Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen3

رومانيت _ حقيقت پسندي

 

شېر علي باچا

 

د ژوندي پاتې کېدو په جدوجهد کښې انسان د خپلې دفاع د جبلت په لړ کـښې خپل ځان کښې دوه تخليقي قوتوتو له وده ورکوي. علم او تخيل. د علم معنٰي د مشاهدې، مقابلې او مطالعې صلاحيت دے يعني د علم معنٰي غور او فکر کول دي. تخيل هم د يو قسم د غور او فکر طرز دے د دنيا باره کښې خو غور  او فکر کول د ذهني تصويرونو په حواله. د تخيل معنٰي هغه صلاحيت چې څيزونو له او د فطرت قوتونو له انساني اوصاف  ورکوي، حواس ورکوي او تر دې چې ارادې هم ورکوي چې څيزونه هم تازه او صفا ښکاره شي لکه غمژنه شپه، غمګينه سپوږمۍ وغېره.

 

     دوه مکتبۀ فکره دي. رومانيت او حقيقت نګاري.  د حقيقت نګارۍ مطلب يو رښتونے رنګ او روغن نۀ ورکولو اولس او د اولس ژوند پېش کولو ته وائي. د رومانيت ډېر تعريفونه شوي دي خو داسې تعريف نشته چې د ادب ټول تاريخ دانان پرې متفق کړے شي. د رومانيت دوه رجحانات ډېر ښکاره دي. مجهول او فعال. مجهول رومانيت هڅه کوي چې انسان خپل ژوند سره رضا کړي او دغه ژوند دغسې پېش کړي يا ئې د ژوند نه پرېکړي کوم چې د هغۀ چاپېريال کښې وي. د يو شاړ instrospection په حواله او خپلې اندروني دنيا ته ئې بوځي او د ژوند په نۀ حل کېدونکې مسئله کښې ئې اخته کړي لکه مينه، مرګ او نور نۀ حل کېدونکې مسئلو کښې، کومه چې حل کېدې نۀ شي په فرضياتو يا تش په سوچ وهلو، بلکې صرف سائنس هغه حل کولې شي. فعال رومانيت کوشش کوي چې انسان ته د ژوند د تېرولو اراده وبخښي او د خپل ګېر چاپېره ژوند په ضد ئې راپورته کړي او چې کوم جغ کښې ئې دې ورکړے دے د هغې نه ئې وباسي.

 

     په ځنې ليکوالو کښې حقيقت نګاري او رومانيت داسې اغږلي شوي وي چې دا وئيل ګران شي چې دوي په کوم صف  کښې ولاړ دي. دا ډېر لوئے ليکوالان دي. په ادب ئې ډېر اثرات غورځولي دي. د دواړو  رشته به داسې صفا ښکاره شي کۀ چرې په دې سوال غور وشي. د ليکلو خواهش ولې راولاړېږي د دې سوال دوه جوابونه دي. د خشک او خراب ژوند بدلول، د دغه قسم ژوند او حالاتو بدلولو دپاره څۀ ليکل پکار دي؟ داسې نغمې، سندرې، قصې، الميې تخليقول چې ژوند پُرمايه شي. د دې دپاره رومانويتي ليک ته ضرورت وي. د تخيل په ذريعه به خشک ژوند داسې ښکاره کوي او خلق چې څنګه دي د هغې نه ئې بهتر او په اوچته سطح ايجادوي. د ليکلو دوېم خواهش د ژوند د مفلسۍ نه نۀ زېږېږي بلکې د تاثراتو د ډېرښت نه راولاړېږي. ليکوال چې کومې مشاهدې او تجربې کړې وي او د ژوند نه ئې چې کوم تاثرات اخستے وي، هغه وړاندې کول غواړي. رومانيت او حقيقت پسندي دوه ادبي رجحانات يا سکولونه دي. د حقيقت پسندۍ نه مراد حقيقي رښتوني بغېر رنګ روغن نه د خلقو او د هغوي د ژوند پېش کېدنه ده.

 

     د رومانيت ډېر تعريفونه شوي  خو جامع تعريف ئې نشته چې ټول ادبي مورخان ترې مطمئن وي. رومانيت کښې دوؤ شديدو رجحاناتو او متضادو څيزونو کښې به تميز کول ضروري وي. يو مجهول او بل فعال. مجهول رومانيت کوشش کوي چې د انسان د خپل ژوند سره روغ جوړ کړي او د هغۀ د ژوند سر څڼه وکړي يا ئې د خپل ګېر چاپېر ژوند نه لاتعلقه کړي او خپلې اندروني دنيا کښې ئې وساتي لکه د مينې، مرګ او نورو داسې مسئلو کښې چې حل کېدے نۀ شي بغېر د سائنس نه، باره کښې ئې مستغرق کړي.

 

     فعال رومانيت دا کوشش کوي چې د انسان اراده مضبوطه کړي، د ژوندي پاتې کېدو او  د خپل ګېر چاپېر ژوند نه ئې پورته باسي کوم چې دې غلام ساتي. بعضې وخت دا ډېره ګرانه شي چې يو فنکار د حقيقت پسند يا رومان پسند په نامه وبللے شي ځکه چې په لويو فنکارانو کښې دا مسئله ډېره اغږلې وي او د دوي په فنپارو کښې ئې تازګي، اصليت او جوش پېدا کړے وي او د نړۍ په ادب زبردسته اغيزه کوي. د دوي رشته به د دې سوال نه واضحه شي چې د ليکلو محرک څنګه پېدا شي؟

 

     د خپل محکوم ژوند او تيارۀ دنيا د رڼا کولو او پُرمايه کولو دپاره د څۀ ليکلو خواهش پېدا کېدل. په ډېرو حوالو انسان لا تر اوسه شډل دے او په کلتوري معنٰي لا خام دے. دا به ښۀ وي کۀ د هغۀ لږ ډېر تعريف وشي او هغه په صفاتو اراسته شي. دې سره د هغۀ د عزت نفس تعمير وشي او په خپل تخليقي قوت لا باوري شي. د انسان تعريف په هره وجه کول دي ځکه چې هر هغه شے چې ښۀ وي او سماجي قدر لرونکے وي د هغۀ د قوت او ارادې نه تخليق شوے دے. دا زمونږ ضرورت دے.

