې ځنګلونه ئې کړۀ هېر له خلقو

 

خدايه د نن دا مهذب وحشي انسان څنګه دے

مونږ خو پرې زړۀ، نظر، ځواني او ژوندون هر څه بائلۀ

 

ووايه! سترګو دې راکړے ئې تاوان څنګه دے

نۀ دې لېمۀ راته څۀ وائي نۀ دې شونډې خوځي

 

بيا مې دا زړۀ مئين سينه کښې په لړزان څنګه دے

حسرته دا د شمع رويې برکت دے ګني

 

داسې تاريک دور کښې فکر مې روښان څنګه دے

 

 

 

 

ساحل يوسفزے

 

په ما رالوتې چې سيلۍ سپېره ده

 

دا د دې دور دا کرسۍ سپېره ده

د پښتونخوا ګلونه مړاوې نۀ دي

 

خو د ماليار تشه جولۍ سپېره ده

د ستورو ډک اسمان پرې څنګ راخور شي

 

چې د سپرلي د شپې راڼۍ سپېره ده

کۀ ئې پټي له پومبې سپين ولاړ دي

 

خو د دهقان د کور سپوږمۍ سپېره ده

هره تڼۍ مې له ګرېوانه دانګي

 

هره ادا د غريبۍ سپېره ده

خود مې د کلي خاورې رنګ بائللے

 

چې د مودو په کښې پلۍ سپېره ده

ستا د ځوانۍ اوبۀ ئې ونۀ څښلې

 

ستا د ساحل هره ګړۍ سپېره ده

*پلۍ يوه ونه چې په سپرلي کښې سرۀ ګلان نيسي.

 

 

 

جمال الدين مسافر

 

نغښتې په سرۀ پوش کښې چاړۀ وه زۀ ئې ونۀ ليدم

 

خود مې د ژوند پاته ګوله وه زۀ ئې ونۀ ليدم

يا به مې مړه وو زورور يا به مې شپه وه پاته

 

زۀ وژلم خبر دغه وه زۀ ئې ونۀ ليدم

تر ما ئې لږ له مخه ډېر ځوانان لحد ته يوړل

 

تړلې ماته هم کوڅه وه زۀ ئې ونۀ ليدم

کېدے شي دا به وۀ د چا د دعاګانو اثر

 

زما د اجل بلا ړنده وه زۀ ئې ونۀ ليدم

چې پر ما راغلو نو پر سترګو ئې پړدې شوې خورې

 

زما د امېد بله ډيوه وه زۀ ئې ونۀ ليدم

ما ئې په خپلو غوږو نارې د نفرت اورېدې

 

زما په خلاف جوړه جلسه وه زۀ ئې ونۀ ليدم

پر سر مې لاس وۀ مسافره د نېکانو مړو

 

په لاس د هر چا کـښې لينده وه زۀ ئې ونۀ ليدم

 

 

پير عطاء الرحمان ارماني

 

عاشق مزاج کښې مې اوسېږي تصويرونه د يار

 

په تنهايۍ مې راخورېږي تصويرونه د يار

خپلې ګيلې به ورته بيا لکه بېګا غوندې کړم

 

شپه شوله بيا به راټولېږي تصويرونه د يار

خوب ته مې نۀ پرېږدي زما د پرېشانۍ ملګري

 

توره تيارۀ کښې هم ځلېږي تصويرونه د يار

زما د مينې تذکرې ورته چا ونۀ کړلې

 

په هر طرف رانه ټوکېږي تصويرونه د يار

هره سودا مې دې سودا سودائي کړې داسې

 

لکه باران په ما ورېږي تصويرونه د يار

د فکر ټولې خپرونې مې بې ځايه شولې

 

په امېدونو مې بادېږي تصويرونه د يار

ارماني زړۀ د انتظار په اور کښې مۀ سوزوه

 

د چا جانان د چا رسېږي تصويرونه د يار


 

 

 

خادم يوسفزے

 

ستا په محبت کښې چې تر داره ځم

 

څنګ د امېدونو د ګلزاره ځم

درغلم د سترګو ګاټي ښکته کړه

 

