پلوشې
قاري نور
محمد
الله
تعالٰي فرمائي چې:
v هر سړے خپل عمل سره
ګاڼه دے.
v د قرآن پاک مقصد خلق
پوهول دي خو هدايت او نصيحت
ترې هغه خلق اخلي چې د الله
نه ويرېږي.
v چا چې د الله په لار
کښې کوشش وکړو هغۀ ته الله
پاک لار سموي.
v د ټولو نه لويه ګناه
دا ده چې هغه خبرې کوي چې
خپله پرې عمل نۀ کوي.
v د ګمراهانو نه نور
څوک دي چې د خپل پروردګار
نه ناامېده دي.
v مال او اولاد د دنيا
د څو ورځو سنګار دے.
محمد
صلي الله علېه وسلم فرمائي:
v د شرک نه پس لويه
ګناه چاته تکليف رسول
دي.
v د ايمان نه پس لويه
نېکي بل ته ارام رسول دي.
v څوک چې خپل ګاونډي
ته تکليف رسوي د هغۀ د ټولې
شپې عبادت، روژه او مونځ
نۀ قبلېږي.
v علم بغېر له عمله
او عمل بغېر د علمه ګمراهي
ده.
v د ګېډې نه بدترين
لوښے بل نشته.
v د دنيا سره مينه
د ګناهونو جرړه ده.
v د مومن ژبه د زړۀ نه
وروستو وي چې کله څۀ وائي
نو اول په زړۀ کښې سوچ کوي.
v ګناهګار سخي د الله
په نزد د کنجوس عبادت کونکي
نه غوره دے.
♣♣♣
ګندهارا
آرټ
(تېر پسې)
محمد عثمان مردانوي
د چونې
بتان : په
ګندهارا کښې په پينځمه
صدۍ عيسوي کښې د چونې بتان
هم جوړول شروع شول. په چونه
کښې به ئې مختلف رنګونه
اچول او کاڼي به
ئې پکښې مېده کول او دغه
شان به ډېر په اسانه ترې
بتان جوړولے شو. د کاڼي
نه بت جوړولو باندې ډېر
وخت لګېدو او په چونه به
ډېر کم وخت. په ګندهارا
کښې د کنستو په دوران کښې
ډېر زيات د چونې بتان موندلي
شوي دي چې پکښې د بدها مېتريا،
بدهي سوا سدهارت او نورو
ګڼ شمېر خلقو بتان
شامل دي.
د تانبې
بتان : په
ګندهارا آرټ کښې د تانبې
استعمال هم شوے وۀ. په پينځمه
او شپږمه صدۍ عيسوي کښې
کله چې کشان بادشاهي په
ختمېدو وه نو په ګندهارا
آرټ هم اثر پرېوتو ځکه
چې ملک اقتصادي، سياسي
او ثقافتي لحاظ سره کمزورے
وۀ. هغه وخت د کاڼو نه بتان
جوړول هم بند شو. ځکه چې
ځائے په ځائے د ګندهارا
اهم مرکزونه ختم او تباه
کړے شول.
په دغه وخت کښې څۀ
بتان جوړولو واله غرئيزو
علاقو ته وتښتېدل او هلته
اباد شو. دوي دغلته د تانبې
نه بتان جوړ کړل چې ډېر
په لږ شمېر کښې موندلي
شوي دي.
تصوير : په ګندهارا
آرټ کښې په مختلفو ځايونو
کښې په ګټانو کښې جوړ شوي
بدهائي تصويرونه هم موندلي
شوي دي چې د شپږمې او اوومې
صدۍ سره تعلق لري. دا تصويرونه
ډېر په کم شمېر کښې موندلي
شوي دي او ډېر خراب شوي
دي.
د ټيکري
نه جوړ شوي بتان : په ګندهارا کښې
د څۀ ځايونو د کنستو په
وخت د ټيکرو بتان هم راوښکلي
شوي دي دوي به د خټو بتان
جوړ کړل او بيا به ئې په
اور کښې پخول. دغه بتان
به بيا په مندرونو کښې
کېښودے شول. داسې بتان
هم ډېر کم موندلي شوي دي.
په
ګټانو کنستلي بتان : د ګندهارا آرټ
يوه بله خاص خبره دا ده
چې په لويو لويو ګټانوکنستي شوي
بتان هم لري. چې د ګندهارا
په ډېرو غرئيزو علاقو
کښې موندلي شوي دي. داسې
بتان د شپږمې اوومې او
اتمې صدۍ سره تعلق لري.
داسې قسمه بتان د سيندونو،
غرونو په غاړو او واديانو
کښې په ګټانو اوس هم ليدے
شي چې د ګوتم بدهـ، بدهي
سوا او مېتريا دي. د دې قسمه
بتانو لوئے والے
د دوو فټو نه تر پينځلسو
فټو پورې دے.
