Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
New Nazmoona

ما له غړولې دي مېرې د کربلا سترګې

اندېش شمس القمر

ګوره چې چوي کۀ نه د کرکې د بلا سترګې

 

 

خو کۀ خوږې کړې ما په تا او تا په ما سترګې

خدايه! راوالوځئ د خپل جمال د بڼ بادونه

 

هر خوا ترخې کړلې باردود د هر چا سترګې

زما نظر کښې د باطل د ماتې دُوړې خېژي

 

ما له غړولې دي مېرې د کربلا سترګې

څۀ شوې؟ د مينې د وفا په وېش چې نۀ مړېدې

 

هغه ګل ګل، هغه ر نګ رنګ ښکلا ښکلا سترګې

چې پسرلے کړي هر احساس، هره جذبه هر نظر

 

د زمانې څانګه کښې وټوکوې بيا سترګې

زمونږ د زړونو د سپرلي ارمانه ورژېدې

 

چې کوم خوا ګورو هلته وينو په خندا سترګې

زۀ په خپل څنګ کښې نۀ څوک وينم نۀ څوک پېژنمه

 

ماته راوبخښې هر چا سره اشنا سترګې

خدايه وريځې د وفا د اسمان ووروې

 

مينه مې وڅښله د هجر د صحرا سترګې

 

 

 

روح د قلندر به په لحد کـښې ناقلاره وي

 عبدالجبار حامد

دا څنګه سپرلے دے غوټې بندې دي موسېږي نه

 

غريو  سبزه په موټي کښې نيولې ده غوړېږي نه

چا د سمې غر سرۀ زيړ ګلونه لوغړن کړلو

 

ځکه عنبر بويه هوا خوا کښې مې تېرېږي نه

رحم او انصاف په کتابونو کښې دفن شولو

 

نن ظلم په زور او حېواني طاقت سورلي کوي

يو خوا د کاپټرو الوتکو غرهار اورمه

 

بل خوا لُوټې لُوټې ابادۍ دي بې وسي ښيي

دا وريځې نۀ دي د رنجکو دندوکار دے ډېر

 

ځوے د بابادم د بنيادمو په ازار دے ډېر

دۀ پرې د چنګېز او هلاکو نه هم ورتېره کړه

 

ښځې ماشومان ترې پاتې نۀ شو جفاکار دے ډېر

هر څۀ چې په مونږ دي دا له مونږ دي مشران وائي

 

مونږ چې د خوشحال او افغاني پندونه شاته کړل

درېغه چې راغونډ وې د تاريخ دے ازلي سبق

 

داسې اتفاق تل د دښمن لاسونه شاته کړل

کله چې مو سيمه د اغيار د مکر ښکاره وي

 

روح د قلندر به په لحد کښې ناقلاره وي

 

دا لا څنګه پاکستان دے؟

 

محمد اسلام ارماني

دا بمونه چې ورېږي

 

دا توپونه چې ډزېږي

دا چې چغې او سُورې دي

 

دا چې کور په کور ماتم دے

فريادونه انګولا ده

 

په هر کور کښې مې ژړا ده

ماشومان دې چې قتلېږي

 

بوډاګان دي چې قتلېږي

زنانه شولې سرتورې

 

هم ځوانان دي چې قتلېږي

پښتونخوا کښې پرېشاني ده

 

دا لا څنګه زندګي ده

دا غدۍ له کومې راغله

 

دا آفت له کومې راغے

دا قيامت له کومې راغے

 

په هر لور کډې روانې

نۀ پړاؤ نۀ يې منزل شته

 

ناخبر د خپله ځانه

هر يو تن دے پرېشانه

 

سرګردانه سرګردانه

کۀ باران دے کۀ ږلۍ ده

 

کۀ طوفان دے کۀ سيلۍ ده

قافلې د وطن والو

 

مخ په ښکته دي روانې

باجوړ او سوات مې دواړه

 

د بمونو خوراکه شول

ټول باغونه شو راغونه

 

وران شول ټول ودان کورونه

باجوړ ګلونه مړاوي

 

نۀ غانټول شته نۀ شړشم شته

نۀ ګلونه د رېدي شته

 

نۀ ګلونه ګلابي شته

نۀ ټپه شته نۀ سندره

 

کۀ په ښکته ځې کۀ بره

نۀ ګودر شته نۀ منګے شته

 

نۀ لېلا شته نۀ لالے شته

آ د سوات ښائسته باغونه

 

هغه رنګ رنګ منظرونه

آبشارونه او سيندونه

 

هغه لوړ لوړ دنګ دنګ غرونه

چنارونه نښترونه
 

 

د خزان سيلو زپلي

د سپرلي آ ټول رنګونه

 

د باردو لوګو وسول

هغه ښکلي بلډنګونه

 

هره لاره کندې کندې

نشته هغه تور سړکونه

 

