دعائيه
سندره (Hymn)
ډاکټر چراغ حسېن
شاه
انګرېزۍ کښې
Hymn يو مذهبي
نظم ته وائي چې د خدائے
پاک، دېوې، ديوتا يا د
يو ولي په ثنا صفت کښې وئيلے
شي. يعني حمد، بهجن، دعائي
سندره، مناجات، داسې Hymnary
معنٰي ده د مذهبي سندرو
کتاب. مناجات نامه، د دعاګانو
مجموعه، حمد ليکونکي
ته Hymnist وائي
او د حمدونو کتاب ته Hymnal وائي.
د دې د جوړولو هنر
يا چل ته ئې د Hymnody نوم ورکړے دے. داسې
د مناجاتو د حمديه نظمونو
او سندرو د سازولو يو باقاعده
علم دے چې Hymnology
ورته وائي.
خو د پام وړ خبره دا
ده چې د عربي، اردو، فارسي
او د پښتو په شان انګرېزۍ
کښې د حمد (د خدائے پاک تعريف)
نعت (رسول الله صلي الله
عليه وسلم صفت) او منقبت
(د صحابه کرام رضي الله
عنهم او د اولياء کرامو
د فضائلو ستائينه) دپاره
بېل بېل مخصوص اصطلاحات
نشته، ټولو ته د Hymn وائي.
اګر چې انګريزي لغت
کښې د Eulogium-
econium
او د Panegyric توري
هم شته چې د يو کس په تعريف
مدح يا ثنا کښې يوه قصيده
آميز کلام ته وئيلے شي
خو دا اصطلاحاً شخصي تخصيص
نۀ لري.
بنيادم ظالم وي کۀ مظلوم،
بنيادي توګه باندې کمزوے،
مجبوره او بې وسه دے. د دۀ
ژوند کښې داسې سختې لمحې
هم راشي چې دے د خپل خالق
نه د نور ډېر رحمت فضل او
ورکړې غوښتونکے شي. د الله
تعالٰي د مدد نه بغېر هغه
د خپلو مسائلو حل نۀ شي
ايستلے او نۀ خپل اوچت
مقام په ځائے ساتلے شي
او نۀ د خپل وخت د انسانيت
خدمت کولے شي. هغه د خپل
روح د دوام او د اطمينان
دپاره د حوصلې او د طاقت دعا هم کوي چې پاک
الله ئې د مغفرت او د بخشش
خواست قبول کړي.
د
دعا د قبوليت دپاره اخلاص،
مکمله عاجزي او زارۍ،
پوخ يقين او عمل ضروري
شرطونه دي داسې عېش، اسانتيا
او د خوشۍ په موقعو د دې
ضرورت نور هم زيات شي او
صبر، رضا او د شکر عناصر
هم ورسره مل شي.
هم تو فرياد و فغان آه
و بکا کرتے هين
جن سے کچهـ هو نهين سکتا
تو دعا کرتے هين
خو دا ګيله صحيح نۀ
ده چې صرف محتاجه،کمزوري
او ناتوانه بندګان د تکليف
او د مصيبت په وخت د الله
تعالٰي نه سوال او زاري
کوي او د عاجزۍ د اظهار
دپاره د دعاګانو، مناجاتو،
حمد، نعت، بهجن، منقبت
او نور ذرائعو وسيلې او
طريقې پکار راولي. د وخت
فرعونيان او نمرود هم
دې وسيلو په واسطه د روح
او د ضمير اطمينان تر لاسه
کولو هڅه کوي. فرعون چې
غرقېدو نو د آمنتُ برب
موسٰي و هارون کلمه ئې
په خلۀ وه. ابوجهل سره چې
کله د خپل باطل نظرياتو
دړې وړې کېدو خطره شوه
نو خانه کعبه کښې رښتوني
خدائے ته په فرياد او ژړا
شو.
سينۀ من از محمد داغ داغ
از دمے او
کعبه را گل شد چراغ
حجاج بن يوسف هم په اخر
وخت کښې د خپل رب در حمت
او فضل په طمع ؤ، داسې د
روسو مرد آهن سټالن چې
کله د مرګ د سختيو سره مخامخ
شو نو ځان سره ئې د بائبل
اياتونه زمزمه کول شروع
کړل. ضياءالحق مرحوم به
سترګې پټې دا نعت شريف
ډېر په شوق او عقيدت سره
اورېدلو. يه سب تمهارا
کرم هے آقا که
بات اب تک بنى هوئى هے.
د نن د يو سپرپاور
امريکې د صدر بش په باره
کښې يو امريکي ليکوال
پېټر سنګر (Peter Singer) په خپل کتاب
President of good and Evil (صدر
د خېر او شر) کښې ليکلي دي
چې د امريکې صدر بش هر سحر
د خپل دفتري کار شروع د
دې بهجن يا د حمد د ورد نه
پس کوي.
