Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Samandar Khan Samandar

SamandarkhanSamandar.jpg

دروند پښتون

د خټکو ګډا                  خټک رقص
سمندر خان سمندر   ترجمه      خاطر غزنوى

نوټ (د سمندر صاحب دا ډېر مشهور او ځانګړے غږيز (مصوت) نظم سره  د خاطر غزنوى صاحب د منظومې ترجمې لوستونکو ته د  دواړو مشرانو د ياد په  توګه  ډالۍ  کوو) ---اداره

د درنګ
د درنګ ،د درنګ، د
درنګ
د درنګ پښتون يم
درون پښتون
درون پښتون يم، درون پښتون
درون پښتون يم، درون پښتون
درون پښتون يم، درون پښتون
زۀ درون، زۀ درون،درون پښتون
درون پښتون يم، درون پښتون
درون پښتون يم، درون پښتون
د ژونـــــدون صـــــورت يم زۀ
ســــــر تــــــــا پـــــا محـنت يم زۀ
ځم ځم کـــــړم هــــــمـــــت يم زۀ
هـــم هــــــم دم قـــــــوت يـــم زۀ
تــــــل ګل هـــــم نګهت يم زۀ
دو دود او شفـــــقـــت يـــــم زۀ
په درون درون او پت يم زۀ
غمژن تــــه ئې راحـــــت يـم زۀ
غيـــــــور او غېــــــر ت يـــــم زۀ
دُر دنــــــيا زيــــنــــــت يــــم زۀ
ديــــن ، دنيــــا، دولــــــت يم زۀ
د آدم دود الــــــــوت يــــم زۀ
د خپل در شــــــوکــــت يــــــم زۀ
درمــــــان د کــــړو نيت يــــم زۀ
تنـدر تر بـــــــد نيـــــت يـــــم زۀ
خوږمن ته ئې سـت ست يم زۀ
خوا خوږو شير شــربت يـــــم زۀ
بې خوږو بيا شـــــامــــت يــم زۀ
يو مــــلــــــت، اُمــــــت يــــــم زۀ
د خدائے يو رحمــــت يــــــم زۀ
د ژونــــدون ژونـــــــدون پښتون

درون پښتـــــون تـــل سر شيندم
ســـر شيندم هــــــم زر شينـــدم
غور ته ئې غور نا غور شينـــدم
بهتــــــر تــــر بـــــهتـــــر شينــــــدم
منډوس او څـــــــــادر شيـنـــــدم
کور او اور دفتـــــر شيـــنـــــدم
سود بود لر هم بــــــر شينــــدم
موجود عــــــود عنـــــبــر شيندم
پښتو تر سر بــــــــادر شينـــــدم
نر يم خپل جــــــــوهــــــر شيندم
غــــــــر غــــــر زر ګـــــــوهر شيندم
ورکر چــــــار و چــــــر شينــــــدم
تاج و بــــــــاج افســـــر شينــــدم
لښکـــــــــر بحــــــــر و بـــــر شيندم
هر څـــۀ ستا تــــــر ور شينـــــدم
هر څۀ ستا دليـــــــــر شينــــــدم
اُو بتيـــــــرؤ او بتـــــــــر شيندم
هــــــر اعلى احقــــــر شينــــــــدم
ظاهر هم او اظهــــــــر شينــــدم
خاک ئې تــر خــــــاور شينـــــدم
حسنه ستا مفتــــــون، پښتــــون

دے دا دم دا نـــــۀ پـــــرېــــــږدم
بد به کړم کۀ ئې وۀ پـــرېـــــږدم
کور و کر هــــر څـــــــــــۀ پرېـــــږدم
لـــــور و لـــوَ واښــــــــۀ پرېـــــږدم
دې دم ښۀ و نا ښــــــۀ پرېــــږدم
دار د ژونـــــــدانــــــۀ پـــــرېــــــږدم
دا خـــــــواږۀ تــــــــراخۀ پرېــــــږدم
دا دنـــــيـــــا دې د دۀ پرېـــــــږدم
دے، دوئ دې زۀ وتۀ پرېـــږدم
بل هر ښائست بـــــــــه پرېــــږدم
دين اخلم هـــــر څـــــۀ پـــرېــــږدم
زۀ ئې خواږۀ تراخۀ پـــــــرېــــږدم
بائېلات و ګاټــــــۀ پــــــرېــــــــږدم
وائيم دې يو نـــــــۀ پــــــــرېـــــږدم
دا دم کۀ ئې خلــــــــۀ پرېـــــږدم
بل هر څيــــــز پـــــه زړۀ پرېـــــږدم
دا مې جنون، مجنون، پښتــون

