Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Poetry....Ghazaloona

غزلزار

 

اخونزاده عبدالعلي د کوئټې نه ٤٥ ميله لرې په خاتو زئ کښې په کال ١٨٧٢ عيسوي کښې پېدا شوے وۀ. مونږ د پاڅون لوستونکو دپاره د هغۀ دا غزل چاپ کوو چې د هغۀ ياد تازه شي. (اداره)

 

عبدالعلي اخونزاده

 

ډېره مينه خوار مئين کړي اخر کار چپ

 

له ښېګړو به زيات مرض کاندې بيمار چپ

عشق په لافو د مئين سرخروئي نۀ کړي

 

مشک په خپله ځان ستائي کۀ شي عطار چپ

ژړا هم لويه تکيه د مئين زړۀ ده

 

نۀ وي روغ چې له خندا څه سي پرهار چپ

ستا پر مخ چې هائ و هو کړي مئين ګرم دے

 

کۀ بلبل دې چيرې وليد په ګلزار چپ

آه فغان مې هسې ورک د يار بوسې کړو

 

لکه شور شي له شرابو د خمار چپ

جوش خروش د مئين کم شي چې عشق زيات شي

 

د ښۀ کال د لوئې نيازه وي ږوهار چپ

کاڼي بوټي به زۀ يم وائي کۀ چيرې

 

کړي عبدالعلي منصور غوندې په دار چپ


 

 

اندېش شمس القمر

 

د غم د جامه صبر شوے نۀ يم

 

د ژوند د خونده خبر شوے نۀ يم

د وفا ورکه پسې کور ګرځم

 

زۀ ورپسې په سفر شوے نۀ يم

تۀ د ګلونو لړۍ چا له وړې

 

مړ شوے يم خو قبر شوے نۀ يم

هغه پتنګ يم په تا ځان سېزم

 

زۀ د لمبې لاس په سر شوے نۀ يم

ما په رښتيا باندې ګټلے دے ځان

 

زۀ په خوبونو را سر شوے نۀ يم

د هجر شپه به په ما څنګ سحر شي

 

چې زۀ په لور د سحر شوے نۀ يم

زۀ د يار در ته ودرېدلے يمه

 

چرته فقير د بل در شوے نۀ يم

بل له مې مرګ ځان له مې ژوند خوښ دے

 

هلکه! ډېر بختور شوے نۀ يم؟

د محبت د قات به څۀ وايمه

 

په دغه لوږه نهر شوے نۀ يم

په ما نظر د محبت تمبېږي

 

د زړۀ درياب کښې ګوهر شوے نۀ يم

 

 

 

په کښې د امن ټپه څنګ واړوم

 

زۀ د دې ساز نغمه ګر شوے نۀ يم

شعر کښې سوز کړم د کوم ځايه پېدا

 

تر څو چې دړد د ځيګر شوے نۀ يم

په دې مې ځان ته زورور وئيلے

 

چې په هيچا زورور شوے نۀ يم

هر يو د بل نه دا ګيله کوله

 

چې زۀ قابل د قدر شوے نۀ يم

ګل مينې! ستا د زړۀ درزا اورم

 

ستا د ارمان مازيګر شوے نۀ يم

د بې ننګۍ ډګر مې مۀ يادوه

 

د ننګ په کوم ډګر بر شوے نۀ يم

 

 

 

پروفېسر ربنواز مائل

 

 

اوس به ځان نو چرته غواړم تماشه شوه

 

په آئينو کښې هم ميشته چې ستا څېره شوه

د ژوندون مو اوس څۀ هسې سلسله شوه

 

د شا ټول له مونږ نه هېر د مخ قصه شوه

تېرېدۀ ئې دومره ډېر دي دومره تېز هم

 

زمانه زمونږ د سات قدر هم نۀ شوه

چې پرېږدي مو کله لږ هم ګوا په وصل

 

د دې هجر هم خورا سخته نشه شوه

څنګه خوب به خپل په خوب ګني حساب کړم

 

چې له ويښې مې ګوا هره اندېښنه شوه

 

 

 

اقبال شاکر (بټ خېله)

 

 

کۀ ډېر چونه مو نۀ کړو د ښارونو دېوالونه

 

يو خښته مو سپين نۀ کړۀ د ذهنونو دېوالونه

جونګړې خو جونګړې دي يارانو محفوظ نۀ دي

 

زمونږه د وطن د محلونو دېوالونه

سبا به راته وائي چې څپياکې هم بلېږي

 

سبا به راله وران کړي د کورونو دېوالونه

ظاهره ده د ګل نه به نازکه او ښائسته وي

 

د چا چې د کالۀ وي د ګلونو دېوالونه

تۀ ګوره لېوني ته وائي زۀ خو په امان يم

 

د ځان نه ئې تاؤ کړي د اورونو دېوالونه

د خپلې نظريې د دېوالونو سر اوچت کړه

 

ساتې کۀ د هېواد د سرحدونو دېوالونه

شاکره کۀ ډېر لوئې وي خو په سر ئې لويه لار وي

 

په شا دې حوصله نۀ کړي د غرونو دېوالونه

 

 

سلېمان کامل

 

 

دړد مې د کلهم انسانيت زړۀ کښې رانعښتے دے

 

ما د خپلې مور پښـتو نه داسې سبق لوستے دے

څۀ به چاته وايو چې سړي چرته دي چرته نه

 

دلته هر يو کس مخ ته دوېم استر اغوستے دے

ځان راټولول د دړد د څانګې نه ګران شوي دي

 

ژوند د يوې داسې الميې شکل اخستے دے

ځکه بادومه د دې در خاورې په سر باندې

 

ځان مې په څو څو کرته دې کوڅو کښې نوستے دے

دلته چې قدم ږدې د حساب کتاب خبرې دي

 

مونږ باندې کامله خدائے په ژوند قيامت راوستے دے

 

 

نيمروز قېس

 

 

د زړۀ په کور کښې مې جانان دېره دے

 

لکه جونګړه کښې چې خان دېره دے

ځان به له ځانه خلاصومه څنګه

 

چې زما ځان زما په ځان دېره دے

باڼۀ قاتل، نظر کښې زېرے د ژوند

 

په درمسال کښې مسلمان دېره دے

زما سجدې به اثر څنګه وکړي

 

راته محراب کښې چې شېطان دېره دے

ځکه شوم لُوټ چې د دربان په نامه

 

د غلو سردار مې په مکان دېره دے

ستا د ښائست د سبا ښار کښې صنم

 

د قېس د فکر سلېمان دېره دے

 

 

 

 

 

 

 

♣♣♣

 

 

 

ګلستان کۀ مې په وينو تازه کېږي

 

هر ازغے دې هم زما په زړۀ کښې مات شي

د جهان ښکلي مې هسې په زړۀ پنډ دي

 

چې ګمان مې په خپل زړۀ د سومنات  شي

 

 

(قلندر مومند)

 

په تسنو وسنو سپورو زلفو کښې دې سرۀ ګلونه

 

د چا مزار ته دې د ځول په شپه ډيوې راوړي

 

 

(رحمت  شاه سائل)

 

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