Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Mazameen5

شاعري له خيال کۀ تخيل نه

 

پروفېسر ربنواز مائل

 

عجيبه خبره ده چې اکثره دغسې څرګندېږي چې څوک هم د کار دپاره و ادب ته راننوځي نو شروع د کار له شاعرۍ نه کوي چې لا خو شاعري کول ورته اسانه ښکاري لا ليکل ورته د ليکلو د خواري په اړه کم او بېخي کم. په خلاف د دې چې د حقيقت د سنجونې ته جوړ شو نو د شاعرۍ لږ ليکل هم بلا زور غواړي او اسانه لږه هم نۀ وي کۀ هر څو ئې هغسې سنجوو هم.

 

     په دې اړه دا هم بېخي يو ښکاره غوندې حقيقت دے چې شاعري د څۀ جذبې لاندې کۀ هر څو خوږه غوندې وي کۀ هر څو ښائسته غوندې وي تر هغه خپل شکل نۀ شي موندلې چې تر څو خيال نۀ وي ګرځېدلے او په دغه اړه به ارومرو لا خو جذبې ته د خام مواد Raw material  نامه ورکوو او لا دغسې حېثيت چې نۀ ئې سر لا ژبه شته او نۀ ئې د سنجونې څۀ شکليه لا جثه.

 

     خيال د عامو خبرو دپاره هم ضروري دے د خاص قسم منصوبو دپاره هم ضروري دے او د شاعرۍ لا ادبي نثر دپاره خو هسې هم ډېر ضروري دي چې دغه دواړه ډول شيان ولاړ په خيال باندې دي او کۀ خيال نۀ وي نو د مزاحمت ډېره شاعري، ډېره مضمون نګاري په څنګه خلق  د انقلاب راوستو ته په يوه خطه کښې د زمکې لږ هم جوړ کړي. ګوا خيال چې زۀ د عمومي خيال مطلب ورنه په دغه اړه اخلم. ډېر د کار شے دے لکه چې يوه جذبه ورنه ژبه هم مونده وي او ورنه جثه هم.

 

     بل خوا ته به هسې د خبرې دغه سلسله دلته و پايې ته ورسوم. چې اکثر شاعري د شاعرانو له عمومي خيال نه وي چې جذبه پکښې موسيقي هم زياته ځايولې شي او تفهيم هم ډېر زيات کړي. په دې اړه د ستر رحمان بابا شاعري زياتره لا له څلورو نه درې حصې د دغه خيال لا عمومي خيال ياديدے شي. هيڅ فلسفيانه غوندې خيال لا پيچلے غوندې خيال ګوا نۀ لري.

 

     په اصل کښې عشق لا د حسن او عشق تعلق کۀ اظهاري صورت لا بياني صورت اسانه نۀ ولري نو د دوو کسانو ترمنځ به و معنا ته رسېدۀ دومره ګران کړي چې دواړه به له دغه ډول تنستې نه توبه کاږي بله به ئې ګوا هيڅ لاره نۀ وي.

 

     په نورو ټکو کښې شاعري د عامو خيالاتو چې جذبې پکښـې پستې پستې وي د اردو د احمد فراز غوندې شاعر مقبوله شاعري ګرځي د غالب غوندې نه او لا زمونږ د خوشحال خان خټک غوندې هم نه چې حمزه صاحب به وئيل چې رحمان بابا د خوشحال خان خټکد په ګړز کښې هم نۀ دے حالانکې د قبوليت په اعتبار د رحمان بابا د شاعرۍ دغه حال دے چې د غرۀ وي کۀ د هوارې له پښتنو نه د هر پښتون به يو دوه لا څو شعرونه د رحمان بابا ضرور ياد وي.

 

