مورنۍ ژبه
پروفېسر ډاکټر راج ولي
شاه خټک
ژبه
د انسان له هر څۀ ستره معجزه
ګڼلې شي. د اشرف المخلوقات
کېدو بنيادي صفت د بنيادم
ژبه ده. ژبه د يو قام د شناخت
تر هر څۀ لوئے علامت دے.
رنګ نسل جغرافيائي حالات
به هم اهم وي، ولې مورنۍ
ژبه د قامي تهذيب و ثقافت
د بنياد ستنه ده. د کلتور
ټول عمارت د مورنۍ ژبې
په اډاڼه ولاړ وي. د فطرت
غوره عطيه ژبه ده. د اولس
د ژوند مکمل تصوير د هغوي
په مورنۍ ژبې کښې وي. دا
د قدرت منشا هم ده چې اولسونه
دې پخپل خپل خاصيت وپېژندلے
شي. د انفراديت او امتياز
او يو تر بله د شناخت او
تشخص ستره نخښه د يو اولس
ژبه وي. قدرت چې څومره قامونه
او اولسونه پېدا کړي دي،
دومره يې ژبې هم ورسره
پېدا کړې دي. يا کۀ اولسونو
پخپل خپل ماحول کې ارتقاء
کړې ده نو يوه مورنۍ ژبه
ورسره هم په وجود کې راغلې
ده. د ودې او ارتقاء په بيلو
بيلو مدارجو کښې اولسي
ژوند خپل عکس په خپله ژبه
کې محفوظ کړے دے. د يو نسل
عادتونه، اطوار، رسمونه،
رواجونه، اجتماعي نفسيات
روايات او تاريخ ټول د
مورنۍ ژبې د پلو د لاندې
ژوندي وي. ملي روح په اولسي
سندرو کښې ژوندے پاتې
کېدے شي. فوکلور او اولسي
سندرې د يو قام د سوچ، فکر،
عزمونو او ارادو مظهر
وي. کۀ مورنۍ ژبه نۀ وي،
دا ملي روح قائم نۀ شي پاتې
کېدے. ځکه نو د هر ملت هر
قام او هر اولس مورنۍ ژبه
د هغوي د قامي ژوند راز
دے. په مورنۍ ژبه کې د تعليم
ضرورت له دې کبله UNESCO محسوس کړے دے
چې ملتونه د خپل وجود په
معنى پوهه شي. د خپل قامي
ځان ادراک ولري. د خپل ثقافت
د تحفظ بندوبست وکړے شي،
کۀ د چا مورنۍ ژبه نۀ وي،
نو هغه به د خپل وجود جرړې
ګوري، داسې به هم څوک وي
چې د شخصيت په تعمير کې
يې د مور الاهو کردار نۀ
وي لرلے. داسې سړے به څۀ
وي چې په ځوانۍ کې يې د خپل
رومان دپاره د اولسي سندرو
نه تاثر نۀ وي اخستے. هم
په انفرادي ډول او هم په
اجتماعي توګه د افرادو
تربيت د مورنۍ ژبې له برکته
کېږي. فطرت د اصليت قائل
د ے.
قدرت
د شناخت اصول لري. حمزه
شينواري يو ځل وئيلي وو
چې:
د
هر څۀ امتيازي وجود ته
ګوره بده نۀ وايم
کۀ وايم چې احد يم
قدرت
چرې هم يو څيز د بل په رنګ
نۀ پېدا کوي. ځينې وخت Identical څيزونه
په نظر راشي خو په انتهائي
غايت کښې له يو بله توپير
لري.
