
فلسفه څۀ ته وائي
شېر علي باچا
نوټ-- شېر
علي باچا د عامو خلقو د
پوهېدو دپاره يوه کتابچه
(فلسفه څۀ ته وائـي ) چاپ
کړې وه چې اوس نايابه ده،
د باچا جي د ديارلسم تلين
په مناسبت مونږ د هغوي
دا قيمتي زيار د پاڅون
لوستونکو ته ډالۍ کوؤ-اداره
هره ورځ مونږ وينو ګورو
چې زمونږ نه ګېر چاپېره
بې شمېره څيزونه پراتۀ
دي په اسمان کښې د شپې ستوري
او سپوږمۍ وينو او د ورځې
نمر په زمکه کاڼي، بوټي،
فصلونه دريابونه او غرونه
په نظر راځي د دې نه علاوه
بنيادم دي چې په بيلو بيلو
کسبونو کښې اخته دي او
قسم قسم څيزونه جوړوي
او پېدا کوي، غمونه او
خوشحالئ دي ژوند او مرګ
دے پرې جنبې دي، جنګونه
او شرونه دي غرض دا چې يوه
لويه هنګامه ده او د قدرت
يوه عجيبه کارخانه ده
چې سړے ورته فکر واخلي
چې اخر دا ټول څۀ دي دا د
کوم ځايه نه راغلۀ ؟ او
کوم خوا ته روان دي ژوند
څۀ څيز دے ؟ بنيادم څۀ شے
دے ؟ د يو بنيادم او د نورو
کائناتو په مينځ کښې څۀ
رشته ده.؟
د فلسفې علم
په دې او په داسې قسم نورو
سوالونو باندې بحث کوي
او د دې ټولو سوالونو په
باره کښې د پوهې يو عام
اصول بيانوي په نورو ټکو
کښې د ژوند په باره کښې
او سالمې دنيا په باره
کښې د انسان سره او د باقي
دنيا سره د هغۀ د تعلق په
باره کښې چې د پوهې عام
اصول وتراشلي شي نو عام
طور دې ته فلسفه وائي هم
دغه د فلسفې تعريف کېدې
شي په زړه يونانۍ ژبه کښې
د فلسفې مطلب د علم او د
پوهې دپاره مينه ده.
فلسفي
او عام سړي کښې فرق:
د
فلسفې د تعريف کولو نه
پس دا ښکاره خبره ده چې
د هر چا په ذهن کښې څۀ نه
څۀ فلسفه موجوده وي يا
د فلسفيانه خيال نه يې
اثر اخستے وي خو د عام سړي
په ذهن کښې دا قسم خيالونه
خوارۀ وارۀ وي شډل او يو
بل سره تړلي نۀ وي د هغۀ
دا نۀ وي زده چې په دې بحث
وکړي او يا ترې ګنډلي اصول
جوړ کړي
د مثال په طور
ځنې خلق وائي چې د دې دنيا
مثال د يو سرائے دے دا دنيا
فنا کيدونکې ده او د غمونو
او تکليفونو کڅوړه ده
د دې دپاره مونږ ته پکار
دي چې په ډېر صبر او شکر
دا غمونه او تکليفونه
تېر کړو نيک عمل وکړو د
بني آدمو سره نيکي او ښيګړه
وکړو او د يوې بلې نۀ فنا
کيدونکي دنيا دپاره ځان
سره څۀ نه څۀ توښه يوسو
دا يو قسم فلسفه ده
د
دې مقابله کښې نور خلق
وائي چې دا دنيا د ترقۍ
يو ځائے دے او دا کو شش پکار
دے چې د دنيا نه دا غمونه
او تکليفونه لرې شي چې
بنيادم په دې دنيا د خوشحالۍ
او ارام ژوند تېر کړي او
دا دنيا نوره هم ښائسته
او ښکلې کړې شي دا د فلسفې
بل قسم دے د دنيا په باره
کښې دا نقطه نظر جدا او
دويئم قسم دے
بل خوا د
فلسفې خاوند خپلو خيالاتو
يا د دنيا په باره کښې خپل
نقطه نظر له يو ترتيب ورکړے
وي او په تفصيل سره يې دا
په يو ګنډلي شکل کښې راغونډ
کړي وي او د يو خاص وخت دغه
خورې ورې او تتې عقيدې
يې په کلک او تړلي اصولو
کښې بدلې کړي ويپه يو عام
سړي کښې او په فلسفي کښې
دغه فرق دے د دې نه دا هم
ښکاريږي چې د يو فلسفي
ټولې نظرئې اصلي نۀ وي
يعنې يوازې د هغۀ د دماغو
زرغونه وي دا ټيک ده چې
خيالات يو لړۍ کول او د
هغې د ليکلو يو خاص طرز
د يو خاص فلسفي کار دے خو
په اوچت او عمومي ډول کښې
د دغې خيالاتو پخپله يو
معاشرتي بنياد وي کوم
چې د يو وخت د معاشرتي عمل
او معاشرتي رشتو عکاسي
کوي او کوم چې په دې وجه
د فلسفيانو د دماغ نه په
تيار شکل کښې نه راټوکيږي
د فلسفې او د نورو سائينسونو
تعلق:
دلته دا خبره هم
د ذکر قابله ده چې نور سائينسونه
او علمونه لکه طبعي سائينسونه
مثلاً طبعيات کيميا د
ستورو علم وغېره يوازې
د فطرت د يوې برخې راز معلوموي
او د معاشرې سائينسونه
لکه سياسيات، معاشيات،اخلاقيات،تاريخ،وغېره
د بني ادمو د ژوند او عمل
په يو خاص اړخ بحث کوي. فلسفه
د دې دواړو قسمه سائينسونو
تعميم او جمع ده يعنې فلسفه
د سالم کائنات او معاشرې
هغه عام اصول بيانوي د
کوم په ذريعه چې دوئ ارتقاء
کوي په دې وجه فلسفه د نورو
سائينسونو برعکس د فطرت
د معاشرې د بنيادمو د سوچ
د عامو اصولو يو سائينس
دے د مثال په طور کۀ ټول
کائنات مونږه ځنګل وګڼو،نو
نور علمونه کۀ د دې ځنګل
په بيله بيله ونه بحث کوي
نو فلسفه د سالم ځنګل اصول
بيانوي خو د دې نه دا نۀ
دي ګڼل پکار چې ګني د فلسفې
د نورو سائينسسونو سره
خپلو کښې څۀ تړون نشته
بلکه د يو رښتونې فلسفې
بنياد په نوي سائينسي
بنيادونو ولاړوي او په
بدل کښې دغه علمونو له
د هغو ي د نورې ودې دپاره
خوراک ورکوي يعنې د سالمې
دنيا او معاشرې په باره
کښې يو اوچت د سائينس نقطه
نظر ورکوي او په دې وجه
دا يو زبردست قوت لري
د فلسفې ځائے سائينس نيسي:
د انساني معاشرې په ابتداء
کښې چې نور سائينسونو
په خړپوسو وو فلسفې به
د علم په مېدان کښې يواځې
بادشاهي کوله خو معاشرې
د پېغلتوب سره سره سائينسونو
هم ترقي وکړه او د ځوانۍ
دور پرې راغے نو د فلسفې
