Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mutafarriqat2

د ګورندۍ ښځې قيصۍ

 

سيد محمد علي

(د ماشومانو دپاره چې لوئے ئې هم لوستلي شي)

 

     وائي چې په يو کلي کښې يو سړے وۀ، د هغۀ ښځه ډېره ګورندۍ وه. هر وخت به ګورېده او ګور ګور به ئې کول. سړي ورسره څو کاله ګزاره وکړه او اخر ترې دومره تنګ شو چې د هغې نه ئې د خلاصي سوچونه شروع کړل. وئيل ئې چې کۀ وژنم ئې نو خپل خپلوان به ئې رامېدان ته شي او دشمني به مو شروع شي او کۀ پرېږدم ئې نو هم شرم دے. حېران وۀ چې څۀ وکړي، اخر ئې د دوستانو سره صلاح وکړه او ټول حال ئې ورته ووې، هغوي ورته ووئيل چې مۀ ئې وژنه او مۀ ئې پرېږده، په څۀ بانه ئې چرته خوشي ځنګل ته بوځه او يو شاړ کوهي ته ئې وغورځوه نو خلاص به شے ترې نه. سړي هم دغسې وکړل، ښځه ئې په څۀ بانه ځنګل ته بوتلله او هلته ئې يو شاړ کوهي ته وغورځوله.

 

     څۀ موده پس هغه سړي له خيال راغے چې يره هغه ښځه به مړه وي کۀ ژوندۍ به وي او چې په څۀ حال کښې به وي، ځنګل ته لاړو او هغه کوهي ته ئې پړے ورښکته کړو وئيل ئې کۀ ژوندۍ وي په دې پړي پورې به ځان ونښلوي، سړي پړے ورو ورو په بره راښکلو، پوه وۀ چې څۀ ورپورې نښتې دي، چې د کوهي غاړې له ئې راورسولو نو څۀ ګوري چې يو دېو په پړي پورې کلک نښتے دے، سړے وويريدو. دېو ورته وې، مۀ ويرېږه، د خداے دپاره ما وباسه. دېو چې بهر راووتلو نو ډېر خوشحاله شو، سړي ته ئې وئيل چې دې کوهي ته چا يوه بلا راغورځولې ده زۀ خو د هغې د ګُور ګُور نه ډېر تنګ شوے وم، هيڅ چل ئې نۀ راتللو، تا ما سره نېکي وکړه نو زۀ به هم تا سره نېکي وکړم. زۀ به د بادشاه په لُور کښېنم، هغه به ناجوړه شي، ډېر علاجونه به وکړي خو ښه کېږي به نه. بيا به تۀ دعوٰي وکړې چې زۀ ئې علاج کوم. تۀ به راشے او زۀ به د شهزادګۍ نه پاڅم، تا له به ډېر انعامونه درکړي او ورځ به دې ښه شي. خو دا نېکي به زۀ تا سره صرف يو ځل کوم، دوباره کۀ زۀ په چا کښېناستم نو ما پسې به نۀ راځے، سړي ورته وئيل ډېره ښه ده هم دغسې به کوم. هغه دېو راغے د باچا په لُور کښېناست، شهزادګۍ ناجوړه شوه، ډېر علاجونه ئې ورله وکړل خو نۀ ښه کېده، اخر ئې ورله دغه سړے راوستو، د وعدې مطابق دېو د شهزادګۍ نه پاڅېدۀ، شهزادګۍ جوړه شوه، باچا هغه سړي له ډېر انعامونه ورکړل.

 

     څۀ موده پس هغه دېو د يو بل ملک د باچا په لُور کښېناست، ډېر علاجونه، تعويذونه او کوډې منترې ئې وکړې خو شهزادګۍ نۀ ښه کېده، خوړل څښل ئې نۀ کول او ورځ په ورځ ئې حالت خرابېدۀ. باچا ته چا ووئيل چې دغسې د فلاني ملک شهزادګۍ هم ناروغه شوې وه او فلاني سړي ئې علاج کړے وۀ، باچا د هغه بل ملک باچا ته خواست وکړو چې دغه سړے راولېږه چې زما د لُور علاج وکړي. سړے ورسره روان شو چې د شهزادګۍ کوټې ته وردننه شو نو هغه دېو ورته ووې چې تا ته ماوئيلے نۀ وو چې ما پسې به په دوېم ځل نۀ راځے. نو سړي ورته ووې چې زۀ تا له دې له نۀ يم راغلے چې تۀ پاڅه يا مۀ پاڅه، زۀ خو دې له راغلے يم چې تا خبر کړم چې هغه ښځه د کوهي نه راوتلې ده. دېو چې دا واورېدل نو دوه ئې خپلې کړې او دوه پردۍ وتښتېدو. شهزادګۍ جوړه شوه او سړي له باچا ډېر انعامونه ورکړل او په ډېر درناوي ئې رارخصت کړو.