A change to keep I have – A God to glorify
A never changing soul to save – And fit it for the sky
To serve the Present age – my calling to fulfil
O may it all my powers engage – to my Master's will
نامتو روماني شاعر
مجذوب دا حمد يا بهجن په
پښتو منظومه شاعرانه
ژبه کښې دا رنګ ژباړه کړې
دے:
زما فرض دي چې د خدائے
ثنا صفت کړم
ستائش ئې د جلال شان و
شوکت کړم
هغه روح شم چې مرګ
نۀ وي تل ژوندون وي د بالا عالم
په سترګو کښې موزون وي
له ما اخلي چې د خپل
عصر خدمت تل
ما راغواړي زۀ ئې کړمه
هر خدمت تل
خدائے دې وکړي چې
مې څومره تاب و توان وي ما منلے د مالک هر
يو فرمان وي
د بانديني Hymn تخليق کار يو انګرېز
پادري Hymnist چارلس
ويزلے (Charles Wesley) د دۀ زمانه د 1707 نه تر
1788 ده. دۀ ته د عيسائيت د پروسټيسټنټ
(Prostestant) فرتې
کښې د طريقت ضابطه پرست
(Methodist) څانګې
شاعر هم وائي. دۀ قريباً
اووۀ زره دعائيه سندرې
سازې کړې دي چې هغه نن هم
په پروټسټنټ ګرجو کښې
وئيلے شي.
د انګرېزۍ د کلاسيکل
دور شاعر اليګزنډر پوپ
وائي (Man never is but always to be blest) ارواښاد منتظر
بېټني هم دا مفهوم خپل
رنګ کښې د غزل د يو شعر په
خوږو ټکو کښې داسې ادا
کړي دي.
تۀ زاهده ناست
اوسه لوئے خدائے سره حساب
کوه
هلته ئې له فضل ګناهګار
خوندونه واخستل
د اردو نامتو شاعر
احمد نديم قاسمي د لوئے
خدائے د کرم ثنا خواني
دې شعر کښې کړې ده:
پورے
قد سے جو کهړاهون تو يه
تېرا هے کرم مجهـ کو جهکنے
نهين ديتا هے سهارا تيرا
شاعر خو ډېر حساس بنيادم
وي خواه کۀ هغه د چارلس
ويزلے او د پوپ په شان عيسائي
پادريان وي او کۀ د احمد
نديم قاسمي په شان د پنجاب
پيرزاده او کۀ د منتظر
بېټني مرحوم په رنګ کلک
مسلمان پښتون قام پرست.
داسې د نن وخت د
يو قهرماني طاقت د سربراه
صدر جارج بش په باره کښې کالم نګار جميل
مرغز د آج اخبار د پنځلسم
اګست 2008 په ورځپاڼه کښې ليکي،
نيوکان (نيوکنزرويټو)
چې يو عيسائي انتها پسند
ټولے دے، دا ټولے په موجوده
بش حکومت کافي اثر لري.
بلکه دا حکومت هم په اصل
کښې د نيوکان حکومت دے.
امريکه مذهبي انتهاپسندۍ
کښې په ټولو سامراجي ملکونو
کښې د ټولو نه وړاندې ده.
خدائے خبر چې دلته ولې
ما ته د حضرت غوث اعظم د
يو شپون مريد، د هغۀ د رمې
او د لېوۀ قيصه راياده
شوه. دې راز کښې هم د پاک
الله خاص حکمت پټ دے چې
د ظالم لېوۀ دعا قبلېږي
او د ساده شپون د شپول نه
هره شپه يو څو ګډې د ورځو
وږي لېوۀ خوراک جوړېږي.
راز هے راز هے تگ و د و
جهان راز هے
د طاهر بونېري
په شاعرۍ کښې
د پښتون ثقافت
تصوير
ډاکټر علي کمېل
قزلباش
د هنر په چوکټه کښې
شعر و ادب يوه خصوصي برخه
لري او د شعر و ادب سره تعلق
لرونکے څوک د يوۀ عام کس
په مقابله کښې څۀ زيات
مختلف او په زړۀ پورې خصوصيت
لري او څوک چې هم پخپله
د شاعرۍ او د قلم خاوند
وي د هغۀ سطح بايد چې څۀ
نوره هم پورته وي. اګر چې
د صاحب قلم او شاعر کېدلو
باوجود څۀ خلق د دې شرف
نه محروم دي خو زمونږ بحث
له هغو سره اړه نۀ لري بلکې
د هغو په حقله مو خبره ده
چې د انساني عروج سره ئې
فن او کردار سمون خوري.