او د نورو سائينسونو په
مينځ کښې تفاوت ورو ورو
کمېدو او يو بل سره يې سليخ
سوا کېدو عن تر دې چې د موجوده
ماده پرستۍ او جدلي ماديت
په دور کښې سائينسونو
ته د اوچتې فلسفې ضرورت
پاتے نۀ شي ځکه چې هر جدا
سائينس د سالم څيزونو
په ځنګل کښې خپل پوزيشن
صفا کړو او د يو يو څيز په
باره کښې يې زمونږ علم
پوخ کړۀ او د يو خاص سائينس
يعنې د فلسفې سائينس کوم
چې دې سالم ځنګل سره تعلق
لري يو سوائي شے وګرځېدو
نن جدلي ماديت په حقيقت
کښې نوره يوه فلسفه پاتې
نۀ شوه بلکه د دې دنيا په
باره کښې يو ساده تصور
دے د کوم جائز مقام چې اوس
د سائينسونو د يو سائينس
کوم چې جدا وجود لري يعنې
د فلسفې په ځائے په طبعي
سائينسونو کښې دے .فلسفه
په دې وجه ختمه هم شوه او
بچ هم پاتې شوه د صورت په
حقله ختمه شوه او د معني
په لحاظ وساتلې شوه
نن
مونږ د ګېر چاپېره دنيا
د فطرت د فطري څيزونو د
هغوي د يو بل سره د تعلق
او د هغوي د حرکت د لارو
چارو تصوير د فلسفې د فرضياتو
په ځاے د طبعي سائينسونو
د څيزونو نه راکاږو دا
ټيک ده چې دا تصور به دومره
مکمل او پوره نۀ وي څومره
چې پکار دے او چونکه د قدرت
کارخانه کښې رنګ رنګ او
نۀ ختميدونکې سلسلې موجودې
دي نو څۀ نه څۀ څيزونه به
د همېشه دپاره نا معلومه
وي په دې وجه سائينسي معلومات
به هم همېشه نيمګړي وي
خو ددې نه دا مطلب نۀ راوځي
چې ګني مونږ د دې سائينسي
علم د خالي ځايونو ډکول
د فرضياتو په ذريعه وکړو
صرف تجربه بيا تجربه او
بيا تجربه داسې يو څيز
دے چې دا خالي ځايونه ډکولې
شي او د خارجي حقيقت او
د سائينس پوره پوره سمون
راوستې شي
د کائنات باره
کښې د جدا جدا نظريو وجه
څۀ ده. ؟
د بيلو بيلو خلقو
دکائنات په باره کښې نظرئې
او خيالات بيل بيل دي څۀ
سائينسي او څۀ غېر سائينسي
دي صرف هغه فلسفه په يو
بنيادم کښې د قام او د وطن
مينه پېدا کولې شي او پوهه
ورکولې شي کومه چې د دنيا
په باره کښې يو سائينسي
نقطه نظر لري
لکه يو سړے
چې د قام او وطن د ازادۍ
او سوکالۍ دپاره جنګيږي
نو هغه د ژوند د ازادۍ او
سوکالۍ په معني پوهيږي
په کومه معني چې استعمار
سا مراج سرمايه دار او
د لوئې زمکې مالک (جاګير
دار ) نۀ پوهيږي
د دې وجه
څۀ ده؟ ښکاره خبره ده چې
وړومبے دا کتل ضروري دي
چې د سړي په ژوند کښې او
معاشره کښې حېثيت څۀ دے
ځکه چې تاريخ دا ښئي
چې
هر کله چې په معاشره کښې
طبقې موجودې دي نو د هغوي
خيالات به هم جدا جدا وي
د دې دپاره په طبقاتي معاشره
کښې يو خيال او يوه فلسفه
نۀ شي کيدې دا به بيله بيله
وي د مالدار بيله او د نادار
بيله او دا ځکه چې فلسفه
د يوې طبقې وينزه وي او
د هغې خدمت کوي او بيا په
تېره تېره چې دا طبقې داسې
وي چې په خپلو کښې يې سخته
کشاله روانه وي فلسفه
غېر جانبداره او د طبقو
نه اوچته پاتې کېدې نۀ
شي فلسفه يو جانبداره
څيز دے د دې بنياد په طبقه
يا په پارټۍ ولاړ وي او
هم د هغې سندرې وائي هم
هغه بچ کوي او هم دغه وجه
ده چې د تاريخ په هر دور
کښې جدا جدا طبقو د فلسفې
په اوچت کړي سوالونو باندې
سختې غورزې پرزې کړي دي
په غټو ټکو کښې دا ډلې دوه
دي د خيال پرستۍ طاقتونه
او د ماده پرستې طاقتونه
فلسفي د يو طبقې سوچ لرونکے
استازے وي
دلته به داخبره
تاسو ته عجيبه غوندې ښکاري
چې فلسفه څنګه د يوې طبقې
يا پارټۍ خدمت کوي فلسفه
خو د طبقو نه اوچته د رښتياو
په تلاش کښې ګرځي او حقيقت
بيانول د دې وظيفه ده نو
پکار دي چې لږ په تفصيل
سره په دې بحث وشي د کله
نه چې معاشره په طبقو کښې
وېشلې شوې ده او دا د ډېر
پخوا نه وېشلې شوې ده يعنې
په هغه ټول تاريخي دور
کښې د کوم نه چې د فلسفې
تاريخ شروع کيږي نو تر
دې وخته پورې هغه ټول نظريات
کوم چې په معاشره کښې چالو
دي د جدا جدا طبقو د نقطه
نظر اظهار کوي دا ځکه چې
يو فلسفي د معاشرې نه جدا
سوچ کولے نۀ شي يواځے خو
نۀ هغه ژوندے پاتے کېدلے
شي او نۀ څۀ عمل کولے شي
او په دې وجه هغه د طبقاتي
مفادونه ځان نۀ شي ژغورلے.فلسفي
د يوې طبقې سوچ لرونکے
استازے وي هغه بل څۀ کېدے
نۀ شي ځکه چې فلسفيان څۀ
د بلې دنيا خلق نۀ وي بلکې
د دې خاورې او خټې نه پېدا
بنديان دي کۀ د هغۀ خوښه
وي او کۀ نه هغه به دې بنيادمو
سره استوګنه کوي کوم چې
په طبقو کښې ويشلي شوي
دي او طبقاتي مبارزو (جګړو)
کښې اخته وي د فلسفيانو
ژوند به لازماً دې طبقو
کښې يوې طبقې سره تړلے
وي د دې دپاره کۀ فلسفيان
د خپل ځان په باره کښې هر
څۀ هر څۀ وائي خو حقيقت
دا دے چې داسې فلسفه نشته
په کومه کښې چې د طبقاتي
نقطه نظر رش (ګډون) نۀ وي
يا غېر جانبداره وي يا
په طبقاتي مبارزو کښې
جګړو کښې د طرفدارۍ مخالفه
وي
فلسفه او طبقات
د دې نه دا هم معلوميږي
چې په طبقاتي معاشره کښې
د فلسفې حاجت دواړو ډلو
ته يو شان پېښيږي د حاکمانو
ډلې ته هم او د محکومانو
ډلې ته هم خو لکه څرنګ چې
د پخوا نه تر اوسه پورې