     قيصۍ لاړه ګواټې له...... مونږ راغلو پراټې له

 

♣♣♣

 

 

د زړۀ په باغ مې ګلۍ وشوه               بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه

 

چرته انګرېز چرته چترال دے    بې ننګي زور شوه انګرېزان چترال ته ځينه

 

چې کور ته ګورم کور ورانېږي    چې يار ته ګورم کور دې لُوټې لُوټې شينه

 

اول مې فکر درته نۀ وۀ             اوس مې د زړۀ ستنې کږې درپسې دينه

 

مينه دې پټه پاتې مۀ شه            رب دې رسوا کړه چې تاوان درباندې شمه

 

ستا په ديدن به مړه نۀ شم               کۀ تمامي وجود مې سترګې سترګې شينه

 

 

 

واخان

 

عثمان مردانوي

 

 

    د نړۍ هر ملک او هره سيمه د خپل مخصوص جغرافيائي محل وقوع، غرونو، واوريځو، ټاپوانو، سيندونو، صحراګانو او ځنګلونو په وجه شهرت لري. دغه شان سيمو کښې يوه د واخان پټۍ ده. واخان د افغانستان د بدخشان ولايت يوه اهمه برخه ده. د واخان پوله په انتهائي شمال مشرق کښې د چترال سره لګي، بل سر ئې د تاجکستان سره او درېم ګُټ ئې د چين سره لګي. د واخان پټۍ ځان له يو جدا حسن او ښائست لري. دا سيمه په کال کښې شپږ مياشتې په واورو کښې پټه وي. په دې وجه دلته خپله مستقله ابادي نشته. کله چې موسم بدل او واورې په ويلي کېدو شي نو د افغانستان او تاجکستان خانه بدوش قبيلې د خپلو کډو او څاروو سره دلته راځي او تر څۀ وخته دلته اوسېږي. د واورو ويلي کېدو سره ځائے په ځائے قدرتي د اوبو ډنډونه او ډنډوکي جوړ شي. دلته دغه خلق خپل مالونه څروي.

 

     واخان ټوله غرئيزه علاقه ده. واخان ته بام دنيا هم وئيلے شي ځکه چې دا د دنيا نه اوچته ده. د دې  ځائے وچتوالے د سمندر نه دولس زره فټه نه تر نولس زره فټه دے. دلته د آکسيجن د کمي په وجه کله کله ساه اخستل هم ګران شي. دلته چې کوم غرونه دي دا کال و سر د واورو نه ډک وي. په اوړي کښې ورو ورو دغه واوريځې glaciers ويلي کېږي او د وړو وړو ناوو او چړونو په ذريعه د بدخشان سيندونو ته رابهېږي. دلته ګڼ شمېر نا اشنا ونې بوټي پېدا کېږي. په دې غرونو او تنګو کښې ډېر ناياب او کم نسله مارغان او ځناور پائي چې په کښې د واورو پړانګ او غرئيزې بيزې او نور ځناور شامل دي. کله چې موسم په خرابېدو شي نو دغه مارغان او ځناور د دې ځائے نه پاکستان، چين او د افغانستان نورو علاقو ته ځي او کله چې موسم بدل شي نو واپس خپلو ځايونو ته راځي.

 

     د واخان پټۍ د جغرافيائي اهميت سره تاريخي اهميت هم لري. دلته وخت په وخت د چين، پاکستان او د افغانستان د نورو علاقو نه د مختلفو ژبو او ثقافتونو قافلې راغلې دي. دلته د بدهـ مذهب خلق هم اوسېدلي دي. د واخان خواوشا نزدې علاقو يعني افغانستان د پاکستان په شمالي علاقو يعني هنزه، سوست، د چين په جنوبي علاقو کاشي، سستاګي، کره کول او د تاجکستان په جنوبي سرحدي سيمو کښې واخي تاجک ژبه وئيلے شي. په دې ژبه د پښتو، فارسۍ او تاجک ژبو اثرات ډېر ښکاره دي.

     په واخان پټۍ ډېره څېړنه نۀ ده شوې کۀ چرې په دې ځائے په سائنسي توګه کار وکړے شي نو ډېر څۀ به راښکاره شي.