     له شاعرۍ سره د تخيل ذکر چې شاعري له تخيل نۀ وي ډېر وي لا ډېر په وئيلو او ليکلو کښې راځي لکه حمزه صاحب چې د پښتو د يو ډېر ساده بيان او ډېر معروف شاعر په تپوس چې په غزل کښـې څۀ شے وي دا ورته وئيلي وو چې په غزل کښې تخيل وي. اوس نو کۀ لغوي معنا ته ئې ځير شو چې هغه قوت چې خيالي صورتونه جوړ کړي او د وهم مخکښې ئې ودروي. نو زۀ دا وايم چې موسٰي به ئې ليکي او عيسٰي به ئې لولي ډول خبره به ګرځي چې د ادب په اړه چې د عقل استعمال هم ډېر دے پکښې څۀ معنا شيندي. خامخا به وايم چې هيڅ معنا نه او په بل اړخ به چې څۀ لږ ډېر چې پوهېږم دا به وايم لا دا به ووايم چې دا په خيال لا عمومي غوندې سوچ څۀ زيات غوندې شے دے. زۀ وايم چې په دغه کښې به څۀ فلسفه غوندې شے شامل وي چې ژورتيا هم لري او فراختيا هم. لکه د حمزه صاحب دغسې شعرونه ماته د غزل د کېدو باوجود د تخيل شعرونه نۀ ښکاري چې په اسانه د معلوم غوندې حقيقتونو اظهار کوي:

     را مې شي لېمو ته د ديدن په وخت    اوښکې څۀ ناپوهه رقيبانې دي

     وائي اغيار چې د دوزخ ژبه ده       زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم

 

     خو دغه شعر ئې (چې عمومي روايت تر شا نۀ لري د هغه پورته دوو شعرونو په ډول چې د يوۀ تر شا د عمومي حقيقت او د بل تر شا د اسلامي روايت حقيقت دے) د تخيل شعر ياديدے شي.

     زُود رنجي د آئينه زړونو صفت دے     صافي ډېره قبلونه د غبار که

 

     هم دغسې د خوشحال خان خټک دا شعر چې زۀ ئې په مقابل کښې په ډېرو ژبو کښې په ژوند دغسې شعرونه وينم لا ئې نۀ مومم.

 

     خلق واړه د اندوه په درياب ډوب دي  کله کله له دريابه سر بلند کا

 

     د ماهي په تصور سره چې ډېر وخت دننه په اوبو کښې ډوب وي د يو ساعت دپاره پورته ساه اخستلو دپاره د اوبو په سر راخېژي آيا دا نۀ ښيي چې خوشحالي ډېره کمه ده د نۀ کېدو برابره چې کۀ پېدا هم شي نو زر ورکه شي.

 

     بل خوا د اردو د اختر انصاري دهلوي دغسې شعر:

     ياد ماضي عذاب هے يا رب       چهين لے مجهـ سے حافظه ميرا

     بل خوا مير تقي مير دغسې شعر:

     چشم هو تو آئينه خانه هے دهر  منه نظر آتے هين ديوارون کے بيچ

     له تخيل نه راموجود شوي ښکاري.

 

     نو خبره به دغسې نوره اوږده کړم چې کۀ تخيل د خيال، وهم، قياس او سوچ رنګه معنا کښې د لغت په منشا (چې د تخليقي ادب دپاره ډېره کمه معنا ګرځي) واخستلے شي نو بيا د عامې شاعرۍ لا مقبولې شاعرۍ او د لويې شاعرۍ فرق به څنګه معلومېږي. لوئے شعر به څنګه وي او وړوکے شعر به څنګه وي؟ نو د تخيل معنا د يو تخليق کار په حېث به زۀ د تخليق کارانو دپاره دغسې کوم چې لکه  خاص خيال د ډېرو ولونو لا پيچمو نه د ځان ښکاره کونکے خيال، فلسفيانه خيال لا دغسې خيال چې د شعر لا نظم لوئے وجود، د نظر په مخکښې د لوستونکي ودروي. عمومي شعر به لکه د جغرافيې غوندې لوستلے کېږي او خصوصي خيال به لکه زما نه چې څوک لولي لا وخت چې څوک لولي چې په ساعت کښې لکه صديانې چې په کښې راغونډې وي. په قول د چا شاعر چې د استمرار يعني جاري او جاري حال ذکر ئې په دغه شعر کښې کړے دے:

 

     موت وقفه هے زندگاني کا  يعني آگے چلين گے دم لے کر

 

     اوس نو عجب به په دغسې شي لا شعر کښې څومره وي فراختيا او چاپېرتيا څومره خيال ګوا لکه تر لامکان پورې په هر شي محيط کړي.