معاشره د حاکمانو ډلې
زېر کړې ده هم دغه رنګ له
په فلسسفه او خيالاتو
هم د دوي بادشاهي راروانه
او د هغوي د مفادو بچاو
په هر شکل شوے دے د دې نه
دا نتيجه هم را وځي چې نن
کۀ په معاشره کښې لاندې
طبقه پريوتې طبقه محکومه
طبقه او خواري کښه طبقه
د معاشرې د مشرۍ نيت لري
نو ضروري ده
چې د حاکم
او لوټ مارې طبقې د فلسفې
په مقابله کښې د خپلې طبقې
د نقطه نظر اظهار د فلسفې
په شکل وکړي، خواري کـښې
طبقې له پکار دي چې د ځان
او د خپلې طبقې پوهه حاصله
کړي او د خوبونو په ځائې
سائينسي سترګې وغړوي
او د يوې کاميابې مبارزې
دپاره د خپل ځان سره هغه
ټول قوتونه هغه ټول زيار
استونکي مشقتيان او غم
ځپلي خلق راغونډ کړي او
د يو سر لښکر په حېثيت دوي
ته لار سمه کړي چې ټول خلق
د زور زياتي او جبر نه خلاص
کړي او انسان د بل انسان
د ظلم او لوټ مار نه آزاد
کړي نن دا ټول کارونه خواري
کښې طبقې ته ارزان او اسان
ځکه دي چې نن په دنيا کښې
د خواري کښې طبقې فلسفه
او سائينس وجود لري هغه
سائينس او فلسفه د کوم
په ذريعه چې په کروړونو
خلق نن د انسانيت ژوند
تېروي او د يو داسې معاشرې
په جوړولو کښې بوخت دي
چې په کومه معاشره کښې
بيخي طبقې نۀ وي دې فلسفې
ته جدلي ماديت وائي او
دا سائينس مارکسېزم او
لېننزم ګڼلے شي
د دې فلسفې
او د دې سائينس په نزد کۀ
خوار ي کښه طبقه کۀ چرې
دا پورته ذکر شوے خپل نيک
مقصد ترګوتو کول غواړي
نو هغوي به په لازمي طور
ځان يوې پارټۍ کښې راغونډوي
بغېر د خپلې پارټۍ او خپل
سياست نه هغوي ګټه نۀ شي
کولې، نۀ دا د سرمايه دارۍ
نظام ختمولے شي او نۀ د
دې په ځائے د دې نه بهتر
سوشلسټي نظام راوستے
شي د دې پارټۍ به د نورو
سرمايه دارو پارټو په
مقابله کښې ځانله بيل
وجودوي ځانله به يې خپل
تنظيم وي او ځانله به يې
خپله نظريه او فلسفه وي
دا پارټي به د زيار ايستونکو
مشقتيانو، غم ځپلو او
خواري کښو کښې د پوهه او
د اوچتو دماغو د خاوندانو
نه جوړوي دا به د خواري
کښې طبقې کچ وي او دا به
يوه داسې توره وي د کومې
په ذريعه چې به خواري کښه
طبقه سياسي او رياستي
اقتدار تر لاسه کوي او
ورسره ورسره به د ظلم مېچنې
ماتوي او يو غېر طبقاتي
معاشره به قائيمه وي.
د
خواري کښې طبقې دا پارټي
به د داسې اوچت کردار ساتلو
جوګه هله کېدې شي کله چې
دوي سره يو سائينسي علم
وي پوهه وي او يوه اوچته
نظريه وي په نورو ټکو کښې
دې پارټۍ سره به يو انقلابي
سوشلسټي نظريه و ي د کومې
په رڼا کښې به چې عمل کوي
او خپلې پاليسۍ به جوړوي
او په بدل کښې به د خپلو
ازموده او عمل په لعلونو
د دغې نظريې خزانه نوره
ډکه وي د مودو تجربه دا
ثابتوي چې يوې انقلابي
پارټۍ ته د انقلابي فلسفې
ضرورت وي ځکه چې کۀ خواري
کښې طبقې خپله يو انقلابي
فلسفه تر لاسه نۀ کړه نو
دوي به هرو مرو د مخالفې
ډلې د پردۍ طبقې غېر انقلابي
فلسفه خيالات او نظريې
قرض اخلي او دغسې خپل مقصد
ته به سخت نقصان رسوي
کۀ چرې خواري کښه طبقه
دا غواړي چې هغه دې د انقلاب
واګې په خپل لاس کښې واخلي
او اولس ته دې لار سمه کړي
نو د مخالفې طبقې فلسفې
ته او د دغې فلسفې لاندې
جوړې شوي پاليسو ته به
لته ورکوي او د هغې په ځائے
به خپله فلسفه راټينګوي
د هغې ساتنه به کوي او هم
د هغې ډول به غږوي دلته
يو سوال پېدا کېږي چې کۀ
فلسفه مونږ يو طرفدار
څيز وګڼو نو هغه رښتونې
څنګه کېدې شي رښتيا خو
رښتيا وي کۀ د چا پکښې ګټه
وي او کۀ تاوان
فلسفه
او غېر جانبداري: اصل
کښې خبره دا ده چې د عامو
خلقو دا يوه عقيده شان
جوړه شوې ده، چې کۀ د فلسفې
باره کښې يو طرف داره او
طبقاتي نقطه نظر ولرلې
شي نو دا به د ريښتياو نه
مونږ لرې باسي او بل طرف
ته کۀ په حقيقت کښې څوک
ريښتيا معلومول غواړي
نو هغوي له پکار دي چې د
هيڅ قسمه طرفداري ونۀ
کړي خو په اصل کښې معامله
د دې اپوټه ده ، مونږ هله
ريښتيا ته نيزدې کېدې
شو کله چې مونږ تاريخي
طور سره د اوچتې ترقي يافته
طبقې د خواري کښې طبقې
د راتلونکي وخت د طبقې
يعنې د مزدورانو د طبقې
دپاره يو طرفدار نقطه
نظر وساتو د هغې دوه وجې
دي
د خواري کښې طبقې فلسفه
رښتونې ده: يوه وجه دا ده
چې د خواري کښې طبقې نه
علاوه هغه نورې ټولې طبقې
چا چې په خواري کښو طبقه
بادشاهي کړې ده د لوټ مار
او د ظلم طبقې دي، دې طبقو
پرته له دې کۀ هر څومره
ترقي راوستې ده کارخانې
يې لګولې دي بجلي يې پېدا
کړې ده کاريګري او هنر
يې زيات کړے دے خو دوئ خپل
اصليت او خپل مقصد د خپل
ځان نه او هغې خلقو نه د
چا چې لوټ کوي په څۀ نه څۀ
طريقه د پټ ساتلو کوشش
کړے دے او په خلقو يې دا
ښکاره کړې ده چې د دوئ بادشاهي
په حقه او مستقله ده لکه
يو غل چې غلا کوي نو هغه
چرې هم دا نۀ وائي چې هغه
غلا کوي يا غل دے او کۀ داسې
ووائي نو هغه بيا نوره
غلا نۀ شي کولے د دې دپاره
هغه به ارو مورو دروغ وائي
او خپل اصليت به پټ ساتي.
