Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Takaloona1

د چا څۀ مشهور دي؟

 

اجمل خټک

 

     بهارستان افغاني د قاضي مير احمد شاه رضواني د اکره پورې (اکبرپورې) کتاب دے. مونږ چې کومه زمانه کښې سبق وئيلو نو دغه ورځو کښې د دۀ دغه کتاب مدرسو کښې لوستے شو. دې کتاب کښې رضواني صاحب يو سبق د ځنې کلو د مشهورۍ وجې ليکلي دي.

 

     يوه ورځ زمونږ د پښتو امتحان وۀ او افسر دغه سبق اورولو. زمونږ يو ملګرے وۀ چې د خُلې نه دومره چالاک وۀ چې تا به وئيل ټول کتاب ورته ياد دے ولې په کتاب  کښې ئې يوه کرښه نۀ شوه لوستې. چې د دۀ وار راغے نو د افسر دۀ ته لا خيال شوے هم نۀ وۀ چې دې په يوه ساه شروع شو د خوېشکو نسوار، د رځړو ورېژې، د يوسفزيو مېنچې، د پبو اوبۀ، د مانکي شېخان، د تنګي خانان، د اکبر پورې ناظمان، د باړې پنبه، د پېښور لونګۍ، د کوهاټ څپلۍ، د نوتهيې کباب، د دلدار ګړۍ رانجۀ مشهور دي. چې تر دې راورسېدو نو افسر ورته حېران شو ځکه چې دا دومره خو په خپله رضواني صاحب ته هم نۀ وو معلوم.  افسر هم څوک خوندناک سړے وۀ، د دۀ دې چالاکۍ ورته خوند ورکړو او دۀ ته ئې ووې مخکښې وايه. دې اوس مخکښې څۀ ووائي؟ ولې حوصله ئې بائې نۀ له، بيا په يوه ساه شروع شو. د خوېشکو نسوار، د اچيني لېوني، د پېښور قصه خانه، د کلي بټ، د تحصيل خر، د شاه خېل چاړۀ، د استاذ لښته، د هلکانو شرارت، د سپي لکۍ، د واورو ساړۀ، د هاړ ګرمي، د امتحان رعب، د سحر پراټې، د غرمې خوب، د ماښام لنډه مارې، د استاذ د نسوارو ډبے او د هېډ ماسټر دفتر مشهور دي. افسر مخکښې هم پوه وۀ ولې اوس ښۀ پوه شو چې هلک خُلۀ ور او ټوقمار دے، نالائقت په چالاکۍ پټوي.

 

     دا خبره دې پورې راياده شوه چې پرون د قصه خانې په يو دکان کښې ناست وو. بحث راغے چې د چا څۀ مشهور دي نو يو پکښې ووې، د کراچۍ حلوه، بل ووې د پېښور فالوده، بل ووې د مردان د توت کړي کباب، بل ووې د لالاجي صاحب لنګر، بل ووې د خالصې دل، بل ووې د درسمندو مولۍ مشهورې دي.

 

     يو سړے ناست وۀ د ډبګرۍ څوک ملک صاحب ښکارېدو وئيل ئې ځوانانو د پذير استاذ

سرينده، د دولت رباب، د سبز علي ټپه، د مظفر رباعي، د صحبت غزل او د بادشاه زرين جان لوبه مو 
ياده نۀ کړه.

 

     زۀ هم ناست وم ما وئيل کۀ داسې شوه نو د قاضي عبدالحليم د ځلوزو ږيره مشهوره ده، د ميا عيسٰي د مجيد الله کاکا خلکه، د پبو د سردار خان پټکے، د صوابۍ د علي جان خندا، د خليق صاحب خوږې خوږې خبرې، د سمندر صاحب صفائي، د عبدالقادر خان مولانا قهوه، تر دې مې وئيلي وو چې ما پسې د دفتر نه سړے راغے وئيل ئې ملنګه! غواړي دې. ما پوزه تروه کړه خو حکم حاکم مرګ مفاجات او دا مې ووې:

 

ستا د رباب ټنګ مې تر غوږ شو       کنډول په لاس منګي ته تږے ودرېدمه

 

(د اجمل خټک صاحب د کتاب کچکول څخه)

♣♣♣

 

غم

 

محمد اقبال اقبال

 

ژوند خو هله ژوند دے چې ژوندے دے غم         ځکه چې احساس د مړې جذبې دے غم

     پردے غم د واورو سوړ وي او زۀ پردو غمونو وخوړم. د دې جامې شلېدلے دي، دۀ سره د سکول پېسې نشته، دا غريب د هاړ په سرو غرمو کار کوي، لوڼه ئې زړې شوې خو د ودونو پېسې ورسره نشته. دا غريب ئې هيڅ بې هيڅه مړ کړو. دې پنځوس روپۍ ورځ دياړي اخلي په دې به د دۀ بچي د خېټو تنورونه ډکوي کۀ جامې پېزار به ورله اخلي. دارودرمل به پرې کوي کۀ په بچو به سبق وائي.