کۀ بانډۍ ده کۀ کبل دے

 

اوس اختيار پکښې د بل دے

 

خپل ترې لاړل پردي راغلل

عجيبه شان له اشر دے

 

عجيبه شان له غوبل دے

امريکه ده ښه خوشحاله

 

د نېټو د فوځ د لاسه

پښتونخوا شوه لُوټې لُوټې

 

هر وګړے مې خفه دے

هر وګړے پرېشان دے

 

هر يو تن اريان دريان دے

دا لا څنګه پاکستان دے؟

 

پښتون ته

ښائسته ګل غم غلط

تۀ خو په نوم پښتون يادېږې پښتو نۀ زده کوې

 

په مورنۍ ژبه شرمېږې پښتو نۀ زده کوې

په انګرېزۍ پسې تکل تر لرې لرې کوې

 

په کوتي لال باندې ګمان د ملغلرې کوې

ډېر مې خفه کړې په انګلش کښې چې خبرې کوې

 

په پښتو ژبه به درنېږې پښتو نۀ زده کوې

درنې جامې د ځان نه لرې د عزت کړې ولې

 

پښتونه کوټ پتلون سره دا محبت کړې ولې

ستا روايت دے د پټکي څادر نفرت کړې ولې

 

په ښو او بدو ښۀ پوهېږې پښتو نۀ زده کوې

حجره دې شاړه کړه دا ولې له مېلمه پټېږې

 

پنګه دې خوښه وي په مال لکه قارون نازېږي

ستا ګاونډي د لوږې مري تۀ ترې نۀ خبرېږي

 

لويو جرګو کښې مخکښې کېږې پښتو نۀ زده کوې

ستا مشرانو  به ډېر خيال په مسافر کولو

 

په مظلومانو يتيمانو ئې نظر کولو

د وخت فرعون له ئې ګوزار رسا په سر کولو

 

په ننګ ناموس د قام ودرېږې پښتو نۀ زده کوې

کۀ خپل ملت ژوندے کوې ليکل پښتو کښې کوه

 

عظمت کۀ خپل سېوا کوې وئيل پښتو کښې کوه

اے ښائسته ګله تل ليکل غزل پښتو کښې کوه

 

د پښتنو سره اوسېږې پښتو نۀ زده کوې

وطن ته مۀ راځه جانانه

شاهين جمله وال (بنېر)

کلي په کلي چم په چم کېږي ويرونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

ټوکړې ټوکړې پکښې پراتۀ دي پښې لاسونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

دلته کوڅې په وينو سرې دي

 

څۀ نوې نوې حادثې دي

پکښې بهېږي د سرو وينو سېلابونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

ښائسته ګلونه  لاله زار

 

ساتلے نۀ شي اوس ماليار

تور په لوګو شو د وطن ښکلي ګلونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

د غرو لمنو کښې توتيان

 

باغ نه خفه شو بلبلان

اوس به وانۀ ورې د مرغانو اوازونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

هغه چې تۀ پرې ځنګېدلے

 

په سپين مړوند اودۀ کېدلے

شو تار په تار مې د اوږدو زلفو ټالونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

د ملاکنډ د سر توتيان

 

ربه دا چا کړۀ پرېشان

چې مېلمنو ته به ئې کول اشارتونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

د چمله وال د زړۀ ارمانه

 

لاړې تورتم شوې پرېشانه

په بدحالۍ مې ستا ليکلي دي شعرونه

 

وطن ته مۀ راځه جانانه

 

اے پښتو

فقير محمد فقير

تۀ زماد زړۀ ټکور ئې زما ځان ئې

 

زما روح ئې اے پښتو زما ايمان ئې

په للو للو مې ستا موندې تسکين دے

 

خواره مۀ شې تۀ زما د زړۀ ارمان ئې

اے زما د پښتو ژبې زما مورې

 

زۀ په تته ژبه تا باندې ګويا شوم

تۀ زما پېژندګلو ئې زما روح ئې

 

په غوږونو کښې مې تۀ وې چې پېدا شوم

په خرپوسو کښې مې هم تۀ په زبان وې

 

چې ځلمے شومه نو څنګه به ستا نۀ يم

تۀ زما ئې زۀ به ستا يم روح مې تۀ ئې

 

ستا به سر څڼه کوم بې وفا نۀ يم

ما په پاپلو پل ايښے ستا قدم دے

 

ستا په غېږه کښې پېدا يم بختور يم

تۀ زما د شخصيت پېژندګلو ئې

 

اے پښتو زۀ ستا د ژبې سخنور يم

تا به هېره کړمه دا ممکنه نۀ ده

 

کۀ مې روح ځي کۀ مې سر ځي زۀ به ستا يم

د ژوندون هره لحظه به تا نه ځار کړم

 