ځانله به هم دو که ورکوي
او خلقو له به هم سترګې
توروي خو خواري کښې طبقې
ته خپله فلسفه کښې د داسې
دروغو وړاندې کولو هيڅ
حاجت نشته ځکه چې هغه لکه
د نورو طبقو د لوټ مار د
يو نظام په ځائے بل د لوټ
مار نظام نۀ راولي بلکې
خواري کښه طبقه خو هر قسمه
لوټ مار ختمول غواړي د
يو بنيادم د لاسه د بل بنيادم
استحصال ختموي او په دې
وجه د خواري کښې طبقې د
مفادو دا تقاضا ده چې يو
څيز د پټونې په ځائې داسې
ښکاره کړي څنګه چې هغه
په اصليت کښې موجود دے
دا ځکه چې څومره زر هغه
په ريښتياو قابو مومي
نو هغه هومره هغه خپل جدوجهد
کښې لا مضبوطيږي او خپل
مقصد ته زياته نزدې کېږي
ظالمې طبقې خو خپل ظلم
له جواز ګوري مظلومې طبقې
د ظلم نه ځان بچ کوي نو ځکه
ظالمه طبقه د خپل ظلم په
جواز کښې دروغ وائي مظلومې
طبقې ته د دروغو ضرورت
نشته هغه خو خبرې په ډاګه
وائي
دوېمه وجه دا ده
چې نورې طبقې د همېشه راسې
دا ارزو لري چې خپل ژوند
تر خپله وسه وږد کړي او
په دې وجه هغوي د فلسفې
داسې يو نظام وړاندې کولو
کښې غرضيان وي يا يې مرسته
کوي کوم چې دوي له په دنيا
کښې په معاشره کښې يو مستقل
حيثيت ورکوي دوي د کائنات
د فطرت د ځنې څيزونو داسې
تعريف کوي چې هغه ضروري
ابدي او نۀ بدليدونکي
دي او بيا ترېنه دا نتيجه
راوباسي چې يو خاص معاشرتي
نظام د سالمې معاشرې يو
ضروري او مستقله برخه
ده. د مثال په طور د زړې زمانې
د ټولو نه لوے فلسفي ارسطو
دا وائي چې د غلامۍ اداره
يو فطري څيز دے ولې چې ځنې
خلق فطرتي غلامان پېدا
شويدي ظاهره ده چې په دې
وئيلو ارسطو د هغې وخت
د يونان د حاکمې طبقې طرفداري
کوله او د هغوي هغه نظام
يې رښتونے او په حقه ثابتوو
د کوم نظام بنياد چې په
غلامۍ ولاړ وۀ او په کوم
کښې چې يو سړي به په سوونو
او زرګونو خلق غلامان
ساتلې شو د غلامانو په
ټول ژوند به د هغوي د مالکانو
قبضه وه عن تر دې چې د هغوي
د وژلو واک به هم هغوي ته
حاصل وۀ دغه د غلامۍ نظام
کښې د يو غلام او يو څاروي
يا ډنګر په مينځ کښې هيڅ
تميز به نۀ شو ساتلے اوزارو
او غلامانو کښې څۀ فرق
ګڼلے شو غلام ته به يې د
خبرو والا اوزار وے او
اوزار به يې ګونګيان غلامان
ګڼل دلته لوے فلسفي ارسطو
د خپل زړۀ او د بې وسه غلامانو
د زړونو څړيکې د خپل شيطاني
عقل په ذريعه د مالکانو
د مفادو په زنځيرونو د
تړلو کوشش کړے دے
د تاريخ
په مينځمي دور کښې چې د
خانۍ يعنې فيوډالي او
جاګيردارانه نظام ښه
په عروج کښې وۀ نو د هغې
وخت د ټولو نه لوے فلسفي
تهامس ايکوينس خپله فلسفه
کښې ټول کائنات ته د فيوډالي
نظام جامه اغوستې ده دې
فلسفي څيزونو له داسې
يو ترتيب ورکړے وۀ په کوم
کښې چې ملک الموت او نورو
لويو فرښتو په چاپېرچل
کښې خدائے پاک د ټولو نه
اوچت ناست دے او نور ټول
څيزونه د هغۀ نه يو بل پسې
ښکته او د يو بل تابع دي
په دغه لړۍ کښې هر څيز د
ځان نه په اوچت څيز تکيه
لري او د خدائے پاک د مرضا
نه خلاف يو څيز هم وجود
نۀ شي لرلے د دې فلسفې چې
په معاشره اطلاق وشي نو
د هغې وخت د فيوډالي کليسائي
بادشاهۍ دوه لړيز نظام
ضرورت او ابديت ترې څرګند
شي په فيوډالي بادشاهۍ
کښې هم بادشاه د ځان نه
په لاندې څيزونه باندې
حکومت کوي او ځان د خدائے
پاک سيورے ګڼي د هغۀ قانون
د هغۀ مرضي وي او کوم کار
چې هغه نۀ غواړي هغه نۀ
شي کېدې . د فېوډالي نظام
په لړۍ کښې زرعي غلام يا
مزارع د ټولو نه لاندې
وي او بادشاه د ټولو نه
بره وي هم دغه رنګ له يو
پادري يا د دين عالم د کليسا
په بادشاهۍ کښې د ټولو
نه اوچت سړے وي او ځان د
خدائے پاک نائب ګڼي او
نور ټول خلق د هغۀ تابع
وي لکه د قاديان مرزا يا
اغه خان وغېره
د جاګيردارۍ
يا فيوډالي نظام نه پس
چې د سرمايه دارۍ وار راغے
نو دې ټولې هغه فيوډالي
کړۍ ماتې کړې او د هغې په
ځائے يې د يو بنيادم او
بل بنيادم په مينځ کښې
ښکاره د ذاتي ګټې او د کالدارې
روپۍ يوه کړۍ و ساتله
د دې نوې سرمايه دارې طبقې
د فلسفې په نزد دنيا د ازادو
وړو وړو ذرو يا ايټمونو
نه جوړه ده هره ذره پخپل
ځائے پوره ده او د خپل ځان
نه چاپېره ګرځي او بيا
ټولې ذرې يو بل سره تړلي
وي دا د سرمايه دارې معاشرې
يو آئينه ده کومه کښې چې
د سرمايه داره طبقې پېغلتوب
دنيا ته کتل د معاشرې په
نظام کښې د دې فلسفې په
زور هغوي دا ثابتول غوښتل
چې سرمايه دار او مزدور
يو برابر دي دې کښې هر يو
بل سره په رضا يو معاهده
کښې تړلي دي د کومې لاندې
چې يو خواري کوي او بل ورله
مزدوري ورکوي سرمايه
ورکوي په دې قسم خيالاتو
خورولو سرمايه دار طبقې
ګټه هم وکړه ځکه چې هغوي
خپل د بادشاهۍ قابو کولو
او د منافع حاصلولو مقصدونه
دې فلسفه کښې پټ ساتلي
وو نن چې سرمايه دار نظام
پوخ شوے دے او د خپل خپل
وطنونو نه يې پښې نورو
ملکونو ته غزولې دي او
يو استعماري ( امپيريالستي)
دور کښې شامل شو ے دے او
درنګ ساعت له ختميدونکے
دے نو هغوي د خپل ځان د ژوندي