 

     دا نظام د غټو خلقو دے غريب خوار دے او خوار به وي. د بل په ټس کښې د ګور د خاورو خوراک شو. داسې بې شمېره غمونه چې نۀ ئې سر معلوم دے او نۀ ئې خاتمه شته. د بل غم خوړلے يو بې مثله بنيادم وي خپل غمونه ئې شاته کړي وي او د نورو د غمه خوب نۀ ورځي.

          خوب خندا په بېغمۍ کېږي رحمانه

 

خو دلته رحمان بابا د يار د غمه شوګيرې کوي او زۀ د خدائے د مخلوق د غم خبره کوم.  غمونه د چا ور نۀ ډبوي، دې پسې به ګرځېدل غواړي. خو د مار پښه هم نۀ ده بس نظر، د زړۀ دړد او احساس غواړي. داسې خلقو ته جاله ډوبي وائي. خو جاله هله ډوبېږي چې د غمونو بار ئې دروند شي. څۀ کسان داسې بې پروا هم وي وائي تۀ ئې څۀ کئ چې د چا په کور غم دے هغه پوه شه او کار ئې پوه شه. داسې ځان ځاني هم نۀ دے چې څوک د چا په غم خوږېږي نه، ډېر دا هم وائي چې خپل غمونه مو لږ دي چې دې راته لا خپل غمونه ژاړي. د غمونو هم قسمونه وي څۀ په هوا تېر شي څۀ لږ ساعت نيمې له ټيکاؤ شي او څۀ د زړۀ نُول شي.

     زما د عمر سره سمه       ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه

 

     بل ستم لا بل شان دے. جوارګر سره د ګټې غم وي د دوو کارخانو د مالک سره د درېمې بيا د څلورمې او بيا ځه په بره زما کونترې. يره کۀ دا لکونه کروړونه او بيا اربونه شي. دا زر جريبه زمکه کۀ لس شل زره شي. کۀ وزير يا ممبر شوې، دې غمونو هم غريب اولس د غمونو ژورې کندې ته غورځولے دے. غم په شا نوم شته خو غم په شا بنيادم لا ما نۀ دے ليدلے په بيعه هم څوک غمونه نۀ اخلي ځکه چې ګرانۍ پېسې داسې ورکې کړي دي چې غم څۀ چې غمګوټي پرې هم نۀ شي اخستې. مئين د خپل محبوب د بيلتانۀ او انتظار په غم داسې ورک لېونے وي.

     غم دې لتانه وفادار دے        تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه

 

     يو ته بل بېغمه ښکاري او کۀ هغه بل دې ولټوو د غمونو نه ئې خمبې او کندوان ډک وي. سړے چې مړ شي نو ښځه چې ئې بچو ته غصه شي نو وائي چې پلار خو مو خاورې واغوستې زۀ ئې دې غمونو ته پرېښودم  او ښځه چې مړه شي نو خاوند ئې بله وکړي او بچي ئې په کوڅو کښې لوړغۍ کوي او چې کله په خپلو پښو ودرېږي نو هغه چارې شروع کړي چې پلار ئې د غم په بلا واوړي. د شرمه چا سره د سترګو لګولو نۀ وي.

 

     يو هغه سړے نۀ شرمېږي چې ځان ته ترخځ وهي او د نورو په غم دړد ئې سترګې پټې کړې وي د بل غم نه شرمېږي. د پلار ئې لا څلوېښتي نۀ وي پوره چې په ځوي فالج راشي. ستړے ستومانه د مزدورۍ نه کور ته راشي کور ئې د ښځو او کوڅه ئې د سړو نه برجقه وي، ځوے ئې د کوټې نه راپرېوتے وي لاس ئې چورلټ مات وي. ځکه خو جينکۍ ټپه کوي چې:

     غم کۀ د غمه شرمېدلے     په ما به نۀ راتلۀ جوړې جوړې غمونه

 

د غم وجود نشته ځکه خو ئې زړۀ په چا نۀ سوځي او رښتيا چې وجود ئې نشته نو زړۀ ئې له کومه راغے. سم لکه د شېطان د انسان په رګونو کښې ګرځي. يو ځائے ترې لکه د ماماګانو خالي نۀ دے. چې څومره ترې ځان ساتې هومره به لکه د هوائي ګولۍ رسا د زړۀ په سر لګې.