داسې څوک و انساني غوښتنو
ته څۀ زيات نزدې شي يعني
دا به ووايو چې انساني
ترسي او د ښۀ او بد د شعور
معيار ئې هم د نورو په مقابله
کښې زيات شفافه وي. ولې
چې ((شاعري جزو است از پېغمبري))
په مصداق هغه نسبتاً د
خدائے د نزدې بندګانو
په قطار کښې ولاړ وي خو
شرط دا دے چې هغه دې د خپل
دې هنر په معامله کښې امين
هم وي.
زمونږ د نن د
مبحث په چوکټه کښې چې کوم
تصوير دے هغه د يو هم دغسې
شاعر دے چې د خپل هنر د تقدس
امين دے او دغه امانت داري
په دې د هغۀ په برخه ده چې
دې مئين انسان دے نو ځکه
دا انسان کېدل هم هغۀ ته
يوه مسئله ده. ولې چې د دۀ
په چاپېريال ټولنه کښې
څو شته چې هغه د انسان کېدلو
په معيار پوره دي او دې
لېونے بيا د انسان او انساني
ټولنې په لټون کښې دے او
دغه هم هغه دړد دے چې د ميراث په توګه ئې داسې
انسانان په خپلو اوږو
راکاږي او بلې خوا ته د
انسان د نفي کردار افراد
هم دغسې د خپل ميراث
په عذاب اخته دي چې د دواړو
څهرې زمونږ د دې ښکلي او
انساني شاعر طاهر بونېري
په دې شعر کښې ښکاري. لکه
چې وائي:
زۀ چې
بې حسه شم باغي شم نو بارود
ايجاد کړم چې سخنور
شم نغمه ګر شم نو غزل وليکم
دلته چې زۀ د بونېري
د شاعرۍ کوم انساني اړخ
ته اشاره کول غواړم هغه
د دې حساس او باشعوره شاعر
د خپل ثقافت سره مينه ده
او د دې ثقافت په مثبتو
اړخونو د نابودۍ په وجه
خوږ دے ولې چې د دۀ په برابر
ډېر داسې غېر انساني قوتونه
شته چې د دين او غېرت په
نامه د پښتنو روح د پښتنې
ټولنې نه وباسي او هغه
په تشه ريا او رياکارۍ
کښې مبتلا کول غواړي. ولې
چې هرکله د کوم قام د مينځه
د هغۀ ثقافتي اقدار وتلي
دي نو هلته د هغو ځائے باردود
او باردوي سوچونو نيولے
دے. نن پښتانۀ د ژبې د بنيادي
اکايۍ نه راواخلې بيا
تر ګودر او ګوډۍ او شړومبو
پورې لا تر ډول او اتڼ پورې
د محرومۍ او نابودۍ خوا
ته روان دي. ځکه
خو خوږ بونېرے وائي:
خپل
بچي مو خپله ژبه لوستے
نۀ شي اولسونه
پرګنې راپورې خاندې
خو مونږ
وينو چې دا کار يعني خپله
ژبه او خپل دستور د لاسه
ورکول او خپلې ژبې او ثقافت
ته په سپکه سترګه کتل نه
چې لا شعوري توګه بلکې
په شعوري توګه د بې شعورۍ
په وجه نن زمونږ
د سياسي او سماجي ټولنې
يو باقاعده تمرين ګرځېدلے
دے.
خو شاعر د شعور مبلغ
دے، دې پوه دے چې د هغۀ او
د هغۀ د قام بقا او هويت
په دې کښې پټ دے. هغه
د خپل چاپېرچل ټول هغه
حقيقتونه ويني چې دۀ ته
دا غرور وربخښي چې دې پښتون
دے او د قامونو په مينځ
کښې دا د دۀ شمله ده. نو ډېر
زر پوه شي چې په اصل کښې
زما د هويت اصلي خاوند
د سرو، شنو او برګو بېرغونو
سياسي دکانداران نۀ دي
بلکې د کلي هغه جينۍ ده
چې د ګودر او منګي امينه
ده، د کلي هغه ځوان دے چې
د حجرې او د اشر مېړنے دے.
خو بونېرے داسې
هم نۀ ده چې دې لکه د ډېرو
نورو شاعرانو جذباتي
پښتون دے بلکې خپل رسم
و رواج ته هم د شعور په سترګه
ګوري چې څۀ د انساني اقدارو
په حق کښې دي او څۀ منافي.
چونکې بونېرے شاعر دے
نو د ثقافت هغه اړخونه
ئې په نظر کښې ساتلي دي
چې د حسن او ښائست بڼه هم
لري يعني اهل ذوق دے بد
ذوقه نۀ دے.