 

 

♣♣♣

 

 

آه امير باچا مُنير

 

     امير باچا مُنير د هغې لارې مسافر وۀ چې هر بنيادم به په دغه ځي. خو د چا تلۀ د هغۀ د کور دپاره غم شي او د چا تلۀ د خپلو زرګونو پېژندګلو دپاره د غمونو يو داسې استاځے شي چې تر مودو مودو د خپلو خوږو مئينانو په زړونو کښې د غم ساندې وائي. په امير باچا منير د ادبي محفلونو رنګ او خوند شاړ، پيکه او بې خونده شو. هغه د هر ادبي محفل يو ژوندے خنده رويه د طنز و مزاح نه ډک بنيادم وۀ. د ١٩٧٠ خواوشا کښې په طورو کښې يوې درنې مشاعرې کېدو نه پس ګران محترم اجمل خټک صاحب يوه غونډه د اولسي ادبي ټولنې په نامه جوړه کړه او امير باچا منير ئې د دغې ټولنې صدر وټاکۀ چې ټولو غړو پرې دعا د خېر وکړه. د دې ټولنې درز تر لرې لرې خور شو او ورسره د امير باچا مُنير نوم په ادبي اسمان لکه د پړقېدونکي ستوري وځلېد. داسې غونډه، مشاعره، غم ښادي نۀ وه چې منير صاحب به پکښې نۀ وۀ. د هغۀ ګډون د هر محفل ښکلا، ښائست او رنګيني وه.

     په ٢٧ ستمبر ٢٠٠٨ د خالي په ورځ يولس بجې ئې جنازه وشوه او بيا خاورو ته وسپارلے شو.

الله پاک دې د هغۀ روح ته سکون او بخښانه نصيب کړي او خپل رحمتونو دې پرې نازل کړي او د هغۀ ځوي کوثر منير او نورو پس ماندګانو ته دې په دې لوئے غم د صبر کولو توفيق ورکړي.                               آمين ثم آمين

 

(اداره)

 

 

د مردان ادبي او سياسي ډائري

 

اکبر هوتي

 

     د مزدور ادبي سنګر مردان پښتونخوا له خوا د ياد شاعر اديب سليم راز په

 

 درناوي کښې د يو ماښام نمانځلو دستوره وشوه. د دې دستورې صدارت

 

 پروفېسر معراج وکړو. په دې موقعه ښاغليو معراج خان، فاروق احمد، سليم

 

 ناشاد او فقير شاه فقير د ښاغلي سليم راز په فن او شخصيت خبرې وکړې. دوي

 

ووې چې سليم راز د غريب او پرېوتې طبقې دپاره د قلم مبارزه کړې ده.

 

 

     د ادبي دوستانو مرکې ووۀ ورځنے تنقيدي اجلاس د جمعې په ورځ د ساحل

 

 يوسفزي په صدارت کښې وشو. په دې اجلاس کښې د ښاغلي مهر اندېش په

 

 غزل تنقيد وشو. ښاغلي ډاکتر محمد زبېر حسرت ته په ټېکسټ بک بورډ کښې

 

 په چوکۍ ملاوېدو مبارکي ورکړې شوه. په  يو تعزيتي قرار داد کښې د امير

 

 باچا منير، فضل غني غني او د ځلمي شاعر عاصم آفتاب د پلار په وفات د غم او

 

 دړد څرګندونه وشوه. دغسې په يو قرارداد کښې د ملا ماتونکې ګرانۍ، د بجلۍ

 

د ناروا لوډشېډنګ سخته غندنه وشوه.

 

سياسي هلې ځلې:

 

 

     د ګرانۍ او لوډشېډنګ خلاف د مردان په مختلفو سيمو کښې د مختلفو سياسي

 

لو او سماجي تنظيمونو له خوا احتجاجي مظاهرې وشوې. چې پکښې د تنظيم

 

 تاجران ضلع مردان له اړخه د پورې هوتي نه تر پاکستان چوک پورې يوه درنه

 

مظاهره وشوه چې په سوونو خلقو پکښې ګډون وکړو. دغسې د بجلۍ د

 

لوډشېډنګ خلاف د مايارو کلي مشرانو  د مايارو نه تر کالج چوک پورې جلوس

 

وويستو چې وروستو ئې د يوې درنې جلسې شکل اختيار کړو.  دې جلسې ته

 

حمايت الله مايار او نورو مشرانو وېنا وکړه او د حکومت نه ئې غوښتنه وکړه چې

 

دا لوډشېډنګ دې زر تر زره ختم کړے شي.

 

     د ټي اېم اې او يونيسف د سېوري لاندې په مردان کښې د صفايۍ ورځ

 

ونمانځلې شوه. په دې لړ کښې يوه درنه دستوره په ټاؤن هال کښې وشوه. د دې

 

دستورې مشره مېلمنه د خېر ښېګړې صوبائي وزيرې مېرمن ستاره آياز

 

وه.پخوانے وزير اعظم هوتي او ضلع ناظم حمايت الله مايار هم په دې موقعه

 

 موجود وو.

 

 

 

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