Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Tahir Apriday

انسان + حېوان

طاهر اپريدے

کلى کښې د لونګين دغه څو سره ګډې ښۀ پوره رمه ګڼلې کېده او دغه څو سره ګډې د لونګين کل جائېداد او توله اثاثه وه.. هغۀ به د هر اوړي په راتلو د ټولو ګډو وړۍ او وېښتۀ راټول کړل او دغه وړۍ وېښتۀ به ئې د ګډو نارينه بچو سره په مېله کښې په مناسبه بېعه خرڅ کړل او لاس ته راغلي په دغه رقم به ئې تر بل راتلونکى اوړي پورې ئې کار روان وۀ....

د لونګين عمر خوړلې کونډې مور ئې د ملک صاحب او ورسره د کلى نورو شتمنو د کورنو خدمت کښې چې څۀ په لاس ورغلل نو هغه به ئې هم د لونګين د ګډو حاصل شوي رقم سره ګډ کړل او دغه شان د مور او ځوى ګزاره روانه وه..
لونګين به هر سحر باد وۀ کۀ باران سيلۍ وه کۀ ږلۍ وه خو هغه به لوے ډانګ په لاس د ګډو رمه په غر او شاړې ته خامخا بوتله هغه د کلى غم ښادۍ نه ناخبره وۀ او نه ئې پرې څۀ غم غرض لرلو دغه شان د هغۀ ژوند په يو ډګر روان وۀ او هغه د ژوند په نورو معنو او مفهوم نۀ پوهېدو هغه به نمر خاتۀ سره ډانګ په لاس د ګډو رمه د شاړې او د غر په لور "هئ" کړله او دې به ورپسې شو. ګدې به ئې په شاړه او د غر لمنې کښې د وښو شينکى څر ته پرېښودې او لونګين به ورته په يوه اوچته تړه يا په غونډه کښېناستو او يوه مشهوره ټپه به ئې په يو سوى اواز او چته کړله..
هلک چې تور شى لونګين شى          جينۍ چې توره شى بنګړى دې خرڅوينه

د دغې بيا بيا ټپې اصل وجه دا وه چې د لونګين مور لکه د نورو مېندو د لونګين د کور ابادېدو ارمان زړۀ کښې غزونې وکړې او هغه د يوې ښې جينۍ په لټون سر شوه او د هغې وړومبے نظر په توره پريوتو د تورې اصل نوم خدائے خبر چې څۀ وۀ خو د رنګه توره سکاڼه وه او هم دغه وجه ده چې د کلى ټولو وړو زړو هغه په توره بلله ، يادوله او چې توره د لونګين د مور د ارادې نه خبر شوه نو ئې هغې ته د يرينه دا ووې..
"ستا تور مخے لونګين خپل ځان نۀ شي ساتلے نو هغه به زما ساتنه څۀ وکړي".
او په بله ورځ سحر لونګين د ګډو رمه بهر را وويستله نو مخامخ توره ولاړه وه د لونګين چې په توره نظر پرېوتو نو ورته ئې په داسې خواږۀ نظر وکتل لکه په ټول کلى کښې توره تر ټولو ښکلې ښائسته جينۍ وي..
"سترګې دې پړک وچوه څۀ راته نېغ نېغ ګورې"
او دغه ښېره په لونګين دومره بده ولګېده په ټکي ئې تورې ته په پېغورى انداز کښې ووې..

هلک چې تور شي لونګين شي          جينۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

او بيا په لونګين د ځوانۍ او د مينې د جذباتو پسرلے لکه د پسرلي د باد چپه راغله او لاړه تېره شوله د هغۀ په زړۀ کښې په درنجکو او اور اخستي جذبات داسې يخ او ساړۀ شول لکه چا په يخو ايرو اوبۀ اچولي وي.... خو کله کله به چې هغه د غر د څوکي په دغه مخصوصه تړه کښېناستو نو زړۀ به ئې داسې نر ے نرے درد وکړو لکه د جذباتو په يخو ايرو کښې د ارمان يو نرے غوندې سپڼکے پاتې وى او هغۀ به په ډېر سوزونکي اواز دغه ټپه ووئيله چې کۀ په کلي کښې څوک په مينه پوهيدې نو د لونګين د زړۀ په حال به هم ډېر ښۀ پوهه شوى وى او نن چې لونګين د ګډو رمه غر ته راوستله او د غر لمنه کښې ئې څر ته خوشې کړله او پخپله د خپل ډانګ سره په هغه غټه تړه پاس کېښناستو ... خو لا ئې د زړۀ د درد ټپه په خوږ اوچت اواز نۀ وه وئېلې چې د يو لورى نه دوه جوړه غبرګ پړانګان د ګډو په رمه ورګډ شول او لونګين په زوره زوره چغې جوړې کړې او په ډانګ ئې دغه خونړو پړانګانو ته وخوځولو خو د هغۀ په چغو نعرو نۀ خو د کلى خلقو څۀ پروا وکړله او نۀ دغه جوړه پړانګان د هغۀ په لاس کښې ډانګ نه ويرېدل ..د لونګين زړۀ کښې راغله چې په دغه حېوانو پړانګانو ور ودانګى او په دغه ډانګ (کوتک) د دواړو ځناورو سرونه مات کړى خو د پړانګانو نوکې پنجې دومره تېرې وي او غاښونه داړې ئې دومره اوږدۀ وو چې لونګين دغه پړانګانو ته مخامخ ورتلو نه ويرېدو او په پړانګانو ئې د وردانګلو همت ونۀ کړو..