♣♣♣

 

يو اسرار کۀ بل اسرار دے

م. ر شفق

 

     د مردان ادبي ستورو ته چې ځير شو نو دغو کښې دوه ستوري بېخي يو شان ځلېږي. د دوي ځلا او پړقا يو شان محسوسېږي. نومونه هم د دواړو تر څۀ حده يو شان دي. په وړومبي دور کښې به چې  ادبي ورځپاڼو، رسالو کښې د دوي شعرونه او ليکونه خورېدل نو د نومونو بېلتون به هم ګران وو. لکه چې دا د يو شاعر او يو ليکونکي فنپارې وي. د دواړو د شعر او نثر کړۀ وړۀ به په يو طرز او په يو رنګ وو. اصل کښې دا شاعران او اديبان دوه دي خو يو هم اسرار دے او بل هم اسرار دے او هر يو ځان له څۀ اسرار غوندې ښکاري. دا ځنې ځنې مينه وال خو اوس هم په شک کښې دي ولې د شعر او ادب لوستونکو ته وروستو معلومه شوه چې دغو کښې يو اسرار الرحمان اسرار دے د طورو (مردان) اوسېدونکے دے. بل محمد اسرار اسرار دے چې په هوتي (مردان) کښې ئې کلے کور دے. طورو او هوتے دواړه د نوابانو او د يوسفزيو مټه ورو خانانو د ګدۍ ځايونه دي. طورو کۀ هر څو د نوابانو او خانانو کلے دے خو د علم عرفان او ادب مرکز وۀ نو ځکه ورته د (يونان ټوکړه) او ( دوېم بخارا ) وئيلے شۀ. دغه رنګ کۀ هوتي کښې هر څومره درنې نوابۍ دي خو د دغو محلونو په خوا کښې د عالمانو بزرګانو او د ازادۍ د مبارزانو جونګړې هم ابادې دي چې د محرومه تپو او غېرتي پښتنو دانه وانه اولسونه پرې راټول دي.

 

     زمونږ د پښتو ادب دا دواړه اسراران د غريبو او محرومه تپو نمائنده شاعران او اديبان دي. دا دواړه علمي ادبي او سياسي کورنو سره اړه لري. يو په ادبي دنيا کښې اسرار د طورو او بل د ډاکټر اسرار په نوم پېژندلے شي. دواړه په اصل نسل افغاني سېدان دي. اسرار د طورو د حضرت اخوند محمد يونس رح خاؤ بابا (١٠٥٨هجري) په اولاد کښې دے چې شجره ئې په يوولسم پُشت کښې حضرت عبدالقادر جيلاني (وفات ٥٦٢ هجري) ته رسي او ډاکټر اسرار د مشهور روحاني پېشوا سيد علي ترمذي (٩٩١-٩٠٨ هجري) پير بابا په نمسيو کښې دے.

 

     دواړو اسرارانو په يو عمر او يو دور کښې د شاعرۍ ډيوه بله کړې ده او په ادبي ډګر ئې يون شروع کړے دے. دا دواړه همځولي ګورنمنټ هائي سکول نمبر ١ مردان (١٩٥٥-٥٦ ) کښې د نهم جماعت طالب علمان وو. هغو ورځو کښې به د پښـتو رسالو او ورځپاڼو کښې د دوي شعرونه، غزلې چاپ کېدلې. کۀ يو بل سره ئې د وينې د خپلوۍ رشته نۀ وه خو په خوئې بوئې او کړۀ وړۀ اوس هم عزيزان تربوران معلومېږي. دواړه په دې لحاظ هم بختور دي چې د حرمېنو سفر ئې کړے دے. د مکې مکرمې او مدينې منورې په زيارتونو ئې سترګې روښانه کړې دي. کۀ څۀ فرق ښکاري نو دومره چې اسرار د طورو د سپين ږيرو په صف کښې دے او ډاکټر اسرار لا هغسې صفا مخ ګرځي.

 

     دواړو کۀ تعليمي سفر په يو وخت پېل کړے وۀ ولې تعليمي لارې ئې جدا جدا وې. اسرار د طورو د فنونو طالب علم وۀ او محمد اسرار اسرار د سائنس زدکړه کوله. يو اېم اې وکړه او د هائر سېکنډري سکول د پرنسپل په حېث ئې د ملازمت موده پوره کړه. بل د اېم بي بي اېس ډګري واخسته او د صحت محکمه کښې  ئې د ډپټي ډائرېکټر په حېث د ملازمت څخه اوږې سپکې کړې.