په تا فخر به کومه چې څو  پايم

تۀ درخو ئې اے پښتو زما د فکر

 

ستا په مينه زۀ قائل يم آدم خان يم

په جنون کښې به دې څېرے ګرېوان ګرځم

 

تۀ لېلا ئې ستا د مينې ترجمان يم

تاته توره او قلم مې دربخښلي

 

ستا به نوم او زور ښکاره کړمه خوشحال  يم

ستا نامه به تل ژوندۍ وي ژوندۍ اوسې

 

زۀ ليتکے به د رحمان د بل مشال يم

تۀ جنت ئې د حمزه بابا د فکر

 

زما زړۀ کښې دې مقام تر انتها دے

تۀ زما د زړۀ ټکور د زړۀ تسکين ئې

 

ما دپاره دې عظمت د مسيحا دے

حقيقت دے چې فقير يمه بې وس يم

 

چې په تا باندې زۀ فخر کوم غر يم

چې په ژبه زما تۀ ئې دا مې شان دے

 

اوس تيارې زما نه تښتي لکه نمر يم

 

ګيله

(د يو خبر په تاثر کښې)

محمد اقبال اعزاز (ډګر بنېر)

څۀ په درنو خلقو کښې مړه ئې بختورې پيشو

 

د مرګ اواز دې تر ما هم راغے ډېر لرې پيشو

ستا قاتلان ستا د واکمنو ځولنو کښې ګېر دي

 

ستا کلي والو په تا ننګ کړې خبرې پيشو؟

ستاسو په چم کښې به دېره انسانان هم درانۀ وي

 

لوئے به درانۀ وي ځوانان هم ماشومان هم درانۀ وي

چرته چې ستا غوندې ته هم په درنه سترګه ګوري

 

دغه درانۀ به په يو بل او په ځان هم درانۀ وي

ناسوده نۀ يمه د ساه مېرمن ئې دا دې حق دے

 

دوي ستا بچو له تحفظ ورکړو بقا دې حق دے

دا نړي وال خو پېدا شوي د يو بل دپاره

 

چې په دنيا دې قدم ايښے په دنيا دې حق دے

خو تۀ خبرې ئې زۀ بلا بلا لاشونه وينم

 

هر خوا خوارۀ وارۀ پراتۀ پښې او لاسونه وينم

په تنکو ګلو راپرېوتي دېوالونه وينم

 

په ګلدرو کښې د باردو سره اورونه وينم

زۀ د اختر د شهيدانو پېزارونه وينم

 

په جنازه کښې جنازې وينم غمونه وينم

د ځناور  نا د انسان بلا قتلونه وينم

 

آهونه اورم او بلا بلا زخمونه وينم

زۀ چې دا وينم نو په زړۀ کښې زلزله مې راشي

 

راځي راځي د ژبې سر له يو ګيله مې راشي

زما ګيله له تا نه، خپلو واکمنو نه ده

 

د سړيتوب علمبردارو او شتمنو نه ده

انسانيت له چې خبرو نه شملې جوړوي

 

هغه يو څو منافقانو دروغژنو نه ده

آ ګيله دا ده چې زما درانۀ درانۀ چې مړۀ دي

 

د مور د غېږې سره ګلان واړۀ واړۀ چې مړۀ دي

دغه د يو په جنازه کښې ډېر پراتۀ چې مړۀ دي

 

د اختر مونځ له چې راغلي دي وراتۀ چې مړۀ دي

او هغه ناوې او ځلمے په خپل وادۀ چې مړۀ دي

 

آ د دروغو جنګ کښې هر خوا پښتانۀ چې مړۀ دي

ستاسو په زړونو کښې د دوي هيڅ حېثيت هم نشته

 

د دوي د وينې د پيشو هومره قيمت هم نشته

 

♣♣♣

 

يو د بله زده کوي د دنيا دود دے

 

چې شاګرد نۀ شي استاد نۀ شي سړے

زبوني به ئې په دين کښې پېدا نۀ شي

 

کۀ زبون په اعتقاد نۀ شي سړے

خواست دعا په اسانۍ کله قبلېږي

 

د تقوٰي په کار څو راد نۀ شي سړے

کۀ ئې زړۀ نۀ دے په خپله رسوايۍ

 

راضي من دې په فساد نۀ شي سړے

په خالي وئيل به نۀ آدم زاد کېږي

 

په عمل چې آدم زاد نۀ شي سړے

لکه ښۀ غنم چې وکرې جودر شي

 

په دنيا دې بد اولاد نۀ شي سړے

چې مدد ئې اسماني نۀ وي له بخته

 

لوئے په اصل په اجداد نۀ شي سړے

کۀ کوشش کا په اخلاص زۀ ئې ضامن يم

 

کۀ کامران په خپل مراد نۀ شي سړے

 

 

(خوشحال بابا)

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