دې جوړه پړانګانو د بې ضرره ګډو سرې تودې او تازه وينې وڅښلې او نرمه نرمه کچه کچه غوښه ئې وخوړله او چې تنده لوږه ئې سړه شوه نو په دواړو وښکو ئې داسې ژبې راښکلې لکه څوک ظالم په زور حاصل کړى مال ته فضل ووائى.
او لونګين د ماتو کړې شوو ګډو مخې ته لاړ او د يوې يوې ګډې سر ته ودرېدو او په زوره زوره ئې وير ماتم اوکړو د دې ګډو کښې د تورې د کور دوه ګډې هم شاملې وې چې د لونګين د زړۀ په درد کښې ئې نور زياتے کولو..

او چې لونګين د ګډو د رمې او څر نه خلاص شو نو څو ورځې پس د کور نه د کلى کوڅې نه بهر راغلو او هغۀ وليدل چې يو زوره ور کس ټوپک په لاس د يو زلمى پسې زغلېدو او چې هغه زلمے ئې په شيش کښې راغلو نو د ټوپک نالۍ ئې د هغه زلمى اوږو ته سمه کړه او ډز شو چې د دوزخ د تودې سکورټې غونده توره ګولۍ ئې د زلمى په وجود کښې يخه کړله زلمے په زمکه پړمخے پرېوتلو او وجود نه ئې د سرو تازه وينو دارې روانې شولې او لونګين ته د خپلو ګډو او د دې زلمى په مرګ او وينه کښې هيڅ فرق ښکاره نۀ شو ګډې هم ځناورو پړانګانو ماتې کړلې او ښې غوښې ئې وڅښکلې او وخوړلې او د دغه زلمى مرګ هم يو ځناور بنيادم اوکړو او وينې ئې په اوچه زمکه او بهولې.
دغې ظالم زور ور ځناور بنيادم چې د زلمى لتې ټکولو ته وکتل نو په ملا ، سينه کښې داسې نېغ شو لکه د بل زور ور په کلکه مورچه ئې يرغل کړے وۀ "څنګه ؟ چې د مينې خوند در و ښايم" او هغه په فخر وياړ او په اوچته ووې او بيا ئې دغه تماشه کتونکو ته په زور اووې "کۀ تاسو کښې چا هم دغه ليدلې واقعه بيان کړه نو خبر شئ چې زما لاسونه اوږدۀ او نوکې مې تېرې دى"
دغې ظالم زور ور حېوانى انداز کښې خبره وکړه

او لونګين ته د دې قاتل او د پړانګانو په مخ څهره کښې هيڅ فرق ښکاره نۀ شو پړانګان هم د ګدو په وينه غوښو ماړۀ شو او په يو لوري لاړل او دغه شان دغه زورور قاتل هم د دغه زلمى انسان وينې د تږې سپورې زمکې اوبۀ خور کړې او په يو لورى لاړو.
لونګين ته د ملا صاحب هغه خبره راياده شوله چې ئې د يو وژلى شوى کس په قبر کوله ملا صاحب ووئيل چې "د چا يو بې ګناه قتل د ټول انسانيت قتل دے."