خدايه نو وي به ګناهګار
ولې بدذوقه نۀ دے طاهر خو ټول عمر د
ښکلو عبادت کړے دے
دلته
د ستر خوشحال دا شعر هم
بې ساخته ذهن ته پرېوځي
چې:
کۀ
د ښکلو د ديدن مينه ګناه
ده سکه
خوشحال خټک ټول عمر جنايت
کا
هو،
بونېرے په ثقافت او تهذيب
کښې هم ښائست ضرور لټوي
لکه چې ګودر دے. يعني د عشق
و حسن د وصال مقام د زړۀ
ټکور او ښکار مرکز. دا اصطلاح
د دۀ په شعر کښې په کثرت
ليدل کېږي.
په
کوم ګودر په کوم سنګر باندې
بيا ودرېدمه
د چا د ياد څلي ته لاس په
دعا ودرېدمه
او د
ګودر په معنوي حېثيت دغه
پوه شاعر د نورو په مقابله
کښې چې ګودر محض د اوبو
د حصول ذريعه ګڼي او د هغۀ
په متبادل کښې په قلاره
نلکې قبلوي، احتجاج کوي
او وائي:
زړګيه! بس نور به
د زړۀ خبرې زړۀ کښې ساتو نلکې خورې
شوې څوک په کلي کښې ګودر
نۀ پرېږدي
او دا
شاعر چې ټول عمر ئې د مسافرۍ
او مزدورۍ په ګړځونو کښې
د ځوانۍ او د وصال د خوږو
لمحو په بدل کښې د ګېډې
په غم کښې د پاوليو په لټون
کښې ضائع کړے دے، د ګودر
په غاړه د ناستې د فراق
سپېځلي پېغلې درد په ښه
توګه محسوسوي او وائي:
طاهره نن ئې په سلګو
سلګو وئيل ګودر ته زما د
خوارې په نصيب کښې ټول
عمري مسافر
د ګودر سره سم د شاعر
په خلاق ذهن کښې د منګي
خيال هم رڼا وکړي او منګے
هم د پښتون ثقافت د عشق
د دنيا يو ښکلے علامت دے:
پېغلې
په سيند منګے غوپه کړو
او چاپېره ګوري
لکه په دې لار چې ئې يار
د مزدورۍ نه راځي
دلته د شاعر
د مزاج مزاحمتي اړخ هم
ليدل کېږي چې د مزدور د
ټول عمري ستړيا په حق کښې
د احتجاج اواز دے او دغه
احتجاجي رنګ د بونېري
په شاعرۍ کښې د سياسي نعره
بازۍ نه ډېر لرې دے چې په
شاعرانه ښکلا خپل پېغام
په شفافيت سره وړاندې
کوي او د شعري تقدس سره
سره د تغزل د نزاکت خيال
هم ساتي.
حجره کښې د جرګې د فېصلې
نه خبر نۀ وه
خندل به ئې په شا به اوړېده
قلاره نۀ وه
يا دا
شعر چې د حجرې يو بل اړخ
هم زمونږ مخې ته راوړي:
خان
به خالي حجره کښې څۀ وکړي خو خوار غريب
ترې نه شړل غواړي
او په
دې شعر کښې هم دغسې يو خوږ
شوے او دردېدلے احتجاجي
اواز موجود دے چې وائي:
دلته
د کوم يو آدم مينه د درخو
نصيب شوه
په کوم يو کور کښې وايه
دلته مامونۍ وخندل
په دې شعر کښې د پښتون
ثقافت دوه اهمې تلميح
هم موجودې دي چې د شاعر
په شعوري توګه د دې اظهار
اراده ښکاره کوي. بونېرے
د سياسي تاريخ نه هم بې
خبره نۀ دے، دا لاندې
شعر هم په دې دليل وړاندې
کول غواړم چې د دۀ د تهذيبي
اظهار غږ هم پکښې ليدل
کېږي:
مونږ
چې باميان کښې په توپونو
خپل ماضي وويشتو
نو بت شکن محمود
زمونږ په سادګۍ وخندل
شاعر
شايد چې د محمود د دې خندا
نه مراد دا اخلي چې ما يعني
محمود خو د دشمن تهذيب
وران کړو خو ساده خلقو
تاسو دا د خپل تهذيب په
تباهۍ پسې يئ. خو زۀ به دلته
دومره ووايم چې شايد دا
هم د هغه تهذيبي ظلم ازار
يا هم د هغه تسلسل وي د کوم
بنياد چې محمود په سومنات
کښې ايښے وۀ.