دا د ګندهارا آرټ
کمال وۀ چې بدهـ
مذهب د ګندهارا نه ګلګت،
تبت، چين، منګوليا، کوريا
او جاپان، بل اړخ ته افغانستان
او وسطي اېشيا ملکونو
ته ورسېدو او په دې کښې
٥٠٠ کاله تېر شول. هم دغه
وجه ده چې ګندهارا د بدهانو
دپاره يو مقدس مرکز دے
او هر کال دلته په زرګونو
بدهـ عالمان، پوهان او
سېلانيان راځي.
د بدهـ مذهب او ګندهارا
آرټ ختمېدل د يو تهذيب
ختمېدو کښې ګڼ شمېره وجې
کېدې شي. په ګندهارا کښې
چې کله کشان بادشاهي کمزورې
شوه نو بدهـ مذهب او ګندهارا
آرټ له ترقي ورکولو واله
څوک نۀ وو. ملک سياسي، اقتصادي
او دفاعي لحاظ سره ډېر
کمزورے وۀ او چا هم دې مذهب
او آرټ ته پام نۀ ګرځولو.
دغه شان هندوانو هم هندو
مذهب له ترقي ورکوله. په
لسمه صدۍ عيسوي کښې محمود
غزنوي اخري بدهـ راجه
ګيرا له په سوات کښې ماتې
ورکړه او هغه ئې مړ کړو
او هم دغه رنګ د ګندهارا
بدهـ مذهب او آرټ ختم شو. په ګندهارا چې کله
هن قام حملې وکړې نو دوي
هم ډېر بدهان ووژل او بدهـ
مندرونه، سټوپې او ګڼې
ابادۍ ئې تالا ترغه کړې.
حوالې
:
- ګندهارا آرټ احمد
حسن داني
- ګندهارا آرټ ان ګالټ
- بدها لائف سټوري
ان پشاور ميوزيم فدالله
صحرائي
- بدهسټ شرائن ان سوات
اېم اشرف
- تخت بهئ وقار سمندر
♣♣♣
زۀ
لګيا يم د چا غم خورم د چا
غم لګيا دے ما خوري
يره
غم عجيبه څيز دے په هر حال
کښې خوراکي دے (قلندر
مومند)
سوالاً جواباً
جعفر اچکزے
سوال
: په جيو ټي وي چېنل کښې (
عالم آن لائن ) کوم پرګرام
چې نشر کېږي په هغۀ کښې
څۀ وائې؟
جواب
: تر دغه پروګرام يا تر داسې
پروګرام دا ډېر ښۀ بولم
چې د کوئټه د ښار په حبيب
ناله کښې د هيروئن د نشه
يانو سره يو ساعت بنده
کښېني.
سوال
: ستاسو رېلوے هاؤسنګ سوسائټي
څنګه ځائے دے؟
جواب
: زمونږ رېلوے هاؤسنګ سوسائټي
د ژوندو مړو هديره ده.
سوال
: پاکستان کښې د اردو ژبې
څۀ اهميت دے او انګرېزي
ژبې څۀ اهميت؟
جواب
: پاکستان کښې اردو د رابطې
ژبه بلل کېږي او انګرېزي
د ضابطې.
سوال
: تۀ په څۀ خيال وائې چې ماشومان
په خپل خيال او فکر مجبورول
په کار نۀ دي؟
جواب
: په دا خيال چې هر ماشوم
خپل خيال او فکر د ځان سره
راوړي ستا خيال او فکر
ته ضرورت نۀ لري او نۀ اهميت
ورکوي.
سوال
: تۀ کلوننګ په څۀ خيال فائده
مند ګڼې؟
جواب
: په دې خيال چې د
مور او پلار، خور او مور،
کنځل به ختم شي، قبائليت
قبائلي تعصب اصل او کم
اصل ګوجن او بادين او دغه
ډول نورې ډېرې خرابيانې
به ورکې شي.
سوال
: په مجموعي لحاظ پښتانۀ
څنګه خلق بولې؟
جواب
: پښتانۀ داسې خلق راته
ښکاري چې د شپون څخه تښتي
او په قصائي پسې ځغلي.
سوال
: په دنيا کښې سپر پاور څوک
بولې؟
جواب
: شېطان
سوال
: تۀ مقتول تر قاتل
خوش قسمته بولې دا په څۀ
خيال؟
جواب : په دې خيال
چې مقتول په ژوند کښې يو
وار مړ کېږي قاتل په ژوند
کښې په قسطو يعني
ټول ژوند
په لږ لږ مرګ مړ کېږي.
سوال
: تۀ د نوي کال مبارکي نۀ
ورکوې، دا ولې؟
جواب
: دا په دې چې نوي کال مبارکي
هغه چا ته ورکول کېږي يا
ورکول په کار ده چې ژوند
د يو مقصد تحت تېروي.
سوال
: په انسان او سړي کښې څۀ
فرق دے؟
جواب
: سړے زېږي او انسان جوړېږي.
سوال
: د مرګ باد بوټو څنګه شو
ضياء الحق څنګه؟
جواب
: د مرګ باد بوټو ښخ شو ضياء
الحق وپاشل شو.