د
انسانانو ډلې او قبيلې
هم د پېژندنې او تعارف
په خاطر په جدا جدا رنګ
کښې پېدا کړے شوي دي، نسلي
اختلاط پکار دے او کۀ نۀ
دے. ښۀ دے کۀ بد دے دا ځان
ته خبره ده خو ژبني اختلاط
کښې احتياط ضروري ښکاري،
ځکه چې ژبه د قدرت انعام
دے، تر اوسه بنيادم مصنوعي
ژبه جوړه نۀ کړې شوه. کۀ
هر څو د اسپرانټو تحريک
په زرو شور وچلولے شو خو
د فطري ژبې ځائے يې ونۀ
نيولو. په مذهبي تعليماتو
کښې هم کله کله داسې اشارې
په نظر راځي چې انفراديت
او امتياز د تقويٰ سره
ضروري دے. موسٰي
عليه السلام د خپلې امصا
په معجزه د بني اسلائيلو
دولسو قبيلو ته دولس چينې
راويستې وې چې خپله خپله
قبيله خپله خپله چينه
او خپل مشرب وپېژني خو
د دې تاکيد سره چې پخپلو
کښې به فساد نۀ کوئ.
"لکل
قوم هاد" . د هر قام دپاره
يو هادي وي.
او
الله تعالٰي وائي چې مونږ
يو قام ته هم داسې رسول
نۀ دے لېږلے چې هغه د هغوي
په ژبه کښې نۀ وي.
د
عالمي انساني ورورولۍ
دپاره دا ضروري ده چې د
يو بل احترام وکړي. انساني
اخوت هم هله امکان لري
چې يو بل ته سپک ونۀ کتلے
شي. ولې انساني تاريخ کښې
د بنيادم د حرص او تعصب
په بناء چې کوم اړے ګړے
ليدے شي، هغه د يو بل د زېر
کولو لاندې کولو او محکومولو
کوششونو له کبله شوي دي.
د
دې اړي ګړي به نور اسباب
هم وي، ولې يو غټ سبب په
کښې Intellectual Dominance هم دے او
دا Intellectual Dominance اکثر
د ژبې په ذريعه شوے دے،
د يوې مورنۍ ژبې خيال نۀ
دے لرلے شوے او د بلې مورنۍ
ژبې حاکميت راوستلے شوے
دے.
مونږ
چې د برصغير پاک هند تاريخ
ته ګورو نو د پاکستان د
تحريک ابتداء هم د ژبې
د تحريک له مخه ښکاري او
په دغه بنياد وئيلے شو
چې په Sub
Continent
کښې د دوو قومي نظرئې بنياد
هم ژبه وه. د انګرېزانو
د راتګ نه وړاندې د هندوستان
حاکمه ژبه فارسي وه. په
کال 1837 کښې انګرېز د ورنيکلر
په حېث د فارسۍ په ځائے
اردو رائجه کړه اردو کۀ
هر څو يوه هندي ژبه وه خو
د مسلمانانو د قامي وجود
او ثقافت عکس په فارسي
زده اردو ژبه کې ؤ. انګرېز
د دې خلاف ؤ چې د فارسې نه
متاثره اردو دې د ورنيکلر
په حېث رواج ومومي. بل خوا
هندوانو هم په اردو کښې
د فارسي اصطلاحاتو په
ځائے د هندي اصطلاحاتو
ا ردو غوښته او د فارسي
رسم الخط په ځائے ئې په
هندي رسم الخط کښې ليکل
غوښته. د هندوانو دغه تحريک
سرسيداحمد خان او د هغۀ
ملګري راوهڅول. کله چې
په بنارس کښې په کال 1867 د
هندي ژبې تحريک زور واخستو
او عدالتي ژبه هندي کړې
شوه، شېواپرشاد حکومت
ته يو يادداشت ولېږلو
چې د اردو په ځائے دې هندي
راوستے شي نو سرسېداحمد
خان د انګلېنډ نه محسن
الملک مهدي علي خان ته
په 22 ا پرېل 1870 کښې
يو خط راوستلو چې پکښې
ئې ليکلي وو.
Babu Shiva Prasad Sahib's initiative has made Hindus enthusiastic about eliminating the Urdu Language and Persian
Script, Which are Symbols of the Muslims, from India. He has appealed to the Hindus
members of the scientific society that the bulletin of the society be in Hindi, the translations of the books be in Hindi
also. This is such a proposal that Hindus and Muslims will not remain unite.