بونېرے چې کله د
انسانيت سره د ظلم خبره
پورته کوي نو هم د پښتون
ماحول په تناظر کښې چې
لوستونکے ئې په ژورتيا
سره محسوس کړي. دې وائي:
په
غړمبېدلو سپو به اوړي
ګوره دلته
چې څوک حق د انسان يادوي
د غړمبېدلو
سپو نکته د پښتني ماحول
عکاسه ده د سپي وجود په
پښتني او خصوصاً په کلو
او سيمو کښې خپل اهميت
لري او بلې خوا ته دا غړمبېدلي
سپي د نن عالمي او مقامي
سامراجي قوتونه هم دي.
بونېري د خپل چاپېرچل،
کلو او نورو پښتنو سيمو
ذکر هم په خپله شاعرۍ کښې
کړے دے د مثال په توګه دا
يو شعر چې د کنايې په ژبه
د شعري لذت نه ډک دے.
اور
چې ستا د شونډو پکښې نۀ
وي نو هسې د بحرېن
سيندونه څۀ کړي څوک
خو د يو څو داسې سيمو
نومونه هم پکښې راغلي
دي چې هغه به زما غوندې
د ډېرو نورو لوستونکو
دپاره هم نامانوسه وي
نو کۀ د دغه په حاشيه کښې
څۀ وضاحت راغلے وے ښۀ به
وو.
لکه څنګه چې په اغاز
کښې ما ووئيل چې دې د نامناسبو
رسمونو رواجونو مخالف
هم دے او د هغو غندنه په
ډېره مناسبه او شاعرانه
ژبه کوي. د مثال په توګه
دا څو شعرونه وګورئ:
چا د يو بل غېږ کښې
مونږ ليدلي يو چا
درته وئيل چې مونږ به مړۀ
کړي څوک
څومره
د خپل کلي د رسمونو په ګرفت
کښې يو څومره
ديدنونه او ګيلې نيمګړې
پاتې شوې
طاهره
يار وئيل چې دومره مۀ لېونے
کېږه پښتو ده او
په ډېرو بندېزونو کښې
اوسېږو
منم
چې تاته د ټول کلي پېغور
جوړېږي خو د
رواج په بغاوت د مينې کور
جوړېږي
پښتنې
جونه به پخپله اوس سرتورې
ګرځي پښتانۀ
چرته دي د مخ د پټولو څوک
دي
لېونۍ
خور اوربل راټول کړو په
بلۍ کوزه شوه وئيل
ئې دلته چاته پورته د کتلو
څوک دي
بونېرے هوښيار سړے
دے په دې بې ځايه او بې ارزښته
پابندو سر نۀ خوږوي او
وائي:
پرېږده
د چا چا به خاطر کوي څوک پرېږده يو
څو ورځې ځواني ده ياره
خو په اخر کښې به
د بونېري د نظمونو په حقله
د څۀ وئيلو په ځائے د هائيکو
په ژبه ووايم چې:
طاهره ياره نظمونه پرېږده
زياتي د خدائے
دپاره
♣♣♣
د فردوسي
او محمود غزنوي قصه
( اداره )
(دا قصه
د نظامي عروضي د ( چارمقالې
) چې محمد عباس قادريه پښتو
کښې ترجمه کړې ده څخه سره
د مننې رانقل کړې شوه. اداره)
استاذ ابوالقاسم
فردوسي د طوس يو زميدار
وۀ او د هغه کلي وۀ چې باژ
نومېدۀ او د طبران په خوا
کښې دے. لوئے کلے دے. په دې
کلي کښې په زرګونو قابل
سړي تېر شوي دي. فردوسي
په دې کلي کښې د لوئے شان
او شوکت خاوند وۀ. د دغه
زمکو د آمدنۍ په وجه د خرڅ
او خوراک نه بې غمه وۀ او
په شا ئې د يوې لُور نه سېوا
نور څۀ نۀ لرل. شاهنامه
ئې نظم کوله په دې امېد
چې د دې کتاب صله د لُور
په داج کښې په کار راولي.
پينځۀ ويشت کاله په دې
کتاب مشغول وۀ چې اخر ئې
مکمل کړو. حقه دا ده چې هيڅ
ئې باقي پرې نښودل. شعر ئې عرش معلٰي ته
ورسوو او په خوند او مزه
کښې ئې د خوږو او رڼو اوبو
سره برابر کړو. د کوم طبيعت
دومره طاقت شته چې شعر
دې درجې ته ورسوي کومې
ته چې هغۀ په دې خطه کښې
رسولے دے. چې زال ئې د سام
نريمان په نوم مازندان
ته په داسې حالت کښې ليکي
چې هغه د کابل د بادشاه
لور رودابې سره د يو ځائے
کېدو خواست کوي:
يکے
نامه فرمود نزديک سام سراسر
درود و نويد و خرام
يو خط مې سام ته واستولو
چې تمامي د سلامونو او
خوشخبرو نه ډک وۀ.