ساتلو تابيا په نوي رنګ
کښې کوي، دې ځل له هغوي
د خپلو دروغو بنياد په
نوي طبعياتو باندې ايښے
دے مخکښينو سائنسدانانو
د مادې بنياد ذره يا ايټم
ګڼۀ او دا يې يو نۀ بيلدونکے
څيز ګڼۀ په دې رنګ هغوي
د سرمايه دار نظام ابديت
به ترې ثابتوو او هر کله
چې ذره يا ايټم په نوي دور
کښې بيل کړے شو تقسيم کړے
شو نو د حاکمې استعماري
طبقې سره تړلي فلسسفيانو
سائنسدانانو او اديبانو
سمدستي دروغژن خيالات
خورؤل شروع کړل چې ماده
ختمه شوه د مادې وجود پاتې
نۀ شو يوازے قوت وجود لري
نور هر څۀ وجود نۀ لري حالانکه
د قوت تصور بغېر د مادې
نه ناممکن دے لکه څرنګ
چې د مادې تصور بغېر د قوت
نه نۀ شي کېدے د خيال تصور
بغېر د دماغو نه څنګه کېدے
شي اوس کۀ مونږ خيال راټينګ
کړو او بيا دا چغه کړو چې
دماغ ختم شو نو ايا دا به
مونږ رښتيا وايو،
اصل
کښې په دې طريقه استعمارچيان
او د هغوي بچي د ځان بچاؤ
کوي او د خپل دښمنانو يعنې
د خواري کښانو او د ازادۍ
د پتنګانو په زړونو کښې
د خپلې انقلابي فلسفې
جدلي ماديت نه د کرکې پېدا
کولو کوشش کوي او په ماده
پرستۍ خټې نولي او په نظرياتي
ډول هغوي بې وسلې کول غواړي
د هغوي د ګټې يقين په شک
کښې بدلوي او د سرمايه
دار نظام غورزيدونکي
عمارت له د رجعت او خيال
پرستۍ اړامونه ورکوي
او په نتيجه کښې خپل نظام
او طبقې له نور اوږدوالې
ورکول غواړي
د دې مقابله
کښې خواري کښې طبقې ته
د داسې فلسفيانه نظامونو
وړاندې کولو ضرورت نشته
په کوم کښې چې د دروغو ابديت
پټ پروت وي ځکه چې خواري
کښه طبقه د طبقې په شکل
ځان نور ژوندے ساتل نۀ
غواړي او يو داسې معاشره
جوړول غواړي کومه چې د
طبقو نه پاکه وي د هغوي
د طبقې د معيشت او مقصد
دا غوښتنه ده چې د کائنات
يو داسې رښتونے تصوير
راکاږي په کوم کښې چې هر
وخت بدلون روان دے هر وخت
څيزونه پېدا کېږي او فنا
کېږي او ابديت هيڅ شي لره
نشته
په دې وجه د خواري
کښه طبقې د فلسفې دا دعوى
په حقه ده چې هغه رښتونې
ده او نورې فلسفې دروغژنې
دي ځکه چې دا فلسفه يوازې
داسې فلسفه ده چې د کومې
چې دا غوښتنه ده چې مونږ
دې څيزونه داسې وګڼو څنګه
چې هغه په اصليت کښې موجود
دي او هغه ټولې رنګ په رنګ
تبديلۍ او رشتې کومې چې
په سالم څيزونو کښې موجود
دي بغېر د پټونې حقيقي
طور سره څرګند کړو دا فلسفه
د دنيا د بدلولو په غرض
د دنيا د پوهې لټون کوي
ځکه چې دا تر اوسه فلسفيانو
په بيله بيله جامه کښې
يوازې د دنيا تشريح کړې
ده هر کله چې سوال د دې د
بدلولو دے او په دې وجه
دا د يوې طبقې د تنګ نظرۍ
بر خلاف د عام اولس په لاس
کښې هغه نظرياتي وسله
ورکوي کومه چې په هغوي
د دنيا د معاشرې د بدلولو
په غرض استعمالوي او خپله
دعوي به رښتيا ثابتوي...نور
بيا
Published Pasoon July August 20011
Published Pasoon
September October 20011
درېمه برخه
د پورتني ټول بحث نچوړ
دا دے چې د ژوند متعلق د
سالم کائنات متعلق او
د يو بنيادم د بل بنيادم
سره او د باقي دنيا سره
د تعلق په باره کښې چې د
پوهې عام اصول وتراشلي
شي نو عام طور سره هغې ته
فلسفه وائي د هر سړي په
ذهن کښې څۀ نه څۀ فلسفه
پرته وي او يا د فلسفيانو
د خيالاتو نه يې اثر اخستې
وي خو د هغۀ دا نۀ وي زده
چې بحث پرې وکړي او يا يې
راغونډ کړي د دې په مقابله
کښې د فلسفې خاوند د دنيا
په باره کښې د يو خاص وخت
د خلقو دغه عامې او تتې
عقيدې او رايې ګانې يو
لړۍ کړي او په تړلي او يو
بل سره ګنډلي اصولو کښې
يې بدل کړي د يو فلسفي ټولې
نظريې اصلي نۀ وي بلکې
د يو خاص وخت د معاشرتي
عمل او معاشي رشتو عکسونه
دي
طبعي ساينسونه د فطرت
د جدا جدا برخو مطالعه
کوي او د معاشرې سائنسونه
د بنيادم د ژوند او د هغۀ
د عملونو په بيلو بيلو
اړخونو بحث کوي فلسفه
د سالم کائنات او معاشرې
عام اصول بيانوي، فلسفه
او نور سائنسونه په يو
بل تکيه لري او د يو بل مدد
کوي او نن د فلسفې او سائنس
تفاوت ډېر کم شوے دے، فلسفه
او سائنس بالکل يو شے دے
او جدلي ماديت خو نوره
فلسفه هډو پاتې نۀ ګڼي
بلکې د فلسفې ځائے طبعى
سائنسونو له ورکوي
په
طبقاتي معاشره کښې يو
خيال او يوه فلسفه نۀ شي
کيدے دا به بيله بيله وي
د مالدار بيله او د نادار
بيله ځکه چې فلسفه د يو
طبقې خدمت کوي فلسفه نه
يو غېر جانبدار شے دے او
نۀ د طبقو نه اوچته او ناغرضه
ځان ساتلے شي د دې بنياد
په طبقه يا پارټۍ ولاړ
وي او فلسفي د يو طبقې سوچ
لرونکے استاذے طبقې سره
رشته ساتي او د هغې د مفادو
بچاؤ به کوي حاکم طبقې
او محکوم طبقې ته د فلسفې
ضرورت يو شان پېښېږي او
په معاشره کښې د حاکمې
طبقې د فلسفې بادشاهي
د پخوا نه را روانه ده او
د هغې د مفادو ساتنه شوې
ده
په دې وجه نن محکومه
خواري کښه طبقه کۀ د مشرۍ
څۀ خواهش لري نو خپله انقلابي
شوسلټې فلسفه به وړاندې
کوي خپل ځان به پېژني او
يوه داسې پارټۍ کښې به
ځان رانغاړي کومه چې به
په سياسي تنظيمي او نظرياتي