او
د سرسېد دا خط د هندوستان
د تقسيم او د دوو قومي نظرئې
بنياد ګرځي چې په بنياد
کښې يې قامي ژبه ده.
کۀ
لرې تاريخ ته نۀ ځو نو هم
د بنګلادېش د يو جدا ملک
په حېث د بېلېدو د تحريک
آغاز د ژبني تعصب په بنياد
شروع شوے ؤ، لکه څنګه چې
نن سبا اېشيائي ملکونو
دا اهميت تسليم کړو چې
د هر اولس د مورنۍ ژبې قدر
پکار دے. ابتدائي تعليم
په مورنۍ ژبه کې ضروري
دے، کۀ چرې دغه اهميت په
وخت تسليم کړے شوے وے نو
دومره فساد او خون خرابه
به نۀ کېده او نۀ به يو تر
بله دومره تعصب پېدا کېدۀ.
په
مورنۍ ژبه کښې تعليم په
دې ضروري دے چې د بلې ژبې
د افرادو Intellectual Dominance ته لاره ونيولې شي.
روسو خو تر دې پورې وائي
چې تعليم د مورنۍ ژبې نه
بغېر هډو ممکن نۀ دے.
زمونږ
ملک پاکستان کښې اوس دې
خبرې ته پام ګرځولے دے
چې د پاکستان ټولې ژبې
د پاکستان قامي پاکستانۍ
ژبې دي. د سوچه پاکستانيت
تقاضا هم دا ده چې د يو بل
د مورنۍ ژبې قدر وکړے شي.
په دې چې د پاکستان مجموعي
ثقافت هم د دې ژبو د سرمائې
له برکته دے.
پښتو
ژبه د پښتنو مورنۍ ژبه
ده او د پاکستان د يوې قامي
ژبې حېثيت لري. په پښتو
ژبه کښې د پښتانۀ د ژوند
او تهذيب مکمل عکس پروت
دے، پښتونولي په پښتو
ژبه ژوندۍ ده او د پښتونولۍ
په سبب پښتون اولس وجود
قائم دے. کۀ پښتو نۀ وي نو
نۀ پښتون شته او نۀ پښتونولي،
پښتونولي د پښتون کېرېکټر
دے او When
Character is lost every thing is lost د ډېر وخته راسې د
پښتو وئيونکي دا محسوسوي
چې دوي مورنۍ ژبې ته خپل
حق نۀ شي ورکولے. د پاکستان
و جوړېدو نه پس هم د هر چا
په هر دور حکومت کښې پښتو
ته خپل جائز مقام نۀ دے
ورکړے شوے. کله چې پښتو
په تعليمي نظام کښې نۀ
وي، دفتري ژبه نۀ وي، نو
پښتانۀ به د نورو قاميتونو
Intellectual Dominance ښکار
وي او
ظاهره خبره ده چې په داسې
صورت حال کښې به هم په اقتصادي
توګه وروستو وي او هم په
معاشي او معاشرتي ډول.
ولې دا پسماندګي هم دومره
د فکر نۀ ښکاري. څومره چې
د قامي وجود دپاره د پښتو
د مورنۍ ژبې په حېث د ژوندۍ
پاتې کېدو خبره ده.