 

     د شېطانانو استاذ ابليس دے د انسانانو بابا آدم عليه السلام دے، د ځنګل باچا زمرے دے د ملکونو واکمن امريکه ده او د دروغژنو مالک منافق دے، د روغې څټې خوراکي غم دے او د غم خوراکي مرګ دے. د غمونو نه ډک ژوند بيا هم ځان پسې پښې راکاږي او وخت تېرے کوي خو چې د چا غمونه ختمېږي نو د مرګ غېږې له ځي. غم بلا هم ده او مُلا هم. بلا داسې چې خوري به دې خو پوهېږي به نه، مُلا داسې چې يو ګُټ ته به ناست وي فکر به وړے وي او د ورځې شپې د تميز نه به خبر نۀ وي. مُلا بهر نۀ راځي او بلا جومات ته.

 

     دا دنيا د غم په ورځ پېدا ده او د غم په ورځ به ختمېږي. کۀ بابا آدم غنم نۀ خوړل نو دنيا به نۀ ابادېده. او کۀ محشر چې د غم يوه درنه هيبتناکه ورځ ده نۀ وې نو دنيا به نۀ ورانېده. کۀ د خلقو خدمت کوي د خلقو سره وس لاس کوي نو خلق ورته د غمونو ادې وائي.

     څوک وائي چې ځان له دې څۀ غم کتلے دے څوک وائي چې ځان له دې غم په بيعه اخستے دے، څوک وائي د پردو غمونو نه وزګار نۀ شوې. څوک وائي د غم په ورځ پېدا ئې. څوک وائي د غمونو ټېکدار ئې، څوک وائي غم سره ئې ياري ده، چاته د يار غم خوږ وي، څوک د بېلتون په غم خوشحاله وي، بس خو دنيا د غمه ډکه ده. يو لا ختم نۀ وي چې بل ورته ولاړ وي. څوک د غمه سرګومه پروت وي، څوک لېونے ګرځي او څوک ئې په خندا اړوي خو بيا هم غم غم دے. نامه ئې محشر، وجود ئې دروند، راتلل ئې د ټوپک ګوزار، پالل ئې د زړۀ دوره، شړل ئې ناممکنه او څهره ئې بوبلا. ځنې وائي د غم تازه ورځې دي، وخت تېرېدل ئې پهه ده خو يو غم خو نۀ دے چې تر څو د ژوند ګاډے ګرځي د غمونو ژرنده به د وجود په وينو چورلي.

 

     غم زړۀ خوري، وجود څټي، وينه څښي، دغه ئې خوراک څښـاک دے. چې څوک په غوښو پائي لکه د غمه سنډا وي او د سنډا مخې له څوک ورتلې شي. بغير د قصاب نه خو هر څوک خو قصاب نۀ شي کېدے.

 

     دا دنيا په غم اباده ده. کۀ غم نۀ وې نو دنيا به نۀ وه. هر سړے به په ځان وۀ، د خپلو خوشحالو جشنونه به ئې نمانځل. چا به غمژنه ورځ نۀ ژړله او چې غم نۀ وې نو ژړا به چرته وه. غم او ژړا خو ورور خور دي. مونږ داسې خلق يو چې د چا لاس نيوې له ځو نو وايو چې غم ته ځم او څوک چې پخپله غم له ځي نو د هغۀ به څۀ وايې. خلق د غمه تښتي او مونږ ورله پخپله ورځو. ښۀ د خوشحالۍ کور به وي خو چې مړے ورکره وشي نو خلق وائي چې د غم کور ته ځم. او سم دم کور غم جبه کړي. دغسې د غمونو هر پړاؤ، هر ګُټ پېر او هر اړخ دومره دروند دے چې چا کښې ئې د وچتولو، زغملو او هېرولو توان نشته. ځکه خو خلق خوشحالۍ پسې لے په لے ګرځي او دا دعا غواړي:         عظيمه خدايه خوشحالي به چرته وينه

 

 

♣♣♣

سبا

 

پير جهانزېب (امان دره)

 

     توبه توبه! ايله اوس مې درته پام شو. څومره سباګان رانه بې پامه تېر شوي دي. دا خو دې خدائے د بې روزګارۍ سره ښۀ وکړي چې ستا د حقيقت نه ئې خبر کړم او هاغه ګوړه ګوړه سبا مې د شمکي د ګُوټ غوندې حلق څۀ چې سپېږمې هم ترخې کړې.