 

     لکه چې وړاندې ذکر وشۀ د دواړو اسرارانو فنپارو کښې به بېلتون کول اسانه خبره نۀ وه. د ژبې سادګي، د محاورې او روزمرې ښائسته استعمال، د خيال سپېځلتيا او د جذبې تاثير د دواړو د شاعرۍ بلکې نظم او نثر يو شان صفتونه دي. دغه وجه ده چې د رېډيو پاکستان پېښور نه به د مه جبين قزلباش په اواز کښې د ډاکټر اسرار خوږ پُوس غزل نشر شۀ نو اورېدونکو به اسرار د طورو ته شاباشي ورکول. دغسې به چې د اسرار د طورو نثر پارې په اخبار رساله کښې چاپ شولې نو د تحسين او آفرين ګلونه به په ډاکټر اسرار وشيندلي شو. وائي چې يو ځل د پښتو دوه درې مينه وال چرته د ډېر لرې نه په دې مقصد مردان ته راغلي وو چې د (امام اعظم) مصنف اسرار د طورو سره ملاقات وکړي خو دوي چا د ډاکټر اسرار ځائے ته ورسول. ډاکټر اسرار ورسره خوږ علمي ادبي مجلس وکړو، قدر مېلمستيا هم وشوه او مېلمنو هډو محسوس نۀ کړله چې ګنې اسرار بل هم شته او ښۀ خوشحاله رخصت شول.

     ډاکټر صاحب په دې حواله په يوه ليکنه کښې ليکي:

  (تر ډيره وخته په پښتو کښې مونږ هيله دوه اسراران وو اوس خو له خېره سره څلورو پنځو نورو اسرارانو هم  د پښتو ژبې او ادب خدمت ته بډې راښکلې دي.... مونږ دا دے د هفتاد په دروازه ولاړ يُو ولې اوس هم په ما يو نيم داسې څوک اديب شاعر پېښ شي چې راته وائي شفق صاحب مې ليدلے وۀ ستاسو د خېر خېريت پوښتنه مې ترې کړې وه. يا به وائي تاسو په امام اعظم صاحب ډېر ښۀ کتاب ليکلے دے يا وائي چې طورو ته يو ځل درغلے وم خو د ملاقات نصيب مو نۀ وۀ شوے.)

 

     د دواړو اسرارانو په شعر او شخصيت کښې د يو شان والي په باب له ما هم پوښتنه کړې وه. ډاکټر اسرار صاحب راته د لېبيا نه يو خط کښې 16-1-1985 کښې ليکلي وو.

  (دغه دور کښې ستا د ورور (اسرار د طورو) او زما په غزلو کښې يوشان والے دومره ډېر شوے وۀ، چې خلق تر اوسه ما د طورو ګڼي او چې مې وويني نو د طورو په حقله او د طورو د ملګرو باره کښې رانه پوښتنې  کوي او راته وائي د امام اعظم کتاب دې ډېر ښکلے ليکلے دے.)

 

     دلته بيا دا خبره تکراروم چې دا يو شان والے د ژبې سادګۍ، د محاورې او روزمرې برجستګۍ او د جذبې تاثير پېدا کړے دے. د دواړو اسرارانو يو څو شعرونه د خوند او نمونې دپاره وړاندې کوم. لوستونکي به په خپله اندازه ولګوي.

 

اسرار د طورو

     مۀ راځه خو مۀ وايه چې نۀ راځم         خلق داسې نۀ وائي چې نۀ راځي

     را به شي چې وائي خو چې زۀ نۀ يم   دا به څۀ راتلۀ وي دا به څۀ راځي

     زۀ يواځې نۀ يم کۀ يواځې يم        خيال دې هم په تلۀ هم په راتلۀ راځي

     زۀ اسرار به ياره تاته څۀ وايم         زۀ په څۀ پوهېږم ما له څۀ راځي

     توره شپه د هجر ده سبا به شي       زلفې لږې څنډوهه رڼا به شي

     بس په يو جواب مې لاجوابه کړي       وخاندي وئ پرېږده مړه بيا به شي

 

ډاکټر اسرار

            يم د پې مخو سادګۍ ته حېران        څۀ په خوږه کښې ئې دنيا وخوړه

     ښکليه! بيا جوړې دروغ جوړوې        چې په خبرو کښې دې سا وخوړه

     ملګرو حال د زړۀ درته صفا وئيلے نۀ شم  دروغ وئيل ګناه ده او رښتيا وئيلے نۀ شم

     ساقي څۀ له بندوې د مېکدې ور       لا خو خدائے بند کړے نۀ دے د توبې ور

     د اسرار په زړۀ کښې راشي جوړ تۀ راغلې  چې هوا چرته را لرې کړي د شپې ور

 