لونګين د انسانيت په معنى او مفهوم خو نۀ پوهېدو ولې دومره عقل ئې ضرور لرلو چې دغې زور ور قاتل يو بې ګناه انسان زلمے وژلے دے ا و د بې ګناه انسان په رڼا ورځې قتل باندې د کلى ټول خلق غلې چپ په سترګو ړاندۀ په غوږونو کاڼۀ او په ژبو ګونګيان شولو او د دغې رڼا ورځې د خونى واقعې نه پس هغه دومره ويرېدو چې د کور د ور نه ئې بهر هډو سر هم ښکاره نه کړو..
او چې کله ئې تپوس له توره راغله نو لونګين د کټ نه داسې نېغ پورته شو لکه د يو مئين په تپوس د هغۀ ښکلې محبوبا راغلې وي او په بله ورځ چې سحر د لونګين سترګې د ستړى خوب نه وغړيدې نو د پړانګانو د خوراک نه پاتې شوې د څو ګډو منډاو ته ئې وکتل د منډاو ور لرې وۀ او هغه پاتې شوې څو ګډې هم چا غلونو وختى وختى د څاروۀ منډۍ ته رسولې وې..
لونګين د يو ستړي اسويلي سره د کټ نه پاڅېدو او کوڅې ته بهر راووتو او د ډېره سوخته ئې په زوره چغې کړلې او د کلى ټولو ظالمانو غلونو زياتوخورو ته ئې سپکې سپکې کنځلې او سپېرې سپيرې ښېرې وکړې.
خو لا ئې په سپکه وېنا او په سپېرو ښېرو زړۀ نۀ وۀ سپک کړے چې نامعلوم لورى چا يو کاڼے راګزار کړو او ټس ئې شو چې د لونګين په سر تيندک شو او د هغۀ په اورمېږ سرې وينې راماتې شولې او بيا چې دخلقو د خندا د منيځ نه بل کاڼے راتلو نو لونګين خپلې مور لکه ماشوم په غېږه کښې نيولے وۀ او پخپل ساده بچى داسې راوغړېده چې د کلي د خلقو د لاسونو ټول کاڼي پرېوتل..
بله ورځ لونګين د کلي ورکوټي غوندې بازار کښې روان وۀ چې يو کس ئې وليدو دغې کس په مخ سر راباندې کړي وو او چغې ژړا ئې کوله هغۀ د خپل ورکوټى شان دکان مخې ته ولاړ وۀ او سخت سخت ئې ژړل..
"ظالمانو د خداے نه مو هم وېره شرم نۀ کيږى زما واړۀ واړۀ ماشومان بچى دى ما هغوى ته هم د دې دکان نه رزق پېدا کولو تاسو هغه هم لوټ کړو اوس به زۀ ژوند څنګه کووم ؟ زما په دغه کچه وړو بچو مو هم رحم رانغلو. لويه خدايه دا څنګه بنيادم دى. دا څنګه انسانان دى او دا څنګه ؟
او چې لونګين د هغې سړى دکان ته وکتل نو وئې ليدل چې د دغه ورکوټي دوکانګى دواړه کلپونه مات وو او دکاندار په چغو وير ژړا د انسانانو زړونو کښې درزونه کېدل خو انسان...؟
او دکاندار په خواره ورځ د لونګين سترګې هم داسې راډکې شوې چې هغۀ نه ئې خپله خواره ورځ هېره کړله..
هغه هيڅ په تاوان نۀ پوهېدو خو هغه بيا هم ژړل چې د لونګين غوندې نورو ډېرو بې وسو مجبورو انسانانو د دغه دکاندار او په خپله بې وسه نېستۍ او خوارې ورځې ئې ژړل...
د بې وسو محبورو اوخوارا نو څو د ظالمانو، جابرانو او قوت ناکو بنيادمو خلاف خو دغه ژړا احتجاج وي او احتجاج کمزورے خلقو لويه وسله ده يوه داسې وسله چې هيڅ اثر نۀ لري...
لونګين فکر واخستو دا ولې؟ څۀ دپاره يو بنيادم راپورته شى او د بل کمزوري اثاثه او برخه لوټ کړى او د هغۀ بچى نهر پرېږدى هغۀ ته د بنيادم په بې حسۍ او په حېوانى خونې ژړا ورغله او چې د يو نزدے کور نه ناڅاپه چغې سورې د کور د سرو لمبو سره يو ځائے پورته شولې او لونګين داسې محسوس کړه لکه دلته هم چا بنيادم د پړانګانو په شان د لاسونو پنجې او تېرې داړې د چا بل کمزوري انسان په وجود ورښخې کړې دى..
او دغه شپه د دې لوے کلى په ژوند کښې وړومبى ځل تر ټولو لويه واقعه داسې وشوه چې کۀ د کلى بنيادمو کښې څۀ لږ هم د انسانيت، سړيتوب احساس وې نو د خوارې يتيمې او بې اسرې پېغلې تورې سره به د کلى خلقو هم ځانونه وژلي وې او د پېغلې تورې د عزت د تار تار لمنې بدل به ئې اختستے وې دغه شپه د تورې د حيا لمن څۀ تار تار شوله چې د انساني حېوانو زړونه وموندل او بيا د هر کور پېغلو او د ځوانو ښځو سره د خپل سر د پړونو داسې فکر مل شو چې د کورونو د دروازو نه بهر به ئې هم سرونه نۀ ښکارول..
د تورې د عزت لوټولو په درنه واقعه چې د تورې شپې زړۀ چې نۀ خو چاودلو او دا چې تر څو د رڼا څړيکه کېدله نو تر هغې د تورې د تار تار وجود په ډيوه کښې د خاورو تېل اچولى وو او کور نور غولي کښې ئې د رڼا هڅه کړې وه او بيا د تورې جنازه د تهمت په تور کفن کښې انغاړلې د نورو ډېرو سپکو قصو سره د مقبرې په لور يوړلې شوه او د زمکې په سينه کښې د خپل لوټلى حيا عزت او د لوے الله په دربار کښې شکايت کولو دپاره پټه شوله او لونګين...