پښتانۀ
دې فکر وړي دي چې کۀ پښتو
ژبه کښې د دوي دين او ائين
دے او په دغه لحاظ د پښتانۀ
ايمان هم د پښتو سره تړلے
دے، ځکه چې پښتانۀ من حېث
القوم مسلمانان دي. نو
د نورو ژبو په ورکېدو خو
به صرف يه ثقافتي تبديلي
راشي. ولې د پښتو په ورکېدو
د پوره قام د ورکېدو خطره
ده. بايد چې صوبائي حکومت
د پښتو ژبې دې حالت او د
دې اهميت ته پام وکړي. محترم
ګورنر صېب چې د پښتو ژبې
د واکمنې ادارې د قيام
کوم اعلان کړے دے، هغه
عملي کړي او د پرائمري
تعليم په پښتو کړي چې دا
زوړ تاريخي قام د خپل وجود
په معنٰى پوهه شي او بيا
د ستر حمزه شينواري په
شان څوک شاعر د دې حېرت
سره مخ نۀ شي چې:
زنځير چې د انسان د اخوت
جوړېدو ما
غږ کړو د پښتون پکښې کړۍ
کومه ده
♣♣♣
د پښتو مخصوص
توري
او د هغو استعمال
مشتاق مجروح
يوسفزے
د
کومو تورو نه چې د يوې ژبې
لفظونه جوړېږي هغې ته
د هغې ژبې د هجې توري يا
الف بې وائي. پښتو کښې استعمالېدونکي ټول توري 44 څلور څلوېښت
دي چې څۀ په دې ډول دي:
ا ب پ ت ټ ث
ج ځ چ څ ح خ
د ډ ذ ر ړ ز
ږ ژ س ش ښ ص
ض ط ظ ع غ ف
ق ک ګ ل م ن
ڼ و ه ي ې ئ
ۍ ے
په دې تورو کښې ث،
ذ، ص، ض، ط،ظ، ع، ف، ق د عربۍ
نه راغلي توري دي پښتو
کښې دا ټکي نشته خو په هغې
لفظونو کښې استعمالېږي
چې د عربۍ يا فارسۍ نه پښتو
ته راغلي وي. د عربۍ يا فارسۍ
دا قسمه توري به هم هغسې
ليکل پکار وي چې څنګه ئې
هغوي ليکي لکه قصه به کيسه،
صابون به سابون، خلق به
خلک، قميص به کميس ليکل
پکار نۀ وي.
ځنې
داسې توري هم په پښتو کښې
شته کوم چې په نورو ژبو
لکه فارسۍ او هندۍ وغېره
کښې موجود دي لکه پ، ټ،
چ، ډ، ړ، ژ،ګ.
د دغو ذکر شوو تورو
نه علاوه د پښتو په الف
بې کښې داسې توري هم شته
چې هغه د پښتو خپل
توري دي او په نورو ژبو کښې بېخي نشته.
مثلاً: ځ څ ښ ڼ ږ ې ۍ ئ
دا توري زمونږ مشرانو
په دې غرض جوړ کړي وو چې
د مختلفو قبيلو د تلفظ
د اختلاف باوجود د پښتو
په ليکلو کښې يووالے راوستے
شي. د پښتو ځنې خپل او د نورو
ژبو نه مفغن کړي لفظونه
داسې دي چې ځنې قبيلې ئې
يو شان تلفظ کوي او ځنې
قبيلې ئې په بل رنګ وائي.
د پښتو دا مخصوص توري دوه
دوه اوازونه لري يا داسې
وئيلے شو چې د پښتنو مختلفې
قبيلې د دې تورو بيل بيل
تلفظ کوي. د دې دوه رنګه
اواز لرونکو تورو په جوړولو
دا فائده وشوه چې يو طرف
ته په املا کښې
يووالے راغے او بل طرف
ته د هرې قبيلې ضرورت هم
پوره شۀ. يعني هره قبيله
دا توري په خپل مخصوص تلفظ
سره لوستلے او وئيلے شي.
د پښتو دغه
مخصوص توري
او د هغې استعمال
:
ځ
: دا تورے داسې ليکلے
شي چې د (ح) دپاسه همزه اچولے
شي او د (جيم) په وزن (زيم)
وئيلے شي. د پښتو په الف
بې کښې دا حرف د (ج) نه پس
ته ليکلے شي. ځکه چې دا تورے
په داسې لفظونو کښې استعمالېږي
چې د پښتنو په ځنو قبيلو
يا په ځنې ګاونډي ژبو کښې
ئې تلفظ په (ج) کېږي.