     کۀ د تنقيد په سترګه ورته کتنه وشي او د دوي د کلام پرتليز جاج واخستے شي نو د دواړو اسرارانو په تخليقي شعري فنپارو کښې د ځانګړتيا حدونه هم ټاکلي کېدے شي. په دې حقله زۀ په لوستونکو يو يو شعر پېرزو کولے شم. اسرار  د طورو ښائسته پېرايه کښې د يو خيال څرګندونه کړې ده:

 

حالات وائي اسراره چې دا سر مې ورته ټيټ کړې  خو مينه پښتنه مې په پښتو راغلې ده

ډاکټر اسرار د ژوند د مسئلې يو بل اړخ په ګوته کوي:

     خلقه د ښکلو سره ضد مۀ کوئ         ځنې کارونه په پښتو نۀ کېږي

 

     زما په خيال دا دواړه شعرونه زمونږ د ټولنيز ژوند، سماجي رويو او مذهبي عقيدو پوره عکاسي کوي. مطلب دا چې د بنيادي عقيدې اصول او ضابطې څخه به سر غړونه نۀ کوې خو ټولنه کښې د راپېښې انساني کشالې هوارولو دپاره د مصلحت يوه لار هم شته. د قرآن شريف په رڼا کښې د قصاص (بدل) حکم شته. ولې د عفوې او درګزر لار غوره ګڼلې شوې ده. د پښتونولۍ يا د پښتو په قانون کښې بدل اخستے شي ولې ورسره ورسره د جرګې ننواتې احترام هم ضروري بللے شي.

 

     د اسرارانو په حواله زمونږ د ادبي ژوند يوه يادګار واقعه دا ده چې کله اولسي ادبي ټولنې مردان د ډاکټر اسرار شعري ټولګې (د ژوند نغمه) د مخکتنې دستوره کوله.(١٧ اپرېل ١٩٨٧) نو اسرار طورو ته سپارښتنه شوې وه چې تۀ به د دستورې په مناسبت ډاکټر اسرار سره يوه مرکه وکړې او دا به ليکلے بڼه کښې په خپله اوروې. په ډاکټر صاحب پابندي ولګولې شوه چې مازيګر به له کوره بهر نۀ وځې. بس انټرويو ته تيار اوسه. ماته د سټېج سکتر ذمه واري حواله شوې وه. نو د دستوري نه يوه ورځ اګاهو د اسلام اباد نه نېغ ساهو دارو خواجه ګنج هوتي ته ورسېدم چې په حال احوال ئې ځان پوه کړم. څۀ ګورم چې اقبال څۀ غصه او څۀ خفه ناست دے او اندېش صاحب هم راته اندېښمن ښکاره شۀ. وئيل ئې ګوره مونږ ډاکټر اسرار صاحب د څو ورځو راهسې پابند کړے دے چې له کوره به مازيګر چرته نۀ وځي خو بل خوا اسرار د طورو څخه نۀ راخوځي لکه چې په پښو ئې نکريزې مښلې وي..

 

     خېر زۀ کلي (طورو) ته لاړم نو اسرار صاحب ته مې د اقبال او اندېش خفګاني پېغام ورسولو. هغۀ خبره په مسکا کښې واړوله وې تاسو وزګار يئ زما مرۍ خُوږ ده، تبې نيولے يم. داسې حال کښې به څوک چرته لاړ شي او ليکل به څۀ وکړي؟

 

     په سبا له (د ژوند نغمه) د مخکتنې ادبي دستوره کېدله. په سټېج د ډاکټر اسرار صاحب نه يو خوا ته ډاکټر محمد اعظم اعظم (د ادبياتو استاذ) او بل خوا د مردان ضلعې د ستر روغتون نګران ډاکټر عبدالغفور ناست وۀ.  د سټېج سکتر فرائض ما سمبال کړي وو. مقالې اورولې شوې، نظمونه وئيلي شو چې په دې مهال کښې اسرار د طورو هم راښکاره شو او هال کښې د اورېدونکو په منځ کښې په يوه کرسۍ غلے په ارام کښېناستو. څو لحظې پس ئې ماته اشاره وکړه. خواله ورغلم وئيل ئې کۀ موقعه مو راکړه نو خېر دے يو څو خبرې به زۀ هم وکړم. د دوستانو ګيله به ورکه شي.. بيا چې څۀ وخت پس ما اسرار د طورو ته بلنه ورکوله نو ما د خوند دپاره د علامه اقبال يوه مصرع ووې چې:

 

     اقبال بهي اقبال سے آگاه نهين هے

اقبال به د اقباله نۀ وي خبر ولې زمونږ کلک باور دے چې اسرار  له اسراره خبر دے ځکه نو اسرار د طورو ته خواست کوم چې سټېج ته تشريف راوړي او د ډاکټر اسرار په شخصيت او فن د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي. اسرار صاحب چې مائيک ته مخامخ شۀ نو داسې وېنا ئې شروع کړه:

 

  (ما د دې ادبي دستورې دپاره د ملګرو په وېنا ډاکټر اسرار سره يوه ادبي مرکه کړې ده هغه تاسو ته اوروم.)

 

ما او ډاکټر صاحب يو بل ته وکتل. د اولسي ادبي ټولنې مردان ښاغلي به هم حېران شوي وي چې دا انټرويو خو له سره شوې نۀ ده؟ بيا هم اسرار صاحب ښۀ په خوند خوند او شېرينه لهجه کښې د (هغۀ په خپل خيال) ډاکټر اسرار سره شوې مرکه په ليکلې بڼه کښې واوروله. اسرار د طورو به پوښتنه کوله او ډاکټر اسرار به جواب ورکولو. دغسې دې سوالونو جوابونو کښې د ډاکټر اسرار د ژوند او شخصيت، فکر او فن ټول اړخونه راښکاره شول. د ټولنې د څو ملګرو نه سېوا اورېدونکو دا هډو محسوسه نۀ کړه چې ګني دا خيالي او تصوراتي مرکه وه. خو اورېدونکي هغه وخت وخوځېدل کله چې  اسرار د طورو د خپل ليکلي بيان په پايې کښې دا انکشاف وکړو:

  (زۀ د ډاکټر اسرار نه بخښنه غواړم چې د دې ادبي مرکې دپاره ما هغوي سره بالمشافه ملاقات نۀ وۀ کړے.)

 

     په کومه زمانه (١٩٧٩) کښې چې ډاکټر اسرار لېبيا ته تللے وۀ او بيا يوګنډا او تنزانيه په شخړه کښې څۀ موده راګېر وۀ، د مړ  ژوندي پته ئې نۀ لګېده، د کورنۍ بنديان، دوستان، عزيزان ډېر خفه او پرېشان وو او اولسي ادبي ټولنې مردان په دې حواله يوه قلمي مبارزه پېل کړې وه نو اسرار د طورو په دغو سنګينو ساعتونو کښې هم لکه چې ښۀ جمع زړګے د ديدار په طمع ناست وۀ او د امېد لمن ئې کلکه نيولې وه. په پنځم اپرېل ١٩٧٩ د خپل همځولي په ياد کښې نظم ليکي:

 

نيازبين خيالونه دې وحشت سره بلد به نۀ شي   اخر به راشې دا زما سوالونه رد به نۀ شي

د مينې ډک زړګے دې کومو تاريکو له يوړۀ تورو تيارو سره دې کلے تر ابد به نۀ شي

د خپل وطن مړي د ژوند په تمنا پراتۀ دي      ساه پکښې پوک وهه بې دمه دي خو دد به نۀ شي

     اصل کښې دواړه اسراران د يوې شمعې پتنګان دي. دغه شمع زمونږ ژبه، زمونږ کلتور، زمونږ نظريه او عقيده ده ځکه نو  د دوي احساسات او جذبات هم شريک دي او د يو بل دړد او خوږ هم پېژني. د يو عمر او يو عصر شاعران دي. په يو شان چاپېريال کښې لوئے شوي او روزلي شوي دي نو د دوي فکر او نظر، فن او هنر هم د خپل سماج، خپل تهذيب او کلتور په اړه تر ډېره حده په يو ډول دي. د پښتو وظيفه ته سره کوي. د ملي بقا په احساس ژوندي دي، د قامي تشخص ضرورت او شعور د دوي فکر او هنر ته دوام ورکړے دے. دوي کۀ نظم ليکي او کۀ غزل وائي په دغه جذبو او دغو ولولو ئې د خيال او تصور لولکۍ د هېواد په ګلشنونو کښې کاواکه ګرځي.

راهي مونږه څو ملګرو د غزل ناوې سنګار کړه   اندېش دے کۀ هما دے يو اسرار کۀ بل اسرار دے

 

  ♣♣♣

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