رڼا
در محمد کاسي
جمال خان له لاهور
څخه اېم اې په انګرېزي
ادب کښې پاس کړه او خپل
کلي ته راغے. د خپل کلي او
شاوخوا د غرونو او بېديا،
په سېل نۀ مړېدو. له سحاره
تر ماښامه پورې دې وۀ،
باغونه، غرونه، ښکارونه،
ياران دوستان او د کلي
والو سره خبرې اترې. بيا
د دۀ د راتګ په خوشحالۍ
کښې د خپلوانو رسمي ډوډيانې
او مېلمستياوې، په دې
ټولو ملاقاتونو کښې يوه
خبره به هر وخت او هر ځائے
کېدله چې اوس خو به له خېره
سره جمال خان ډېر لوئے
افسر شي. صاحب بهادر به
ځنې جوړ شي او جمال خان
به جواباً دا وئيل چې زۀ
يواځې د ځان دپاره لوئے
ځائے لوئے مقام نۀ غواړم
بلکې د دې زمکې د هر وګړي
دپاره په زړۀ کښې دا پېرزوئنه
لرم چې دوي ټول دې، هر معصوم دې خدائے پاک
د تعليم په روشني منور
کړي. نو به اکثره خلقو له
دۀ څخه نټه کوله. ولې چې
دوي اوس هم تعليم د کفر
او شرک علامت ګڼلو. جمال
خان چې څۀ وخت راغے نو په
کلي کور کښې ئې پتلون او
نور جديد لباس هم صرف له
دې سوبه پرېښود چې خلق
دا ښۀ نۀ ګڼي. دې خبر وۀ چې
دا خلق په لاره راوستل
څۀ اسان کار نۀ دے خو دې
له خپلې مينې ډېر مجبور
وۀ. دۀ خو د دې زمکو له ازغو،
ځوزانو، ډبرو او څاروو
سره هم مينه کوله. د کلي
ځوانان ئې له ښکاره منع
کول. ولې چې دۀ دا څرند او
پرند ټول د دې زمکې حسن
ګڼلو او د زمکې هر دښمن
ئې د ځان دښمن ګڼلو. له انسانانو،
ځلميانو او معصومانو
سره مينه خو دۀ خپل ايمان
ګڼله. ځکه د دوي د سباوون
فکر کول څۀ عجبه خبره نۀ
وه. دۀ په زړۀ زړۀ کښې دا
کلکه فېصله کړې وه چې په
کلي کښې به يو سکول خلاصوي
او ټولو معصومانو ته به
سبق شروع کوي. خو دې د خپل
پلار کمال خان په ترخې
تجربې هم ښۀ خبر وۀ. ځکه
ئې دوه درې هفتې د پلار
او نورو کلي والو سره په
خبرو اترو او د حالاتو
د جاج اخستو دپاره تېرې
کړې او پس له هغه ئې يوه
شپه و پلار ته صفا صفا ووئيل
چې:
بابکه!
ما خو له ډېره وخته دا فېصله
کړې ده چې زۀ به د دې کلي
معصومانو ته
سترګې ورکوم.
دوي به له تيارو راوباسم.
ستا د پخواني خوب تعبير
زۀ يم بابا. تۀ به زما مرسته
کوې. اوس تۀ يواځې
نۀ ئې اوس مونږ دوه يو.
بابک
جمال خان ته په ډېر مسرت
وکتل او بيا مسکے شو او
خوشحاله شو. جمال خان د
بابک مسکا وکړه وګڼله.
خو کمال خان د ډېر تذبذب
نه پس ورته ووئيل چې بچيه
تۀ ښۀ خبر ئې. چې زۀ په دې
ټوله ضلع کښې اولنے ګرېجوېټ
وم او دا زما د ژوند مقصد
او مرام وۀ. چې زۀ به دا خپل
خلق د تعليم په مېدان کښې
مخ ته بيايم په وار وار
مې زيار وکړو. سکولونه
مې خلاص کړل. خو
نتيجه ئې دا شوه چې د کفر
فتوې ئې راباندې ولګولې.
له چا سره چې به په يو جمات
کښې په يوه امام پسې ما
پينځۀ وخته مونځونه کول،
دوي زما له مانځۀ هم نۀ
شرمېدل. ولې چې ما دوي ته
د قرآن (افلا تعقلون) بيانولو.