 

     بل طرف ته د ليکلو خواهش د ژوند د کم مائيګۍ په ځائے د ژوند د پُرمائيګۍ نه راولاړېږي. د تاثراتو د کثرت نه پېدا کېږي او د اندروني محرک نه چې د دې اظهار دې وشي او چې کوم څيزونه دې مشاهده کوي يا ئې تجربه کوي په هغې خاموشي اختيار نۀ کړي. دا قسم خلق به حقيقت پسند وي خو سره د دې به په دوي کښې د رومانيت لشه موجوده وي. دا لشه ناګزير ده او جائز هم ده ځکه چې دا وخت د صحت مند روحاني تحريک دور دے.

♣♣♣

علامت او ادب

 

محمد اقبال اقبال

 

     Symbolism علامت نګاري يو اوږد بحث او ژورتيا لري. خو چې علامت نګاري صرف تر علامت نګارۍ محدوده شي نو فنپاره کښې زړۀ پورې او ګټور رول نۀ شي لوبولے. د علامت صحيح استعمال، د لفظونو سره پوره پوره انصاف او علامت او لفظونه په فطري توګه په خپل خپل ځائے استعمالول د علامت حق پوره کوي.

 

     ادب نن سبا ډېر زيار غواړي او په هغه بام ولاړ دے چې هر يو اديب او شاعر ورته ختل څۀ چې بره کتے هم نۀ شي. دا دور د يو نوي ثقافتي انقلاب نه تېرېږي. دا دور د ادلون بدلون دور دے چې په ادب نېغ په نېغه اثر غورځوي. ښۀ نه ښۀ ليکوال دې دور کښې ګلي ګوچ شي، زړۀ او ذهن ئې يو بل سره په جنګ وي، نظر او احساس ئې په يوه نقطه نۀ يو ځائے کېږي. خو بيا هم پښتون ليکوال د فن د کمال په غونډۍ هسک سر ولاړ دے. د ژوند په هره دشته، د وختونو په شواروز، د دوران په هر ښۀ او بد اړخ خپله ذمه واري په سپېځلي او فعال حېثيت تر سره کوي.

 

     کۀ پښتو غزل په تيارو کښې بل مشال دے نو نظم او د نثر هر صنف خپل حق په راستۍ پوره کوي. ثقافتي او روايتي وراثت ئې د علم، پوهې او تجربې په هنري استعداد ژوندے ساتلے دے او پرون او نن ئې په خپل زيرک نظر کښې ساتلي دي.

 

     پښتو ادب د هجر ساندې، د رقيب د ظلم زياتي فرياد، د بېلتانۀ ژړا، د محبوب د بې وفايۍ ګيلې نۀ کوي بلکې په ناز او وياړ هرې پېښې ته ډال سينه ولاړ وي. دا هم نۀ ده چې د ښائست، ښکلا، جمال، مينې، وصال، بېلتون نه منکر دے. خپله روايتي خټه کښې دا جذبې هم لري. کۀ يو خوا دا جذبې اېغ په نېغه بيانوي نو بل خوا د يار د ښائست خدوخال، رنګيني هم په روايتي ډول خپلوي.

 

     دا يوه منلې شوې خبره ده چې کله لفظونه د خپل معنوي ښائست نه محرومه شي نو علامتونه خپل وجود او افاديت پېدا کړي او کله چې علامت د ماحول ژوند سره سمون نۀ خوري نو بيا علامت خپل حسن او مقصد بائلي.

 

     نن پښتو ادب د مقصديت، روادارۍ، صداقت او اصلاحي جذبو نه ډک دے او د دې دور خپل تاريخي، ثقافتي او کلاسيکي کردار پوره کوي. اوس دا خبره ادب سپينه کړې ده چې دې معاشره کښې سماجي بدۍ، لوږه، غريبي، طبقاتي تضاد، استحصال او د حق د وېش غېر نا انصافه تقسيم د جاګيردارۍ او سرمايه دارو د نظام پېداوښت دے. جديد دور د ارتقا سره سره د کمترۍ احساس هم پېدا کوي او ځان سره ذهني انتشار هم راولي. تهذيبي او ثقافتي اقدار تتوي. لکه د ژوند ادب هم د حرکت او عمل نه عبارت دے. ادب د خپل چاپېرچل نه اثر اخلي. اديب د قامي غورځنګ عکاسي کوي. شعوري ارتکاز عام کوي د فکر، نظر او د عقيدې اختلاف يو انساني فطرت دے خو پښتون اديب په يوه خبره يوه خُلۀ دے او هغه ژبه او قامولي ده او تر څو چې دا نۀ وي نو ادب به نيمګړے وي اول خو ادب يو ګران او د زيار کار دے، مطالعه، مشاهده او هنر غواړي خو بيا هم کۀ څوک ادب ته لاس اچوي نو دغې ګرانې ته به غاړه ږدي او د ادب دپاره د سياست، قامولي، معاشرتي او اقتصادي او ثقافتي پوهه يوه ډېره اهمه او په فني لحاظ يو حقيقت دے او د دې حقيقت په لار تګ په ازغنه لار تلل دي. د ادب دپاره يوه عقيده او يو مقصد او نظريه خپلول ضروري مسلک دے.

 

(ماخوذ)

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