د لهجو د دې اختلاف له وجې
زمونږ د ژبې عالمانو دا
فېصله کړې ده چې داسې ټکي
به په (ځ) ليکو. نو هره قبيله
به ئې د خپل خپل تلفظ مطابق
وائي. مثالونه:
ځائې
: دا په فارسۍ کښې
(جائې) دے او د پښتنو ځنې
قبيلې هم ورته (جائې) وائي
ولې ځنې پښتانۀ ورته (زائې)
وائي.
ځوان: څۀ قبيلې او
ځنې ژبې ئې (جوان) او څۀ ئې
(زوان) وائي.
ځان
: په ځنې نورو
ژبو کښې ورته (جان) وئيلے
شي د پښتنو ځنې قبيلې ورته
(جان) او ځنې ورته
(زان) وائي.
ځواب
: په عربۍ او فارسۍ
کښې (جواب) دے. د پښتنو څۀ
قبيلې ورته (جواب) او څۀ ورته (زواب)
وائي.
کۀ
يو بنده د ليکلو په وخت
په دې شش وپنج کښې پرېوځي
چې دا ټکے په (ز) وليکم کۀ
په (ځ) نو پکار دي چې هغه په
دې خبره لږ سوچ وکړي چې
دا ټکے د پښتنو مختلفې
قبيلې څنګه تلفظ
کوي يا په ګاونډي ژبو لکه
فارسۍ او اردو کښې څنګه
ليکلے شي. کۀ ګاونډي ژبې
او د پښتنو ځنې قبيلې ئې
په (ج) وائي نو بيا دې په (ځ)
وليکي.
څ : د (ح) د پاسه درې نقطې
اچولې شي او د (جيم) په وزن
(سيم) تلفظ کولے شي. ځنې خلق
د دې تلفظ (ثې) هم کوي خو چونکې
مونږ سره د عربۍ (ثې) شته
دے ځکه نو د دي توري تلفظ
(څيم) کول پکار دي چې اشتباه
نۀ پېدا کېږي. دا تورے د
پښتو په حروف تهجي کښې
د (چ) نه پس ليکلے شي ځکه چې دا تورے په داسې
لفظونو کښې استعمالېږي
چې ځنې پښتانۀ
ئې په (سۀ) او ځنې ئې په (چۀ)
وائي. په دې غرض عالمانو
دا حرف وضع کړے او اختيار
کړے دے چې د دواړو لهجو
ويونکي ئې د خپل خپل تلفظ
مطابق ادا کړي. دا خبره هم ياد ساتل
پکار دي چې دا حرف صرف د
دې غرض دپاره نۀ دے وضع
شوے بلکې پښتو کښې ځنې
داسې الفاظ هم شته چې دا
(څ) پکښې استعمالېږي لکه
څنډه، څنګ وغېره.
مثالونه:
څۀ
: ځنې قبيلې
ئې (سۀ) وائي او ځنې ئې (چۀ)
وائي.
څادر
: دې لفظ ته د پښتنو
ځنې قبيلې (سادر) وائي او
ځنې ورته (چادر) وائي.
څوک
: دا لفظ هم ځنې
پښتانۀ (سوک) او ځنې ورته
(چوک) وائي.
څوکيدار
: ځنې پښتنې قبيلې
ورته (سوکيدار) او څۀ قبيلې
ورته (چوکيدار) وائي.
د
ليکلو په وخت کۀ بنده دوجاله
شي نو هم هغه طريقه دې پکار
راولي کومه چې د (ځ) په لړ
کښې بيان کړې شوه.
ږ : د (ر) لاندې
باندې نقطې اچولې شي او
د (رې) په وزن (ګې) وئيلے شي.
دا حرف په حروف
تهجي کښې د (ژ) نه پس ليکلے
شي ځکه چې دا تورے په ځنې
هغې لفظونو کښې استعمالېږي
چې ځنې پښتانۀ ئې په (ګ) وائي
او ځنې ئې په (ژ) وائي. د دې
اختلاف ختمولو دپاره
دا ټکے وضع شوے او اختيار
شوے دے چې دواړه لهجې ويونکي
ئې د خپلې لهجې مطابق ادا
کړي. ياده دې وي چې (ژ) د پښتو
خپل لفظ هم دے او په ژوند،
ژوره، ژامه وغېره کـښې
استعمالېږي. يعنې هر (ژ)
لرونکے لفظ به په (ږ) نۀ شي
بدلولے صرف هغه لفظ په
کوم کښې چې د (ژ) تلفظ څوک
(ژ) او څوک (ګې) کوي.