دين ، پښتو، ځـــــــم خېـــژم بر
پښتو دين ، بــــر ځــــــم لـــــر غر
ورک به کړو دو، بد هـــر شــــر
شاهين وم بـــــــاتـــــــــور بـــــاور
لوړ بـــــــــه وړم پښتـــــــون لر بر
ژوندون به ئې جنت کړم غـور
پښتـــــــو نخـــــــوا غرګے هم غر
کړم به ئې زۀ په همت مـــــرمر
مخ شــــــــــا،ښے ،ګڅ، بر او لر
اوچ ټـــــل ټـــــل به کړم تـــــر تر
دا دم دے کـــــــۀ کړم ګل کــــر
دور دې کړى خدائے تل مر مر
ژوندون به کړم اخــتــــر اختــــر
شى بــــــــه دَر دَر دُر دُر زَر زَر
شاړې بـــه ټــــــولې کــــړم کر کر
هم بـــــه ويجـاړې کړم لير لير
دا بېلتـــــون کهتـــــــر بهــــتـــــــر
يـــــــــو بــــــه کړم دا زېر او زور
يـو تـــــن هم لښکــــــر لښکـــــر
د الــــــوت لا الـــــه شهـــــپـــــر
غواړم تــــل مامـــــون پښتـــــون

بد رد نه ئې تر څـــــنګ ورځم
چې کړم سم تر اړنـګ ورځـــــم
په زړۀ سپين بې زنــــګ ورځم
قــــــام يـــــــم يـــــو آهنګ ورځم
د ژونــــــــدون تـــــــر څنګ ورځم
بې رنګــه کلـک ســنـګ ورځم
خوش رنګ تر بد رنګ ورځـم
تکبير ما لــــــه، تــــــرنګ ورځم
تل تـــــــــر تل تـــــــر ننګ ورځم
نــنــــګيـــــالے هــــــر رنګ ورځم
زۀ د شمشير په شـــړنګ ورځم
ځم ځم ځم تــــر جنــــــګ ورځم
خوښ يم، خورم غورزنګ ورځم
په شپه ورځ درنګ درنګ ورځم
سيخ، تــوپ او په تفنګ ورځم
يم زۀ د شمــــع پـــــتــنګ ورځم
بې تــــــاج او اورنـــــــګ ورځـم
يــــو قـــــام يــم هم رنګ ورځم
ژونـــــــدون ډول او ډنګ ورځم
ډنګ ډنګ او په غرنګ ورځم
دين دو، دين دو، پون پښتـون

پښـــــــه پــــه نــــرمۍ ياد اوسم
پـــــــه کلکــتــــيا فــــــولاد اوسم
ښادۍ ته تل پــــــه ښـــــاد اوسم
داد او دود، امـــــداد اوســــــم
زۀ پــــــلار او کــــــۀ اولاد اوسم
يـــو خــــــــوا تـــل له زباد اوسم
هر بې دين لــــــه عـــــناد اوسم
ضد نـــــــــه بيا اضـــــداد اوسم
هـــــر څـــــــو لـــــــږ تعــــداد اوسم
شـــــوقين تل د جــــهــــــاد اوسم
فرد يم او کــــــۀ افـــــراد اوسم
ســـــــر قــــــــربان جــــــــواد اوسم
ســــــاتنــــدوئ و مــــــــراد اوسـم
سيپ زۀ پـه دُر آبــــاد اوسم
د خـــــــدائے بنده او ښاد اوسـم
او بـــــــس نـــــــور آزاد اوســـــم
شيرين هــــــــم فــــــرهاد اوســم
صيـــــــد و هــــــم صـــــياد اوسم
تل د سپــــــــرلــــــو بــــــــاد اوسم
ګلـــــشـــــن تـــــه د هېواد اوسم
تن تن بې بېلتــــــــون پښتـــــون

دين پښتو، پـــوخ چــــار يم زۀ
پښتــــــــــو دين ديندار يــــم زۀ
هم پښتـــــون هــــم لار يــم زۀ
سيـــــــخ هم تېز رفتار يـــــم زۀ
دو دو درتــــــــه ديــار يــــم زۀ
سر تــــــا پـــــا تلـــــــوار يـــــــم زۀ
د نيت پـــــــــت بې دار يــــــم زۀ
خوږ من هم غــــمخــــــوار يم زۀ
نوم او لـــــوړ افــــــکار يـــــم زۀ
درون په لوړ اطــــــــوار يــــــم زۀ
ظاهر قــــادرين خــــــار يـــــم زۀ
جذبـــــه جــــــــــوش انګار يم زۀ
د ژونـدون مـــــعـــــيار يــــم زۀ
زور يـــــم ، زر يــم، ځـار يم زۀ
پښتـــــــــون، پښتن خوار يم زۀ
سيــــــــرت زر انـــبـــــار يـــــم زۀ
روڼ په خپل کـــــــردار يـــــم زۀ
بر لــــه نور څـــــــو دار يـــــم زۀ
اُمــــــت کښې د سردار يـــــــم زۀ
مشـــتے از خــــــر وار يـــــــم زۀ
ســـــر پښتــــون،زنګــون پښتون
درون پښتون يم ، درون پښتون

Published Pasoon January 2012

Mother Language Pushto