Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Bacha Khan

باچا خان په فلسطين کښې

(باچا خان په کال 1926ء کښې حج له تلے وۀ)

بابا وائى(د حج کولو نه پس) چې مونږ مدينې ته ورسيدو زۀ په مسجد نبوى کښې د لسو ورځو دپاره معتکف شوم، هغه جماعت کښې يوه ستن وه د هغې سره به ناست وم ، يوه ورځ په دې مسجد کښې مې حاجى محمد امين وليدو رو غبړ مو وکړو، ما ترې نه تپوس وکړو ،هغه راته ووئيل چې دلته په مسجد نبوى کښې ما يوه کوټنۍ پېدا کړې ده او اراده مې ده دلته به يو کال چېله وباسم ، ما ورته ووې چې د څۀ دپاره ؟ وې ئې د رسول الله صلى عليه وسلم د خوشحالۍ دپاره نو ما ورته ووئيل چې رسول الله صلى عليه وسلم په دې نۀ خوشحاليږى ، ما ورته ووې چې تۀ بېګا د رسول الله صلى عليه وسلم په زيارت کښې د قران شريف تلاوت وکړه او دعا او بيا استخاره وکړه چې رسول الله صلى عليه وسلم په دې خوشحاليږى، چې تۀ دلته هغه سره په کوټنۍ کښې ناست ئې او کۀ په دې خوشحاليږى چې تۀ لاړ شے او د هغۀ پېغام خلقو ته ورسوے. چې د شپې اودۀ شوے دے نو سحر وختى ما له راغے چې ستا خبره سمه ده ، سبا وطن ته ځم او خدمت به کوم او کۀ خېر وى تۀ چې په خېر راغلے نو بيا به تاسره په يو ځاے کار کوم، ما ورته څۀ حساب هم ورکړو. دې خو لاړ ، مونږ څو ورځې دلته تېرې کړې بيا بېت المقدس ته روان شو ، د حجاز د يو واړۀ بندر ( پورټ ) رابغ نه مصر ته لاړو ،کله چې زمونږ جهاز د سوېز په بندرګاه ودرېدو او مونږ ترې کوز شو ، نو زما اراده وه چې د قاهرې او اسکندرئې ښارونه هم وګورو، په دې اراده زۀ ورو غوندې يو مصرى افسر ته ورنزدې شوم او دا خبره مې ورته وکړه او دا مې هم ورته ووې چې مونږ ستا د اسلام وروڼه يو اُمېد دے چې تۀ به مونږ سره په دې کښې امداد وکړے د مسلمان د ټکى د اورېدو سره هغه مُسکے شو او ما ته ئې ووې چې نن ستا ضرورت دے نو زما مسلمان ورور ئې او کۀ سبا پېرنګيان په مونږ حمله کوى نو بيا مو مسلمانى او ورورولى چرته لاړه شى، ؟ تاسو د هندوستان خلق مسلمانى څۀ پېژنئ، ستاسو اسلام خو پېسه ده تاسو داسې قوم يئې چې د پېرنګى د يو اتانيز دپاره مو ټوله دنيا د پېرنګى غُلامه کړه او دا مونږ هم چې د پېرنګى غلامان يو دا هم ستاسو د لاسه ، کۀ زمونږ اختيار وى نو ستاسو منحوس او ناپاک قدم به په دې خاوره پرې نۀ ږدو،د دې په اورېدو زۀ چپ شوم ، دلته مونږ لس ورځې په کورانټين (قرانطين) کښې تېرې کړې او د هغې نه پس فلسطين بېت المقدس او شام ته لاړو په بېت المقدس کښې مونږ ته يو دردرناکه حادثه راپېښه شوه دلته زما ټبر (د على خان مور) د بېت المقدس د جماعت د پاوړو ( زينو) نه راپرېوته زخمى شوه او څو ورځې پس مړه شوه ( انا لله و انا اليه راجعون) او بيا هم هلته دفن کړې شوه _