نخست از جهان آفرين
ياد کرد که
هم داد فرمود و هم داد کرد
وړومبے ذکر ئې د خالق
کائنات وکړو چې د انصاف
ئې فرمائيلي دي او په خپله
ئې هم انصاف کړے دے.
وزو
باد برسام نيرم درود خداوند شمشير و
ګوپال و خود
د
هغۀ له طرفه دې په سام نريمان
سلام وي چې خاوند د تورې،
ګرز او ډال دے.
چمانندۀ
چرمه هنګام ګرد
چرانندۀ کرکس اندر نبرد
مېدان
جنګ کښې اس په تکبر ګرځونکے
راګرځونکے دے او مردار
خورو مرغانو ته په جنګ
کـښې د دښمن د غوښې خوراک
ورکونکے دے.
فرائندۀ
باد آورد ګاه
فشانندۀ خون ز ابر سياه
مېدان
جنګ کښې د کبر خاوند دے
او د تورو ورېځو نه وينې
څڅوي.
بمردي هنر در هنر ساخته سرش از هنر
ګردن افراخته
په مردۍ ئې په هنر کښې هنر
پېدا کړے دے او سر ئې د هنر
په وجه ګردن اوچت کړے دے.
زۀ په عجم کښې
هيڅ کلام د دۀ د فصاحت د
ټکرې نۀ وينم او په عربو
کښې هم ډېر د دې مساوي نۀ
دي. چې فردوسي شاهنامه
تمامه کړه نو د دې ليکونکے
علي ويلم وۀ او روايت کونکے ئې ابو دلف تجربه
کار حي قتيبه وۀ چې د طوس
حاکم وۀ او په فردوسي ډېر
مهربانه وۀ. د دوي درې واړو
نومونه په دا رنګ بيانوي.
ازين
نامه از نامداران شهر علي ويلم
و بو دلف راست بهر
په
دې کتاب کښې د ښار په نامداره
خلقو کښې د علي ويلم او
ابو دلف هم حصه ده.
نيامد
جزا حسنتشان بهره ام بګفت اندر احسنتشان
زهره ام
د
هغوي په حقله زۀ د تعريف
نه سېوا څۀ وئيلے شم بس
زۀ يم او د هغوي تعريفونه
حي
قتيبه است از آزادګان که از من نخواهد
سخن رائيګان
حي
قتيبه د هغو ازادو خلقو
نه دے چې زما نه ئې کلام
وېړيا نۀ غوښتلو.
نيم آګه از اصل و
فرع خراج
همے غلطم اندر ميان رواج
زۀ د خراج د اصل او
فرع نه خبر نۀ يم او دغه
دے خپل خاندان پله لاړم.
حي قتيبه د طوس حاکم
وۀ. د دۀ ئې دومره عزت کولو
چې خراج ئې ورته معاف کړو.
نو خامخا به تر قيامته
باقي وي او بادشاهان به
ئې لولي. علي ويلم شاهنامه
په اوو جلدو کښې وليکله
نو فردوسي، بودلف ځان
سره د غزني دربار ته بوتلو
او د خواجه بزرګ احمد حسن
کاتب په وساطت ئې شاهنامه
پېش کړه او قبوله شوه. سلطان
محمود غزنوي د خواجه احسان
مند وۀ ولې د خواجه بزرګ
ځنې داسې مخالفين وو چې
همېشه به ئې د هغۀ پښې وهلې.
محمود دغه ډله وپوښتله
چې فردوسي له څۀ ورکړو،
هغوي ورته ووئيل پنځوس
زره ديناره. او دا کافي
دي ځکه چې دې يو رافضي سړے
دے او معتزله مذهبے دے.
دا بېت د دۀ په معتزله کېدو
دليل دے چې وئيلے ئې دے:
به بيندګان آفرينند
را نه بيني
مرنجان دو بينندګان
د خپلو سترګو پېدا
کونکے خدائے تۀ نۀ شې ليدې
نو سترګو له تکليف ولې
ورکوې.
او د
دۀ په رافضي کېدو دا بېتونه
ګواه دي:
خرمند ګيتي چو دريا
نهاد بر انګيخته
موج ازو تند باد
چې
الله پاک درياب پېدا کړو
نو موجونو پکښې تېزې چپې
پېدا کړې.
چو هفتاد کشتي درو
ساخته همه
باد بانها برا افراخته
په دې کښې اويا کشتۍ
جوړې کړي او د ټولو بادبانونه
ئې اوچت کړل.
ميانه يکے خوب کشتي
عروس بر آراسته
همچو چشم خروس
په مينځ کښې
ئې يوه کشتې لکه د ناوې
ښکلې کړې ده او داسې ښائسته
ده لکه د چرګ سرې سترګې.
