د
پاڅون په نوم
هر
چې ستا عيب و تاته وته ښکاره
کړه په
جهان کښې هم هغه ګڼه ياران
(خوشحال بابا)
نېټه
١ ستمبر ٢٠٠٨ء
محترم
ډاکټر اسرار او ګران محمد
اقبال اقبال
السلام
علېکم: دوه مياشتنۍ
( پاڅون ) مارچ اپرېل ٢٠٠٨
ښه ډېره موده پس تر لاسه
شوه. دې کښې يو ترجمه شوے
ليک زما هم شامل دے. کۀ دا
پکښې نۀ وې نو هم زۀ په اخلاص
دا خبره کولے شم چې د ليکونو
او ترتيب په لحاظ يوه نمائنده
ادبي مجله ده.
د پاڅون د ستائنې
کولو په ترڅ کښې سعيدالله
جان (دانش اباد) ليکي ( څۀ
مجلې د پښتو ژبې نوم اخلي
خو مقصدونه ئې نور وي.)
پکار وو چې خبره
ئې سپينه کړې وې چې دغه
نور مقصدونه څۀ شے دے؟
او د پښتو په مجلو کۀ د سياست
اثر نۀ وي نو زما خيال دے
چې بيا به ئې څۀ خاص اثر
هم نۀ وي. دا وخت تر ټولو
مهمه مسئله دا ده چې پښتو
ويونکي د خپلې ژبې په اهميت
او بنيادي مسئلو پوه کړے
شي. پښتو وئيل، پښتو ليکل
او پښتو لوستل ئې د ژوند
وظيفه شي نو هله به د خوږ
وطن قصه خوږه شي.
ډاکټر صاحب زما
پته لکه زما ساده او اسانه
ده خو شرط پکښې دا دے چې
درته ياد يم.
ستاسو نيازمند
م. ر شفق
پښتو يونټ
پي بي سي نيوز
رېډيو پاکستان
اسلام اباد
♣♣♣