ډول د نورو پارټو نه جدا
او آزاده وي او بيا د دې
پارټۍ د لاندې به ټول زيار
ايستونکي او غم زپلي خلق
راجمع کوي او د کاميابۍ
مبارزې يا جنګ نه پس به
سياسي او رياستي اقتدار
تر لاسه کوي لوټ مار به
ختموي د لوټ مشين به ټوټې
ټوټې کوي او يو بهتر سوشلټي
نظام به قائموي
عام طور
سره خلق دا ګڼي چې فلسفه
رښتيا هله معلومولې شي
هر کله چې هغه طرفداري
نۀ کوي خو په اصل کښې معامله
د دې اپوټه وي رښتياؤ ته
به مونږ نزدې کېدې هله
شو چې د خواري کښې طبقې
د پارټو يو طرفدار نقطه
نظر ولرو ولې چې تر اوسه
پورې د خواري کښې طبقې
نه زياتي طبقو خپل اصليت
او مقصد د ځان او د اولس
نه د پټ ساتلو په غرض د دروغو
فلسفيانه نظامونه وړاندې
کوي دي او په بدل رنګ کښې
يې ځان ښودلے دے د دې دپاره
چې لوټ جائز وګرځوي او
خپله بادشاهي قائمه وساتي
د دې مقابله کښې خواري
کښه طبقه لوټ څۀ چې په هر
شکل کښې لوټ او ظلم او ورسره
د لوټ او جبر لويه ونه سره
د جرړو وباسي د طبقې په
حيثيت خپل ځان نور ژوندے
ساتل څۀ چې زر تر زره خپل
وجود ختمول غواړي او د
طبقو نه پاکه يوه معاشره
جوړول غواړي او هم په دغه
وجه دکائنات د ټولو څيزونو
داسې تصوير راکاږي څنګه
چې هغه په اصليت کښې موجود
وي. او هغه ټولې رنګا رنګ
تبديلۍ او رشتې کومې چې
په څيزونو کښې موجود وي
بغېر د پټونې حقيقي طور
سره څرګندوي د نورو فلسفو
په مقابله کښې چې د دنيا
صرف تشريح کوي دا فلسفه
د دنيا او معاشرې د بدلولو
په غرض د دنيا او معاشرې
د پوهې لټونه کوي او په
دې وجه د دروغو او تنګ نظرۍ
بر خلاف د سچائ اعلان کوي
او د عام اولس په لاس کښې
د حقيقت يو بل مشال ورکوي.
خيال پرستي او ماده پرستي:
خيال پرستي او ماده پرستي
د فلسفې او سائنس دوه جدا
جدا اصطلاحونه دي خو اکثر
خلق څوک په ناپوهۍ او څوک
د قصده د دې دواړو اصطلاحاتو
ډېره غلط او عاميانه تشريح
کوي او دا مشهوره وي چې
لکه ماده پرست هغه سړي
ته وائي څوک چې خودغرضه
وي د خيټې غلام وي، سخت
شرابي وي، اوږ سترګې وي،
شوم او لالچي وي، ښکلا
ته په بده سترګه ګوري ،مينه
بدن سره لري ، مغرور او
کبرجن وي خپلې ګټې پسې
ګرځي او هغه د چا خبره چې
هغې نورو ټولو کارونو
ته وائي کوم چې يو واعظ
په خلوت کښې کوي بل طرفته
خيال پرست هغه سړے ګڼي
څوک چې د يو نيک مقصد دپاره
قرباني ورکوي يا د اوچت
خيال دپاره بې پېسې بې
ټکې خدمت کوي د خلقو ښېګړه
لټوي او هغه ټول کارونه
کوي د کومې لافې چې يو واعظ
د خلقو په مخکښې کوي
خو
د داسې قسم خبرو تعلق هغې
اصل فرق سره نشته کوم چې
په ماده پرستۍ او خيال
پرستۍ کښې موجود دے ځکه
چې په عام ژوند کښې مونږ
وينو ګورو چې يو سړے به
د خيال پرستې دعوي لري
خو د هغۀ ټول کارونه به
د بدۍ او بل سړے به ماده
پرسته وي خو د هغۀ کارونه
به ټول د نيکۍ وي
د
خيال پرستۍ او ماده پرستۍ
اصلي اختلاف
نو بيا
د خيال پرستۍ او ماده پرستۍ
اختلاف په څۀ دے؟ د دوئ
بيلتون په يوه بنيادي
مسئله باندې راځي مسئله
دا ده چې په دنيا کښې دوه
قسمه څيزونه يو خارجي
او بل داخلي. هغه څيزونو
ته کوم چې د انسان د ذهن
نه ازاد او بهر پراتۀ وي
لکه کاڼي ،بوټي ستوري،
سپوږمۍئ وغېره دې ته خارجي
څيزونه وائي دويم هغه
څيزونه دي کوم چې د بنيادم
په ذهن کښې دننه وي لکه
خيال، اراده او خواهش
وغېره دې ته داخلي څيزونه
وائي. خارجي څيزونو ته
ماده وائي داخلي څيزونو
ته خيال يا روح وائي اوس
سوال دا دے چې د مادې او
خيال په مينځ کښې څۀ تعلق
دے؟ کوم څيز وړاندې دے
ماده کۀ خيال ؟ په نورو
ټکو کښې مادي دنيا وړومبۍ
ده کۀ خيالي دنيا دا د يو
فلسفې د پېژندلو دپاره
د مسئلې يو اړخ دے دويم
اړخ يې دا دے چې ايا بنيادم
د دې څيزونو پوهه حاصلولې
شي کۀ نه د دې سوالونو په
حقله د بيلو بيلو خلقو
رائې بيلې بيلې دي او په
دې وجه په غټ حساب دوو ډلو
کښې ويشلې شوې دي څوک چې
ماده خارج کښې مني د خيال
نه يې وړاندې په وجود کښې
ګڼي او خيال د دې عکس مني
او دا يې خيال دے چې د دنيا
د هر څيز علم حاصلېدې شي
نو دوئ ته ماده پرست وائي
د دې الټه چې څوک دا عقيده
لري چې خيال د مادې نه اول
دے او په اخري نتيجه کښې
ماده په يو شکل يا بل شکل
کښې د دې پېداوښت دے او
د دنيا د څيزونو پوره پوره
پوهه نه شي حاصلېدې نو
دا خلق خيال پرست دي. نور
بيا
فلسفه څۀ ته
وائي
تېر پسې
شېر علي
باچا
د ماده پرستانو
او خيال پرستانو د سوچ
فرق
دلته کۀ مونږ يو
دوه ساده او عام سوالونه
پورته کړو نو بده به نۀ
وى د دې نه خو به يو دا معلومه
شى چې ماده پرستى او خيال
پرستى دې سوالونو ته په
کومو سترګو ګورى او په
دې د ځان پوهه کولو کومه
لار اختيار وى او بله دا
چې د دواړو جوابونو نه
به د دوى د اختلاف اهيمت
هم څرګند شى
وړومبے به
د فطر ت يو مظهر واخلو ،زلزله
په څۀ وجه راځى ؟ په دې سوال
ځان پوهه کولو دپاره کۀ
د خيال پرستۍ طريقه استعمال
شى نو د دې جواب به دا وى.