پيمبر بدو اندرون
باعلي همه
اهل بېت نبي و وصي
پېغمبر صلي الله
علېه وسلم او علي رضي الله
عنه د اهل بېتو سره په دې
کشتۍ کښې تشريف فرما وو.
اګر خلد خواهي به
ديګر سرائے
بنزد نبي و وصي ګير جائے
کۀ اخرت کښې جنت
غواړې نو د نبي او وصي خوا
ونيسه.
ګرت زين بد آيد ګناه
من است چنين
دان و اين راه راه من است
کۀ تاته په دې
کښې څۀ نقصان ورسېدۀ نو
زۀ ذمه وار يم تۀ هم دا لار
واخله او زما هم دا لار
ده.
برين زادم و هم برين
بګزرم يقين
دان که خاک پئے حېدرم
په دې لار
پېدا يم او په دې لار به
مرمه تۀ يقين وکړه چې د
علي رضي الله عنه د پښو
خاورې يم.
سلطان محمود يو
متعصب سړے وۀ. په زړۀ کښې
ئې دې خبرو ځائے ونيو. ټول
ټال شل زره درهمه ئې فردوسي
ته ورکړل چې بې کچه پرې
غمژن شو. حمام ته لاړو چې
بهر راووت نو يو قسم شراب
ئې وڅښل او هغه روپۍ ئې
په حماميانو او شراب خرڅونکو
ووېشلې. د محمود په سياست
ورسېدو. د شپې شپې ئې د غزني
نه پښې وويستې او هرات
ته چې اسماعيل وراق چې
د ارزقي پلار وۀ دکان ته
راغے. شپږ مياشتې
د هغۀ په کور کښې پټ وۀ. حتٰي
چې د محمود جاسوسان طوس
ته راورسېدل او واپس لاړل.
چې فردوسي په امن
کښې شو نو د هري نه ئې طوس
ته مخه وکړه. شاهنامه ئې
واخسته او طبرستان ته
سپهد شهريار پله لاړو
چې د آل پاوندو نه په طبرستان
کښې بادشاه وۀ. دغه يو لوئے
خاندان دے چې يزدګر بادشاه
سره تړون لري. نو د محمود
ئې د شاهنامې په ديباچه
کښې هجو وليکله. بادشاه
ته ئې واوروله او وې وئيل
زۀ دا کتاب د محمود په ځائے
ستا په نامه کومه. ځکه چې
دې کتاب کښې ټولې ستا د
پلار نيکۀ خبرې او حالات
دي. بادشاه ئې ډېره پالنه
وکړه. خوشحاله ئې کړو او
ورته ئې ووې اې استاذه
محمود خلقو دوکه کړو او
ستا کتاب ئې څنګه چې پکار
وۀ هغسې هغۀ ته پېش نۀ کړو
او تۀ ئې ورته په غلطه جامه
کښې وښودلے. بله خبره دا
ده چې تۀ يو شيعه سړے ئې
او څوک چې د پېغمبر صلي
الله عليه وسلم خاندان
سره دوستي لري د هغۀ هيڅ
دنياوي کار سر ته نۀ رسي.
ځکه چې د هغوي پخپله دغه
حال وۀ. محمود زما آقا دے.
تۀ شاهنامه د هغۀ په نوم
پرېږده او د هغۀ هجو ماته
راکړه چې وې شلوم او تا
له څۀ درکړم. محمود به خپله
تا وبلي او خوشحاله به
دې کړي. د داسې کتاب خواري
اوبۀ نۀ وړي. په بله ورځ
ئې سل زره ديناره ور واستول
او وې وئيل هر بېت مې په
زر درهمه واخستو. هغه سل
بېته ماته راکړه او محمود
سره راضي نامه وکړه. فردوسي
هغه بېتونه ورولېږل او
وې وئيل چې دا دې وشلولې
شي. فردوسي هم خپله مسوده
ضائع کړه. نو هغه هجو نيست
او نابود شوه خو د هغې ټولې
نه دا شپږ بېته پاتې شو.
مرا غمز کردند کان
پرسخن بمهر
نبي و علي شد کهن
هغوي په ما عېب ولګولو
چې دا پرګو شاعر د نبي او
علي په محبت کښې زوړ شو.
اګر مهر شان من حکايت
کنم چو
محمود را صد حمايت کنم
کۀ حقيقي طور زۀ
د هغوي تعريف وکړم نو د
محمود په شان د سلو به مدد
وکړم
پرستار زاده نيايد
بکار وگرچند
باشد پدر شهريار
د وينځې ځوے د چا
په کار نۀ راځي عن کۀ د بادشاه
ځوے وي.
ازين در سخن چند
رانم همے
چو دريا گرانه ندانم
همے
زۀ دا قسم خبرې بيانوم
او د خپلې روانې طبعې په
بنا د درياب په دود غاړه
نۀ پېژنم.