 

     اها! څۀ د بې غمۍ  زمانه وه، بابا به مې ګټله او مونږ به د درستې نه ماتوله. نۀ غم وۀ نۀ دړد، مزې چرچې وې چې په کومه به لاړو او چرته به مو مخه وکړه او اوس... وه زما بابا! الله دې په جنت کښې مرتبه اوچته کړه، ماله خو هيڅ چل نۀ راځي چې دا نمر وګرځي او سبا راښکاره شي نو... د ټولو نه اول پاکې اوبۀ بيا ګېس، بالڼ، خشاک، بيا چائې ګُړه او پئ بيا اوړۀ او اينګولے بيا ټماټر مالګه مرچکے او مصالحه او ورسره غوړي دا هر څۀ غوښتلے شي.

 

     وه سبا! وه الله دې په خېر کړه زما خو به د خفګانه نه غور وشي. ما خو به اورېدل چې روڼ سبا به راځي او خوشحالۍ به راوړي، زۀ خو خوشحالېدم ما وې چې تۀ راشې نو د مزې ژوند به وي، خوشحالۍ او سوکالۍ به وي، هر چا به دغه نارې وهلې چې..

     څومره کلونه مو درته د دغه امېدونو په خوشحالو کښې تېر کړل او د ځان د حالت نه بې پامه بې خبره مو ستا راتګ ته هډو ونۀ کتل چې ستا چې به هغه خلقو خبرې کولې هغه به ماته رښتيا کېږي. مونږ خو اوس هم په يواځې لا څۀ چې د سوونو زرګونو او لکونو په شمېر کښې په ګړده سره ستا په سر تېر باسي. د درخشانه سبا په نوم رانه بُود کوي او خپل مطلبونه تر سره کوي او د روڼ سبا نوم راته اخلي.

 

     دا خو به موجوده واکمنو ته دعا کوو چې ستا حقيقت ئې راڅرګند کړو. او دومره سود او پېرزو راباندې کوي چې ټوله شپه مو په چل چل کښې د تيارې رڼا د پټ پټوڼي له مخه ويښ بېدار ساتي چې چرته د سبا د راختلو ننداره رانه په خوب  کښې تېره نۀ شي.

 

     دا خلق هسې لېونے دے چې کله کله قار شي. اوس ماشو ته خو واکمنو لمسه نۀ ده کړې  چې ګني ورځئ پرې او ډکوئ سرنجونه د خلقو د وينو نه. هغوي خو ورته صرف بجلۍ بوځي او تيارۀ کړي. واپډا څۀ ټوله د کردګار د نېکانو بنديانو نه خالي شوې خو نۀ ده. د ثواب په نيت په دې خيال چې ګني شپه خدائے پاک د خوب دپاره پېدا کړې ده او خوب په تيارۀ کښې خوند کوي نو هغوي تيارۀ کړي. بله دا چې د الله د نور مخلوق سره شريک زحمت ګډون هم پکار دے په دې وجه يو څلور شپږ ګېنتې لوډشېډنګ څۀ دومره لويه خبره خو نۀ ده نو بجلي بندوي کنه.

 

     دا خو پکښې خېر هسې خبره راغله ګني مونږ ته خو د سبا احسان مند کېدل پکار دي چې دومره په زور شور سره راځي او دومره ويرونکي خبرونه راوړي او بنده له دومره وار پار خطا کوي چې د تېرې شپې لانجو ته ئې د سره پام کېږي نه چې بېګاه بجلي وه کۀ نه، دا خلق هم دومره نازک مزاجه شو تۀ به وائې د واؤرې غونډان دي ويلے کېږي. اوس هلکه بجلي دے څۀ شے، ښۀ شے خو د لاسو ببوزي دي. وائې خلئ کنه. بازار ترې نه ډک او کۀ نۀ وي نو د مېزرو ښار جنډۍ ته ورپسې ور دؤ کړئ.