هر کله ګناهونه زيات شى
د خلقو عملونه خراب شى
نو خدائے پاک د زلزلې په
شکل په دوى خپل قهر رانازل
کړى، د دې په مقابله د ماده
پرستو سوچ د زلزلې په حقله
د دې نه بالکل جدا او بدل
دے د ماده پرسۍ په نزد په
دې زمکه کښې دننه بعض څيزونه
چې يو بل سره ملاؤ شى نو
د هغې نه ګېسونه جوړ شى
دغه ګېسونه بيا بهرته
د راتلو کوشش کوى چونکه
د هغې د راوتلو دپاره څۀ
لاره نۀ وى نو هغه په ډېر
زور زمکه وشلوى او د هغې
سره خواؤ شا ټوله زمکه
وجړقيږى او دغې ته زلزله
وائى دلته به تاسو کتلى
وى چې خيال پرستى د زلزلې
د تشريح دپاره يو د روحانى
وجه لټوى لکه د خدائے پاک
قهر او ماده پرستى د دې
تشريح دپاره مادى وجوهات
ګورى.
دوېم مثال به د معاشرې
د ژوند نه واخلو ځنې خلق
مالداره او ځنى نادار
ولې دى ؟ د دې متعلق د خيال
پرست يو لنډ او ساده جواب
به دا وى چې دا د خدائے پاک
کار دے د چا په قسمت چې څۀ
ليکلى وى هغه به ور رسيږى
يا به دا ووائى چې د دې دنيا
نظام خدائے پاک داسې جوړ
کړے دے چې دې کښې به لاندې
او باندې خلق ضرور وى ځکه
کۀ ټول خلق يو شان شى نو
بيا د دنيا کارونه به ټول
وران پاتې شى لکه وئيلے
کيږى چې په يوه زمانه دا
ټول خلق يو شان وو نو يوه
ورځ د يوې بوډۍ غريبې دېوال
پرېوت نو بيا داسې څوک
نۀ وو چې د هغې وهلو ته ئې
غاړه ايښودې وې له دې کبله
خدائے پاک دا ضرورى وګڼله
چې خلقو کښې فرق راولى
هله به د دنيا نظام په ښۀ
شان چليږى. کۀ د دې نه ورپسې
لږ نور وړاندې لاړ شو نو
يو خيال پرست به دا ووائى
چې ځنى خلق مالدار ځکه
وى چې دوئ عقلمند وو ډېر
لوے نظر ئې لګېدو. جمع ئې
کوله نو ځکه مالدار شو
او کوم خلق چې نادار او
خوار دى هغه کم عقل او لا
پروا بنديان وو. د سبا غم
ورسره نۀ وۀ، لګښت به ئې
زيات کولو نو ځکه غريبانان
شو په نورو ټکو کښې دوئ
يو مستقل انسانى فطرت
د غريبۍ او مالدارۍ ذمه
وار ګرځوى دلته به هم تاسو
کتلى وى چې لکه د زلزلې
په مئسله د غريبۍ او مالدارۍ
په سوال خيال پرست د ځنى
روحانى وجوهاتو لټون
کوى لکه قسمت يا د خدائے
پاک مرضى يا د انسان د دماغ
څۀ پېدائشى خصوصيت د دې
بر خلاف ماده پرست دا خبره
کوى چې په معاشره کښې مالدار
او نادار ځکه وى چې د ژوند
دپاره ضرورى د پېدا وار
ذريعو له په داسې ډول ترتيب
ورکړے شوے دے چې ځنى خلقو
سره زمکې کارخانې يا نورې
ذريعې په قبضه کښې دى او
باقى خلق د هغوئ دپاره
کار کوى يو دهقان کۀ هر
څومره خوارى وکړى د ځان
نه خولې وباسى خو هغه به
دهقان وى هغه به خوار وى
هغه به لاندې وى او ځان
به بې خوارۍ او بې مشقته
د دۀ په محنت ورځ تر ورځه
مالداريږى
دلته يو سړے
دا وئيلے شى چې يو سړے خان
وى هغه دهقان شى او يو سړے
دهقان وى هغه خان شى يا
دا هم وئيلے شى چې د مثال
په طور ايوب خان د يو عام
سړى ځوئے وۀ خو چې ځان ئې
وکړولو نو د پاکستان صدر
ترېنه جوړ شو او په دنيا
کښې به يو مالدار صدر يادېدو
خبره دا ده چې دا صحيح ده
چې په طبقاتى معاشره کښې
د سرمايه دارانه نظام
کښې داتفاقاتو ډېر لاس
وى او يو سړے باندې طبقې
نه ښکته طبقې ته راغورزيدلې
شى او د لاندې طبقې نه باندې
طبقې ته دانګلې شى خو د
دې حېثيت انفرادى وى طبقې
په حال موجود و ى داسې نه
شى کيدې چې سالمه لاندې
طبقه باندې لاړه شى او
سالمه باندې طبقه لاندې
راشى ګنى د پاکستان په
کروړونو غريبانانو کښې
د ايوب خان يا چند کسان
نور د مثال په طور نۀ پېش
کيدے
د ماده پرستۍ
او خيال پرستۍ د اختلاف
عملى اهميت
د داسې مثالونو
نه ښکاره شى چې د خيال پرستۍ
او ماده پرستۍ بنيادى
اختلاف په څۀ دے دا فرق
نۀ يواځې په نظرياتى ډول
بلکه په عملى ډول هم ډېر
زيات اهميت لرى لکه د زلزلې
په مئسله کۀ د خيال پرستو
په خيالاتو پسې لاړ شو
نو صرف جامې څنډول به پکار
وى چې زمونږ ګناهونه معاف
شى او زلزلې بيا نۀ راځى
د دې په بدله کښې د ماده
پرستو په حمايت کښې به
مونږ له پکار وى چې د زلزلې
د معلومولو الات جوړ کړو
يا کوټې او عمارتونه داسې
جوړ کړو چې د زلزلې په وخت
ترې کم نه کم نقصان راؤرسى
لکه جاپان او نورور ملکونو
کښې چې ابادۍ اکثر د باڼسونو
جوړې وى يا په کوئټه کښې
يو چتېز بلډنګونه جوړيږى
د مالدارۍ او نادارۍ
په سوال کۀ چرې قسمت د دې
ذمه وار وګرځو نو بيا غريب
سړے به صرف د خپل قسمت نه
ګيله مند وى او مالدار
به خپل عېش تورۍ کوى او
زيات نه زيات کۀ په زړۀ
ئې د رحم اوبۀ توې شوې نو
غريب له به څۀ خېر زکوات
ورکړي د دې برعکس کۀ مادى
وجوهات ئې ومنو نو بيا
به مونږ د پوره معاشرې
د بدلون دپاره لارې چارې
لټوو چې دا معاشره بدله
کړو او د دې په ځائے يو داسې
معاشره قائمه کړو چې پکښې
دمالدار او نادار تميز
ورک شى
د انسان عمل او
تجربه خيال پرستي غلطه
ثابتوى
خيال پرستى کۀ
خارجى وى او کۀ داخلى د
انسان عمل دا غلطه ثابتوى
وائى چې د داخلى خيال پرستۍ
استاذ برکلے يوه ورځ يو
دوست سره په سړک روان وۀ
ناڅاپى دوي له يوه لارۍ
مخ ته راغله برکلے چې وليدله
نو منډه ئې ترې ووهله هغې
دوست ورله اواز ورکړو
چې برکلے صاحب ولې تښتے؟
دا خو لارۍ نۀ ده دا خو ستاسو
محسوسات دى چې لارۍ ترېنه
جوړه شوه.