اوس د رڼاګانو د مداره ځم

تۀ منګز کوه زلفې اوږدې اوږدې

 

زۀ د تورو  غرونو په سر ياره ځم

اوس شډل بډل حقيقت ګورمه

 

اوس د ښائستونو د بازاره ځم

وۀ مې تخنوي د محبت احساس

 

هر کله چې ستا د کور په لاره ځم

ستا په تقاضو د ژوند ښۀ پوهه يم

 

کلي ته کۀ خېر وي ستا دپاره ځم

ستړے د خادم د ژوند کاروان نۀ دے

 

ستا د ديدن تږے سم د ساره ځم

 

 

 

 

حقيق الاسلام مومند

 

چې په جرګو په مرکو نۀ کېږي

 

داسې کارونه له ځلمو نۀ کېږي

بعضې کارونه په پښتو نۀ کېږي

 

بعضې کارونه په هندکو نۀ کېږي

ما له هم ښې ډېرې قصې راځي خو

 

واعظه صرف په قصو نۀ کېږي

د دهقانانو خولې هم غواړي

 

قصلونه هسې په اوبو نۀ کېږي

روزګار نه واخله تر دلداره پورې

 

څۀ دي چې دلته په پېسو نۀ کېږي

اخر سپين زړو دوه ميئنو پسې

 

وايه خبرې به تر څو نۀ کېږي



 

(د ډاکټر اسرار صاحب په زمکه)

 

 

 

سحر بونېرے

 

ځواني دې داسې وه لکه غنچه د ګل په څانګه

 

خوشبو دې د وجود وه راخوره د ګل په څانګه

سرکشه بوراګان دې او په شونډو پسې ګرځي

 

دا چا درته وئيل چې شونډې ږده د ګل په څانګه

ارمان چې مې ځلمے شو د رسمونو دار ته وخوت
 

 

آرزو مې هغسې ده لا اوده د ګل په څانګه

سرخي ئې ستا د شونډو تر سرخۍ نۀ رسېدله

 

غوټۍ کۀ د سيالۍ نه به شوه سره د ګل په څانګه

دا کېف د نسيم نۀ دے دا خو داسې راته ښکاري

 

نن بيا ترې پاتې شوې لوپټه د ګل په څانګه

چې ماله ئې دا دومره تنده غرے نظر مست کړو

 

فطرت راخوره کړې وه نشه د ګل په څانګه

آ نخښه هغسې لا د هغې په اننګي ده

 

سحره تا چې ويشتې وه هغه د ګل په څانګه

 

 

احمد کريم

 

پښتون قتلېږي، ژوبلېږي خو اودۀ پاتې شو

 

وينې بدن نه ئې توئېږي خو اودۀ پاتې شو

د نفرت د اور بڅري نه لمبې جوړې شوې

 

اور ئې کورونو کښې بلېږي خو اودۀ پاتې شو

د دښمن د لمسې ځولنو کښې ګېر دے

 

اغيار ئې کلو کښې ګډېږي خو اودۀ پاتې شو

نن ئې د قام کاروان کړو دړې وړې

 

د ورکې سيند کښې لاهو کېږي خو اودۀ پاتې شو

د اغيار په لمسه ئې د وروڼو په سر

 

اور د خپله لاسه نن بلېږي خو اودۀ پاتې شو

د ډېرو چغو او د کريکو نه پس

 

ورته احمد هم ستړے کېږي خو اودۀ پاتې شو

 

 

وارث خان ناياب

 

څومره لوئے خفګان وړي

 

اوښکې په ګرېوان وړي

ما سره دې ځي په لار

 

غم کۀ د انسان وړي

خپل وجود مې ښۀ دے لا

 

بوج خو مې د ځان وړي

داسې خو مې مۀ ګڼئ

 

کور ته څوک تاوان وړي

ځار له سمندر سترګو

 

سخته د طوفان وړي

تا به رانه څنګه څوک

 

څۀ رنګ، په څۀ شان وړي

ستا ناياب ګوهر نۀ دے

 

زړۀ کښې يو ارمان وړي

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