به نېکي نه بادشاه
را دست گاه وگر
نه مرا بر نشاندي بګاه
د بادشاه د نېکۍ
وس نۀ وۀ ګني زۀ به ئې په
اوچت ځائے کښېنولے وم.
چو اندر تبارش بزرگي
نه بود ندانست
نام بزرگان شنود
چې په خاندان کښې
ئې بزرګي نۀ وه نو د بزرګانو
نوم اورېدل ئې ونۀ پېژندل.
حقه دا ده چې شهريار
د محمود ښۀ خدمت وکړو او
محمود هم د هغۀ احسان مند
وۀ. ما په ٥١٤ هجرۍ کښې په
نيشاپور کښې د امير معزي
نه اورېدلي دي وئيل ئې
د امير عبدالرزاق نه مې
په طوس کښې واورېدل. هغۀ
بيان کولو چې کوم وخت محمود
په هندوستان کښې وۀ او
د هغه ځائے نه غزني ته واپس
تللو نو په لاره کښې يو
سرکشه سړے وۀ چې مضبوطه
قلا ئې لرله او په دوېمه
ورځ د محمود قيام د دۀ د
قلا په دروازه وۀ. يو قاصد
ئې ورواستولو چې سبا له
دې راشي او خدمت کښې دې
پېش شي. خلعت دې واغوندي
او بيا دې واپس لاړ شي. په
دوېمه ورځ محمود په اس
سور وۀ په دې کښې قاصد راواپس
شو او بادشاه پله راتلو.
سلطان د خواجه نه تپوس
وکړو چې څۀ جواب
به ئې راوړے وي نو خواجه
د فردوسي دا بېت ووئيلو:
اگر جز به کام من
آيد جواب
من وگرز و مېدان و افراسياب
کۀ د مقصد نه بغېر
څۀ جواب راغے نو زۀ او ګرز،
مېدان او افراسياب.
محمود ووئيل دا
د چا بېت دے. د دې نه خو ماله
د نرتوب بوئ راځي. ورته
ئې ووئيل دا خو د عاجز ابوالقاسم
فردوسي بېت دے چې پينځۀ
ويشت کاله ئې تکليف کښې
تېر کړل او دا کتاب ئې ختم
کړو او هيڅ مېوه ئې ونۀ
ليدله. محمود وئيل
ښۀ دې وکړل چې دا دې ماته
ياد کړو. زۀ په هغې پښېمانه
يم. دغه ازاد سړے زما نه
محرومه شو. غزني
کښې ماته ياد کړه چې څۀ
څيز ورولېږم. خواجه چې
غزني ته ورسېد نو محمود
ته ئې خبره ياده کړه. بادشاه
ووئيل چې شپېتۀ زره ديناره
ابوالقاسم فردوسي ته
واستوئ او معافي ترې وغواړئ.
د مودو نه خواجه په دې فکر
کـښې وۀ. اخر کار سر ته ورسېدو
اوښ ئې بار کړو او هغه انعام
ئې په خېرخېريت طبران
ته ورسولو. خو چې
اوښ د رودبار په يوه دروازه
ننوتو نو د فردوسي جنازه
په بله دروازه وتله. دغه
وخت د طبران يو واعظ وۀ،
د تعصب نه ئې کار واخست
او وې وئيل زۀ د فردوسي
جنازه د مسلمانانو په
قبرستان کښې نۀ پرېږدم.
ځکه چې هغه رافضي وۀ. هر
څومره کۀ خلقو ورته وئيل
خو دغه سړي ونۀ منله. د دروازې
دننه د فردوسي يو ذاتي
باغ کښې ئې دفن کړو. نن هم
دغلته دے او ما په ٥١٠ هجرۍ
کښې د هغې خاورو زيارت
کړے دے. وائي چې د فردوسي
نه يوه لُور پاتې شوې وه
چې بې کچه نېکه وه. د بادشاه
انعام ئې هغې ته پېش کړو
خو هغې قبول نۀ کړو. او وې
وئيل د دې متازه نۀ يم،
ډاک منشي دربار ته وليکل
او معامله بادشاه ته پېش
شوه. حکم وشو چې دغه واعظ
دې د دۀ د دغې بې سړيتوبۍ
په وجه د طبران نه وشړلے
شي او خاندان دې ئې په ځائے
پاتې شي او هغه مال دې خواجه
ابوبکر اسحاق کرامي ته
ورکړے شي او د طوس په حد
کښې د نيشاپور او مرو په
سر چې کومه سرائې ده هغه
دې پرې جوړه کړې شي. چې حکم
طوس ته ورسېدو نو تعميل
ئې وشو او کوئي سرائې په
دغه مال جوړه شوه.
♣♣♣