د دې مقابله
کښې د بنيادم عمل د ماده
پرستو دا خيال صحيح ثابتوى
چې څيزونه او د قدرت بيل
بيل مظهر په خارج کښې د
انسان د ذهن نه ازاد وجود
لرى دا زمونږ روزمره تجربه
ښـئى چې نارنج په خارج
کښې وجود لرى کوم چې مونږ
وينو ګورو او محسوسوئې
و ولې او د حلوا وجود د حلوا
په خو ړلو ثابيتږ ى ماده
پرست فلسفيان د دې بنيادى
څيز نه د خپلو نظرياتو
شروع کوى بيا ئې تعميم
کوى او د دنيا په باره کښې
ترېنه يو سائنسى او شعورى
فلسفه جوړوى او خلقو ته
ئې په دې غرض وړاندې کوى
چې هغوى صحيح طور سره د
معاشرې واقعات او د قدرت
مظاهر و پيژنى
خيال
پرستى د توهماتو مرسته
کوى
د خيال پرستۍ او
ماده پرستۍ د جګړې نه دا
هم معلومېږى چې معاشره
په طبقو کښې ويشلې ده څوک
ترقى پسندۍ او څو ک د رجعت
پسندۍ مرسته کوى خيال
پرستي د رجعت پسندۍ حمايت
کوى او د سائينس او ماده
پرستۍ او ترقى پسندۍ مخالفت
کوى خيال پرستى مونږ ته
دا خبره کوى چې په سائنس
زياته تکيه لرل نۀ دي پکار
ځکه چې سائنس حقيقت نۀ
شي معلومولے مادي سائنس
لا مکمل نۀ دے ،نن نظريه
قائمه شى سبا بدله شى نو
يو نيمګړے سائنس په يو
مکمل روحانى سائنس څنګه
اواز کولے شى له دې کبله
کۀ په حقيقت څوک ځان پوهه
کول غواړى نو د روحانى
عالمانو نه دې لاس نيوه
وکړى په دې وجه خيال پرستى
د رجعت پرستۍ د پروپيګندې
يوه زبردست وسله ده دا
د سرمايه دارنو او جاګيردارانو
د اخبارونو او رېډوانو
فلسفه ده او د هر قسم توهم
پرستۍ خونه ده، دا فلسفه
مونږ د ځان متعلق د سوچ
نه منع کوى او د معاشرې
او اقتصادى مسئلو حل د
مادى سائنس په ځائے په
روحانى سائنس او نفسياتو
کښې لټوى د کوم مثال چې
د هغې ړوند سړى دے ،څوک
چې په يوه تيارۀ کوټه کښې
د يوې داسې تورې پيشو لټون
کوى کومه چې د سره هلته
هډو موجوده نۀ ده.
دوېمه
دا چې د يو خيال پرست په
نزد د معاشرې د بدلولو
په ځائے مونږ له د ځان اصلاح
پکار ده د کُل اِصلاح په
جز کښې پټه ده په معاشره
کښې خرابۍ د سرمايه دار
نظام د پېداوښت په ځائے
په دې کښې پټ وى چې زمونږ
اخلاق خراب وى مونږ په
خپل نفس قابو نۀ دے موندلے
د دې قسم خيالاتو د مالدارو
خلقو او د هغوى د سياسى
ډلو د تقريرونو او منشورونو
نه ډېره ښه پته لګى او په
ډېرو مزدورانو او کسانانو
ئې هم اثر شوے دے او هغوى
د سرمايه دارانه او جاګيردارانه
نظام خلاف اواز پورته
کولو او د طبقاتى جنګ کولو
په ځائے د اصلاحى خبرو
په ذريعه د اپيل او خواست
په شکل د خپلو حقونو د حاصلولو
په کوشش کښې اړم کړى.کوم
چې داسې ناممکن کار دے
لکه د زاڼو نه کټورى غوښتل.
درېمه دا چې اکثر سوشلسټان
هم د دې نظرئې ښکار دى او
ډېر مخلص سوشلسټان هم
دا سوچ لرى چې سرمايه دارۍ
کښې بنيادى نقص دا دے چې
څيزونه غېر مساوى طور
سره وېشلى شويدى خو کۀ
مزدور او سرمايه دار او
دهقان او خان د انصاف نه
کار واخلى نو د سرمايه
دارۍ او جاګيردار کۀ نقصانونه
لرے کيدے شى د دوئ دا عقيده
ده چې په کومه طريقه مونږ
ژوند تېروو او په کومه
طريقه سوسائټى منظم شوېده
نو دا زمونږ خيالات دغسې
دى دوئ مادى وجوهات هېره
وى ځکه چې په سرمايه دار
نظام کښې د دولت وېش په
دې نۀ دے شوے چې ګنى د خلقو
د خيالاتو د وېش په حقله
دغسې دى بلکه د پېداوار
طريقې دغسې دى چې سرمايه
دار د مزدورانو لوټ کوى،
خانان د دهقانانو لوټ
کوى او چې تر څو دا طريقه
جارى وى نو غريبى او مالدارى
به هم موجود وى او طبقاتى
جګړې به هم موجودې وى
د سوشلسټانو فريضه
د دې دپاره د سوشلسټانو
کار دا دے چې محنت کش او
خوارى کښ دې راغونډ کړى
او د ظالمانو خلاف دې ئې
جدوجهد ته تيار کړى او
د يو کامياب جنګ نه پس دې
د خوارى کښانو حکومت قائم
کړى دې سره به سرمايه دارى
هم ختم شى او سوشلزم به
هم راوستے شى کۀ داسې ونۀ
شى نو بيا به همېشه دپاره
خوارى کښې طبقې سره غدارى
کيږى او دوئ به هم د ناکامۍ
څپيړې په مخ خورى او يا
به د سرمايه دارو خدمت
کونکى ترى نه جوړ شى ځکه
چې لکه څنګه د سرمايه دارو
د رياست د مشين په ساتلو
او د هغې د ختمولو نه بغېر
سوشلزم نۀ شى راتلے دغه
شان د سرمايه دارو د نظرئې
لاندې او د خيال پرستۍ
په جامه دننه د سوشلزم
نظريه نۀ شى کاميابيدلې