تۀ ښۀ خبر ئې چې زما کور
او مکتبونه ئې وار په وار
نۀ دا چې لوټ کړل بلکې دوه
واره ئې راوسوځول. زما
سوشل بائيکاټ ئې وکړو
په ما باندې زما ښځه په
برناحقه طلاقه او حرامه
وګڼله.
په
قرآن پاک کښې يوې
خوا ته دا هم شته چې خدائے
پاک چې د چا په سترګو، عقلونو
او زړونو پردې غوړولي
دي نو بيا د دنيا
يو قوت هغو ته لارښودنه
نۀ شي کولے. بس ځکه زۀ ستړے
شوم بلکې داسې وګڼه چې
پاتې راغلم او له دې تورو
تيارو سره مې کمپرومائز
وکړو. جمال په غور
د پلار خبرې اورېدې په
ډېر ادب ئې پلار ته ووئيل
چې بابکه! کمپرومائز هم
د شکست دوېم نوم دے. زۀ دې ته تيار نۀ يم.
بل دا چې هغه ستا زمانه
وه، هغه وخت د انګرېز د
غلامۍ زنځيرونه تازه
تازه شلېدلي وو، کۀ څۀ
هم بدنونه ازاد شوي وو
خو ذهنونه لا نۀ وو ازاد.
اوس وخت ډېر بدل دے. شايد
چې زۀ کامياب شم. تۀ بس اجازه
راکړه. چې زۀ مکتب خلاص
کړم. کمال خان يو وار بيا
ګويان شو. ما کله وئيل چې
تۀ کوشش مۀ کوه. خو دا خبره
ياد لره چې د غلامۍ رنګونه
بې شمېره وي. داسې نۀ وي
چې سبا پښېمان ئې، زۀ پخپله
امېد نۀ لرم. نۀ په ذهنونو
کښې څۀ وسعت وينم. داسې
نۀ ده چې pasimistic يم خو حقيقت پسنده
ضرور يم. دا ئې ګز دا ئې مېدان،
زۀ دې هم دعا ګو يم او هم
مددګار.
جمال
خان د پلار په رضامندۍ
ډېر خوشحاله شو په زړۀ
کښې ئې وئيل شکر خدايه!
کم از کم يو ملګرے خو مې پېدا کړو خو دا
چېلنج دے. ډېر لوئے. زما
پلار هم په دې کښې ناکامه
شوے دے. خو خېر هغه بل وخت وۀ او پينځلس
کاله تېر شو اوس ١٩٦٠ دے.
زۀ به
حرکت کوم خدائے
به برکت پکـښې اچوي.
جمال
خان د خپل کور او باغ له
څنګه خالي سرائې د سکول
دپاره په خپلو لاسو صفا
کړه او ابتدا ئې د خپلوانو
له معصومانو کول غوښتل.
ولې چې د دۀ يقين وۀ چې خپلوان
او تربوران به دۀ ته جواب
نۀ ورکوي. او پس له هغه به
قرار قرار د کلي او قبيلې
نور معصومان هم راځي. دۀ
له ځان سره دا سوچ هم کولو
چې يو وار سکول شروع شي
بيا به د حکومت او محکمه
تعليم له افسرانو د علاقې
د ممبرانو په مرسته دې
ته يو باقاعده سرکاري
حېثيت هم ورکړل شي. دا ټوله
منصوبه دۀ د خپل پلار د
ماضي د ناکامې تجربې په
سوب جوړه کړه. پلار او ځوي
دواړو په دې منصوبه عمل
درآمد شروع کړو او عجبه
خبره دا وه چې هيچا هيڅ
احتجاج يا اعتراض ونۀ
کړو. ځکه جمال ډېر
خوشحاله او دلاوره شو
او پلار ته ئې ووئيل.
بابکه!
ما نۀ وئيل چې اوس وخت بدل
دے، د غرو او بېديا خلق
هم د سحار او ماښام فرق
کولے شي، اوس دوي نۀ د کفر
په فتوو بندېږي نۀ د سردار
په دمکو. پلار ئې
هم په ظاهره ډېر خوشحاله
وۀ خو زړۀ ئې درزېدۀ. دۀ
چې به کله ځوي ته
د خپل زړۀ حال ووې نو هغۀ
به په خندا خندا ورته وئيل
بابکه! مشرانو ښۀ وئيلي
دي چې مار خوړلے له رسۍ
هم ويرېږي. پلار به ئې چپ
شو. په زړۀ کښې به ئې د جمال
خان د برياليتوب دعاګانې
غوښتې.