 

     فېض احمد فېض صاحب ډېر هوښيار شاعر وۀ. هغه پخوا شکي شوے وۀ او بدګماني ئې ښکاره کړې وه چې مونږ چې د کوم سبا په طمع وو دا خو هغه نۀ معلومېږي نو ځکه ئې وې چې:

        يه داغ داغ اجاله يه شب ګزيده سحر  وه انتظار تها جس کا يه وه سحر تو نهين

 

     وه سبا! په تا خو د دنيا ليکوالو په رنګ رنګ او ډول ډول په بيلا بيلو ژبو کښې قلمونه پورته کړي دي. چا دې د راتګ په منظر صبح او چا په مارننګ واک کښې ستائنې او صفتونه کړي دي. تۀ چې به راتللې نو د خوشحالۍ نه به د ګلو کلۍ ګل کېدې. تا به پخوا د ځان سره تازګۍ او خوشبويۍ راوړلې. مارغانو به ستا د راتګ په وخت د خوشحالۍ نه سندرې وئيلې. هواګانې به ستا په سوب معطره وې او يو خوند، يو کېف او يو سُرور به وۀ. خلقو به ستا د نوم په مناسبت سره وختي وختي چکرونه لګول چې ستا ښائستونه وويني او اوس...

 

     د بانډو کونډو خلق سبائي سبائي بانګۍ په سر د اوبو په تکل وځي. نو اوس هغوي تاته وګوري کۀ د اوبو راچلولو په وجه خپلو شنو شوو اوږو ته، د ځنګلو ختمېدو، ګېس غائبېدو او لرګو ګرانېدو په وجه د خشاک غم وکړي کۀ د چائې ګُړې.  په بازار کښې اوړۀ پېدا کړي د کټوۍ انتظام وکړي کۀ په سبزۍ ترکارۍ پسې وګرځي، غوړي ولټوي کۀ ځان له دياړي.

 

     وه سبا تۀ خو نۀ منع کېږې، خامخا بې ناغې راځې خو ستا د ښـائستونو خبرې اوس دې حالت له راغلي دي وائې وره. په تا خو اپيل هم نۀ کېږي نو تۀ راته په خپله چل راوښيه او کۀ درنه کېدے شي نو کله کله د خوشحالۍ خبر هم ځان سره راوړه کنه. مونږ د خوشحالۍ د زېري اورېدو په طمع او تۀ راپسې د خپل هر نوي راتګ سره نوې نوې لانجې راوړې. د شپې شپې دې د دنيا په بله د اوړېدو خبرونه د ځان سره راخستي وي.

 

     د دنيا په ګُټ ګُټ کښې خلق لګيا دے ستا په سر مخلوق تېرباسي. ورته وائي چې زمونږ سره شئ، زمونږ ومنئ، زمونږ ډلې له راشئ. مونږ درته د روښانه سبا زېرے درکوو او په منيځ کښې خبره دې حال ته ورسېده. عجيبه تماشه ده. ټوله دنيا ستا د ښائست پامته داره ده. ټول مخلوق په تا مئين دے. بې شمېره خلق ستا شېدايان دي او د ځان او د جهان دپاره د روڼ سر او روښانه سبا دعوېداران دي. تا د ښائسته نه ښائسته ليدل غواړي او تا.... تا هډو  نن د ځان سره کوم د خوشحالۍ خبر راوړے دے. دغه کنه چې لارې بندې دې، ټرېفک جام دے، ماشومان او بيماران د ګرمۍ نه تړقېږي او بجلي نشته. اوړۀ ورک دي، سېلابونه رانه بچي تښتوي خو د څښلو دپاره پاکې صفا اوبۀ متره شوې دي. خلق په نۀ څه خبرو د يو بل د وينو تږي او په يو بل پورې نښتي دي. توپخانه ډزېږي، بمونه راورېږي. چاؤدنې کېږي، د بهر نه ملک ته دشمنانو خُلې وازې نيولې دي چې کومه حصه ترې غړپ کړو او دننه واکمنان د اختياراتو په جنګ اموخته د يو بل سره لاس په ګرېوان دي. په دې هله ګوله کښې د روپۍ د قدر کمېدو او ګرانۍ سېوا کېدو غږونه او اعلانونه دي.

 

     وه سبا! زۀ خو ستا دا حېثيت نۀ منم. ما خو ستا په باره کښې دومره څۀ اورېدلي دي او ملګرو او کشرانو ته مې بيان کړي دي چې کۀ مونږ مرو کۀ چوو خو هاغه روڼ سبا به ضرور راولو چې د کوم زمونږ سره لوظونه شوي وو او مونږ بيا خپلو راپسې يو ته په بې خيالۍ په فخر سره هاغه زېرے رسولے دے. اوس کۀ هر څۀ وي خو ستا د ښائسته کولو او ستا نه د بې خوندۍ لرې کولو دپاره به په ځان هره زحمته راحته ګڼو، هر څوک خبروو چې ستا نه مايوسه او نا امېده نۀ شي او تر خپله خپله وسه ستا  د اورېدلي صفت په ځائے کولو دپاره هڅې وکړي.

 

♣♣♣

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