دغه ساعت کۀ د لونګين د ډېره غمه زړۀ پړق چاؤدلے او هغۀ کۀ د سرو وينو غړغړې کړې وې نو ګرم به نۀ وۀ هغه په دې نۀ پوهېدو چې ئې تورې سره مينه وه کۀ نا؟ ولې هغه په دې خبره ډېر ښۀ پوهېدو چې د کلى زوره ورو خلقو اوس د پړانګانو په صورت کښې د کلى د عزت، مال او د کورونو د حيا شرم کنډرې کوى د تورې په داسې وحشى لوټ او لمبې لمبې مرګ لونګين داسې په زوره زوره وژړل او د کو رد يوال سره ئې داسې ډغرې ووهلې چې کۀ ليدونکو او تماشه کوونکو زړونو کښې څۀ درد احساس قدر هم وې نو هغه به پړق چاؤدى وو..
"مورې! " د دې کلى خلقو بنيادمو اوس د پړانګانو ځناورو خويونه ولې خپل کړې دى ؟ هغۀ د مور نه تپوس وکړو.
"زما زويه بنيادم ډېر ظالم دے هغه د حېوان او ځناورو نه هم زيات خونړے دے خدائے دې د دغه پړانګانو لويو داړو نه په خپل امان کښې وساته . "
د هغۀ مور د هغۀ سر په خپله غېږه کښې کېښودۀ او د خپل مورنې مينې ټول خواږۀ ئې پرې وشيندل.
"خو مورې ما ته خو دعا ګانې هم نۀ راځى او نۀ مونځ په اودس پوهېږم زۀ به د خدائے نه خېر څنګه غواړم ؟ " لونګين په ډېره ساده لهجه کښې ووې .. "زما بچيه کۀ مونځ نۀ هم درځى خو د مونځ عادت کوه الله تعالى ليدونکے بخښونکے دے."
او لونګين د مور د غېږى اوچت پاڅېدو او نېغ د جمات په لوري لاړو اودس او چار اندام نه پس مانځۀ دپاره په قيام ودرېدو بيا رکوع ته لاړو او بيا په سجده پريوتو او د سجدې په حالت کښې د هغۀ زړۀ داسې را ډک شو او داسې ئې په زوره زوره اوژړل چې چغې ئې د ملا صاحب تر خلوت ورسېدې او هغه د خلوت نه بهر راو وتو "د بد ځناور بچيه! څومره په زوره زوره چغې وهې زۀ ستا په مکارۍ ښۀ پوهېږم . غلے شه خداے څۀ کوڼ خو نۀ دے چې ستا د مکارې فريبى چغې نۀ اورى زغله چرته وړاندې دې هم د جماعت مخ ليدلے کۀ ايله نن درنه مسلمان جوړ شو. "
او چې لونګين سر راپورته کړو او ملا صاحب لور ته ئې وکتل نو هغۀ ته د ملا صاحب او دکلى د خلقو په مخونو څهرو کښې هيڅ فرق ونۀ ښکارېدو.
ملا صاحب د کلي خلق پړانګان او حېوان..
او لونګين ويرې هېبت واخستو او په يو دؤ منډه د کور په مخه اوزغلېدو او د خپلې خوارې مور په غېږه کښې لکه د ماشوم پرېوتو..
"مورې ! ما خپله غېږه کښې پټ کړه زۀ وېرېږم زۀ د بنيادمو نه د پړانګانو نه او د حېوانانو نه ډېر وېرېږم. "
او خوارې خو خوږې مور هغه يو ځل بيا لکه ماشوم غېږه کښې کلک ونيوۀ او د هغه تندے ئې ښکل کړو

Pushto Short Stories