Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Poetry ....Nazmoona1

يادونه

احسان بېټنے

 

غه په تندي به ئې چې نخښه د کجور جوړه کړه

 

هغه په زنه به ئې تل د رنجو خال چې واهۀ

هغه په ناز غه په مکېز د بڼو لاندې کتل

 

په سپينه خُلۀ کښې به ئې سپينو غاښو زېب چې کاوۀ

 

د خوشبويۍ غوندې خوږه هغه له ګل نازکه

 

هغه د باد غوندې پسته له پاغوندې نازکه

هغه د مينې غوندې زړۀ کښې مې په مينه پرته

 

غه د رڼا غوندې صفا غه له نبات شېرينه

د ښاپېريو په وطن کښې دې چې خدائزده ولې

 

احسانه بيا غه بې وفا داسې درياده شوله

لکه هېر شوې پېغامونه زړۀ ته يو يو راځي

 

داسې په زړۀ باندې دې ورو ورو بيا اباده شوله

 

تصوير

نسيم خان نسيم مردان

 

ناست د دې دنيا د خلقو زۀ يو خوا ته غلے يم

 

ډېر د ستړي ژوند د دې مزله دم ختلے يم

وينم ګورم هر چا ته چې خاندي خوشحالۍ کوي

 

 

ښۀ مزو چرچو کښې دي يو بل سره سيالۍ کوي

زۀ د للمې ګل يمه بېديا کښې ټوکېدلے يم

 

 

ما سره د ژوند په لاره هيچا وفا ونۀ کړه

 

ما سره د مينې يار په څنګ کښې خندا ونۀ کړه

زۀ د بې وفاؤ په محلت کښې اوسېدلے يم

 

 

مزل د ژوند لنډومه د ازغو د پاسه تګ کوم

 

ناست يمه خاموشه کۀ د چا سره هم غږ کوم

خلق لاړل وړاندې زۀ په خپل ځائے ودرېدلے يم

 

 

نۀ دنيا زما شوه او نۀ زۀ د دې دنيا شومه

 

پاتې زۀ ټول عمر بس د دې په تماشا شومه

وائي نسيم خان چې زۀ تقدير ډېر ژړولے يم

 

♣♣♣♣

 

 

آه منتظر صاحب

 

وحيد مروت

 

په يوۀ سړي وطن کلے لو کېږي

 

دا چا وېل د سمندر په جام څۀ کېږي

زمانه به پرې لګېږي وحيد خانه

 

منتظر  نعم البدل چې پېدا کېږي

 

د نن سندره

اقبال حسېن افکار

 

د تباهۍ په اور سوزېږمه

 

خاورې اېرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

زما قامي وجود تباه شو

 

چې مر رهبر ځنې فنا شو

اوس په جرګو کله پوهېږمه

 

خاورې اېرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

زما اشنا زما قاتل شو

 

زما په مرګ باندې قائل شو

هر څو کۀ وړ يمه مړ کېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

چې د جنت په څېر وطن مې

 

ښکلے ښائسته باغ عدن مې

فساد په سر دے فنا کېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

د قام د سر خلق ئې مړۀ کړل

 

څوک ئې جرګو کښې عبث پړۀ کړل

زۀ په مېچن د غم دل کېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

پښتنو پوه شئ کۀ پوهېږئ

 

د خپل وجود اور کښې سوزېږئ

څنګ په اسانه زۀ خرڅېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

زۀ يم د مينې ښکلا اوږے

 

زۀ د خلوص او وفا تږے

پرخه په ګلو تل ورېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

زۀ خو افکار يمه خوارېږمه

 

د هر يو ښکلي راتاوېږمه

د خپل اشنا ځنې ځارېږمه

 

خاورې ايرې کېږمه

ملګرو څنګه غلے کښېنم

 

♣♣♣♣

 

 

خوږ ملګري ضياءالرحمان ته

پېرزوئنه

ظهور احمد ظهور

په والله کۀ مې هېرېږې

 

زما سترګو کښې غړېږې

تۀ مې يار ئې تۀ مې ورور ئې

 

تۀ زما په غم نسکور ئې

ستا ياري ده بې غرضه

 

تل په شان د سپرلي اوسه

دا جهان درته لوګے شه

 

ظهور تاته سپېلنے شه

ستا يارۍ باندې مسکے يم

 

بې له تا نه لېونے يم

ماته ياد دي تاته ياد دي؟

 

د کمترو خوراکونه

د ځوانۍ په مستۍ مست وو

 

چرته نۀ به وو غمونه

اوس د ګېډې په تلاش کښې

 

تۀ يو ځائے ئې زۀ بل ځائے يم

اوس د لارو فاصلې دي

 

د وختونو تقاضې دي

جدا شوې قافلې دي

 

دا د رزق مسئلې دي

 

خو کۀ ډېر رانه جدا ئې

 

تۀ زما د دړد دوا ئې

تۀ مې يار ئې زۀ دې يار يم

 

سترګې تل درته په لار يم

 

د مينې کور

سيد افضل شاه

 

لويه خدايه لويه خدايه

 

زۀ د مينې په طلب يم

زۀ د حسن په تلاش يم

 

حسن غواړم کائنات کښې

چې هر کس دومره ښائسته شي

 

لکه ستوري په اسمان کښې

هر يو کس سپرلے سپرلے کړې

 

هر يو مخ کړې ګلابونه

هر طرف ځلا ځلا کړې

 

هر منظر جنت نظير کړې

مينه دومره کړې پرېوانه

 

چې هر زړۀ پرې منور شي

هر يو زړۀ د مينې ډک کړې

 

توان د هر غريب سېوا کړې

د غاصب او ستمګر نه
\

 

د خپل حق وکړي پوښتنه

حوصلې مو تاتره کړې

 

امېدونه مو خېبر کړې

د ايلم په شانې دنګې

 

د غېرت زمونږ شملې کړې

چې د ظلم کور کنډر شي

 

او د مينې کور ودان شي

 

د پښتنو وطن

شاهين چمله وال (بونېر)

 

دا ريښې ريښې چې ښکاري د وطن په سيمه خور دے

 

دا ګرېوان د لېوني دے دا زما د پښتون کور دے

  

دا چې مونږ ضمير فروش شو جدا ځکه د يو بل شو

 

 

لګېدلے د خپل لاسه د پښتون په چمن اور دے

د آمو پامير نه واخله د چترال بولانه پورې

 

پاڼې پاڼې د ګلابو د وطن باغ پرې سمسور دے



 

پښتانۀ لا وزګار نۀ دي د يو بل پښو راښکودو نه

 

خپل کاروان شۀ ترې نه پاتې نن د بل په اوږو سور دے



 

پښتانۀ پکښې ښائسته وو چې څپرونه او حجرې وې

 

ګيلې مۀ کوه شاهينه اوس راغلے پرې وخت نور دے

♣♣♣♣

 

 

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