يوه
شپه کمال خان په کور کښې
ناست له تورو لوګيو سره
ئې جنګ دے، له لوګي ئې سترګې
نۀ روڼېدې چې دروازه وټکېده.
کمال خان نارې کړې هلکه
دروازه خلاصه ده، څۀ له
ئې برناحقه ټکوې. دۀ لا
خپله خبره نۀ وه ختمه کړې
چې دروازه بيا وټکېده.
څۀ ګوري چې د کلي دوه مليان
راغلۀ. کمال خان ورته ووئيل
بخښنه غواړم باران او
واورې ټول لرګي لواندۀ
کړي دي، سم اور نۀ اخلي.
ځکه په کوټه کښې لوګے دے.
تاسو کښېنئ نو بس اور هم
په بلېدو دے. زۀ به دا ګاسليټ
پرې واچوم بيا به ئې لمبې
تر اسمانه ځي. ملا صاحب
وئيل کمال خانه تاته د
دې اور څۀ حاجت. تا خو ځان
لره نور هم ډېر اورونه
بل کړي دي. تۀ ګوره چې تۀ
دا دود نۀ شې زغمې نو د دوزخ
اور... توبه توبه، کمال خان
په ټوله خبره ورسېدو. د
څۀ تمهيد حاجت نۀ وۀ. دې
خبر وۀ چې دا کوم اور ښيي
خو له ځان سره ئې دا فېصله
وکړه چې کۀ دۀ له اول سره
عاجزي وکړه نو ملا صاحب
به والله کۀ چپ شي. ځکه ئې
د خپل دېرش کاله د خاموشۍ
حساب په څو خبرو کښې ورکړو.
مونږ
پښتانۀ خپل ملا صاحب تر
خپلو مشرانو تر خپلو سردارانو
او تر خپل مور او پلار څخه
زيات عزتمند او معتبر
ګڼو. خو د دې مطلب دا نۀ دے
چې تاسو زمونږ د سباوون
او د راتلونکي نسلونو
فېصلې هم په خپل لاس کښې
واخلئ. ملا صاحب يو وار
په غېض و غضب کښې ولاړ شو،
پَټُو ئې داسې وڅنډو لکه د کمال په کوټه کښې
چې د ټول جهان ګند پروت
وي.
طالب
چې ملا ته وکتل نو هغۀ تر
ملا لا هم درې ګزه زياته
ژبه وکړه. ملا چې د باندې
وتو نو صرف دومره ئې ووې
چې تۀ خو ملحد او کافر ئې
خو مونږ په دې کلي کښې د
انګرېزانو د عقيدو تبليغ
ته ګر سره نۀ شو پرېښودې.
ملا
په درب د کوټې دروازه وتړله
او کمال خان دا سوچ شروع
کړو چې دا فتوٰي خو دېرش
کاله له مخه هم په ما لګېدلې
وه. دا خو څۀ نوي خبره نۀ
ده. بيا چپ شو سترګې ئې روڼې
کړې نو جمال خان مخامخ
ورته ناست وۀ د پلار سترګو
ته ئې کتل ولې چې د کمال
په سترګو کـښې د اوښکو
ډيوې بلې وې. دۀ فوراً د
قميص په لمن سترګې صفا
کړې او ځوي ته ئې ووئيل
بچيه! زۀ ژاړم نه، دا اور
نۀ بلېدۀ، ډېر تريخ دود
وۀ. مونږ دلته د اوچتو اوچتو
غرونو په شا کښې دومره
شا ته پاتې شو چې نۀ دلته
ګېس شته، نۀ برق. نۀ د ژوند
د تېرېدو بل څۀ اسانتيا.
خود به مو سترګې د ترخو
دودونو په زنګ کښې يوه
نۀ يوه ورځ ديد بائلي. تۀ
ګوره د دې کلي، د دې علاقې
هر وګړے ړوند دے. هيڅ هم
نۀ ويني، هيڅ نو نۀ ويني.
مونږ خو لا بيا هم ښۀ يو،
ړاندۀ نۀ يو. بس مازي دومره
ده چې سترګې مو خوږمنې
دي اوښکې به خود کوي.