سوال
: جيو چېنل کښې هغه بله ورځ
يو عالم وئيل چې دې جهان
کښې کۀ يو چا د بل يو فټ زمکه
هم قبضه کړه په قيامت به
ئې د اوو زمکو طوق په غاړه
ځړېږي. په دې کښې څۀ وائې؟
جواب
: د اوو زمکو طوق د کهدي آغا
تعويذ نۀ دے چې په غاړه
به ئې ځړېږي. د اوو زمکو
طوق کم از کم د څوارلسو
زمکو د سائز انسان غواړي.
دا دومره قدآور او جسيم
انسان به ولاړ چيرې وي
او څومره دنيا به ئې نوره
تر پښو لاندې کړې وي.
سوال
: د بحث په دوران کښې چې څوک
تاته کافر ووائي تۀ بحث
ختم کړې ورته وخاندې جواب
نۀ ورکوې دا په څۀ خيال؟
جواب
: په دې خيال چې د کفر د فتوې
مطلب دا چې علميت ختم جهالت
شروع، دلائل ختم کنځل
شروع.
سوال
: جنګ په ژوند کښې څنګه بولې؟
جواب
: جنګ په ژوند کښې ضروري
بولم. جنګ کۀ ژوندي وژني
نو مړۀ ژوندي کوي هم.
سوال
: د برصغير د مسلمانانو
په اسلام کښې څۀ وائې؟
جواب
: د برصغير اسلام شيعه،
سني، دېوبندي، برېلوي،
پنجابي، هندوستاني، سندهي
او پښتنو داسې شرمولے
دے لکه د پاکستان
آئين. چې اوس ئې نۀ نقل په
مطابق د اصل ښکاري او نۀ
ئې اصل په مطابق د نقل.
سوال
: کۀ مړ شوے ستا تحريري محفل
به تا سره ختم شي څۀ خيال
دې دے؟
جواب
: يو انګرېز مصنف چې نوم
ئې زما هېر شو په
کال ١٩٣٥ کښې مړ شوے دے
ډېره دلچسپه خبره ئې کړې
ده. وائي چېI shall have more to say when I am dead.
سوال
: صدام د ناکامۍ
وجه څوک خپله صدام ګڼي
څوک اسلامي ملکونه څوک
فوج د دې ذمه وار بولي څوک
د عوامو عدم تعاون د دې
سبب ګڼي تۀ څۀ پکښې وائې؟
جواب
: انګرېزي مقوله ده وائي
د کاميابۍ شل پلاران وي ناکامي يتيمه وي.
مطلب ئې دا دے چې
يوه منصوبه بالخصوص جنګي
منصوبه چې کامياب شي نو
د دې د تشکيل دعوېداران
بې شمار وي او کۀ ناکام
شي نو يو هم ذمه واري قبلولو
ته تيار نۀ وي. دغه حال د
عراق دے يو هم ذمه واري
نۀ قبلوي.
سوال
: په ادب کښې څو ګروپه دي؟
جواب
: په ادب کښې دوه ګروپه دي
په يوه کښې تخليقي ادب
په ډېر تعداد کښې موجود
وي مګر نقاد پکښې يو نۀ
وي په بل کښې نقاد ډېر وي
مګر د تخليقي ادب څخه ئې
لمن پاکه وي.
سوال
: مغربي ثقافت مسلمانان
ټول خپلې خوا ته راغب کړي
دي د دې څۀ علاج دے؟
جواب
: د دې دا علاج دے چې تۀ په
اسلامي ثقافت مغرب ټول
د ځان په خوا راغب کړه.
سوال
: سوالاً جواباً کښې ستا
اکثره جوابونه صحيح نۀ
وي تا کله غور پرې کړے دے؟
جواب
: ما ډېر غور پرې کړے دے،
زۀ په دې نتيجه رسېدلے
يم چې زمونږ په ژوند کښې
ډېرې خبرې په دا وجه پيچيده
شوي دي چې مونږ همېشه سوال
غلط کوو او د هغۀ جواب صحيح
غواړو.
سوال
: د ژوند څخه خوند په څۀ طريقه
اخستل کېدے شي؟
جواب
: د هر شي نه چې غواړې خوند
واخلې، په سرسري نظر ورته
ګوره. کۀ په ګهرايۍ کښې
پکښې لاړې او د ژوند مکروه
او منفي اړخونه دې وليدل
خوا به دې ځني وګرځي.
سوال
: د پاکستان په ١٦ کروړه
انسانانو کښې څۀ وائې؟
جواب
: د پاکستان په ١٦ کروړه
انسانانو کښې ١٤
کروړه انسانان او حېوانان
يو بل ته دومره قريب او
نزدې شوي دي چې ډېر وخت
دا پته نۀ لګي چې په دې کښې حېوان کوم يو دے
او انسان کوم يو.
په انسان
کښې د حېوان خويونه
هم شته
خو هلۀ ئې انسان
بوله چې انسان شي
(رحمان بابا)