مثالونه:
ږيره
: دې ته د پښتنو
ځنې قبيلې (ګيره) وائي او
ځنې ورته (ژيره) وائي.
وږے
: ځنې پښتانۀ
ورته (وګے) او ځنې ورته (وژے)
وائي.
اوږه
: څۀ قبيلې ئې
(اوګه) وائي او څۀ ورته (اوژه)
وائي.
ږلۍ
: ځنې قبيلې
ئې (ګلۍ) او ځنې ئې (ژلۍ) بولي.
ښ: د (س) لاندې باندې نقطې
اچولې شي. د پښتو الف بې
کښې دا حرف د (ش) نه پس ليکلے شي ځکه چې دا هغه
لفظونو کښې استعمالېږي
چې ځنې قبيلې ئې په (خ) او ځنې ئې په (شين) تلفظ کوي. د دې حرف
منځ ته راوړل هم په دې غرض
شوي دي. د دې توري اواز د
(خ) نه نرم دے. مثالونه
ښکار
: دې لفظ ته ځنې
پښتانۀ (خکار) وائي او ځنې
ورته (شکار) وائي.
ښکر
: ځنې پښتانۀ
دا لفظ (خکر) تلفظ کوي او
ځنې ئې (شکر) وائي.
ښار
: د پښتنو ځنې
قبيلې ورته (خار) او ځنې
ورته (شار) وائي.
ښارو
: ځنې پښتانۀ
ورته (خارو) وائي او ځنې
ورته (شارو) وائي.
دا
نۀ دي ګڼل پکار چې په پښتو
کښې دا تورے د (ش) په ځائے
استعمالولے شي. (ش) هم د پښتو
خپل تورے دے او هغه په خپل
ځائے پکارېږي. لکه شور،شپه،
شپون وغېره کښې.
ڼ : دا تورے د پښتو خپل دے، پير روښان وضع کړے
وۀ او لکه د بره ذکر شوو
تورو په رنګ نۀ دے چې د مختلفو
لهجو ويونکو دپاره وضع
شوے دے. د پښتو الف بې کښې
دا حرف د (ن) نه پس ليکلے شي.
دا تورے د لفظ په شروع کښې
نۀ راځي البته د ټکي منځ
او اخره کښې راځي. د دې توري
اواز د (ن) نه بدل دے او د
(ن) او (ړ) شريک غوندې اواز
دے. دا تورے به پخوا (نړ) ليکلے
شو لکه (کوڼ) به مونږ
(کونړ) ليکلو چې
په کوڼ او کونړ کښې به هيڅ
فرق نۀ کېدو. خو د نوې املا
تر مخه د دۀ شکل داسې وضع
شو چې دې به په (ڼ) ليکلے شي
يعني (کوڼ) به ئې
ليکو. چاڼ، رڼا، لستوڼے،
روڼ، بوڼ، ګڼل وغېره ټول
به په دې (ڼ) ليکلے شي.
مخصوصه
يا: د پښتو د هجې په تورو
کښې يوه (يا) مخصوصه نامه
لري. دې ته لاندې باندې
نقطې کولے شي. د
دې (ې) اواز د معروفې نه کم
او زېر ته نزدې وي او د معروفې
او مجهولې (ے) نه د دې اواز
جدا وي. دا (ې) د لفظونو په
شروع کښې نۀ پکارېږي البته
منځ او اخره کښې استعمالېږي.