د پلار
په دې خبرو د جمال خان سترګې
هم له اوښکو ډکې شوې خو
دۀ کوشش کولو چې د رپېدلي
څراغ د کمې روشني څخه فائده
واخلي، خپلې اوښکې له
پلاره پټې کړي لېکن کمال
خان هر څۀ ليدل، په هر څۀ خبر وۀ ځکه ئې ورته
ووئيل بچيه! ما درته وئيلي
وو چې فرهاد غر نۀ شو ماتولے
ځکه ئې سر مات کړو. د هغۀ
په مينه کښې شک نۀ وۀ خو
مينه چې څومره زغم غواړي
هغه له مونږ سره هم نشته.
جمال بې صبره شو بابکه!
تر څو، اخر تر څو. خلقو غرونه
وڅيرل د الله ټول نعمتونه
ئې د خپلې ودانۍ دپاره
په کار راوستل او مونږ
.
بس ځويه!
بس ډېرې خبرې مۀ کوه
، مونږ خپل فرض پوره
کړي دي په دې قام کوډې
شوې دي ما دا فېصله
کړې ده چې زۀ خو دا کلے کور
پرېږدم. زۀ کۀ دوي په لاره
کولے نۀ شم نو د دوي له جهالت
سره استوګنه هم ګناه بلم.
بابکه!
تۀ دا څۀ وائې ستا مينه،
ستا صبر ستا ايثار او دا
خبرې.
بچيه! د حقيقت
وېنا ډېره بدله وي. ما دېرش
څلوېښت کاله په يو Idealistic دنيا
کښې تېر کړل خو ستا دپاره
دا نۀ ده پکار. جمال خان
حېران شو په بابا مې څۀ
وشو. بيا ئې ډېر په تذبذب
ووئيل بابکه! کۀ زۀ ستا
ملګري نۀ وکړم نو بيا؟
کمال خان څۀ مناسب ځواب
ور نۀ کړو چپ شو. جمال خان
تر ډېره د پلار ځواب ته
په انتظار وۀ. خو کمال خان
د کوتې کړکۍ ته داسې کتل
لکه د سحر ګاه په انتظار
چې ناست وي. له کړکۍ څخه
تيارې اورېدې. او له تيارو
څخه د کمال خان نفرت وۀ.
ځکه ئې مخ بيرته د جمال
خان په خوا راوګرځولو
او ورته ئې ووئيل بچيه!
کۀ تۀ له ما سره لاړې نو
زما دا هيله به ژوندۍ پاتې
شي چې کۀ څۀ هم زما نه پس
تۀ هم ناکام شوے خو شايد
ستا ځوي به زمونږ مرام
پوره کړي.
په دې
حال کښې د باندې رڼاوې
وار په وار زياتېدې، کمال
خان يو وار بيا کړکۍ ته
وکتل او ډېر خوشحاله شو
چې سحار شو، بچيه! درځه
سحار شو. درځه چې کوچ کوو.
جمال چې د باندې وکتل نو
حېران شو له ځايه راپورته
شو، کړکۍ ته رانزدې شو،
د باندې د باغ په څنګ کښې
په سکول سرې لمبې ګرځېدلې
وې او له لرې څخه د ډېرو
خلقو نعرې راپورته کېدې
الله اکبر الله اکبر الله
اکبر. د خس و خشاک جوړ شوې
د دې سرائې لمبې اخر دومره
اوچتې شوې چې په دې توره
تيارۀ خونه کښې کمال خان
د جمال خان د سترګو اوښکې
صفا صفا وليدې. نزدې ورغے
د ځوي په اوږه ئې لاس کېښود
او دا رنګه ئې قرار قرار
په اوږه ټکوي لکه مور چې
معصوم په غوځي کښې نيولي
ودوي. بس صرف فرق دا وۀ چې
مور معصوم ودوي او کمال
خان ځوي ته د اولنۍ رڼا
مبارکباد ورکولو.
مبارک
دې شه بچيه! دا ستا اوله
رڼا ده څومره تېزه څومره
اوچته او څومره تنده رڼا.
مونږ خو په تيارو کښې دومره
اموخته يو چې دا رڼاوي
ناشده ناولده راته ښکاري.
ځکه ستا سترګې هم له اوښکو
ډکې دي. زما هم حالانکې
دا موقع د خوشحالۍ ده.
♣♣♣