په فلسطين کښې يهوديانو ښکلى ښکلى،نوى کلى ښارونه او باغونه جوړ کړى دى، او لګيا دى جوړوى يې،لېکن مسلمانان لا هغه شان په غفلت کښې پراتۀ دى او امام مهدى صاحب ته په انتظارکښې ناست دى چې مونږ به پخپله څۀ نۀ کوو، هغه به راشى او هغه به راله هر څۀ وکړى،دوى دومره بې عمله او بې خبره دى چې امام خو پرېږده چې پېغمبر راغلے دے او خپل قوم ورسره ملا تړلې نۀ ده،نو پېغمبر کاميابه شوے نۀ دے _په بېت المقدس کښې زما د مسلمانانو ورورڼو سره په دې باندې ډېرې خبرې شوې دى ،زۀ چې د بېت المقدس نه بهر راووتم کومه زمکه چې به مې وليده هغه شاړه او رېګ دے نو چې تحقيق به مې وکړو نو معلومه به شوه چې د عرب ده، او کومه زمکه چې به اباده وه په هغې کښې به يو وړوکې غوندې بنګله او باغ وۀ نو چې تپوس به مې وکړو وې دا د يهودى ده او دغه شان د کلو حال وۀ د يهوديانو ښکلى ښکلى اباد او پاک کلى او ښکلے ژوند وۀ او د عربو به درته څۀ ذکر وکړم، او بله دا چې سحر به ووتم يهوديان به ښځې نر لګيا وو کارونه به ئې کول او په بېت المقدس کښې چې به سحر هوټل له لاړم څوک به پکښې نۀ وو، چې غرمه به لاړم څوک به پکښې نۀ وو،چې مازيګر به لاړم نو هوټل به ډک وۀ ښکلى ښکلى مېزونه به لګيدلى وو خلقو به ښکلې ښکلې پاکې ، صافې جامې اغوستې وې، چا به چائې څښله، چا به کافى او چا به د انګوراوبۀ او چې د عربو هوټل ته به لاړم نو کۀ سحر وۀ نو هم به پکښې خلق ناست وو، کۀ غرمه وه نو هم د خلقو نه ډک، او کۀ مازيګر وۀ هم به خلق پکښې وو، غټ غټ چيلمونه به پراتۀ وو چيلم به هلته اوړېدلے وۀ، سر به ئې يو ځاے پروت وۀ ، د دوى په هوټل کښې هغه صفائى نۀ وه کومه چې د يهوديانو په هوټل کښې وه او لګيا به وو لوبې به ئې کولې، زۀ پرې نۀ پوهېدم چې څۀ لوبې ئې کولې يوه ورځ مې دې عربو ورورڼو ته ووې چې دا تاسو په کومه دنيا کښې يئې لږې سترګې خو وغړوئ زۀ چې ستاسو په دې ملک کښې ګرځم چې چرته شاړه زمکه وى او رېګ وى نو چې تپوس وکړم چې دا د چا زمکه ده ؟نو وائى چې د عرب ده او چې ښکلې اباده زمکه او باغ او بنګله ووينم نو چې تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وائى چې دا د يهودى ده تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوى ژوند ته وګورئ کۀ علم مو نشته نو سترګې خو مو شته نو په هغوى کښې يو تن جواب راکړو چې مونږ زمکې په يهوديانو باندې خرڅوو چې ابادې ئې کړى او اوس اخرى صدى ده امام صاحب به راشى او دا هر څۀ به زمونږ شى زما خيال وۀ چې ملا صاحب ګنى يواځې مونږ پښتانۀ امام صاحب ته کښېنولى يو لېکن عرب غريبانان ئې هم ورته کښېنولې دى _ اوس مې کله نه کله خيال پېدا شى چې فلسطين ته لاړے او د عربو نه مې تپوس وکړے چې هغه زمکې ستاسو شوې او کۀ د يهوديانو شوې ؟ څوارلسمه صدى (خو) خلاصه شوه. ( د باچا خان د کتاب زما ژوند او جدوجهد څخه ) اداره
 

Fakhr e Afghan