دا (يا) هلته استعمالېږي
چرته چې د دې نه د اګاهو
راغلي توري معمولي زېر
وي يعني نيم مکسور وي. لکه
ګېر، تېر، هېر، کېدل. په
دې لفظونو کښې د
مخصوصې (ې) نه وړاندې راغلي
توري هم دغه وړوکے شان
زېر لري چې د عام زېر نه
کم دے. دغسې په پښتو کښې
هغه مونث اسمونه چې اخره
کښې ئې مختفي (ه) وي د هغې
د جمعې په حالت کښې هم دا
مخصوصه (ې) پکارولے شي لکه
ګډه نه ګډې، ښځه نه ښځې،
خوږه نه خوږې وغېره. دا
مخصوصه (ې) په هغه
ځائې کښې هم پکارېږي چرته
چې د دې نه وړاندې راغلے
تورے زورکے لري لکه تودې،
سړې، ئې، پرې، ترې، مې،
کښې وغېره. د پښتو په فعلونو
کښې د (ږ) نه اګاهو چې کومه
يا استعمالېږي نو هغه
به مخصوصه (ې) وي لکه سوزېږي،
ژړېږي، ودرېږي وغېره.
د تانيث
يا: په پښتو کښې يوه يا د
تانيث دپاره خاص شوې ده.
دا يا په اکثرو هغه اسمونو
کښې راځي چې مونث وي ځکه
ورله د يائے تانيث نوم
ورکړے شوے دے لکه چېلۍ،
څپلۍ، سيلۍ، جينۍ، کوکۍ
وغېره. د تانيث دا يا صرف
د لفظونو په اخره کښې راځي.
خو هغه مونث اسمونه چې
په معروفه (ي) ختمېږي لکه
جواري، سوداګري، مزدوري،
بيماري وغېره کۀ چرې دا
لفظونه په بدل حالت کښې
راشي نو د دې اخره کښې به
دغه (ي) حذف کولے شي او د تانيث
يا به پکښې لګولے شي. لکه:
د
جوارۍ نه مې توبه ده.
عبدالله
مزدورۍ له تلے دے.
احمد
د بيمارۍ نه ښۀ شوے دے.
امريه
يا : دا يا داسې وي چې د يا
دپاسه همزه اچولے شي او
هر هغه لفظ کښې استعمالېږي
چې په هغې کښې د څۀ کار حکم
يا وېنا شوے وي. لکه پاڅئ،
ورشئ، کښېنئ، څملئ وغېره.
خو په پښتو کښې داسې اسم
شته چې امر نۀ دے او هغه
پئ دے. پئ په يائے تانيث
ليکل غلط دي ځکه چې په اواز
کښې فرق لري او مذکر هم
دے.
دغسې په پښتو کښې
د شمېر يو څو ټکي داسې هم
شته چې د هغې په تلفظ کښې
ځنې قبيلې د يو بل سره اختلاف
لري. د دغو ټکو دپاره هم
يو مخصوصه املا مروج شوې
ده. لکه :
کښې
: د دې ټکي تلفظ ځنې پښتانۀ
(کې) کوي او ځنې ئې (کشې) وائي. نو د دې اختلاف ختمولو
دپاره د دې لفظ په دې شکل
ليکل مناسب ګڼلي شوي دي.
بخښل
: دې ټکي ته هم ځنې پښتانۀ
(بخل) او ځنې (بخشل) وائي ځکه
نو په دې شکل به ليکلے شي.
نخښه
: دې لفظ ته ځنې پښتانۀ (نخه)
او ځنې ورته (نخشه) وائي
ځکه نو د دې دپاره دا شکل
غوره کړے شوے دے.
څښتن
: ځنې پښتانۀ دا لفظ (سختن)
ځنې ئې (څشتن) او ځنې ئې (چشتن)
وائي او يو تلفظ ئې (تښتن)
هم شته. دا لفظ به هم داسې
ليکلے شي.
يادګيرنه:
د پښتنو داسې قبيلې هم
شته چې هغوي د (کښېنه) په
ځائې (چېنه) وائي خو دا غلط
العام دے ځکه نو بحث پرې
نۀ شي کېدے.